ملګري ملتونه: غزه کې د لوږې بحران بې‌سارې کچې ته رسېدلی

ملګري ملتونه: غزه کې د لوږې بحران بې‌سارې کچې ته رسېدلی


  • 3 ساعته دمخه (12/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 6

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په غزه کې د لوږې بحران بې‌سارې کچې ته رسېدلی او د مرستو رسونه تقریباً درېدلې ده.

د یاد پروګرام مرستیال کارل اسکاو چې تازه یې خپل څلورم سفر غزې ته پای ته رسولی، خبریالانو ته ویلي چې وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی او نړیوالو ادارو د مرستو توان له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې شاوخوا ۹۰ زره ماشومان بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري او له هر درېیو کسانو یو یې څو ورځې له خوړو پرته تېروي.

بل‌خوا، د الجزیرې د راپور له مخې، د اسرائیلي ځواکونو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان وژل شوي چې ۱۱ یې د خوړو د مرستې د ترلاسه کولو په لیکه کې ولاړ وو.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د اسرائیلي ځواکونو له لوري غزه کې د مرستو د وېش پر ځایونو بریدونه غندلي او دا یې د نه منلو وړ بللي دي. 

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له مې میاشتې راهیسې د مرستو پر مرکزونو د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې ۷۹۸ کسان وژل شوي دي.