د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه بیا تر بزهای ګنبد پورې د واخان جغلي سړک د دوهم فاز جوړولو تړون یې له یوه شرکت سره لاسلیک کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه تړون نن د دغه وزارت په انګړ کې په ۱۴۳ میلیونه افغانۍ د سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخند او افغان صداقت شرکت مسئولینو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه تړون له مخې به دغه شرکت د دغه سړک دوهمه ۷۱ کیلو متره برخه په اته متره پراخوالي سره جغل اندازي کوي، چې ورسره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د دغه سړک د دوهم فاز تړون داسې مهال لاسلیک شوی، چې دا مهال د دغه سړک د لومړي فاز کارونه د چین تر صفرې نقطې پورې رسېدلي او د هوا په سړېدو سره به یې ساختماني کارونه هم بیرته پیل شي.