لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
پښتنو بېړۍ ډوبېږي,د افغانستان لپاره د ټرمپ سټراټېژي!
لیکوال: عبدالباري جهاني   نېټه: 28/08/2017  

د متحده ایالاتو جمهورریس ډانلډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام، د افغانستان په باب د خپلي پاليسي هغه وینا وکړه چي د امریکا، افغانستان او سیمي خلک د ډېري مودې ورته په تمه ول. ښاغلي ټرمپ د جمهور رئيس کېدلو څخه څو کاله مخکي او د جمهوري ریاست لپاره د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کي څو څو ځله د افغانستان جنګ یوه بې ضرورته جګړه بللې وه او ویلي وه چي له افغانستان څخه به چي امریکا ته د سر او مال په ډېره ګرانه بیه پرېوتلې او پرېوزي، خپلي قواوي را باسي؛ خو لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کېدی، ژمنه یې وکړه چي له افغانستان څخه به خپلي قواوي نه باسي او په هغه هیواد کي به داعش، القاعده او طالبانو ته بشپړه ماتې ورکوي. جمهورریس دا هم وویل چي په افغانستان کي زموږ پالیسي د بیا ابادولو پالیسي نه بلکه د فتحي پالیسي ده. هغه پاکستان ته خبرداری ورکړ چي په خپله خاوره کي د ټروریسټانو مرکزونه وتړي او امریکا به نور په سیمه کي د سولي د ټینګولو لپاره له هند څخه مرسته وغواړي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د سه‌شنبې د ورځي په ګڼه کي لیکلي دي چي د امریکا جنرالان له پخوا څخه په دې عقیده دي چي کابل او مهم ښارونه د کابل د حکومت په لاس کي وي او طالبانو ته وښيي چي هغوی بیا قدرت ته نه‌سي رسېدلای. مګر اوس وضعي تغییر کړی دی. حتی که امریکا نور پوځیان هم افغانستان ته ولېږي او طالبان له هغو سیمو څخه چي په تېرو دوو کالو کي یې نیولي دي نور پرمختګ ته پرې‌نه‌ږدي، د هغوی دغه وروستیو پرمختګونو او سیاسي رقابتونو د افغانستان حکومت د سقوط پولي ته رسولی دی او طالبان هم هغه طالبان نه دي چي امریکا غواړي د سولي خبرو ته یې کښېنوي. ورځپاڼه لیکي چي د افغانستان حکومت هم دا مني چي د هیواد په سلو کي پنځه دیرش خاوره د طالبانو په لاس کي ده.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چي جمهور رئیس ټرمپ په خپله وینا کي څلور ځله د بري او اووه ځله دښمن ته د ماتي ورکولو خبره یاده کړه. مګر دا معلومه نه‌سوه چي بری به څرنګه وي.
ورځپاڼه د پاکستان په برخه کي د جمهورریس ټرمپ خبرو ته اشاره کوي او لیکي چي جمهورریس په خپله وینا کي دې موضوع ته هم اشاره وکړه چي احتمال لري پر پاکستان باندي د میلیارډونو ډالرو پوځي مرستو په بندولو سره هغه هیواد دې ته اړباسي چي په خپله خاوره کي د یاغیانو مرکزونه بند کړي. په داسي حال کي چي د امریکا سیاستمدارانو او مشرانو مخکي دا احتمال رد کړی دی. ځکه هغه وخت چي پاکستان د اټومي وسلو جوړولو ته لاس واچاوه او امریکا ډېر سخت تعزیرات ورباندي ولګول نو چنداني ګټه یې ونه کړه. دغه راز پاکستان د چین په څېر یو زورور انډیوال لري چي احتمال لري پر پاکستان باندي د تعزیراتو د لګېدلو په صورت کي له هغه هیواد سره مرستي ته ودانګي. د پاکستان تجریدول په افغانستان کي وضع نوره هم خرابولای سي.
ورځپاڼه لیکي، که چېري امریکا او د افغانستان حکومت یوه اوږده جنګ ته تیاری نیولی وي؛ نو طالبانو هم د اوږدې جګړې لپاره ځانونه تیار کړي دي. د امریکا پوځي مقامات وايي چي طالبانو ته په کال کي لس زره تنه تلفات رسېږي. په داسي حال کي چي ایله پنځه کاله مخکي د امریکا استخباراتو وویل چي د طالبانو ټول قوت شل زره تنه دی. د دې معنی دا ده چي طالبان په وژلو نه کمېږي.
ورځپاڼه، د سنګین په اولسوالي کي، د طالبانو د یوه قوماندان حاجي نقیب الله له قوله لیکي چي د حاجي احمدالله د کورنۍ دیارلس تنه په جنګونو کي وژل سوي دي مګر د هغوی ځای بیرته د ده ورېرونو ‌ډک کړی دی. د ملا عبدالسلام څلور زامن وژل سوي او اوس یې پنځم زوی جنګ ته داخل سوی دی. د حاجي نقیب الله درې د کاکا زامن وژل سوي دي او د ده مور اوس له کونډو او یتیمانو سره ژوند کوي. ورځپاڼه په پای کي لیکي چي د طالبانو یوه قوماندان د جمهورریس ټرمپ له وینا څخه وروسته بي‌بي‌سي راډیو ته وویل چي ټرمپ باید په دې پوه سي چي افغانستان د بوش او اوباما د وختونو وطن نه دی او موږ تسلیمېدلو ته تیار نه یو، موږ له جنګه لاس نه اخلو او نور شپاړس کاله جنګ کولای سو.
دا چي امریکا او طالبان جنګ ته څومره دوام ورکولای سي موږ څه نه‌سو ویلای، خو د جنګ هره ورځ دوام د افغانستان مظلومو اولسونو ته چي څلوېښت کاله کړېدلي دي د سر او مال تاوانونه رسوي. افغانستان سولي ته ضرورت لري. دا جنګ پردی دی، پردیو پیل کړی دی او چي څومره یې زړه غواړي دوام به ورکوي. البته سوله نه د پردیو کار دی او نه یې پردي راوستلای سي. سوله به افغانان راولي. خو له بده مرغه چي اوس د سولي راوستلو قدرت او واګي د داسي کسانو په لاس کي دي چي سوله نه غواړي، که نه نو د سولي د تش په نامه عالي شورا ریاست یې د خلیلي په څېر لېوه ته نه سپاره.
جنګ له هلمنده تر پکتیا او ننګرهار پوري د پښتنو په سیمو کي دی او تاوان یې زیاتره پښتنو ته رسېږي. پر افغانستان باندي د امریکا او ناټو د بدمرغه یرغل له پیل راهيسي له پښتنو سره د هره لوري بې‌عدالتي پیل سوې ده. یوازي یې د طالب او القاعده په نوم کلي او ښارونه په اور کي نه سوځي بلکه له پوځي او سیاسي واک څخه په ډېره بېرحمي او بې شرمي ایستل سوي دي. څو ورځي مخکي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل چي د دفاع د وزارت شپږ سوه جنرالان د پنجشیر د اولسوالی اوسېدونکی دي.
که څه هم چي د جمعیت اسلامي ګوند مشرانو عطا، عبدالله او ضیا مسعود د هغه دا ادعا رد نه کړه خو که د حکمتیار ادعا په سلو کي پنځوس پر ځای وي نو د پنجشیر له اولسوالی څخه درې سوه جنرالان به کوم عدالت ومني. زیات وکم یوه میاشت مخکي د خارجه وزارت د مامورینو، په تېره بیا د سفارتونو د غړو په باب یو رپوټ خپور سو او په هغه کي ښودل سوي وه چي د دغه مهم وزارت په سلو کي اتیا مامورین یا د پنجشیر او یا پنجشیریانو ته منسوب کسان دي. په دې کي داسي مامورین هم سته چي ویل کېږي خپل نومونه نه سي لیکلای. موږ له ټولو قومونو سره وروري غواړو او وایو چي افغانستان د ټولو ګډ کور دی مګر وروري به کوو حساب تر منځ. که بې عدالتي په دغه شکل روانه وي نو له طالبانو سره د جنګ تر فیصله کېدلو مخکي یا وروسته به پښتانه د هغه چا ګريوان نیسي چي په خپل کور کي د بېګانه په څېر سلوک ورسره کوي. دا ګړی خو داسي ښکاري چي پښتانه غمخمور نه لري. پښتانه باید خپل غم پخپله وخوري.


سرخط ورځپاڼه

 
بېرته شاته