لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
زما د زړه ټکور غږ
لیکوال: محمد ابراهيم سپېڅلی   نېټه: 05/02/2017  

چې د سندرو او موسیقي اورېدل مې په یادېږي؛ نو د استاد خیال محمد له نامه سره اشنا شوی یم. زما په غالب ګومان دا به نو ۱۹۸۰ یم کلونه وو. 
دلته د جګړو اور بل و، لکه همدااوس چې وسله‌وال بریدونه کېږي، پر مساپر وړونکيو موټرونو بمونه ورچوي، پوستې تسلیمېږي، ملکیان وژل کېږي او د جګړو له وېرې خلک له کورونو تښتي. 
زموږ کورنۍ هم په د ژمي په یخ سهار کې په پټه خپل کور پرېښود او له ښاره لېرې یو کلي ته کډه شوو.
د بازیو شریکان، د خالپوڅو کور او شناخته سیمه رانه پاتې شوه. 
په نابلده کلي کې ډېر ديغ وم، د لوبو ملګري له زړه، نه وتل او ان ځینې وخت به د خوب په خیالي نړۍ کې د خالپوڅو کور او کلي ته له شریکانو سره لوبو ته هم ورتلم. 
په دې کلي کي ما ځان پردی احساسوی، شریکان مې نه درلودل، ټوله ورځ به د نورو کوچنیانو برعکس په کورکي د مور ترڅنګ په فکرونو کي ډوب ناست وم . 
تراوسه مې په یاد دي، موږ یو چینايي ټيپ درلود چې د شپې له خوا به مې پلار خبرونه اورېدل.
زه په خبرونو نه پوهېدم، خو پلار به مې ویل؛ « یو ګړی ژغ مه لرئ! خبرونه دي.» 
موږ به چوپ ناست وو، اخېر به په ارږمۍ ارږمۍ کښلو ویده شوی وم او په خوب کې به مې د خالپوڅو کور او خپل شریکان لیدل. 
غرمه مهال به مې ځوان ورور چې له عسکري جلب اظهاره په کور کې پټ و، په چینايي ټیپ د کوټې راډیو سټېشن په نیولی و، خو ځینې وختونه به د راډیو تر غږ کښهاری لوړ و.
په راډیو کې به د خبرو او سندرغاړيو تر څنګ د یو سندرغاړي غږ پر ما خوږ لګېده، لکن د دغه سندرغاړي سندره به هره ورځ نه خپرېده. 
دا وخت زه د شپږو کالو وم، پښه مې په اووم کال کې وه او د مخ غاښونه مې وتلو ته اماده شوي وو.
اوس مې په دې نوې مېنه «کلي» کې د کوڅې دوه درې شریکان چې زموږ ګاونډیان وو پېژندلي وو، خو بیا به مې هم د هغه خوږ غږ لرونکي سندرغاړي د سندرې اورېدو په هیله غرمه ځان کور ته را رساوه.
هغه وخت د کوټې راډیو غرمنۍ پښتو خپرونه په ورځ کې یو ساعت خپرېده. 
پر ما به دا یو ساعت د سندرې اورېدو په تمه خورا اوږد شو، خو کومه ورځ چې به يې سندریز غږ په راډیو کې خپر شو، زړه به مې باغ باغ شو. 
سندرې مې يې خوښېدې، مګر د سندرغاړي نوم ته مې پام نه و، ځکه زه يې پر غږ مین وم، نه پر نوم.
« اشنا د لېونتوب هغه وختونه دي جوړ هېر شول
کاواکه ګرځېدل رنګین خیالونه دي، جوړ هېر شول
نن سترګې دي څه وايي ولې زه پرې نه پوهېږم؟
پوهېږمه په دې چې شوګیرونه دي جوړ هېر شول »
دغه سندره چې اوس هم واورم، خپل کوچنیوالی را په یاد شي. 
دغه سندره پر ما خورا تاثیر کوي او هغه د چاخبره د زړه تارونه مې را رېږدوي. 
یاده سندره به اکثره وخت له کوټې راډیو خپرېده او ما ته به يې داسې خوند راکاوه چې د هغه وخت احساس اوس نه‌شم بیانولای.
نور مې سر نه پرې خلاصېده چې دا څه وايي؟ خو په اورېدولو يې نه مړېدم. 
له راډیو د سندرو اورېدو دا لړۍ نږدې یو یا یو نیم کال روانه وه او د دغه خوږژبي سندرغاړي هرې سندرې زه د خیالونو په زرین ټال کې زنګولم.
«بي‌بي‌شیرینې زېړې ګلې
را باندې واچوه سور شاااال جوړه لاسونه...»
دابیا یوه بله سندره وه چې په اورېدو به یې خورا خوښېدم او اکثره وخت چې به څوک نه وو؛ نو زما د معشوق سندرغاړي دا او له راډیو د ده په غږ کې نورې ما اورېدلې سندرې به مې نیمګړې زمزمه کولې. 
یوه ورځ مې فکر شو چې دا سندرغاړی څوک دی او څه نومېږي؟ 
زړه مې راغونډ کړ، له خپل ځوان وروره مې پوښتنه وکړه؛ «ګل‌اغا هغه نامي غزلې چې وايي، نوم يې څه شی دی؟» 
ورور مې وخندل؛ «کوم نامي غزلې چې وايي؟»
ما چې هر څه وکړل، ورور مې پوه نه کړای شو. 
په داسبا چې بیا د ورور څنګ ته پروت چینايي ټيپ ته نږدې د سندرې اورېدو په هیله کښېناستم؛ نو تصادفي په راډیو کې دغه خوږه سندره شروع شوه؛ 
«نادان یمه په عشق کې چې مین زړه صبرومه
لا دومره مې یادېږي چې هر څو يې هېرومه...»
بې له ځنډه مې ورور ته وویل؛ «دغه غزله چې وايي! ما دغه درته یادوی چې نامي غزلې وایي.»
ورور مې په ځیر ځیر راته وکتل، زه ووېرېدم چې اوس مې یوه چپلاخه کش نه کړي، خو هغه وویل؛ «داخیال محمد نومېږي.» 
خیال محمد؟ ما پوښتنه کړه، ده راته وویل هو! 
اوس له هغه وخته درې لسیزي تېرې شوې دي چې زه د خیال محمد په خواږه او مترنم غږ کې سندرې، غزلونه، لنډۍ او فلمي بدلې اورم. 
له موسیقي اورېدو سره زما مینه اصلاً د استاد خیال محمد له غږ سره د مینې پر بنسټ را منځ ته شوې ده.
زه اکثره وخت له ځان سره وایم، که پر ما د استاد خیال محمد غږ تاثیر نه وای کړی، کېدای شي چې له موسیقي اورېدو سره مې دومره مینه په زړه کې په غورځنګ نه وای. 
دا نو زه یوازې نه یم، بلکې زما په څېر په سلهاوو کسان د استاد خیال محمد له خواږه غږ سره مینه لري، سندرې يې په مینه مینه اوري. 
زه یو څو کسان اوس هم پېژنم چې د دغه استاد سندرغاړي د سندرو مینې د شعر او سندرو ویلو ډګر ته راوستلي او لا غواړي چې دغه لار پسې تعقیب کړي، خو هغه د خوشال بابا خبره؛ «هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه»
ماته اکثره وخت دا فکر را پیدا شي چې که استاد خیال پښتون نه وای اوپه یوه بله ژبه يې هنر ته دومره خدمت کړی وای، تاسې څه فکر کوئ چې د هغې ژبي ویونکيو به دی څومره نازولی وای!؟
استاد خیال او د ده په څېر نور د هنر اتلان په څو څو ځله په لویو ویاړغونډو ارزي. 
که چېرې د دغسې هنري اتلانو نمانځل پر وخت وي، ښه خبره به وي، ځکه موږ پښتانه اکثره وخت یا مړه ستایو، يا په ډېر سپین‌ږیرتوب کې خپل مخور ستایو.
په کار ده چې دغسې پېژندل شوي کسان پر وخت وستایل شي چې دوی نور هم نړيوال شهکارونه ټولنې ته وړاندې کړي او په دې ډول نړيوالو ته دا وښوول شي چې پښتانه هم د نورو پرمختللو ملتونو غوندې د هنري ډګر اتلانو ته «ډمان» نه وايي او د نمانځلو له‌پاره يې سره په یو زړه او یو خوله را ټولېږي چې داسې را ټولیدل د ویښو ملتونو لویه ځانګړتیا ده.
که د واقعيت په عینکو کې وکتل شي، پښتني هنرمندان، د نورو ټولنو تر هنرمندانو ځکه ډېر د ستاینې وړ دي چې لا تر اوسه زموږ په ټولنه کې لکه څنګه چې په کار ده هغسې هنرمند ته له کورنۍ تر ښاره په سمه سترګه نه کتل کېږي او دا داسې مانا لري لکه یو څوک چې د هنري ماڼۍ بډایه کولو ته د دوبي په سره غرمه پر لوڅه شا تودې خښتې راوړي، دا د هر بې‌ذوقه کار نه دی او باید افغان هنرمندان د ولس تر څنګ د دولتونو له خوا هم په معنوي او مادي سوغاتونو ونازول شي چې موږ هم د تاریخ په کتابونو کې د هنر نازول شوی بډای څپرکی ولرو.

سرخط ورځپاڼه

 
بېرته شاته