لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
دا پوهنيز- فرهنگي يونليک
لیکوال: پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار   نېټه: 09/07/2017  

{ليکلار  يو- کره- پښتو }

 

د خپل اندوژوند هغو گردو مينه والو ته ډالۍ کوم

چې بېسارو مينو او لورېينو يې اتيايم

    زېږپسرلی را گلورين کړ... 

 

ما هم د دې لپاره چې د لنډاندو سيمه پالو او د ژيپوهنې پېښاووانو پر وړاندې مې  د دغو مينه والو ستر گې لا پسې  ورهسکې کړې، او د اتيايمې يادغونډې د هڅې هوډ مې لا ښه ترا پر شرعه ور برابرکړی وي ، د چا خبره، ورته کم راغلي نه اوسي، د پښتو سيالۍ او سرڅڼې د نيم پېړۍ څانگپوهيز غورځنگ په شمله کې مې څو نارنج گلونه نورهم پسې  ور وټومبل.

دوه غبرگ څانگپوهيز نښيرونه (سبکپوهنه او ماناپوهنه) او ټپيزغورچاڼ مې د يادغونډې تر ټولگې پورې ړو مبۍ پلا، ( پښتواو پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې دويم ، او د وييپوهنې درېيم غځولی کرولی دا مې په کابل او ننگرهار کې چاپ ته  وسپا رل. هممهاله مې ورسره د کا بل، ښوونې روزنې، ننگرهار، لغمان اوکو نړ او  په ۵ گونو  پوهنتونوکې د نومهالي ژبني ساينس يو لړ لکچرونه استادانو او شا گردا نو ته واورول، او چاپ کتابونه مې په نيمايې بيه له بېلابېلو ليکنو او لښتيليکو نو (چارتونو) سره ور ووېشل.

د شهيداستاد مجروح او ملامحمد افغاني نويس له څېړنغونډو را نيولې، د ننگر هار تر نارنجگل او د کونړ ((تنوير)) پوهنتون تر يادغونډو او مشاعرو پورې  دپو هې او فرهنگ په ناستو، غو نډو او بنډارو کې کارنده گډونونه خو لا پرځای پر ېږده، چې  د ورځليکۍ (ډا يرۍ)  له مخې به يې په نېټه ليکه (کرونولوجيکه) بڼه تر وسې سې له ټول و ټوک (جزء و کُل) سره  پر خپل خپل وار وړاندې کړم!

_________________

اکسفورډ- څلنۍ ۲۲مارچ ۱۷(چارشنبه- ۲وری۹۶):

د هېواد د يانه په تکل مې له پوره۶ساته خوب سره پر۵ نيمو ورځ راپيل کړه. تر کړاو او سهارنۍ راروسته مې تر غرمنۍ پورې د نوي لمريز کال تبريکيه بر ېښليکونه دوستانو او په سر سرکې د نويکلن  پښتو- پارسي الماني آريانپوه منفرېد لورنڅ  هغه مې په درو ژبو ورغبرگ کړ.

مېرمنې تر چمدان (سوټ کېسه) راسره  درست اړتياوړ ټول و ټوک رابرابرکړل، خو داوږې کڅوړې په بدلولو رابدلولو او بېځايه بېړني اورتور يې تر الوت مهاله (۱۶-۳۰) دوه نيم ساته مخکې د هيترو هوايي ډگرته راولېږلم.  تردې چې د نورو اړينو څيزونو په لړکې يې  د څوکتابونو او گڼو لمېسو (فايلونو) ماستر فلش را ځنې پاتې کړ. که څه هم منځپانگه يې کابل ته رابرېښليک کړه او پخپله فلش  يې بيا را پسې دا سې مهال ننگر هار ته راولېږه چې کار  تر کاره تېر وو او  مټې مې سهي سمت له ځان سره بيرته راوړ.

پېنځنۍ-۲۳ مارچ ۱۷ :

تورکي بوينگ روڼ گهيځ په نومهالي ارت وبيرت اتاتورک ډگرکې راکښته کړم، هغه هم د تېرو کلو په توپير يې له کم ځنډ سره  داسې ناهوسا دېسي الوتکې ته وسپارلم چې ترکابله مې سترگې سره سمې ور نرغلې؛  ترڅو د هېواد د دنگو غر ونو لمرينو وړانگو را روڼې کړې او پر ۹-۳۵ بجو يې پرکابل ورکښته کړم. له تر مينله تر رو ستي پاټکه له ارابه  يي  بکسو سره شېبه نيمه پلی راغلم او هله بيا د دوستانو له تاوده هرکلي سره مخ شوم. د سرحدونو کالخوای وزير، څېړنوال لېوال  پازوالو او منلي سيدمنتظرشاه هاشمي تر  بېمارو رابدرگه کړم او نور يې پر خپل کورني مېلمه پال (غرزي) وسپارلم او هغه هم لنډ پر لنډ  پر اسمايي کوتل راوخېژولم او شېرشاه مېنې ته يې ور سيخ کړم.

ادينه- ۲۴ مارچ ۱۷:

په دې اسره چې د کابل  هغه دويمه چوټي ورځ مې يو څه گوډه کړې وي، نو د ليک لوست په ترڅ ترڅ کې مې د دوستانو غږملونه (موبايلونه) هم وروټنگول، خو مټې اتنيمې بجې  مې د نيم خوبولي اجرالدين اقبال غږ ترغوږه شو، هغه هم له ډاکتر زوی (آصف اقبال) سره د مخامخۍ په تمه تمه کرۍ ورځ  غوږ پراوازاو ستر گې پرلار پرېښووم. په دې توگه نور راته هم همداسې خوبولي وبرېښېدل او له را ويښولو يې گړسره لاس پر سر شوم، له دې سره مې له دوه مياشتني يانه دويمه ورځ هم د کابل پر وچ سيند لاهو شوه!

پيلنۍ-۲۵ مارچ ۱۷:

مټې مې سر له همدې ورځې د کار نوکه ولگېده. غرزي پر سخي غاښي سالنگ واټ ته رواړولم او پر دانش خپرندويې ټولنې يې وسپارلم. د گران فرهنگيال اسد دانش ډېرکاري مرستيال  قاري عمرخېل (سپين سهار) د وييپوهنې  او نورو کتا بونو او ليکنو لمېسې (فايلونه) له رارسېدلو برېښليکونو راترلاسه کړل. څه يې راچاپ (پرېنټ) کړل، څه يې ځانته وساتل او څه يې نورو ته وربرېښليک کړل.

تر غرمنۍ روسته د پارلماني چارو وزير پوهنمل نبي فراهي راپسې گاډی راوا ستاوه او په هغه دويمه ناسته کې مې ورسره برخه واخېسته چې زما د اتيايمې زېږکاليزې په اړه يې رابللې وه.  په ناسته کې هم د ده تر مشرۍ لاندې دغو درنو سټو برخه درلوده: د سرحدونو کالخوای وزير څېړنوال غفور لېوال، داطلاعاتو او فر هنگ وزارت سلاکار او د کالخوای وزير پوهنوال رسول باوري استازي ډا کتر طارق رشاد، د ملي تلويزيون مشر زرين انځور... او د ولسي جرگې يو نيم  استازي .

د تېرې اوونۍ ترگوزارش  روسته درې غوره پرېکړې  وشوې: (۱) يادغونډه دې د بل جگپوړي شاگرد، سلاکار وزير او د ننگرهار والي له سلا او وړانديز سره سم د کابل پرځای زما په تلسمسور ټاټوبي او بيا په اړوند پوهنتون کې، هغه هم  د ټا کلې زېږورځې پر سبا جوړه شي؛ (۲) د گډونوالو شمېر به تر ۴۰۰ تنو پورې لوړ ېدای شي او  (۳) د کونړ سيد جمال الدين پوهنتون استاد پو هنيار سيداصغر هاشمي به د راتلونکې څلنۍ په پايناسته کې د اړوندو ليکنو او پيغا مونو رو ستی گوزارش مخامخ ،  ياد برېښليک له لارې وړاندې کړي. 

له دې ناخبره چې په پايناسته او بيا زماناسوبتيا کې لومړی توک (ماده) څه ناڅه بدله کړشوې: د ياد غونډې  تالار د ننگرهار پوهنتون پرځای ښاروالي هغه غوره بلل شوی او  نېټه هم يوه ورځ رامخته کړشوې ده؛ هرگوره، دې نېټه ونج د کابل، ننگرهار...استادانو شاگردانو او نورو مينه والو ته داپلمه وربرابره کړه چې په يادغونډه کې ډېره ناڅيزه برخه واخلي، او يو نيم  يې بيا  د خپلې ليکنې او يا پيغام  پر راستونه بسنه وکړي!

يونۍ- ۲۶ مارچ ۱۷ د ننگرهار پرلور:

غرزي گهيځ پېنځنيمې له خوبه راويښ کړم. گړۍ پس د ميوندواټ په خوله کې  پر يوه کرولا برابر شو چې  د وزگار سړک له لامله  يې په څه له پاسه دوو ساتو کې ترخپلو موخو ورسولو، په خورا ناڅيز توپير يې غرزی ترلغمان او زه ترجلال ابا ده ورسولم 

د ورېرې څښتن قاري رازق راته د ښوونې روزنې پوهنځي مخه څارله او لنډه پر لنډه يې د خپل کار دوترته ورسولم . په سهارنۍ پسې مې سم له سمونې اصغر پا چاراوغوښت، د يادغونډې د اوډلو ليکنو پروفونه يې د سمون لپاره  راوسپارل، هغه خپل خپرنځي او زه  خپل قاري د وراره ډاکتر جاراحمد تر کوره بدرگه کړم په ترڅ کې مې د منځومي ورور حاجي محمددرود په ليدو  هم سترگې رڼې شوې چې وارله مخه د درو درملو په پلمه له کلي راغلي وو.

دونۍ-۲۷ مارچ ۱۷

د وييپوهنې د درېيم سمکړي او کره کوټلي چاپ په هڅه له مومند خپرندوی ټو لنې سره  اوونۍ دوې سر پر سر هسې بېځايه تنسته جارېسته. کله به اوډگر را ځنې ځان درغل کړاوکله د ټولنې چلوونکی.  ترهغې روسته چې د استاد صميم زهر پرې هم ونه چلېدل، نور پرې خامباوره  لاڅه چې يومخيز لاس پرسر شوم. هماغه لومړۍ دوه سوه مخيزه لمېسه چې دانش ((سپين سهار)) ور سمه کړې وه، بيرته ځنې را خپله کړه.  دغې  کابل مېشتې خپرندويې ټولنې  تر ماناپوهنې او نو رو لو يو  وړو نښير ونوروسته په  پاتې څوورځو کې درست کتاب  له ښکلې او کېښکلې بڼې سره د چاپ په پساله راوپسوله او له دې سره  يې له مومندانو سره زما څلورکلنو ښکېلتياوو او ستړياوو ته پايټکی کېښووه.

درنۍ-۲۸ مارچ ۱۷

پر دغه ورځ مې ارامه ساواخېسته، فرهنگي او ورسره ورسره څانگپوهيزو بو ختياوو ته وزگار شوم. د نارنجگل مشاعرې په هاندوهڅو کې هله ورگډشوم ، چې د ډولکي والا بابا تر څنگ د اطلاعاتواوفرهنگ اورنگ ته ور غلم. ليدل مې چې د مشاعرې لپاره يې  له  ځان سره گڼ کارمندان او خوښمندان (رضاکاران) د شاتو مچيو غوندې پرکار اچولي ول.  يوې ډلې بلنليکونه برابرول او بلې شعارونه او بېنرونه. زه يې په تشو شاباسيو دومره ستړی ستومانه  او دېته اړېستم چې تر پرمايښتي غرمنۍ رو سته ترې  چېرې سترگه  نيمه پټې کړم. 

يوڅه کړپ کړوپ خوب راوتښتاوه او بې له دې چې له ماسپښين لمانځه څخه د دوتر پازوال راوزگار شي او ترې وپوښتم چې څه کانه راوشوه، سروهلی بر وهلی ورچنې  ته راووتم. له څوکيوال سره په اښتنه پوښتنه بوخت وم چې د اورنگ صميم صاحب گاډی تر دروازې راننوت او چلوونکي راته د ورختو بولۍ راکړه. هغه هم  ورته  پونده ورکړه  او په يوه شېبه کې يې د شاهي بڼ د سولې تر تالاره  ورسولم. 

بياهم، تر څو چې والي صاحب راننوته، د گډونوالو له خبرو اترو راته جوته شوه چې داهم د مشاعرې په تړاو له هغه جگپو ړي چارواک سره د يوشمېر رابللو شا عرانو يوه پرېکړونې ناسته ده او  تر ټولو غوره پرېکړه پکې داچې سږنۍ سندر بو له به د تېرو کلونو پرخلاف له مخني او روستني سانسوره ازاده وي او هرڅوک  پوه شه او د اخلاقي،  ديني او ټولنيزو ارزښتونو پامنه او پاملرنه!

د هغې ناستې په څنډوکې ما دا کابو هم ترلاسه کړه چې د خپلې يادغونډې په اړ او تړاو له فرهنگپال والي او سلاکار وزير سره مخکې له مخکې وغږېږم؛ په پای کې هم  گران او منلي داود وفا لنډ پر لنډه تر خپل استوگنځي ورسولم.

څلنۍ-۲۹ مارچ ۱۷:

تر هغې روسته چې  پوهنيار اصغر هاشمي له مومند کتابتونه تورې تېښتې ته اړېستم او د خپل دوتر په تکل يې له ځان سره پلی روان کړم. ماهم د ملنگ جان  څلي مخامخ، د خوريي رستوران  پاس پوړته له ځان سره وخېژاوه او يوه خوندوره

غرمنۍ مو ورسره تېره کړه.  هاشمي هم پر خپل وار  د گاډو، رېکشو، زرنجو، لاس گاډو، لاړيسو (بايسکلو) او د تېرېدونکو راتېرېدونکو پليو ،گوډو شلو له گڼې گوڼې  له منځ منځه د سړک اغاړې ته لاسنيولي سانيولی پور ېستم، د درمسال کيڼ سړک  يې راباندې گزوپل کړ او په پای کې يې کيڼ لاسته د گرځېدلې پسکو څه گۍ په خوله کې پوړۍ دوه جگ خپرنځي ته وروخېژولم.

د سبکپوهنې يادښت مې چې  رازنه (ډيزاين) او چاپ يې خوښمندانه پر غاړه اخېستي ول، ور وکېښ. له کابله راغلي څېړندوی سيدمحی الدين هاشمي مې

د افغانستان د اکادېمۍ او بيا يې د پښتو برخليک په اړه سر راخلاص کړ، کوربه هاشمي خپل (کاندی) شاگرد وفي الـه راسره کړ او له درزي څخه مې خپل کالي را وړل.  د مازيگر و ماښام  ترمنځ مې  استاد آصف صميم د عبدالمجيد مومند په کتابپلور کې پيداکړ او بيا سره د انجنير  اباسين بهير ماښامنۍ ته  د ولا يت له لارې د ښوونيز روغتون څېرمه کورته  پلي ورغلو.

 په مېلمستياکې ښايسته گڼو فرهنگيالو او فرهنگپالو برخه اخېستې وه. په دې توگه ماته داکابو پر لاس راغله، په يو ځايي ډول له نويو دوستانو سره وپېژنم او له پخوانو سره تېريادونه راتاند کړم. ښاغلي داود عر بزي راته د ارواښاد ژبپوه دولت محمد لودين هغه کتابونه راکړل چې  تېرکال يې د هغه ارواښاد د نولسم تلين په نمانځنه کې د ختيځ خپرندويې ټولنې په مرسته له خپلو سريزو سره د چاپ په  پساله پسوللي دي. مايې هم د ((جوگيانو)) په اړه  سر ورخلاص کړ چې هغه  له گڼو  تاجېکانو سره له اکتوبرانقلابه راتښتېدلي گرځنده تورکتمي تاتار دي. 

پېنځنۍ-۳۰ مارچ ۱۷- نارنجگل مشاعره: 

رېکشااتنيمې د کرېکېټ نوي لوبغالي ته ورسولم چې د شېرزي لوبغالي تر څنگ يې  پکې  ترسيندغاړې شاړه  جبه رانغښتې ده. سندربوله گړۍ  پس د ډېربوختي مشر چارواکي(والي) له رارسېدا سره پيل شوه، د ټولو کورودان چې  زما د سپينږ يري نوم يې هم په مشرانو مېلمنو کې ياد کړ. هماغسې چې دوې ورځې وړاندې پر ېکړه شوې وه، شاعرانو په خپلو  بې سانسوره پنځونو د زړونو بړاسونه وکښل، خو تر  ډېره  د لاس پر لستو ڼي  بد ورده ختيز گاو نډي پر ترهگرانه لاسوهنو را ټول ول او تر وسې وسې يې د خپلو واکمنو له سکونډارو ډډه کړې وه!

د يوه گڼ شمېر  نوښتگرو سندريزو او ننداريزو  پنځونو، سندربوله نوره هم زړه راکښونې کړه، په تېره د نوميالو کوندزيو جوړه ملگرو  شاهکاريو چې د ډېرو مينه والو پر ټپي زړونو يې پټۍ کېښووې. ترڅو چې بېرنگواو بېخوندو نظمونو وار رارسېده، د هېواد مشر پيغام وړاندې کوونکي پوهندوی ازمون او آصف شينواری په ملتيا مې ترې پښې راسپکې کړې؛ هغه هم ددې  پرځای چې تر خپلې موخې  ورسره سپور ولاړشم، په سره لمر او تورو خاورو دوړو کې يې يو يونيم کېلو متر پلی را بدرگه کړم.

ادينه-۳۱ مارچ ۱۷-

د منځنې ورېرې څښتن (مامورحيات اله) ليدو سترگې راروڼې کړې چې تور مخوداعشي برماڼوگانو د شپولې له مدرسې نه دسپين سپين غر له واکه وتې سيمې مامند ته تروښلی او له يوشمېر نورو بېگنا هو کليو الوسره يې څلوېښت شپې او ورځې  په بوږنوړو سمڅوکې اچولی وو. غرمنۍ ته يې له سانډو قاري سره تر استوگنځي زر يونيم زر متره راپورته د گران انجنير صفی الله شگيوال مېلمه شوم. دی هم ترما څه مهال وړاندې داړوند دوتر له خوا پر يوه  ازمايښتي يانه له لندنه  راغلی وو او په ترڅ کې يې د کوژدنې  گو ړې په زړه کې ماتولې!

پيلنۍ- ۱اپرېل ۱۷:

د ننگرهار له لومړنی يو اوونيز يانه روسته کابل ته د راستنېدا په تکل سهار ۶ په کرولاکې راسپور شوم اواته شاوخوا يې مېکرويانو ته له رسېدو سره  تر څلا رۍ پورې راباندې  سل يو نيم سل مترو تر نيم ساته زيات وخت راولوټه. ترې کېو تم او  پاتې څوگامه د سړک پر نرۍ چکړه لاره له ارابه يې بکس سره پلی ولاړم او ټکسي هم مټې ۹  تر دانشه  ورسولم.  تر غرمې مې  ځنې د ماناپوهنې او ټپيز غور چاڼ ترڅنگ د وييپوهنې درېيم چاپ  ژمنه هم ترلاسه کړه او هله د گران فرا هي په راستولي گاډي کې، لومړي د هغه او بيا د لېوال صاحب تر دوتره ولاړم  چې د ياد غونډې په اړاو تړاو راسره روستۍ پرېکړې  شريکې کړې . 

يونۍ- ۲اپرېل ۱۷- د تقاعد ربړه:

نن مې دخپل جېب خرڅ لپاره د کورناستۍ (راسره تقاعد) په کالني خيرات پسې پښې رالوڅې کړې. خيرات په دې چې دلومړنيو ښوونځيو ښوونکيو هغه  تر يوه لکه رسي او زما د پوهنتوني استاد دايې نيمايې هومره کېږي. د تېرکال په څېر  په شازاده سرای کې د ميوند بانک څانگې  په موخه له کنډو کپر سړکه تېرشوم او هلته  راته تر ډېرو اښتنو پوښتنو روسته  د آر ميوندبا نک پته راکړ شوه. پر سبا مې مټې په زرغونه ميدان کې وموند او تر وړم کال يې تش دوه زره زياتې (۵۸زره) افغانۍ راکړې. 

دونۍ- ۳اپرېل ۱۷

پردغه ورځ  مې له کوره راوتو سره  د غرزي غږ تر غوږه شو چې ليدل مې په نا ستخونه کې راته نازکخيال شاعر، عبدالله پيکار زما له ناسکه اوښي احمدزي سره ناست دی.  تر چايو روسته ورسره يوځای راووتم، هغوی مې روسخت کړل او پخپله  له غرزي سره لومړی غزنوي مېنې او بيا دانش ته ولاړم او د اړوندو کتا بونو پروفونه مې وروسپارل او تر مازيگره هملته بوخت پاتې شوم.  په ترڅ کې مې  د سبکپوهنې په تړاو له ننگرهارمېشتي پوهنيار هاشمي نه تېلېفوني گوزا رش ترلاسه کړ. 

درنۍ- ۴اپرېل ۱۷- د افغاني پاسپورت ربړه:

د پېښور خيالي تکل دېته راوڅکولم چې د نورو غوندې زه هم افغاني  پاسپورت او ويزه په جېب کې تيار ولرم، خو له دې  څه باگه چې درې ورځې سر پر سر باران ووري او د اړوندې څانگې تاوې راتاوې چکړې لارې  رَودې او د ((کربلاييانو)) گڼه گوڼې او ټېل ماټېل  راته د سر په کاسه کې اوبه راکوي.  د پخواني سپينږيري شاگرد او د پوليس اکادېمۍ اوسني مرستيال جنرال  عالم څپاند کشر ورور، ادا ري پازوال ډگروال سردارگل  ليدل راته هم د پېښور هومره ستونزمن پرېوتل. 

چې تر درو ورځو  منډو ترنډو روسته مې چې پاسپورت  له کشر څپانده ترگوتو کړ، د وېزې لپاره مې هرگوره، د پاکستاني کونسلگرۍ نوم هومره هم و نه شو زغملا ی!

 هغه وه چې لنډ پرلنډه د ((هپ)) رادېو-تلويزيون درې پوړيزې ودانۍ ته ورغلم او له  ډاکتر غلام سرور ظهير او گران  عنايت الحق اڅکزي سره يوې پيالې قهوې دومره دمه کړم چې خپلې ((اسرې)) ته د شپاړسمې زېږورځې په وياړ يو انځوريزه  ډالۍ وربر ېښليک کړم. غمشريک صاحب هم هلته، لکه خرېړی رازرغون شو، زما د اتيايمې کاليزې بو لـله يې وار له مخه راواوروله او هله يې بيا په خپل گا ډي کې د ورور نمسي په چلونه  له سره پله راتېرکړم او د اسمايي غاښي له نوې 

يې  لارې يې تر دانشه راو ستم. خو د پروامېنې په کورکې مې ورسره ماښامنۍ  مېلمستياو نه شوه منلای او بښنه مې ځنې وغوښته!

څلنۍ- ۵اپرېل ۱۷- اتيايمه يادغونډه:

د استاد بختاني خبره پر کابل لا د ږليو موسم وو او پر تلسمسوره سيمه د الوچو او نارنجو سپينو غوټيو گلونه سپړل. همدا لامل وو چې  دوستانو زمايادغونډه  له  ساړه کابله  تاوده  ننگرهار ته ولېږدوله. 

تر هغې روسته چې پر هوايي ډگر راخپرو تورو وريځو جلالکوټ ته د چورلکې  الوتنه راخرخشنه کړه، ۶بجې گاډو ته وختو. ۹ ورسېدو او شل دېرش پېله (مېنټه)

هم بېړندويې سهارنۍ راولوټل. په داسې اکرکې چې ډېری برخوال د بلنليکونو له مخې يوه نيمه گړۍ  وړاندې ښاروالي تالار ته راغلي ول، او مټې زموږ  د کوربنو او مېلمنو له ورننوتو سره  غونډه پيل شوه. 

تر تلاوت، ملي سرود او د ښاغلي اورنگ صميم تر پرانېستې وينا روسته، مشر کوربه، د ننگرهار والي او سلاکار وزير د منډې له مخې سر راښکاره کړ او بيرته خپلو رسمي جرگو مرکو ته ستون شو او ترڅو چې بيا راغبرگېده، پيغامونه پايته رسېدلي ول  او د ويناوو په لړ کې ده هم خپله کېښکلې ليکلې ويناراواوروله. له مخه ترې په پارلماني چارو کې د دولت وزير پوهنيار نبي فراهي، د سرحدي چارو کالخوای څېړنوال  غفور لېوال،  پوهنيار اصغر هاشمي...خپل وار تېرکړی ی وو.

وړاندې شوي پيغامونه داول:

د هېواد مشر اشرف غني پيغام  د علمي سلاکار پوهنوال ازمون، د افغانستان  اسلامي جمهوريت د اجرائيه رئيس ډاکتر عبداله پيغام د اړوند استازي (خو ځون!)، د افغانستان د پوهنو اکادېمۍ د کالخوايې اغلې ثرياپوپل پيغام د څېړ نوال ظا هر شکېب، د پېښورپوهنتون د پښتواکېډېمۍ مشر ډاکتر نصرالله جان وزير نوی را رارسېدلی پيغام  هم د پوهنيار هاشمي له خوا ولوستل شو. 

د ليکنو څېړنو، يادونو، ژوند ليکونو په تړاو دې اړوندې ټولگې ته مخه وشي چې ليکوالو پخپله او يايې هم په ناسوبتياکې نورو ليکوالو واورول. په  دې ترڅ کې  به د درو اروپامېشتو پارسي اديبانو او پوهانو ورته ليکنې چې د انټرنېټي ستو نزو له لامله  مټې  اکسفورډ ته له راستنېدو سره لاسته راغلې، د ټو لگې په دويم چاپ کې راخوندي شي، لکه:  له ناروې د پوهندوی محمدعابد حيدری ( فر ار سيدن هشتادمين بهار زنده گی استاد زيار مبارک باد)، له المانه د نومَوړي ليکوال رهپو طرزي دويمه ليکنه (زادروز  پوهاند داکتر زيار) او د داکتر لطيف ناظمی  (مردی از تبار معرفت).

ياد غونډه د مازيگر ماښام  پرځای د(( مدني ټولنې)) د برنامې له لامله يوه بجه د ښاغلي غمشريک پر  بولـله، پرېکړه ليک، دخوږغږي سندرغاړي... له خوا، زما د څو غزلوپر وړاندېينه او خوندوره غرمنۍ پايته ورسېده.

ډېری برخوالو ځای پرځای په هماغه تالارکې وخوړه، زما اونورومشرانو مېلمنو له مشر مېلمه پال ښاغلي او منلي  محمدگلاب منگل سره په شاهي ماڼۍ کې.

داوه، په ننگرها ر همېش بهار کې د لوړپوړو شاگردانو او د پوهې او فرهنگ نورو  پليونيانو او مينه والو له خوا زما د اتيايم زېږپسرلي تلياده يادغونډه!

پېنځنۍ- ۶اپرېل ۱۷-او ادينه - ۶اپرېل ۱۷:

دا دواړې ورځې مې تر ډېره له ډېرکاري پوهنيار هاشمي سره د يادغونډې د اړو ندې ټولگې او پښتوسبکپوهنې چاپ چمتووالي ته ځانگړې کړې. کلي ته د تگ سلا چا را نه کړه، د ورور ښځمنو او ماشومانو همدومره وکړای شول، له خپلې اکادېمۍ راته يو شمېر  شعري ټولگې راولېږدوي او په ترڅ کې يې  له باغچې نه په راوړو (لوکاټو)، تازه گلانو او شنوسبو  د خپل زړه سوده وکړم!

د مړو او شهيدانو د خواخوږيو په لړ کې مې د ارواښاد ستانه دوست سيد عزيز (جليلي) ښارمېشتي مشر زوی ته د  تازه وفات شوې  مشرې خور بي بي، هغه مې تېلېفوني ورڅرگنده کړای شوه؛ جنازه يې هم زما خوريي حاجي بلال تر مزينې بدر گه کړې او خاورو ته سپارلې وه،که نه  د تورمخو دوزخيانو له لاسه يې دخپل کوم کورني غړي له توغ و توانه پوره نه وه. 

پيلنۍ- ۸اپرېل ۱۷- مخ پر کابل:

سهار له  فرهنگيال دوست ډاکتر يونس بارگامي سره په کرولا کې مخ پر کابل را وخوځېدم، خو له دې مې هېڅ باگه نه وه چې تر شپولې بابا راپورته، ان تر برېښنا بنده  د تنگي غارو (ماهيپر) په کږلېچونو او پېچومو کې پوره دوه ساته ډپ پاتې کېږو. ډا کتر سرور ظهير راپسې د مخني جوړجاړي له مخې، شېرشاه مېنې ته گا ډی راواستاوه پياله قهوه مې لا تر ستوني نه وه تېره کړې چې  ډاکتر زلال يې را پر گوته کړ او هغه  هم  را سره د سبانۍ وياړغونډې د دېرشو مېلمنو نوملړ هوکې کړ.

يونۍ - ۹اپرېل ۱۷-وياړ غونډه:

پرونۍ ستړيا راڅخه له کورنۍ، په تېره اسره لوړې نمسۍ سره غږېدا او ۶ ساته خوب  هېره کړه او په ارامه مې ورځ راپيل کړه. له دانش او هاشمي مې د کتابونو له بهيره ځان ډاډه کړ. غرزي له سره پله ورواړولم، خو له پلي کېدا سره رانه د پرو ني رسنيز دوتر ((هپ)) پته درغل شوه  او تر يو څه لټون رو سته  پر درې پوړه  کرا يي ودا نۍ ور برابر شوم. 

د ننگرهار داتيايمې ياد غونډې په وياړ يوه درنه غرمنۍ د هپ مشرتابه  له خواپه څېرمه هوټل وزمه ودانۍ کې سازمان شوې وه، له گډواو بيا د دوه غبرگو پوهنتو نو په استازۍ زما يېکي يو ځا نگړی مېلمه پوهنيار جبارڅپاند برخه اخېستې وه. داکادېمۍ استازي پوهنوال شکېب بيا لږ تر لږه ډاکتر بارگامی هم له ځان سره را ملگری کړی وو. د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت په استازۍ دوه غبرگ سلاکاره، استاد آصف صميم او استاد رحمت اندړ ، او له جمهوري ارگه راته يو روښاندی ديني سلاکار، حليمي صاحب  بس وو. 

په ويناوو کې د نورو  پوهيالو او فرهنگيالو مېلمنو تر څنگ د سرحدي چارو کالخوای وزير څېړنوال لېوال، پوهاند يون ، د ولسي جرگې  مخور استازي نادرخان کټوازي... او له کوربنو څخه گران او منلي حق اڅکزي  برخه واخېسته.

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي استاد ممنون مقصودي  بيا له هغو مېلمنو اوکوربنو څخه وو چې زما د دوه  شعرونو په ننداريزه  دېکلېمه  مېلمانه او کوربانه  ټول ولاړ سئ ته را وهڅول. غونډه تر غرمنۍ روسته د يوه جشني کېک په غوڅونه او ددوو اغلو خويندو، ملالۍ شينوارې او... له خوا دگلو گېډ يو  په راډالۍ کولو پای ته ورسېده. 

دونۍ-۱۰ اپرېل- درنۍ-۱۱ اپرېل ۱۷ :

له دغو دوو ورځو څخه مې لومړۍ دا تر دانش روسته د درېيمو مېکرويانو فر هنگيانو او دوستانو خپلوانو ليدوکتو ته ځانگړې کړه او پر دويمه مې په ښوونې روزنې پو هنتون کې د پښتو څانگې مشر پوهاند پښتون شېرزاد په ملتيا دوو (الف-ب) څلو رمو ټولگيوته د تيوريکي او پښتو ژبپوهنې لکچرونه وړاندې کړل.  په پای کې مې نوي کتابونه په نيمه بيه پر شاگردانو او استادانو وپلورل او چارتو نه مې پرې وړيا ووېشل. تر غرمنۍ روسته  مې له پوهنيار بيت الرحمان رودوال  سره په څلو رم-ج کې د پښتو ادب تاريخ  په تړاو مرسته وکړه او د ښاغلو او اغلو زدکړ يانو پوښتنې مې ورځواب کړې.

څلنۍ-۱۲ اپرېل ۱۷ : 

غرزي د کابل پوهنتون  د ختيزې (انجنيري پوهنځي څېرمې) دروازې ته ورسولم، خو پو ليسو دننه ورپرې نښووم ، د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانگې ته  د لو ست (لکچر) لپاره ورشم، اولدار يې بخت مير وزيری هم لا له کوره نه وو راغلی چې له پاټکه مې ورتېرکاندې!

غرزي هم  هماغسې په لنډو پر اسمايي ږوي سالنگ واټ ته ورواړولم او پر دانش  خپرنځي  يې وسپارلم. هغه د پښتوڅانگې لپاره رابارکړي کتابونه  هماغسې بير ته کورته  يوړل. 

ما د دې لپاره چې بياهم پوهنتون ته ځان نژدې کړی اوسي، له گران اسد دانش اونورو همکارانو سره د کتاب نندارتون په  پلمه بيرته  سيمې ته  راستون شوم . دغه نندارتون له آره دايراني سفارت له خوا د شېرشاه سوري لېسې وربوی دننه، لکه زموږ دلويې جرگې تجير غوندې رغېدلی وو، هغه هم يوازې د پارسي کتابو لپاره ،  خو دانش اواکسوس پلورنځيو او خپرنځيو پرې  د پښتو دوې کړکۍ  هم په وچ زور منلې وې.  د منډې له مخې ورسره يوځای تر يو دوه  الکترونيکي پا ټکو ورننوتم، خو سم له لاسه مې پر هماغه لنډه کتنه بس  راوړ او لنډ پر لنډ تر هماغې پوهنتوني شغالوره پلی ولاړم. دا پلا د يوه پوهيالي په مرسته پښتو څا نگې ته ورغلم.

تر يوه لنډ لکچر روسته له ټولو سره د  څو ماسترانو د دفاع په پار د چيني ژبې ارت وبيرت تالار ته ولاړم. د بلخ پوهنتون نوماند د ماناپوهنې سکالو رامخته کړه چې يو شمېر تخنيکي او ناتخنيکي پوښتنو ته، نه نوماند ځواب وويلای شو او نه يې لارښود پوهاند. د پکتياپوهنتون نوماند د ((پسرلي غزلبڼ))  په دفاع  کې بيا له داسې  بې سروبوله پوښتنواو نيوکو سره  هم راښکېل شو چې د نوې تيوريکي ادبپوهنې يو بوی هو مره  هم ترې نه راته.  زه  ترې نور له استاد ښکلي سره راووتم او د ښکلو هنرونو پوهنځي په تالار کې  موږ دواړو ته د  ننداريزهنر وتلي ځوان استاد ممنون مقصودي نمانځغونډه ډېره درنه او زړه راکښونکې وا ېسده!

پېنځنۍ-۱۳-ادينه اپرېل ۱۷ : 

پر دغه ورځ مې د خپلو کتابونو د اوډنې پايبڼې او رازنې په  اسره ځان دانش ته ورساوه، خو چې پوه شوم، له مشره تر کشره درسته  شپه له بېگا ماښامه تر سپين سهاره د کرېکېټ د سياليو  لپاره د تراډو (بېنرونو) په رغاونه تېره کړې او لا ها غسې پرې بوخت دي، د ماناپوهنې سريزه اويوڅو برېښليکونه مې د ازادۍ راد ېو د ځارو زهير خبريال ذبيح شفق  په مرسته تر ننگرهاره  ولېږدول؛ دی په تېره يوه ميا شت يوه نيمه کې له هغو دوه غبرگو ټولوژلو ناورينونو نه، له دوو ټپي پښو سره  ژوندی راوتی ، يوځل د سترې محکمې  او بيا د داود خان روغتون له هغه.

نوره خو بې هغې هم جمرات وو او زه هم  د رودوالو دوستانو په پرلپسې  ټينگار له شمس الرحمان سره نورمحمدشاه مېنې ته ولاړم. له هغه او دوو نورو ورونو سره مې د وروړي نوي چاپ ((پښتواوپښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې))  مخکتنه تر نيمې شپې ورواړوله. پر سبا يې ډاکتر رودوال  څرخي ته په څېرمه پوځي مېنه کې سيد منتظرشاه ها شمي د وراره د کوژدې تر بنډاره ورسولم او هغه هم بيا لوړمازيگر له  ډېر پوښتونکي کشر (سهيل) زوی سره شېرشاه مېنې ته راستون کړم.

پيلنۍ -۱۵اپرېل۱۷:

 له سپين گهيځ سره وېښتيا  الرجي گولۍ ته اړېستم او مټې پاوکم ۶ راپاڅېدم.

نن مې  کړاو، سهارنۍ او بيا ليک لوست تر اتنيمې وغځېدل. غرزی هم نور بام  ته  ختلی وو او د خپلو کناريانو او کوترو  پرپاملونه  بوخت وو، نو د لوړو زد کړ وزارت تر تمځي څوسوه متره  پلی ولاړ م او تراوږدې تمې روسته د ښارمنځۍ  پر لور څلور کسيز  ټکسي ته وختم.  خو چې تر وکيل نورستاني مناره يې  يوه سپرلي هم و نه موندله، بيرته يې راستون کړم او د جمال مېنې- پوهنتون په گڼ مېشتي تمځي کې يې پر تيار روانېدونکي انډيوال وسپارلم.

له  ښار منځۍ تر  دانش  هغې داسې ملي بس ته  وختم چې تر پلي تگه يې هم ډېر وخت راولوټه.  هلته  مې  ليکنه نيمه يوه اوډگر  را واوډله او  نورو کارونو لپاره مې له فراهي صاحبه گاډی راوغوښت، ورغلم او دوتر ته تر څلورم پوړه پلی ورو ختم.  ترڅو په کتنخونه کې له پارلمانيانو را وزگارېده، په دوتر کې يې عد ليه وزير راسره د نادريې لېسې د پښتو ښوونکي په توگه زما د پوهنځي مين او مجذوب  ټولگيوال ((عبداله))  نيم پېړييزه پخوانۍ کيسه  راتانده کړه!

له موږ دواړو سره يې جوړ تازه وکړل، له هغه يې اجازه وغوښته  چې ړومبی له ما سره پر کوچ کښېني. ماهم  ورسره خپلې نارسمي خبرې رالنډې کړې او هماغه خد متي گاډي يې بيرته دانش ته راستون کړم.  دغلته هم  ډاکتر لطيف بهاند وار له مخه  له بهرني وزارته راغلی وو، ماورته خپل نوی نښير ((پښتو او پښتانه)) ورکړ او هغه هم د خپلو گټورو ادبي ژباړو په لړ کې د تولستوی انا کارينينا  ناول دوه غبرگ ټوکه راډالۍ کړل. 

نوره خو بې هغې هم جمرات وو او  زه هم  د رودوالو دوستانو په پرلپسې  ټينگار له شمس الرحمان سره نورمحمدشاه مېنې ته ولاړم. د هغه او دوو نورو ورونو سره مې د وروړي نوي چاپ ((پښتو اوپښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې)) په لوستنه او ارز ونه تر نيمې شپې ور واړوله.

پر سبا يې ډاکتر رودوال  څرخي ته په څېرمه پوځي مېنه کې سيدمنتظرشاه ها شمي د وراره د کوژدنې تر بنډاره ورسولم او هغه هم بيا لوړمازيگر مهال د مشر زوی (ساحل) په گاډي کې شېرشاه مېنې ته راستون کړم.

يونۍ -۱۶اپرېل۱۷-  مخ پر ننگرهار : 

پرون مې د کابل اړوند کارونه تر يوځايه ورسول او نن يوځل بيا د  ختيځ  پر لورې وخوځېدم، هغه هم  تر هرڅه له مخه د ننگرهار او کونړ پوهنتونوته د لکچرونو په تکل. داپلا هم  د تنگي غارو په کږلېچونو کې د لارۍ اوښتنې دوه نيم ساته لار راباندې تر دوه نيمواوږده کړه. نو مټې ۹ جلالگوټ ته ورسېدم. له ښوونې روزنې پوهنځي له تمځي تر کوره پلی ولاړم او له پوهنيار سيداصغر هاشمي سره  تر تېلېفوني اړيکنيونې  او پياله چای څښنې روسته  مې ترغرمنۍ  (۱۲بجو) يو څه خوب وکړ.   څه کم يوه  د هاشمي  خپرنځي ته ورغللم او ترمايگره مو د يادغونډې د ټولگې او سبکپو هنې پښتۍ مو د گران عبدالهادي اثر په مرسته ورازلې (ډيزاين کړې).

دونۍ۱۷- درنۍ ۱۸- اپرېل ۱۷: 

پر دونۍ (دوشنبه) مې خپرنيز کار تر لکۍ ورساوه او په ترڅ کې مې له پېښور پو هنتون سره د پاتې يوه کال د لاسباړې (حق الزحمې) لانجه څېړنپوه محی الدين ها شمي پرغاړه واخېسته او ورسره يې د ويزې له لانجې هم و ژغورلم. پر سبا يې په ارام زړه ننگرهار پوهنتون ته ولاړم او د ادبياتو پوهنځي پر مشر مولانا مسعود نېکبخت واوښتم چې وار له مخه يې هم را ته د خپل توندلاري جهادي  سرلښکر تره (مولوي خالص) له دريځه  د انتي عربېزم تور د پزې پېزوان کړ. زه هم دېته اړوتم، ځان ورته داسې سېکولر مسلمان ور وپېژنم چې  ساينس وسياست  له گروهې سره نه گډوم او په دې لړکې  ورسره ژبنی ساينس-  هرگوره، لنډنوم يې  د ابن سينا ښوونځي استاد ملا((نېکبخت))  پر زړه راووراوه! 

ترڅويې استاد ناگار راسره کړ، هغه څلورسره ټولگي په يوه خونه کې را ځای کړل او ماهم ورته ژبنی  تاريخ  له لکونو کلونو راپيل کړ.  په پای کې مې  د زدکړيانو مولانا ورته  اښتنې پو ښتنې په ساينتېفيکو دکونو دليلونو ورغبرگې کړې او دا خر خشه  مې له زړونو ورواېسته چې د روسته پاتې پښتو د علمي- فرهنگي سر څڼې اوسيالۍ، او بيا يې د وييپانگې دودونه او پراخونه له دين سره  کوم ټکر نه پېښوي او څه چې راژباړل يې روا نه اېسي، هغه (قرآن او حديث) دي او بس!

څلنۍ-۱۹اپرېل ۱۷ : 

گهيځ ۶ نيمې د پوهنيار هاشمي له خبراوي سره سم  د کونړ  د نوي رامنځته شوي ((تنوير)) پوهنتون په بلنه رالېږلي گاډي ته وختم.  په څوکۍ بازار کې د هغه ترکاڼ دوکان په  څرک پسې شوم چې څلورکاله وړاندې مې د اکادېمۍ کتابتون  لپاره د يو دوه المار يو د رغاونې په موخه د ((هلال)) نومي ليکوال په لاسليک څلور زره افغانۍ بيانه ورکړې وه، خو د يوه ترکاڼ په وينا هغه له دوه دروکلو راهيسې خو ست ته پټي پا لا تښتېدلی او ژمن ليکوال هم چېرې تری تم شوی دی! 

بريځر (څاښت) مهال اسد اباد ته ورسېدم او د پوهنتون د مشر ريديگل سالارزي ((زاهد)) تاوده هرکلي او پنېروپېروي راکې دومره متره راتانده کړه چې  د ژبپو هنې له استاد صديقمل او پوهنيار هاشمي سره سيد جمال الدين پوهنتون ته کېلومتر دوه بيرته راشاگرځ شم او تر غرمې  پورې  په يوه لوستخونه کې درو ټو لگيوته د ژبې او ژبپوهنې لکچر ورکړم. تر غرمنۍ روسته مې هم  له استاد و خبر يال، نعمت اله کرياب سره د پښتو (و) گړني يا فولکلوري ادب  په لکچر کې ملتيا وکړه او بيرته تنوير ته را ستانه شو. 

په مازيگري چکر کې د پوهنيار هاشمي او نورو ملگرو په ملتيا د استادانو تر اپارتمانو ولاړم او بيا سره په گاډي کې د ښار دويمې  غځېدلې برخې کرهاړې ته ورپورېوتو. لومړی مو د ((اميني)) بوږنوړي ناتارځپلو او بلهاريانو ډله ييزو مړ ستونونو ته د درناوي سرونه ټيټ کړل او بيا مخ پر وټه پور دخپل پوهنځي پخوا ني  استاد ((رسول امين)) ارامځای او کتابتون  له نژدې وکتل چې د مېرمنې په مېړانه يې  له يوه  ښکلي بڼ سره يوځای  رغول شوي دي. 

زما يادغونډه او (د سولې!) مشاعره:

ماښامنۍ مو لا تر ستونيو نه وه تېره کړې چې يو شړکنده باران د سيمې هوا را جنتي کړه، خو د تنوير پوهنتون چمن يې له  فرش کړي ستېج او څوکيو سره کنگال و نگال کړل. له درېدا سره يې چار ناچار د بنډار تابياونيول شوه او بې له دې چې نا ستدړې(څوکۍ) وچې شي، ټول کوربانه او مېلمانه تر جگپوړو چاروا کو پورې پرې کېناستل. امنيتي پازوالو په هرډول له پېړو پتلنو سره څه چورت خټه نه کړ، خو د نورو له زړونو يوخدای خبر وو، بياهم  تاوده موسم  د ټولو پرده وکړه!

 چې رښتيا خبره وي، زاهد صاحب او او نورو،  ويناوالو، لکه استادکرياب،  استاد هاشمي د بنډار لومړۍ برخه زما پراتيايمه کاليزه راوڅرخوله. هرگوره، په پای کې مې  د مننې او د مشاعرې  دارزونې په ترڅ کې له ټولو گډونوالونه  غو ښتنه وکړه چې د استاد محمد آصف صميم د ارواښادې مور بي بي د درناوي په پار يوه شېبه چو په خوله ودرېږو، د مړينې خبر يې هم لږ مخکې ښاغلي وفاکو نړي له جلال اباده راوړی وو.

پېنځنۍ- ۲۰اپرېل۱۷ : 

شاوخوا ۷ بجې له ملگرو سره مخ پر جلالکوټ وخوځېدم، زه له مخنۍ ژمنې سره سم  د هاشمي  په ملتيا د ننگرهار پوهنتون ښارمېشتي ښوونې روزنې پوهنځي ته نېغ ورغلم او نور(کرياب او عظيم) د استاد صميم د مور بي بي د لاسنيوې په موخه کامې ته ولاړل. له مشرې پوهاندې بابکرخېل (-ې) سره ترکتو روسته پښتو څانگې ته ورغلم او تر پياله چای روسته، لومړی د ژبپوهنې له استاد پوهندوی حسام او بيا د پوهنځي له مرستيال پوهنوال همکار سره ټولگي ته ولا ړم  او تر دولسو  پورې ورسره دادبپوهنې په لوست کې همکار شوم. 

په هاشمي کتابتون کې تر يوڅه خوب روسته له ډاکترجاراحمد او قاري سره کا مې ته ولاړم او د استاد صميم او دواړو ورونو (بصيراله او عرفان اله) د مور بي بي په لاسنيوه کې مو برخه واخېسته او خواخوږۍ مو ورسره شريکې کړې. هغه

خدای بښلې د نوميالي دينپوهاند مولوي غلام نبي کاموي لور وه چې  په هماغو ړومبيو کې يې د کابل رادېو ديني خپرونه را پښتو کړې وه او ورسره ورسره يې د جوما تونو خطبې هم په خپله مورنۍ ژبه چاپ او خپراوي  ته سپارلې وې.

 دواړو درنو کورنيو ته له ستر څښتنه اجرو وتسل او هغې ارواښادې ته جنتونه غواړم!

ادينه ۲۱ اپرېل ۱۷ : 

د ختيځ يانه روستۍ ورځ  تر مازيگره له پوهنيار هاشمي سره په خپرنځي او کتا بتون کې تېره کړه او پاتې خپرنۍ چارې مې ورسره تر پايبڼو ورسولې.  همداراز مې  ورسره د ورځې په اوږدو کې  پر نورو دوستانو سربېره، د وطن گوند پازوال پوهنيار رشيد (ملکزي) او بيا استاد الهام ياسيني په ليدو هم سترگې روڼې شوې چې څلور کاله وړاندې يې  په دوبۍکې له مشر  پوهيال او فرهنگيال ورور هلال ياسيني  سره زما پوره مېلمه پالنه کړې وه. ده هم پرخپل وار له جامع اظهره تازه دوکتورا ترلا سه کړې  او په خپل کلي((دېتار)) کې يې د ((امان)) نومي کتابتون او زدکړ يز مرکز بنسټ اېښی دی. 

پيلنۍ ۲۲اپرېل۱۷ - مخ پرکابل  : 

گهيځ ۵ د وراره ډاکتر جاراحمد له کور او  کږې وږې کوڅې څخه راووتم او د لوی سړک له څېرمه  پارکگوټي  نه تر ښاروالۍ رېکشا راوستم.  پاوکم  ۶ډاکتر بارگا می هم له بېسودو راورسېد او په کرولا کې مخ پر کابل راوخوځېدو. اتنيمې د در ېيمو او څلورمو مېکرويانو تر منځ سړک سره ترې کښته شو او يوه ټکسي دی تر درېيمو  او زه تر دانش مرکزه ورسولم. له هغه  ځايه د پروف  او دوستانو تر کتنې روسته د کور په تکل راوخوځېدم. خو داپلا د۱۵۰ټکسي  پرځای پر يوه لس افغا نيگي ميني بس برابر شوم چې (کوټه سنگي) نارې يې وهلې او له ميرويس ميدانه  بيا تر شېر شاه مينې هم يو بل په ورته کرا راوستم. په دې  ډول مې د وخت  په بيه پيسې وسپمولې چې هغه هم له نمسوټو سره تېلېفوني خبرو راسکينده کړ.

يونۍ۲۳اپرېل ۱۷ : 

د کابل دغې دويمې کارورځې  له  سپين سهاره تر تياره ماښامه دومره بوخت وسا تلم چې سر گرولو ته يې پرېنښووم. تر لسو په دانش خپرنځي کې اړينو کارونو را

وښکېللم او بياله مشر اسد دانش او مرستيال عمرخېل سره د استاد نجيب منلي په بلنه د ده افغانانو له هسکې  لارې د پامير څوارلس پوړه ودانۍ په درېيم پوړ ((کتاب ښار)) کې    پرتمينې غونډې ته پلی ولاړم. هلته تر ويناوو روسته پر يوگڼ شمېر شاعرانو، ليکوالو، ژباړنو او هنرمندانو د کتاب ښار کالنۍ جايزې ووېشل شوې او د دانش په پېرزوينه بيا ماخپل او د نورو څوکتابونه استاد منلي ته ور ډا لۍ کړل.

د بنډار په څنډه کې جايزه گټلي نومَوړي هنرمندحيدر جوانشېر مايک وکمرې ته ودرولم او د ارواښاد طنزليکوال جلال نوراني د لومړي تلين په درشل کې مې ور سره خپلې نمانځنې او خاطرې شريکې کړې. د مازيگرنۍ په ترڅ کې مې له ډېرو دو ستانو سره تېريادونه راتاند کړل.  ډېرو پښتنو او پشه يانو ليکوالو او شاعرا نو، او بيا گوري ژبي نواز سنين په دې لاسونه راښکل کړل چې لنډنوم (( حقيقت)) مې ورباندې پر سوچه گوري ((سنين)) وراړولی وو.

 په پای کې ډاکتر ظهير موږ درې پلي راغلي، تر دانشه  سپاره ورسولو او بيا يې زه  يوازې تر پېلبو رسنيز دوتره بوتلم. هلته راته ((حق اڅکزی)) له دوو زلميانو اڅکزو سره سترگې پرلار وو، چې  عبدالباري مل يې  راسره له کلو  راهيسې انټر نېټي خوالگر وو. په زړه پورې دا چې د يوې ليکنۍ پښتو دواړه پليوني له امر يکايي انجوگانو سره د کار په پا س  د ور لورو ليو سکا لر شېپو له مخې ورځ دوې روسته هغه هېواد ته تلونکي ول؛ نو له دواړو مې هيله وکړه چې که ځانته  د لوړو زدکړو موخه ژبنی ساينس وټاکلای شي! 

دونۍ۲۴- درنۍ ۲۵اپرېل ۱۷ : 

دغه دوې ورځې مې هم پوره بوختې وې. لومړۍ مې يومخيزه له دانش سره د مانا پوهنې او وييپوهنې پر پايليزونه تېره کړه او په ترڅ کې مې د مېرمنې (( ټپيز غور چاڼ)) ومان نيازي ته د انځورگرۍ لپاره وربرېښليک کړ. هسې خو هره ورځ دانش خپرنځي او هممهاله پلورنځي او کتابتون ته دومره مينه وال رامات ول چې ډېري يې  له ماسره هم اړاو تړاو  پيداکاوه؛ که هغه پخواني ول ، که نوي، سره مو ليد لي کتلي ول او يا مو پشاله (پشي شا)  سره  پېژندل يېژندل ، خو زازو دېته اړوتم، څه وخت ورځانگړی کړم، يا لږ ترلږه  خپل رانيولی او يا ورډالۍ کړی کتاب ورلا سليک کړم. پر دغه ورځ  د خپل پوهنځي پر استراليا مېشتي پارسي شاگرد (اکبر عشق) واوښتم چې۴۰ کاله پخوا سره  پېژندلي وو؛ (پښتواو پښتا نه) کتاب مې وروباښه، خو ترهغې يې راباندې نه لاسليکاوه، ترڅو يې بيه راپرې کړې نه وه!

هغه ورځ  ناوخته د پښتو ماسترۍ نوماند شمس  رودوال له درملتونه خپل کورته بوتلم او تر نيمې شپې ورسره د پښتو شعروادب په باره کې وغږېدم. گهيځ هم له بل مېلمه (بونېر) سره مانځه مهال پاڅېدم، خو تر سهارنۍ  پورې يې د ((سعودي- پاکستا نې)) ځناورخويه ((داعشي)) ترهگرو له بخولو او ناخوالو خبرکړم چې پو رې شينواري او بيايې د ده دکورنۍ په گډون گرد مامند ټبر کډوالۍ ته راړېستی دی. روسته ډاکتر رودوال تر دا نشه راورسولم او د پخوا په څېر مې  پروف سمو نواو ليدنو کتنو ورځ راگوډه کړه. 

تر مازيگره مې د گڼوراغليو په لړکې مې له گران فرهنگيال ((تدبير)) سره له نژدې وپېژندل. هغه پر کتابونو سربېره له اړوند استازي ((سپين سهاره)) ما او ځانته د ((اورځلا)) د گلابو او نار نجگلو  وطني عطرو تېل واخېستل.  ماښام تياره را پسې د ښوونې روزنې پوهنتون استاد جبار څپاند راغی او په خوشال مېنه کې يې د ما ښامنۍ لپاره مېلمه کړم. له نژدې چم گاونډه يې ډاکتر نورحبيب نثار  هم راسره ملگری کړ او دخپل ډاکتري تېزس سکالو يې له موږ دواړو مېلمنو سره تر څېړنې لاندې ونيوله.

څلنۍ۲۶-  پېنځنۍ۲۷اپرېل ۱۷ : 

 تر هغې روسته  چې د دانش ډېرکاري سپين سهار تر مازيگر ماښامه ماناناپوهنه له  ښکلې رازنې (ډيزاين) سره د چاپ لپاره پېښور ته وربرېښليک کړه، د وييپو هنې  رازنې اوپاليزونې  ته مټې راونغښتلې.

پر دا بله ورځ مې دومره کابو ترلاسه کړه چې د راتلونکې اوونۍ لپاره له پوهنتو ني او نورو دوستانو سره  د يو لړ علمي- فرهنگي  ناستو او غونډو يوه پرلغښتې برنامه او مهالوېش و اوډم.

 تر غرمې روسته د نورو دوستانو په لړ کې راپسې پوهنوال ازمون دانش ته راغی چې گوندې د چوپړ  پوروړی مې دی او بېگاته به ورسره هرو مرو کورته ځم!

د درېيمو مېکرويانو په درېيم پوړ کې يې يو۵ خونيز اپارتمان په دوه سوه ډالره کرايي نيولی وو. په ترڅ کې يې دوه زدکړيال خپلوان هم له ځان سره اچولي ول، هغه هم، لکه د هوټل مېلمانه، چې لږ ترلږه يې ورسره د کور په  سپېڅلتيا او سمبا لتياکې يوه لږکۍ برخه هم نه اخېسته. هرگوره، د لگښت له پلوه يې پرې ، په دې زړو نه سوځل چې ورځه د يوه ((غني)) هېوادمشر علمي سلاکار دي او لوړه تنخا لري!

ادينه- ۲۸ اپرېل ۱۷ : 

نور نو د استاد ازمون  پر لاس ورغلی وم او د وزگارې ورځې په پلمه يې د استاد بختاني د را ملگري کولو لپاره د درېيمې خيرخانې مېنې له لارې کرغې ته ور سو لم. هلته يې هم ډنډ پر هغه غاړه د گران زرين انځور  پر هوساينځي ور ننه اېستم. چې داطلاعاتواو فرهنگ کالخوای وزير او د دفاع وزارت له ((غريب)) سلاکار سره پر گډه اخېستې ځمکه  يې سره خوا پرخوا ابادي کړې او کلا يې ترې را چا پېرلې ده، د استاد حمزه د شعر په اړونه: 

]وروځې، لېمه اوهم باڼه پښتانه

 څنگه يوځای شو سره درې پښتانه! [

خوندورې غرمنۍ يې خوب راوست او گړۍ پس استاد بختانی له  کشراو نورو بختانيانو سره له پغمانه راستون او په مازيگرنۍ کې راسره همغاړي شو.

 د ازمون صاحب خوا راباندې لا هم پوره سړه شوې نه وه او د ماښامنۍ  لپاره  يې تراحمدشاه بابا مېنې ، هغه هم دگډکليوال پاچا (سيد منتظرشاه هاشمي) ترکوره  ستړی ستومانه کړم، چې خدای شته، زه ورسره بې له هغې هم څوځله بې ژمنې شوی  غوندې  وم . تياره ماښام يې د قمبر څلارۍ له  گڼ مېشتې لارې د شېرشاه مېنې پر استوگنځي وربرابرکړم او درېشي مې د نورو ښاريانو، کارمندانو او چار واکو غوندې پرکليوالو کاليو بدله کړه. ورپسې يې له خپل مېکروياني کوره څا در ټټرۍ (وا سکټ) راواخېستل، خو چلوونکي ي ې له گاډي سره روسخت کړ.

پر هغه تېر ماسخوتن يې د مشر رودوال  د سپرې ملگرتيا په تمه تمه په دوړو او تيارو کې تر وتخېلو سروهلی بر وهلی وځغلولم. ترڅو هغه له پغما نه راپسې  را ورسېداو په ډېرو زنگونو، چغواو اشارو مو سره پيداکړل او پر کږو وږو لارو سړ کونو تر موخې ورسېدو. د پا چا تاوده هرکلي او خوندورې ماښامنۍ راڅخه هغه ټولې ستومانۍ هېرې کړې او همداچې دواړو راباندې شخړه جوړه کړه چې د شپې لپاره کوم يوه کره ولاړ شم، نو مادکوربه منځگړيتوب غوره وباله او هملته ورسره سره پاتې شوم. يو سات نيم سره  د ازاد و سپين شعر پر تخنيک وغږېدو او نورې خبرې مو سباته پرېښووې.

پيلنۍ- ۲۹ اپرېل ۱۷ :

د کليوال پاچا کره لمرخاته مهال له ارام خوبه راويښ شوم. په تاوده تشناب کې تر ځان پرېولو او بيا کړاو (جمناستيک) روسته د دويم پوړ له کړکيو د  ښايسته ښکلې کورباغچگۍ  پر رومانتيکه ننداره سترگې ښخې شوې. سره له دې يې چې د رنگارنگو گلبو ټو اوگلونو غوټۍ يې لا نه وې مسېدلې، خو شنو زرغونو، سرو او بخملي پاڼو يې يوه ښه شېبه بوخت وساتلم. ترڅو پاچا سهارنۍ راوړه او پرهغه څانگپو هيزه (مسلکي) او بيا بڼوالي شاهکارۍ يې سر راخلاص کړ چې څنگه يې پر هغه دوه بسوه ځمکه  ۱۵ مرسله سره په يوه گلونه کې پيوند کړي ؛ په يوه مڼه کې  يې څو نورې مېوې او په يوه تاک کې يې څو ډوله انگور سره راغاړې غړۍ کړي دي!

 دغه ورځ  که څه هم د غويي نهمه وه ،خو په ارگ کې داتمې جهادي ورځې په نا مه، هغه هم  ړومبی ځل د حکمتيار په گډون نمانځل کېده. په دې توگه  يې د تېرو کلو په پرتله امنيتي لارې چارې زياتې ترينگلې وې او د شهيدې فرخندې د وژ نځای  په څو برابره واټن د ارگ گرد چاپېر ښار کانکرېټي پاټکونو او ټوپکوالو ولکه کړی وو. ماهم د دانش کتابتون په تکل عمرخېل له بابامېنې تر محمودخان پله په ټکسي کې راملگری کړ او نور مو سره تر هغه ځايه  په ((کږو وږو خوږو!)) کېلومترونه کږې وږې او کنډو کپرې لارې کوڅې  گز و پل کړې.

يونۍ ۳۰ اپرېل-۱دونۍ می ۱۷ :

د اپرېل روستۍ ورځ مې په دانش خپرنځي کې د بېلابېلو څانگپوهيزو ناستو او غونډو لپاره خپلې ورځنۍ ليکنې او يادښتونه واوډل. له راغلو سره مې ليدنې کتنې او تر ننگرهاره له لرې نژدې دوستانو سره تېلېفوني  اړيکې تر سره کړې. ترڅو  پوهاند يون راپېښ شو او تر پوهنځي پورې ورسره ملگری شوم. په  څانگه کې مې له پوهيالي مرهون  سره دوه  ساته ژبپوهنه پر مخ يوړه ،او په هغه لړکې  مې- د مرهون د گروهيزې انگېرنې پر خلاف - د ژبې  پر پيدا يښت او کارکړن  رڼا واچوله. په پای کې مې د ښا غلو او اغلو اښتنې پوښتنې ورغبرگې کړې او هله د پوهنتون پر سوېلي دروازه لنډ پر لنډه تر کوره پلی راغلم.

د می لومړۍ مې په دانش مرکز کې د سپين سهار او نورو تخنيکي ملگرو او کار گرو په ملتيا، هغه هم په سېمبوليکه بڼه د ښاغلي کارپرما ((اسد دانش)) پر وړا ندې له شعارونو سره ونمانځله. کورته راستنېدا سره سترگې پر لار ورور او وراره بيا وخته د ننگرهار پر لور خوځېدلي ول.

تېرماښام راته د هنرونو پوهنځي پازوال د پوهنتون دمشر (فاروقي) تېلېفوني خبر بيا را غبرگ کړ چې سبا ته د استاد مجروح څېړنغونډې (سېمينار) ته ورشم اود لو مړيو شاگردانو په استازۍ يې  پکې کارنده برخه واخلم.

درنۍ۲ - ۳ څلنۍ می۱۷- د استاد مجروح  څېړنغونډه:

بلنليک مې د گاډي له کارت سره پوهنځي ته ورکړ شوی وواو د پخواني شاگرد پوهنيارحميداله فاروقي په تېلېفوني سپارښت راته  مټې د پلي تگ اجازه راکړ شوه، نو يو پنډ نوي لوستکتابونه مې  تر هغه ځايه او بيا په دويم پوړ کې پښتو څانگې ته  په ستمونو او زگېرويو ولېږدول. تر نهو بجو مې له استادې شاکرې رودوالې سره دادبي تيورۍ او ځېلونو  په لکچر کې برخه واخېسته او هله مې له بلنليک سره د غونډې تالار ته ځان ورساوه.

داچې ما ځانته د شهيد استاد د((جبرواختيار)) له لومړني اېډېشن سره د دويم هغه پرتله ټاکلې وه او ډېرې څېړنې ته مې اړتيادرلوده، نو مايې پر خپل وار د منډې له مخې  د بشپړې ليکنې پرځای يوه کېښکلې اډانه وړاندې کړه. دغلته خبره  د ارواښاد استاد پر دوه گړسره اړپېچنويا ضدونقيضو (پرادوکسو) ليدتو 

گو راڅرخېدله، په دې مانا چې دلومړی چاپ (اېډېشن) ليدتوگه يې د هېگل پر ابجکتيفه (افاقي) فلسفه، يا هم پرسردرولي (ماتريالېستي) دايلکتيک راڅرخېد له او د دويم هغه يې پرسبجکتيفه (ذهني) فلسفه، ياسرپرڅڼۍ (ايډيالېستيک) دا يلکتيک. په هره توگه مې د پوهنتون له مشر تابه سره ټينگه ژمنه وکړه چې د څېړ نغونډې د ټولگې لپاره تروسې وسې بشپړه ليکنه له اکسفورډه وربرېښليک کړم.

تر غرمنۍ راروسته د څېړنغونډې دويمې ناستې ته مې تابيارانغله او له پوهنوال باوري سره تر دانشه ولاړم. روسته راپسې د سرحدي چارو کالخوای  وزير گاډی راواستاوه او د وزارت په چمن کې يې د رحمان بابا د پسرلنۍ سندربولې تجيرته  ورسيخ کړم.  دوه درې نوې ليکلې درېگۍ مې پکې واورولې، خو په پای پای کې چې څنگه ماښامنۍ ډوډۍ راغله، سم له سمونې ورسره يو زورور  تورجم جکړ را غی او غونډ تجير يې پر هواکړ.  برېښنا هم پر خپله لاره ولاړه. داچې پر نو رو بر خوالو څه پېښ شول، خو ما د لېوال صاحب پل پسې  واخېست او نېغ ور سره  په تتو رڼاگانو کې دوتر ته وختم، ماښامنۍ مو سره وخوړله  او هله يې د شمله جانې په ملتيا ترکو ره بدر گه کړم. 

 پر سبا مې د استاد مجروح د څېړنغونډې په روستۍ ناسته او بيا تودو ښکالوو (بحثونو)کې گډون وکړ او د هنرونو د تالار  په پاس پوړ کې ترغرمنۍ روسته استاد نجيب منلي پرخپل کارځي (دانش مرکز) وسپارلم. مازيگر مهال مې کتل چې په هغه يومياشتني يانه کې ډېر ناليدلي فرهنگي دو ستان په سر سرکې باز محمدعابد، مصطفی سالک او طاهرکاڼی پرلپسې مرکز ته راټولېږي، ترڅو راته پته ولگېده چې نن ماښام هېواد مشر د اسد دانش په گډون شا عرانو، ليکوالو، څېړنوالو او هنرمندانو ته جايزې ورکوي او زه  بيا د سلاکار پوهنوال ازمون  د خبراوي له مخې د استاد مجروح د سېمينار له برخوالو سره وربلل شوی يم، د جايزو له نوملړه يې زما نوم په دې ورانپوهاوي اېستلی وو  چې گوندې وار له مخه پرې کرزي خېلو نازولی وم!

۵ شاوخوا راپسې رالېږلي گاډي تر يوپيسه گي پله ورسولو او د اداري چارو ور چنې پاټک مو له نوملړ سره د پېژندپاڼو سماوي او سپيناوي  يوڅه وخت راولو ټه. ورپسې لومړي  څېرمه ودانۍ ته ورننوتو او د پرلپسې دوه نورو پاټکو له الکترو نيکي ننوبيو (فېلترو)  روسته  راته ولاړ گاډو ته  د ختلوبولۍ راکړ شوه، د خپلواکۍ  تر يادگاري څلي او غبرگو توپونو يې راتاو کړو او په لس پېنځلسو پېلو (دقيقو) کې  يې د دېوانو کلا پر وربوی او بيا جمهوري ماڼۍ ور دننه کړو. بياهم له روستي سکڼه له بريالۍ وتنې سره سم له سمونې دا شعر پر زړه راوورېد:

چې تر درشله دې راورسېدم نور نو جنت رانه يوگام لرې دی

کيڼې خواته پر نوي  رغولي تالار له ننوتو او کېناستو سره کوم ((ژمن)) پازوال راغی او له روستي کتاره يې مخني ته بوتلم. ساتونه او غږملونه رانه اخېستل شوي ول، خو د اټکل له مخې به ۷بجې وې چې هېوادمشر له اغلې مېرمنې سره د ستېژ له لا رې راغی. ټول  ورته ولاړسئ شواو هغه هم  په کتارونوکې راگډ شو. له هر هر يوه سره يې لاسروغبړ وکړ، خو چې ترما راورسېد او چامې د ورپېژندلو هڅه کوله، له ((زيار صاحب څنگه نه پېژنم!)) ويلو سره يې د لاسروغبړ پرځای  غېږ راکړه! ړومبی د پوهنتون مشر پوهنيار فاروقي د  استاد مجروح د څېړنغونډې گو زارش وړاندې کړ او ورپسې د ټولنيزو پوهنوپوهنځي د فلسفې څانگې استاد پو هاند داود راوش دگډونوالو په استازۍ وينا وکړه. 

ډاکتر محمداشرف غني تر هغې روسته  چې جايزې ووېشلې او دوه استازيو ځنې مننې وکړې، د ماښامنۍ لپاره راسره يوځای له تالاره را ووت. خوڅنگه چې تر خوړ نځي پورې څو سوه متره لاره وه، نو دی په خپل سپين گاډي کې ورو ورو روان شو او موږ هم  ورپسې پلغټ پلغټ هممهاله ورسېدو. يوځای سره ننوتو او ټول  ور سره پر يوه اوږده مېز کښېناستو. څنگه چې زه په پوهنتوني مېلمنوکې تر گردو سپينرو بی وم، د لوړو زدکړو په وزيرې او د پوهنتون  رئيس پسې پر در ېيمه څوکۍ وربرا بر شوم.

 له وخته په گټنه مې هېواد مشرته د((افغانستان دژبپوهنې اطلس)) هغه پروژه ورياده کړه چې د کابل پوهنتون او دولتي چارواکو په استازۍ  ارواښاد استاد مجروح د يونسکو له سازمان سره لاسليک کړې وه او زه  يې د يواز ېني ژوندي پاتې پرمخوړونکي يم، نو هيله لرم چې د افغانستان د علومو اکادېمۍ اوبيا د بهرنيو چارو وزارت  له لارې  يې  له مرستندويه  هېواد(( سويس) سره  په رسمي توگه شريکه کړم. هېواد مشر هم  پر علمي سلاکار ټينگار وکړ چې زما د ليکلي غوښتنپاڼې پر بنسټ له دواړو دولتي اورگانونو سره سکالو وڅېړي...، هغه به يې لا څېړي خو زه ترې اکسفورډ ته راستون شوم! 

پېنځنۍ-۴ می۱۷- دانش او زما وياړغونډه: 

د گران او منلي اسدالله ساپي (دانش) په مشرۍ د دغې سرلارې پښتو خپرندويې ټولنې دا په ټينگه پتېيلې وه چې د ننگرهار تر سراسري يادغونډې او بيا((هپ)) راروسته  دويمه((وياړغونډه)) په خپل فرهنگي مرکز، لغمان کې راونمانځي، خو د نو رو گډو دوستا نو په سلا يې سم له لاسه په کابل مېشتې دې کې سازمان کړه.

  د دوتر و دېوان گرد موبل وفرنېچر يې کتابتون ته ولېږداوه او د نورو تخنيکي نوښتونو تر څنگ يې د شعرونو او شعارونو  ښکلې رازلې تراډې (بېنرونه) څلورو خواووته پر دېوالونو راوځړول.

 درې درې نيمې بجې د رابللو علمي- فرهنگي دوستانو له رارسېدا سره د استاد ممنون مقصودي په هنرمندانه وړاندېينه غونډه پيل شوه. داسې چې تر هرې وينا روسته يې يو شعر په خپل کوډگر غږ کې له ننداريزې شاهکارۍ سره را انگازه کا وه. د ټولنې د تخنيکي او اداري مرستيال، عمرخېل (سپين سهار) د هرکلي او تلا وت روسته گڼ شمېر دوستانو  په خپلو کره کېښکليو ويناوو نمانځغونډې ته گړ سره يوه علمي- فرهنگي بڼه  و بښله. د مشر کوربه (اسد دانش) ارزونه هم همدا وه چې د دغې غونډې برخوال له هره پلوه له ځان پوره ول او  هسې عادي يابېچار (غيرفعال)  اورېدونکي نه ول! 

استاد شهرت  ننگيال زما د نيم پېړييز (يوې- کره ليکنۍ پښتو) غورځنگ او بيا خپل ملاتړ په تړاو يو کره کېښکلې ليکنه راواوروله چې يوه شاعرانه انځور يې داوو: ((زيار دوزخي پښتو ته جنتي کالي ورواغوستل)) ؛ استاد نجيب منلي را سره د گډ پارسي استادوخطاط ارواښاد عبدالحق تېرې هېرې راتاندې کړې؛ ډا کتر لطيف بهاند راسره د ادبياتوپوهنځي له شاگردۍ  (۱۳۵۳ل. کال) راهيسې علمي- فرهنگي اړيکي راو نچوړل؛ استاد ودود بشريار زما پر ژبپوهنيزو هاندو هڅو او بيا په پښتو کې د چومسکي  د لارې رَودې  پرکارونگ رڼا واچوله. همدا راز ډا کتر ظُهير او د نو ميال ژباړن، ليکوال او شاعر طاهر کاڼي ((کاڼي کرښو)) هومره پخې  وراشې راولورولې؛ هاشم ناصري په خپله طنزيه  ټوټه داستاد ممنون مقصودي له فنکا ريوسره راملگرې کړه. ما هم  تر ټولو روسته، دکېک غوڅونې پر وخت ټولو کور بنواو مېلمنو ته خپلې مينې، مننې او پاسلنې وړاندې کړې.

ماښام تېرغونې غونډه پايته ورسېده، ټول خواره واره شول او زه له ډاکتر منقاد رودوال سره  د نورمحمدشاه مېنې په تکل گاډي ته وروختم. ډاکتر بهاند مو  په وز ير اکبرخان کې د دېپلماتانو ترچمه، او کاڼي مو د خپل کور په موخه د بگرا ميو  تر چکړو او ډنډو سړکونو ورساوه او زه  له رودوال سره بيرته ((رحماني)) مېنې ته راشاگرځ شوم. د پخوا په څېر مې پر هغه ماښام له درو کشرانو رودوالو سره د پښتو شعرو ادب خبرې  راخېستې وې چې مشر ((اول الر حمان)) د ټولټاکنو له کميسيونه ستړی ستوړې  راورسېد او زموږ بنډار يې لا په زړه پورې سکالوو ته راوڅکاوه. 

ماوار له مخه داسې انگېرله چې له تنکۍ ځوانۍ راهيسې د د د غه  مشر لالا بو ختياوې، هغه هم  درسمي دندې په چوکاټ کې يوازې پر سياسي کارندوييو را ټولې دي او له دې ناخبره چې تر څنگ يې ټولنيزې او فرهنگي دا هم کمې نه دي. په دغه لړ کې يې يوه ستره کارنامه دا چې په تېرو څو کلو کې يې د کابل مېشتو پښتنو بچيانو  لپاره په مورنۍ ژبه د زدکړې ربړې په خورا سوليزه (منطقي) او سو له ييزه توگه هوارې کړې، هغه هم  په دوه ډوله: په  يومخيزو پښتو ژبوښارمېنو، لکه  پکتياکوټ،  تڼي کوټ اواحمدشاه بابا هغو کې يومخيز پښتوژبي ښوونځي پر اړوندو چارواکو منلي او دگډمېشتو ښارمېنو په ښوونځيو کې د پارسي ژبو ټولگيو ترڅنگ پښتوژبي دا له بېلابېلو پښتنو ښوونکو او سر ښوونکو سره. 

ادينه-۵ می۱۷:

۴ نيمې مې ورځ راپيل کړه. تر ۹ چې ترڅو پوهنيار بيت الرحمان سهارنۍ راسره شريکوله، په کٌړاو او ليکلو لوستلو مې ځان پوره ستړی کړی وو. ډاکتر منقادالر حمان د بېگانۍ ژمنې  له مخې له ځان سره په گاډي کې کېنولم. او د احمدشاه مېنې  پر لوروخوځېدو، او نيمه گړۍ لا تېره نه وه چې د بگراميواو بيا حسينخېلو له څلارې  کيڼې خوا ته راتاو شو او يارلسم سړک ته له رسېدو سره  مو د اسيارو غتون په  گاونډه کوڅه کې له ورايه پرانجنير منتظرشاه پاچا سترگې و لگېدې. له مخني جوړجاړي سره سم  مو ورکره، د نوې غوړېدلې کور باغچگۍ د نندارې په پلمه په يوه سړه هندواڼه  خوا سړه کړه، خو د آرو (اصيلو) گلابو او د پېنځلسو مر سلو په گلونه کې مو پر دروڅلورو  تازه  موسېدليو هغو، نه سترگې مړې شوې او نه تمېزونه (دما غونه).

زما او رودوال مله هڅه  داوه چې له  پاتې وزگارې ورځې څخه  هم  پوره گټه پور ته کړو، هم چکرې ووهو او هم تروسې وسې گڼ دوستان ووينو. د پاچا تر کور کوڅې له  کوز سره لنډ پر لنډه  د دواړو ((منليو)) دوستانوکوڅې ته ورتاو شو او کشر تر مشر( زين الـه منلي) بدرگه کړو. ماهغه ۹۳ کلن  انقلابي  دينپوهاند نيم پېړييز دوست له درو لسيزو راهيسې نه وو ليدلی او د ليدلو يې سخت لېوال وم.   موږ دوه کسو يې تر تخرگونو لاندې لاسونه  تېرکړل، له توشکه مو راپورته کړ او راسره راغاړېوت. خو خبرې اترې يې  د ځوانۍ مهالپېر غوندې  هماغسې خوږې پستې وې. سره له دې مو ورسره تر يوه  چای روسته د بياليدو په هيله مخه وکړه او څو سړکه وړاندې د بل دوست  (انجنير نصرت) کره غرمنۍ ته سپاره ولاړو.

ما پخپله د شيگل شينوارو د دغې پوهيالې کورنۍ يوازې ډاکتر ابراهيم شينوا ری (نن سبا د پوهنې مرستيال وزير) له زدکړيالۍ (محصلۍ) راهيسې پېژاند او دا راته په زړه پورې وه چې تر درانه پلار ه يې له نورو پوهيالو او فرهنگيالو ورونو سره هم له نژدې نه وپېژنم او عزيزولي ورسره وپالم.

تر غرمنۍ او لمانځه روسته له انجنير سره د کرغې په تکل وخوځېدو. په لار کې مو د ارواښاد دولت لودين د لور زوم د همهغه له مېکروياني کوره له ځان سره را پورته کړ او نېغ  د تر خپلې موخې ورسېدو. 

هلته هم د گران زرين انځور کره، پر نورو دوستانو او بيا هغه ډاکترانو ورپېښ شو چې  له ډاکتر رودوال سره په يوه طبي سازمان کې کارکوي، لکه: درا نی، شينواری... او د انځور صاحب دواړه ډاکتران ورونه (نعيم گرديوال او همايون گرديوال). همداراز د ننگرهار پخوانی مرستيال والي حنيف گرديوال، د اطلاعا تو او فرهنگ سلاکار ډاکر طارق رشاد او له لندنه را غلی نظيف تکل؛ کالخوای وزير باوري او جنرال غريب خو د کوربه لاس پر لستوڼي گاونډيان هسې د منډې له مخې ستړي مشيوته راغلل، بې له دې چې د ورځې پر توده پېښه (د سولې سنگر ته د حکمتيار راستنېدا) په تړاو راسره په ماو يلوتاويلو کې برخه واخلي. 

پيلنۍ ۶می۱۷:

د اوونۍ له پيل سره  مې چې  له خپرنيو بوختياوو اوږې يوڅه سپکې شوې وې، د پوهتوني لکچرو ترڅنگ  بېلابېلو رسمي او نيم رسمي برناموته وزگار شوم. ډېره هېښنده دا چې درې څلورو يې   پر يوه يوازېنۍ (يونۍ) راښکېلولم: 

 ۹بجې  راته ښاغلي فهيم کريم د لېوال صاحب له دوتره زنگ راوواهه چې سباته د انسان مهالنۍ لپاره  زما لکچر ځکه و ځنډېد چې د پوهنو اکاد ېمۍ څېړنغونډه ده او غرمنۍ ته د ژبپوهنې اطلس په تړاو د بهرنيو چارو له مر ستيال وزير ښاغلي (انديشه)  سره ليده کاته لرم... .

د اطلاعاتو او فرهنگ کالخوای وزير دوتر ته مې بيا خبر ورکړ چې زما پر وياړ ټاکلې غرمنۍ همدغې پيلنۍ ته رامخکې کړې، پروا نشته که ډېره لنډه تنگه او بېړندۍ هم وي.  هغه وه چې همدانن غرمه يې راسره هوکې کړه او د دوه سلاکارا نو، ډاکتر طارق رشاد او استاد آصف صميم، له ځان سره د بيولي دانش او د وزا رت د يو نيم بل چارواک او کارمند په ملتيامې د ډېر بوختي پوهنوال باوري هغه پور ورپرې کړ.  

تر غرمې روسته ټکسي د ښوو نې- روزنې پوهنتون ته ورسولم. استاد څپاند د نوي (څانگې مشر) په توگه د ناسوب پوهنوال شېرزاد ليکوالي را باندې پرمخ بوتله او زدکړيالو بيا پر ليکدودي اښتنو پوښتنوسربېره په  انځورکښيوکې هم راښکېل کړم،  چې نن سبا زلمو ته  د فېسبوکي سرگرمۍ، او په ترڅ کې د ليکوا لۍ لپاره يوه ښه پلمه وربرابروي. له څپاند صاحب سره مې  تر ناوخته  د چای- دمې په ترڅ کې د اړوندې پښتو مهالنۍ لپاره د خپل د اندو ژوند ليکنه کره او سهي کړه. په راوتو کې يې د خپل پوهنتون مشر ته وروپېژندلم او په خپل  گاډي کې يې  پوره اته  بجې تر شېرشاه مېنې  بدرگه کړم. 

يونۍ -۷می۱۷:

گهيځ  ۹ د پښتوڅېړنو نړيوال مرکز د ۴۰مې کاليزې داکادېمۍ څېړنغونډې ته ورغلم. دولس بجې  مې چې څنگه د دغه مرکز د دويم رئيس په توگه د خپلې وينا وار تېرکړ، د څېړ نوال شکېب  په اشاره مې، له څنگ ته ناستې مشرې اغلې ثريا پوپل اجازه وغو ښته او له تالاره ورسره لکه غشی تېز راووتم. همداچې کومه شېبه نيمه د شمشاد خبر يال په خبرو اترو کې ونيولم، د ښاغلي (انديشه) زنگونه بيا راسرشول. له څلورم پوړه په يوه ساه راکېوتم او مخې ته ولاړ تور ښوی ښالاک گاډي په يوه پونده (سلېټر) تر وزار ته ورسولم.  

له مرستيال وزير سره مې سړه شوې غرمنۍ د خوندورو مستو او سلاتې په زور تر ستوني تېره کړه او هله مې د اطلس پروژې  په اړه  ورته  کوټلي معلومات وړا ندې کړل. ماچې غوښتل، ځنې راستون شم، له درېيم پوړه راسره يوځای راکښېو وت او د وز ارت په گلباغچه کې يې تر يادگاري عکسونو روسته  له ډاکتر بهاند سره يو ځای  د محب سپين غر تر دوتره بدرگه کړم. هماغه مخني گاډي تر دانشه ورسولم. له بي بي سي خبريال گران غزانور او پياوړي ليکوال دوست مصطفی عمرزي سره تر خبرو مرکو روسته د هپ په راستولي گاډي کې له ډاکتر ظهير او حق اڅکزي سره  د پښتو پر رغاونيز يووالی او وييپانگيز پراخوالي وغږېږم، ما ښام شپږنيمي ډاکتر صاحب  په خپل گاډي ترکوره ورسولم. 

دونۍ۸ می۱۷- د ننگرهار روستی تگ: 

گهيځ۷ په کرولاکې له درو نورو سپرليو سره مخ پر جلال اباد وخوځېدم. دلغمان روستي (عزيزخان) کڅ ته له رسېدا سره چلوونکي سړوبی چالان کړ او ملنگ جان په چوک کې ترې سوړپوړ پلی شوم. په لنډو د حاجي بلال خوريي رستوران ته ور وختم. خوندور بريځر او سړو شړومبو يې رانه د لارې ستړيا او د ننگرهارگرمي هېره کړه او په يوه منډه د سترگې پر لار پوهنيار سيد اصغر هاشمي ته ځان ور ور ساوه. دوه غبرگ چاپ کړي کتابونه (سبکپوهنه او د يادغونډې ټولگه) يې راته په مخکې کېښوول او له ځغلندې کتنې سره يې مې يوه ښه شېبه سترگه پټه شوه.

گران لېوال راته له ښاغلي والي او سلاکار وزير گلاب منگل سره د ليدنې لاره راهواره کړه. گاډی راپسې راغی او پوره څلور بجې يې شاهي ماڼۍ ته ورسولم.

منگل صاحب له ټولو بوختياوو په منډه سر راښکاره کړ اوتر مړې خېټې خبرو، يا يې په  منگلي گړدود (جمې) پورې يې له ولسوالانو سره په خونه کې کښېنولم. هغوی يې چې جمې ته وغوښتل، هوانوره  سړه  شوې وه او ما ته هم په نوي رازلي او ښکللي سمسور بڼ کې  د گليون (گلگشت) پلمه برابره شوه.

همداچې  تيرغونې شوه او جمې او جرگې پايته ورسېدې، منگل صاحب ترماښا منۍ پورې دومره وخت راځانگړی کړای شو چې  د اتيايمې يادغونډې پرېکړه ليک ورسره وڅېړم، د دواړو ورکړو کتابونو د چاپ بېلونه لاس پرلاس ورکړم او تر ټولو ډېره اړينه پرېکړه تر غوږه ورتېره کړم  چې د (زيار اکادېمۍ) لپاره د تيارې سرکاري ودانۍ او ياهم ټوټه ځمکه په واک کې راکړي او زما تر مړينې روسته په دولت او ملت  په پاتمړو (ميراثونو) کې ټيکاو ومومي. له ښه مرغه دغه مهال گر ان لېوال هم راملگری شوی وو او دا ارزښتمن کار يې د دولت له علمي- فرهنگي پاليسۍ سره همغږی وباله، او له واليصاحب  يې هيله وکړه چې جمهوري مقام ته يې وړانديز وکړي. خو د کتا بونو ۴۲ افغانۍ لگښت يې ځای پرځای له خپله جېبه راوکېښ او ماهم تر خپرندويه ورساوه.

درنۍ- ۹ می۱۷:

د اپرېل ترشلمې راروسته نن د دويم ځل لپاره دښوونې روزنې پوهنځي ته ولاړم.

مشرې  پوهاندې بابکرخېلې مې په خپل ساړه دوتر کې تود هرکلی وکړ او له لار ښوونې سره سم  لومړی پښتو څانگې ته ورغلم. د ژبپوهنې له استاد علاؤالدين حسام او له پارسي استاد عارف سره تر خبرو اترو روسته  د پوهنځي مرستيال پو هنوال همکار پر پوهنيار  رشيدملکزي وسپارلم او هغه هم  دارواپوهنې  نوي  ټو لگي ته ور سيخ کړم . ځکه د نورو څانگو زدکړيالان د کالنۍ ازموينې په پلمه له ټو لگيو او يا هم له پوهنځي سره اړيکي شلولي ول.

ځوان استاد هم دا غنيمت وگڼله چې پرځای يې زه د ژب-ساپوهنې لکچر وړاندې کړم،  په نورو ټکو، د ژبپوهني او ارواپوهنې تر منځ پر ټينگو او ترينگو اړيکو رڼا واچوم. خو څنگه چې دغه ټولگی لا د پکي يا سړوبي (اېرکنډېشن) جوگه شوی نه وو، ما او هلکانو يو څه زغملای شوه، خو د خوني پای ته د نيم مخپټو او په تو رو ټيکريو کې سر ترپښو نغښتو نجونو په کتابو او کتابچو ځانته پکي وهل.  هغوی پرلپسې ووتلې او هلکان  بيا له دې لامله ترپايه پاتې شول چې په غږملونو راسره د خپلو فېسبوکو لپاره عکسو نه واخلي. په راوتوکې پر پېژندويه دولسمي مامند کډوال رياض خان واوښتم او ماهم پر ښاغلي ذاکري وسپاره چې ترکانکو ره يې  په خپل کارځی کې  پر يوه کار وگوماري. 

څلنۍ- ۱۰می۱۷- لغمان پوهنتون:

گهيځ ۷شاوخواراپسې د کونړپوهنتون استادانو پوهنيار هاشمي او پوهنيار صد يقمل اربابانو ته کرايي گاډی راوست، په سات نيم کې تر لغمان پوهنتون ور سېدو. د پوهنتون مشر عبدالشکور غفورزي  چې  د لومړي رئيس په توگه مې ورسره  په پېنځو کلوکې دکتنې دا دويم وياړ وو، تر يو ساړه څښاک روسته د ادبياتو او ښوونې روزنې د درو ټولگيو له شاگردانو او استادانو جوړ بنډار ته بوتلو او په دې ډول تر تلاوت او پېژنگلويزو خبرو روسته ماته د ژبپوهنيز لکچر بلنه راکړ شوه. ماهم له خپلې لوښې سره سم  د ژبې او ژبني ساينس له ټوليزو خبرو راپيل کړه او بيا مې  د پښتو ژبې او ژبپوهنې په تړاو نوې ليدتوگې له بېلابېلو لا رو رَودو او ربړو سره تر څېړنې لاندې ونيولې. په پای کې برخوالو ته د اښتنو پو ښتنو کابو ورکړه او مايې هم په څانگپوهيزو دکونو دليلونو ورغبرگې کړې.

له استاد غفورزي سره تر غرمنۍ روسته راسره راغلي ملگري بيرته جلال اباد ته ستانه شول او زه  د  نوماند افغاني نويس د سبانۍ نمانځغونډې لپاره له ښاغلي او منلي اسداله ساپي سره (دانش فرهنگي) مرکز ته ستون شوم. مازيگر يې د يو پخواني جهادي جنگيالي په بدرگه  زه او له پېښوره دوه يوسفزي مېلمانه درې درې نيم کېلومتره پورته تر خپل  کلي ((پاچيانو)) ورچکر کړو. هلته يې له سپينرو بي پلار سره ړومبی ځل د پېژندگلوۍ وياړ را په برخه کړ چې د دولتي کارمندۍ تر اوږدې مخينې رارو سته يې راته د څوکلن  جهاد او بند کيسه وکړه. د تو تواو شړومبو ترڅنگ يې د خپلې روزلې او رازلې گلباغچې ننداره  هم راولوروله او د انجنير عزيز نيازي د لس  پوړه ودانۍ په ارته بيرته باغچه کې د پرتمينې ما ښا منۍ مېلمستيا په پلمه ځنې خپلې دېرې ته راستانه شو.

پېنځنۍ ۱۱می۱۷

گهيځ  وختي په فرهنگي  مرکز کې  له ارام خوبه  راپاڅېدم او تر سهارنۍ روسته ټول کوربانه او مېلمانه د ارواښاد ملامحمد افغاني نويس د نوييم تلين نما نځغو نډې په تيارۍ کې شو. اغلې آسياافغاني نويس ړومبنۍ کوربنه وه چې زموږ د سهارنۍ روستۍ چای پياله لا په لاس کې وه  راورسېده او زما په څېر له واره پر ليکنه بوخته شوه. په زړه پورې بيا دا چې دغه پوخمنگې مېرمن د پارسي- پښتو درې ټوکيز ليکوال ارواښاد عبداله افغاني نويس راروسته په ټوله کابلمېشته کورنۍ کې خپله پښتو ساتلې او ان تر لغمان مېشتو هغو هم  پرې روانه غږېږي! 

غونډه له کابل او ننگرهاره د راغلومېلمنو او گڼو ځايي چارواکو او علمي، فر هنگي او ټولنيزو  سټو له راتگ سره  د دانش فرهنگي مرکز په سمسور اوسورلن انگړ کې پيل شوه. ښاغلي والي، پوهندوی غفورزی،څېړندوی هېوادمل ... اغلې لايبې يوسفزۍاو  اغلې آسيا افغاني نويس  په خپلو ويناوو، او  څېړنوال رفيع اله نيا زی، څېړنوال ظاهرشکېب... او ما له رحماني تر ظاهري پېره د افغاني نويس کور نۍ پښتوخدمتونه په ليکنو څېړنو کې وستايل. په پای کې نارينه گډونوالو ته پگړۍ  او ښځمنو ته  د گلو گېډۍ ډالۍ شوې. او بيا موږ ټولو مېلمنو او کور بنو هملته ځای پرځای د  پوهنتون له خوا را تياره  شوې غرمنۍ کې گډون وکړ.

ادينه-۱۲می -۱۷ (کامې ته تگ راتگ):

د ننگرهار پوهنتون مشر پوهنوال ببرک مياخېل راسره له پرونه ټاکلې وه چې هرو مروبه سره گورو، خو باور مې  نه کېده چې داځل به راسره د خبريالۍ د وختو تېره څلورکلنه ياده راسره بيا راتاندوي او د کامې چکر راباندې وهي، هغه هم  په سر کاري  رېنجر گاډي کې د باډي گارډ په بدرگه.  پاو باندې لس يې درمسال څنگلو ري ته د پوهنيار اصغر هاشمي له خپرنځي له ځان سره سپورکړم او ۱۱ يې ((ککلو باجوړو)) خواته د سيد عزيز پاچا د دنگو چنارونو پر دېره وربرابر کړم چې د گردې ولسوالۍ پر کچ يې د ۵۰- ۶۰ مخورو، سپينروبواو سپين پگړو جرگه رابللې وه، په ويناورته گډ وو او يو نيم به پکې ټيکۍ نيمه اچوله. 

سکالو يې راته  مټې ۱۲ بجې له پايته رسېدنې سره ډاگيزه شوه چې يو شمېر ښو ونکيو ځنې بې له کوم ((تر ه کي وزمه ځمکسمون)) فرمانه يوه ټوټه  ځمکه د استو گنځيو جوړولو په موخه بلوسلې ده. ترغرمنۍ روسته چې جرگه خپرېده، ما کوربه پاچا ته وړانديز وکړ چې يو ليکلی پرېکړه ليک پر ټولو برخوالو لاسليک کاندې که نه، هسې خبرې به يې څه رسمي اغېز وښندلای شي. په دې توگه يې سم له سمو نې يوه پښتو ليکونکي هغه د کاغز پر مخ وکښله او تر موږ پورې ټولو ور لا سليک کړه. له هغه ځايه  په څو لنډوشېبوکې پر راغځېدلي سړک داستاد صميم دېرې ته راووتو، خو۶۸ کاله شاوخوا چې زه د کډوالۍ او مزدو رۍ پر مهال د اخون کلي ښوونځي له څلورم کال ټولگيوال سره په  يو- دوه ساتو کې هغه کلي ته  تللی وم، له اخوا ترې  بيا وږی تږی، په دوه درو ساتو کې د صميم صاحب دوی له ځايه دوه درې کلاوې کښته خپل ((کنډرکلي)) ته را ستون شوی وم!

استاد پخپله د کومې ادبي غونډې لپاره کوټې ته تللی وو، خو له منځومي بصير خان ورور او مشر وقار زوی سره يې تر چای څښنې او ماسپښين لمانځه تراداينې او دعا رو سته بيرته جلال اباد ته راستانه شو. مياخېل صاحب  ۴بجې د خپل کور لارې په اوږدو کې د هغې ودانۍ  په وره کې کښته کړم چې د گران ذاکري  په سر غندويۍ پکې رابللې ادبي غو نډه روستيو شېبوته رسېدلې وه. ما هم د دې لپاره چې ورځ دوه مخکې ژمنه مې ورسره لږکۍ هومره پرځای کړې اوسي، له ورننوتو سره  رو ستي ويناوال پوهنيار هاشمي درېدځی راپرېښود او ما هم د ژبني هنر په لړ کې د شعر و ادب په اړه خپلې لنډې څرگندونې له مينه والوسره شريکې کړې؛ هرگوره،عکس  اخېستنو يې بيا دوه گرايه وخت راولوټه! 

پيلنۍ-۱۳می -۱۷

په کابل کې راته داروستۍ اوونۍ دومره اړينې چارې، ژمنې او ليدنې کتنې ستر گې پرلار وې چې ان پر دغه ورځ د ننگرهارپوهنتون ماسترۍ  څانگې ته مې د يوه لکچر لپاره د مياخېل صاحب وړانديز ونه شو منلای او پټي پالا ترې راوتښتېدم. 

قاري رازق گهيځ ۶راپسې راغی، رېکشاپه لسو پېلو(دقيقو) کې د ملنگ جان تر څلارۍ ورسولو،  له خاص کونړه  دڅېړنيار وجيه اله شپون له رارسېدا سره دکرو لا چلوونکي پېنځه سپرلۍ پوره شوې، مخ پر کابل يې راشتۍ کړو.او ۸ نيمې يې د مېکرويانو پله څېرمه څلارۍ سره کښېستو. 

د شپون صاحب گاډی وارله مخه له اکادېمی رارسېد لی وو او موږ دواړه کورني غړي يې تر سالنگ واټه راورسولو،ان تردې چې په سپينه ږيره يې راسره د پښتو سبکپوهنې او ټولگې پلنډه هم دا نش کتا بتون ته را وخېژوله او ماهم ور ته له کتابونو پرته بله وړنده ډالۍ نه درلودله.

غرمنۍ مې لا سمه ترستونې تېره شوې نه وه چې له پېلبو راديو ((اڅکزی حق)) را راورسېداو تر  يوې مرکې روسته يې راڅخه ژمنه واخېسته چې سبا مازيگر يې د نوي پيلېدونکي پښتو لروينون له څلورو نوماندو نجونو او دوه زلمو سره يوه څا نگپوهيزه  ناسته ولرم. 

شېبه روسته اغلې ((فلورانس شهابي)) له دوه خورينوسره راغله، له آره افغانه، خو له زېږون راهيسې په لندن کې اوسي او کابل ته په دې نيت و نمات راغلې چې د لندن پوهنتون په ختيځپوهنه(SOAS)کې د ډاکتري تېزس لپاره يوه سکالو پيدا کړي او ويې څېړي. خوڅنگه چې په کابل پوهنتون کې د استاد مجروح  څېړنغو نډه تازه تېره شوې، نو دېته هڅېدلې، د هغه ځانځاني ښامار (آژدهای خودي) د تېزس د سکالو په توگه  ځانته وټاکي.  په دې ډول د سېمينار د ويناوالو او لومړ يو شاگردانو په لړکې له ماسره هم سلامشورې ته هم راغله.

 داچې د نوموړې انگرېزي تر مورنۍ يا پلرنۍ ژبې روا نه وه، نو تر ډېره ورسره انگرېزي وغږېدم  او پرهغې سر بېره مې ورسره د خپلو اړوندو پښتوليکنو د ور ژباړلو په برخه کې د مرستې لپاره د اکسفورډ پته او شمېره هم ورکړه. 

روسته ډېرکاری ليکوال او څېړنوال دوست  آرينزی د کتابونو پېرنې لپاره دانش ته راغی، خو ما د دانشيانو په سلامشوره خپل دا وړيا وروبښل.  بيايې له پخوا نۍ ژمنې سره سم د خوشال خان استوگنځي له لارې  تر(اکسوس) ليکيپلور (کتاب پلورځي)  ورسولم او روسته يې چلوونکي راوگوماره چې  په شېرشاه مېنه کې مې د خپل کور مخې ته کښته کړي.

يونۍ-۱۴می -۱۷

اتنيمې غرزي  د پوهنتون تر ختيزې (انجنيري) دروازې ورسولم او يوه شاگرد  د خپل پوهنځي تر پښتو څانگې بدرگه کړم. له پوهنيار يحی همای (تڼي) سره مې  له درېگونوڅلورمو ټولگيو څخه يوه ته د تاريخي ژبپوهنې په تړاو لکچر ورکړاو په په آرياني ژبوکې د پښتو دريځ اړوند چارت مې پر زدکړيالو ووېشه. خو پوهنيار مرهون د خپل ماستري تېزس په پار راته ، دوه نورو څلورمانو ته د ورته لوست کا بو رانه کړه او په اړونده  دفا عيه غونډه کې يې د گډون لپاره د هنرونوپوهنځي تر تا لاره وځغلولم. 

 د پښتو څانگې مشر بخت مير وزيري د غونډې د وياند په توگه لومړی يوه  نو مانده دريځ ته وروبلـله  چې د پوهاند صابر خويشکی په لارښوونه يې خپل تېزس پښتو غونډلې (جملې) ته ځانگړی کړی وو. اغلې نوماندې هغه ماتې گوډې چې له اماتور ژبپوه استاده يې زده کړې وې، په پوره زړورتيا وړاندې کړې، خو د نورو په لړکې  زما د پخوانو شاگردانو او اسسېستانتانو ، لکه پوهنوال شېراغاشېرز اد او پو هندوی قسيم چمتو نيوکو په غبرگون او دفاع کې پاتې راغله. نو زه د دې لپا ره چې نوماندې ته تاوان نه وي رسېدلی، اړوتم، پرځای يې د لارښود استاد نا سمه زدکړه او لارښوونه تر نيوکې لاندې ونيسم.

د دويم نوماند پوهنيار مرهون لارښود هم هماغه اماتور ژبپوه وو، خو داسې بر ېښېده چې د (تاريخي ژبپوهنې)  په نامه يې (د ژبپوهنې تاريخچه) ور ټاکلې وه، ځکه يوازې ما نه، بلکې پارسي ژبپوهاند استاد يمين هم همداسې  وباله.  هغه هم د نوماند خپله هاندوهڅه وه چې د جان. ټي. واټرمن آر انگرېزي يا يې د (فريد ون بدره ای) پارسي ژباړه (سيری در زبانشناسي) او يايې  هم- دروغ يا رښتيا-  د اروا ښاد استاد (بايزيد اڅک) تياره پر تياره پښتو ژباړه راترگوتو کړې او  خپل تېزس يې ورسره  بېخرته غځولی او پړسولی وو!

په هر ډول ما پرخپل وار، په ژبپوهنه او ژبښوونه کې  د هغه ځوان استاد تېزس او دفاع د يوې روښانې راتلونکې په  اسره دفاع  بريالي وارزول، خو د هپ (رادېو- تلويزون) پرلپسې زنگونو تر لاسليک او غرمنۍ پرې نه ښووم، له ورپسې  درېيم نوماند ښاغلي (روهيال) او نورو مې بښنه وغوښته او چټک راووتم!

 د پوهنتون  هماغه سهارنۍ دروازې ته پلی ورشتۍ شوم  او ښاغلي نجيب هم په خپل گاډي کې تر  هپه په تراټ ورسولم.  له گران حق سره مې بېړندويه غرمنۍ تر ستوني تېره کړه . 

بيامې  په دوتر کې ورسره د بل مېلمه ښاغلي مشال خان په ملتيا چايوې  وڅښلې  او تر لکچره يې له پستو خوږ و خبرو اترو برخمن شوم. 

نوماندو نجونو او زلميو ته  مې د انسانانو د لومړني مدني اوزار په توگه  پر ژبه با ندې ټوليزه رڼا واچوله اوبيا مې ورته د اوريزو او وينيزو دواړه ډوله رسنيو په تړاو پر يوه پښتو-کره پښتواو وييپانگه لاسبری اړين وباله. خو د اښتنو پوښتنو او غبرگونو په ترڅ ترڅ کې مې  پر هغو شپږ واړو نوماندانود پښتو ليکلار ښود او سبکپوهنې د راخپلونې او لوستنې  ټينگاروکړ. د فوتوژورنالېستي کٌړاو (تمر ين)  په پلمه يې راسره  عکسونه واخېستل  او پوره اووه بجې ښاغلي نجيب پر خپل استوگنځي وسپارلم.

دونۍ-۱۵می -۱۷

  په دانش کې  تر سات يو نيمې بوختيا روسته د خدای بښلو ژواک او پولاد د ياد غونډې لپاره گران سپين غر ۹بجې د اکادېمۍ وره مخې ته پلی کړم.  تر هغې رو سته  چې پاټکوالو مې نوم په نوملړ کې سهي کړ، مخا مخ نوې څلور پوړه ودا نۍ ته ورغلم ، چې لا تر اوسه په  زاړه ((شاببوجانې کور)) نامه يادېږي.  

ما پرخپل وار د يوه   پښتو ښوونکي، رسنوال، ليکوال او شاعر ، په تېره د نا پېيلي (منثور) پښتو شعر د يوه سرلاري په توگه د استاد محمد دين ژواک ، ۶۰-۷۰ کلن فرهنگي خدمتونه وستايل. خو، د ډاکتر سيدالشاه پولاد په تړاو مې دو مره  څر گنده کړه چې دغه ارواښاد، ان تر (لودينه!) هم په ډېر پاخه منگ کې له شو روي نه د ژبپو هنې کانديدي را وړه او په دې توگه يې د پښتو په سرڅڼه کې ترې  يوه لږکۍ هو مره گټه هم وا نخېستلای شوه! 

تر غرمنۍ روسته له ډاکتر بهاند او کلونه کلونه ناليدلي نورمحمد سهيم  سره دانش ته راستون شوم او دغلته مې  بيا له قاضي اختيارالدين سباوون سره ړو مبی ځل  کا ته وشول، خو داسې مې ونگېرله چې ټول عمر مو سره ليدلي کتلي دي!

هرگوره په سږني يانه کې راسره د ازاد نوښتگر شاعر علم گل سحر دويم ځلي کاته هم  بې گټې نه ول چې له دوو گلاليو بچو سره راغی. بيا  وراره جاراحمد له اوښي قاري سره را پېښ شو، درې زره افغانۍ مې ده ته د پلار د درملنې او دوه زره قا ري ته د ورک گاډي پلټنې لپاره ورکړې. د شېرشاه مېنې په موخه مې ټکسي ونيو او دوی دواړو را نه  زرنگار سره کښته شول ، ماکورته  له رسېدو سره  خپل خوب سکينده کړ او پر هماغه ماښام له لور او دواړو لورزيو سره په وايبر کې وغږېدای شوم.

درنۍ- ۱۶می۱۷

دغه ورځ مې هم  دگڼوبوختياوو او کارونو ته  په پام سره گهيځ څلورنيمې راپيل کړه. تر ۷ مې ، له لوښې سره سم کړاو، تشناب، سهارنۍ او ليک لوست ترسره کړل او څه کم ۸ خپل اوښي  له دانش سره کښته کړم. د ټولنې په مشر دانش پسې دويم وختي راغلي رحمان جان ليکنې را واوډلې او د نورو کوربنو او راتلونکو فر هنگي  دوستانو او مينه والو هرکلي ته مې ځان راوزگار کړ. لومړی مې د خپلې ليکلارې پر پليوني عبدالمالک سترگې روڼې شوې چې تربل هرچايې (همت) لنډ نوم  مخکې راخپل کړی او پرځای راخپل کړی دی. له لږوډېرې ديني زدکړې سره يې په ډېر کاروزيار ځان تردې ځايه رارسولی چې  تر تفسيره پورې يې چې څه ليکلي او خپاره کړي، تروسې وسې يې پکې د يوې- کره او نږه پښتو خيال ساتلی دی؛  بلايې پر  دوړن او رياکار ((ولي زي)) شه چې وار له مخه يې   په عربېزم  ځان راوپړساوه او يوه سيپاره يې هم نه ده کښلې! 

د نورو فرهنگيالو دوستانو په لړکې کمال مستان  له ملي تلويزون مټې د سات نيم له له مخې ځان راوزگار کړ او ليدو ته راغی او ماهم په کتاب نيم ونازاوه.  پوهنوال ازمون  له خپل ډاکتري تېزس د څه ليکنې ارزونې په موخه راغی او په  ترڅ کې يې زه د بل دوست ډاکتر يونس بارگامي د غرمنۍ لپاره تر تورکي رستو رانه ورسولم. دغه گرانبيه پرتمين رستوران د شهيدډاکتر نجيب الـله  د اړوند مېکروياني بلاک مخې ته اوږد غځېدلی چې نيم يې بهرنيانو ته ځانگړی شوی دی. هلته مې  د نور ومېلمنو په  لړکې  د ورزگان له پخواني والي او بيا د گومل له دوه مخورو خروټيو سره  د نوې پېژندنې وياړ راپه برخه شو او ورسره مې پر ۴۲   لمريز کال د ولسوالۍ په مرکز (سروبي) کې دگړدود څېړنې يادونه راتاند کړل.

څلنۍ- ۱۷می۱۷:

د نورو ورځو غوندې مې نن هم له دانشه راپيل کړه. دغلته  مې څه خپل او څه پردي کارونه تر سره کړل. لس نيم راپسې لېوال صاحب  خپل ډېرکاری  کارمند فهيم کريم راولېږه او زه هم  له نويو کتابونو (د يادغونډې ټولگې او سبکپوهنې او ماناپوهنې ) سره ورغلم. تر غرمنۍ روسته  يې راته د دوتر په څېرمه خونه کې د يوڅه خوب ارام ست وکړ، خو ما د مننې په ترڅ کې ورغبرگه کړه: ((که ما دومره خوب و ارام کولای، دا پنډ پنډ کتابونه به مې څنگه ليکل!))

دانش ته له ورستنېدا سره  راته له ننگرهاره ديوه وتلي لېسانسه (احمداله کارگر) دا پيغام راورسېد چې  که زه  ورسره د ور ټاکلي  لارښود استاد په توگه د پا يليکنې يا مونوگراف (پښتو اېرگاتيف سېستم) په برخه کې  څه مرسته او لارښو ونه وکړای شم . خو داچې د پوهنتون په گډون د ننگرهار  په دومره ليدنو کتنو کې راسره و نه شو کتلای، نو په دغه تړاو  ورته يوازې  نړيجاليزه (انټرنېټي) لاره  شونې وبلـله.  مازيگر څلور چې د سپين سهار او ودان په مرسته د تېرې وياړغو نډې  کره شوې تراډې (بېنرونه) ترلاسه کړل، له راغلي ډاکتر ظهير سره له دانش دوتره راکېوتم او تر کوره ورسره ملگری شوم.

پېنځنۍ- ۱۸می۱۷

څنگه  چې په کابل کې پر دغه ورځ چوټي وي، نو تر اتو بجو مې د اطلس اړوند وړانديز د پښتو ترڅنگ پارسۍ ته هم راواړاوه. د اوډ لپاره مې تر پرانېستي دا نش مرکزه ورساوه او په دې توگه  ترڅلورو هملته بوخت پاتې شوم ترڅو راپسې ډا کتر ظهير راغی او د روستي ځل لپاره مې  ورسره ترکرغې چکر ولگاوه.

له دې ناخبره چې د استاد باوري د پوهاندۍ پر بنډار اوړم. داچې ډاکتر پوه شو،  پټ پر پټه يې راسره د خپل کور په موخه مخه ښه وکړه.

ماښام  تياره مو له  منلي سندرغاړي هارون پاچاسره يو ځغلنده کاته هم وشول چې له  مېلمه پال پيکار (او محبوب!) سره له سپوږمۍ رستورانه تازه راوتلی او د ډنډ پر نيم روښا نه رومانتيکه ننداره بوخت وو. دی له څه مهاله په پراگ کې د ازادۍ رادېو دخبري او هنري همکار په توگه  اوسي. د باوري صاحب کره له ورستنېدو سره نور مېلما نه بهر راوتلي ول او ما کابو وموندله چې له  امستردامه يې راغلې مېرمنې، او په ترڅ کې له مېرمن لېوال سره ستړي مشي خواره مه شي وکړم، او هله له ډا کتر درا ني، ډاکتر نعيم گرديوال او نورو سره په گاډي کې کورته ستون شم. 

ادينه- ۱۹می ۱۷ :

نننۍ سراسري وزگاره ورځ مې له ځينو دوستانو سره مخه ښې ته ځانگړې کړه، ۷ نيمې غرزي تر اسمايي ږوي سالنگ واټ ته ور واوړولم ، خو چې دانش  راته له ورا يه تړلی ښکاره شو، نو نېغ يې تر رودوالو ورسولم. کوم کشري کورغړي مې پر مخ ورپرانست او شېبه پس  گران شمس الرحمان له  چايوسره مېلمستون ته را غی. بل رودوال ورور منتظرشاه هاشمي ته زنگ وواهه، راپسې راغی اوکور ته يې بوتلم. . داځل يې ټول گلبوټي او گلونې يومخيزه غوړېدلې وې او هماغومره خوند مې ځنې واخېست، لکه يې له ورته کښلو شعري انځورونو څخه. پر هغه هر څه سر بېره يې له هراته راوړي بوتل نيم (زعفران)، د لوراند لېوال د  لورونو تر څنگ د اکسفورډ لپاره هم راډالۍ کړل، او تر غرمنۍ او يوڅه ارام روسته يې  مشر (سا حل) له  دوه تره زامنوسره په خپل گاډي کې په اښتنو پوښتنو تر شېرشاه مېنې بدرگه کړم.

پيلنۍ - ۲۰می ۱۷ :

تر ۸ مې اړينې ليکنې بشپړې کړې او  غرزي پر اسمايي کنډو سالنگ واټ ته ور کوز کړم.  هغه هرڅه راته هدايت ناصري کمپوز کړل، ځکه رحمان جان رانه  سپينږ يري ليکوال وار له مخه په خپلو اوږدو پړپړو (تذکرو!) بوخت کړی وو. پر سپين سهار  هم لاهغسې توره شپه وه او او له خوبه رااڅېدلی نه وو، پاتې يې لا تر دا 

نشه راتگ او د مرکز درست ماشين پرکار اچول؛ مشر دانش خو تر هغې خپل وخت په فېسبوک گوډاوه!

د غرمنۍ لپاره راپسې د بهرنيو چارو وزارت د پاليسۍ روزنيز مرکز مشر گران محب سپين غر دانش ته راغی او له اسد ساپي او شهرت نگيال سره يې يوځای خپل دوتر ته بوتلم چې ډاکتر بهاند او تکل وار له مخه هلته ور غلي ول او له و لږې يې خپلې کولمې مښلې. تر هغې خوندورې ډوډۍ روسته په هماغه دېپلو ماتيک گاډي کې  ځنې راستانه شو، دواړه ملگري  له فرهنگي مرکز سره کښته شو او زه  يې د ده افغانانو له هسکې لارې  او بيا دپوهنتون پرسوېلي دروازه تر  هغه تالاره ورسولم چې ډېر مينه وال راته سترگې پرلار ول.  

دا څوځله  ځنډېدلې غونډه  چې د ((انسان)) مهالنۍ د چلوونکي فهيم کريم او د کتنپلاوي، په تېره د نوميا لو ملگرو (غفور لېوال، ودود بشريار...) په نوښت را بلل شوې وه، دپسر غښتې او بيا (Meta linguistics) راڅرخېدله. ما له لوښې سره سم له ژبني تاريخه راونښلوله او په دې تړاو مې د انسانانود لومړني  مدني اړ يکيز اوزار په توگه، د ژبې د پيدايښت پرانگېزه،اړينتيا، بشپړتيا، رغښت، چار ډول، کارډول،کار ډگر ... او بيا سراسريوالي (جهانيواله Universality)  يوه ځغلنده رڼا واچوله.  هله مې ځانگړې  سکالو(سرباندې ژبپوهنه)  رامخته کړه چې نن سبا له  ژبني سا ينس سره د تړلو او پېيلو پوهنو شمېره  تر۴۰ اوښتې، اړو ند تړښتي يا کرښتړنگيز ترمونه يې، لکه: ژب- ټولنپوهنه، ژب- توکمپوهنه، ژب- ارواپوهنه، ژب- فلسفه... . 

پسرغښتې ژبپوهنه چې د رغښتي ژبپوهنې پر وړاندې د شلمې پېړۍ له شپېتمو کلو راهيسې پرلپسې بشپړتيايي پړاوونه وهلي دي، تر هرڅه له مخه  د جوليز رغښت پرځای  د ژبې پر مانيز- منځپانگيزاو په دې لړ کې پرارواپوهيز اوکړنيز اړخ زيات  زوراچوي. د برخوالو له پوښتنواو زما غبرگونونو روسته، لکه څنگه چې لېو ال  صاحب  پرې رڼاواچوله، پسرغښتواله (Post- structuralism)  هغه ليدتوگه ده چې پر ژبپوهنه سربېره  نورې ورته نژدې پوهنې،لکه ارواپوهنه، ټو لنپوهنه، توکمپوهنه، ادبپوهنه او بيا ادبي او هنري  پنځونې هم رانغاړي. په دې مانا چې ورله مخه رغښتواله  په دغو پوهنواو ډگرو نو کې پر جوليزواله (فورما لېزم)  زياته ډډه لگوله؛  پرادبي او هنري پنځونو دورته ليدتوگې او لېلې رَودې دا غېز يوه بېلگه داده چې ترفورم، تخنيک او  بېخرته ښکلاييز اړخه پکې پرانديز  پيغام  زيات ټينگار کېږي.

له هغې غونډې روسته ۵ شاوخواد هارون باچا کنسرت ته تر شمشاد لروينون ته ولاړم.  د هغه  په خپلو خبرو پسې د نورو په لړ کې وياند ښاغلي غياث ديدار زه هم  د څه ويلو لپاره دريځ ته وروبللم . ما پر خپل وار هغه ټولمنلی او د خپل تېر هېر پښتني- افغاني تاريخ و فرهنگ  ژمن  هنرمند وستايه او  په سندريز غوراوي کې مې پرې  د ورته ژمنو او نوښتگرو شاعرانو د شعرونو سپارښت وکړ. د هغه لنډ، خو زړه راکښوني کنسرت په پای کې  له نورو سره يوځای له ستودېو را وتم او په  مازيگرنۍ کې  ترگډون روسته گران لېوال  پر خپل کور وسپارلم.

يونۍ- ۲۱می ۱۷ :

غرزي  زه او له کاليفورنيا راغلی بل اوښی او زماسانډو ، د انجنيرۍ پخوانی استاد ډاکتر نصير د پوهنتون تر هماغې انجنيرۍ دروازې ورسولو. خو چې د پو هنځي دوتر ته يې ورغلو، تر يوه پوخمنگي استاد پرته يې د بل کوم شا گرد يا پېژ ندويه  څرک و نه شولگولای. که څه هم ترما مشراو پرخپل وخت د سېول انجنيرۍ ۍ ۍ له پياوړو استادانو څخه وو، خو زموږ د نورو پوهنتوني استادانو پر خلاف له تيارو تکسبو سره د کتاب نيم  کښنې ته کله  نه دی اړوتی چې نوم يې ورسره  لږترلږه  تر دويم پښته  تاند پاتې شي -  په شاگردانوکې يې هم  هماغه جهادي مشر حکمتيار پر درد ولگېدچې د پېښور اوامريکا په کډوالۍ کې يې  ورسره مرسته وکړه.

سپين سهار (قاري) د يوه فرهنگپال پانگوال( جبارخېل) د ((اورځلا)) کارخونې د دپيداوار ( دگلابو، نارنجگلو او بادامو ککوبيو، عطرو، تېلو)  يو ټولگه را ډالۍ کړه. بيا يې د مشر دانش په همغږۍ له پېښوره د وييپوهنې د رارسېدا په تمه  هسې تر پېنځو تم کړم، نو چار ناچا ځنې د سبا په هيله  د ښوونې- روزنې پوهنتون استاد څپاند ته هماغه وار له مخه د رارسېدلې ماناپوهنې څو ټوکه د خرڅلاو  لپاره وروړل.  د ډاکتر نورحبيب نثار د ماښامنۍ مېلمستيا په موخه ورسره  راووتم، په کورکې مې ورسره تر هندواڼې خوړلو روسته د قمبرڅلارې  څنگلوري  رستوران ته ولاړو. هلته مو د څپاند د يوه  لسانسه په گډون له گران نثار، انجنير زوی ميرويس او بل کشر سره (تورکي غرمنۍ) ورته خوندوره ما ښامنۍ له بېلابېلو غوراويو سره تر بسه وخوړله او پوره ۹ کورونو ته راستانه شو.

دونۍ- ۲۲می ۱۷ :

په جهل، جنگ، جنايت اسکېرلي هېواد د دوه مياشتني يانه پر دا روستۍ کار ورځ  ۵ راپيل کړه او څه له پاسه ۷ غرزي پر دانش وسپارلم. مشر خو له لوښې سره سم لمنځه مهال راغل وو تر قاري محمدي او صادق ماما پورې گرد دانشيان پر لپسې را پوره شول. په زړه پورې دا چې سپين سهار د مور بي بي د ناروغۍ  په پلمه  له وييپوهنې سره هممهاله لس راورسېد. لومړی مېلمه هم  (طالب العلم) عبدا لعليم بسمل وو چې  زه يې ليدو ته  دا دوې مياشتې په تلوسه کې وم. هرگوره، تر سکونې موسکا او خوږو  پستو خبرو يې له  مست و رندانه پېيلو هغو سره دومره اړخ نه لگاوه! 

 د ډاکتر ظُهير د غرمنۍ مېلمستيا په پلمه مې وارله مخه له دانشيانو څخه له ډېرو مينو او مننو سره د بيا ليدو په هيله مخه ښه واخېسته او هغه هم تر غرمنۍ روسته د پوهنتون  تر مشر پوهنيار حميداله فاروقي ورسولم. هغه  ته د نويزونو سيندگی او د کتابتون لپاره  دنويو چاپ شويو کتابونو يو يو ټوک ور ډالۍ کړ.

تر چايو روسته يې تر گاډي بدرگه کړم او يوه ښه شېبه يې راسره د پخواني منند وی شاگرد په توگه د تېرو ۳۰- ۳۵کلونو ترخې خوږې راسره شريکې کړې: داقتصاد پوهنځي بې کدر ۍ کډوالۍ ته اړېست، په امريکا کې يې  په خوارۍ مز دورۍ خپله ماستري بشپړه کړه،  نو ځکه ورته د هېواد مشر پام راواوښت!

درنۍ- ۲۳می۱۷مخ - پر اکسفورډ:

گهيځ څه کم ۶ د لوراند لېوال گاډی راورسېد، گران چلوونکي فرهاد رانه په دا نش کې پرون پاتې  فلش راوسپاره او ماورته د رسېدلې وييپوهنې په گډون  درې څلور نوي کتابونه، ليکنې او ليکونه ورکړل چې تر دوستاونو يې ورسوي.  د سر کاري  لاسوند په مټ  د هوايي ډگر تر روستي  پاټکي دومره و نه ځنډېدو، خو تر گمرکه هم  د وزارت  پازوال ډگروال  په تراټ ورسولم.  تر الوت مهال (اتنيمې ) را سره  د هنر وادب  نومَوړی دوست (واحد نظري) ملگری شو چې  په دوه مياشتنۍ استو گنه کې  مې پسي کسي ويليېدل، تر استانبوله څه کم ۶ ساته ملگرتيا يې بيا تېر راڅخه گړ سره هېرکړل.

د لندن- هيترو هوايي ډگر ته پر ځايي مهال څلورنيمې کښته شوم. د اکسفورډ په بس کې له کېناستو سره له يوې سرې سپينې ډنمارکۍ له غږمله له مېرمنې، لور او دواړو لورزيو سره وغږېدم، ځکه  خپل غږمل مې د سيم کارت له رد وبدل کېدا سره سم له لاسه  پر درد و نه لگېد. همدا لامل وو چې په روستي بس تمځي کې هم  له مېرمنې او کليوال پاچا سره ردوبدل شوم او ترکوره څېرمه بس راوستم. سره له دې چې د کور اپارتمان درېيم پوړ ته د درانه چمدان خېژونې تر۱۰سا ته مزله لا ډېر ستومانه کړم، خو چې درنه برخه يې زماخپل چاپ کړي کتابونه ول، نو ارامه سا مې واخېسته! 

په ټوله  پښتني-  افغاني مينه!

ستاسې د ټولو هميونو منندوی زيار

 
بېرته شاته