افغان او قزاقستاني چارواکو هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړیکو د پراختیا لپاره د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل ته د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې نورالدین عزیزي ټینګار کړی چې همکاري باید د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو محدوده نه وي او باید د صنعتي محصولاتو او ټکنالوژۍ د وارداتو او صادراتو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو همدارنګه د سړک او اورګادي ګډو ټرانسپورتي شرکتونو د جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په ورکولو کې د اسانتياوو رامنځته کولو هم هوکړه کړې ده.
په ورته مهال، د قزاقستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې چمتو دی څو شاوخوا ۱۰۰ افغان محصلینو ته مسلکي او تخنیکي روزنه ورکړي.
مرات نورتلیف د قزاقستان له خوا افغانستان ته د یو میلیون ډالرو بشري مرستو د ځانګړي کولو خبر هم ورکړی دی.
قزاقستاني پلاوي تر دې وړاندې کابل ته په سفر کې د رئیسالوزرا له اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره هم په کتنه کې د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په هدف خبرې کړې وې.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکې پراخې شوې دي.