ډاکټر د ناروغ په کتلو بوخت و. د معایناتو پرچې یې په دقت له نظره تېرولې. زامن یې راټول وو. هر یوه په نوبت ویل:
ډاکټر صیب!
چې د پلار مو زموږ په سر ښه کیږي، ترې ځار. موږ سره يې ډيرې سختۍ ګاللي.
د دې خبرو په اوریدو به ناروغ موسک شو.
ډاکټر د مریض دوسیه کېښوده:
ګورئ، دواړه ګردې یې زیاتي ختمې دي، که تاسو کې څوک یوه ورنکړي، شاید ډېر ژوندی پاتې نشي.
ځوانانو یو بل ته وکتل، سرونه یې ځوړند کړل او بیا یې ورو وویل: څه چې د خدای رضا وي، زموږ قبوله ده!
نعمان دوست