لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
رياض تسنيم – د خراب دور عظيم شاعر
لیکوال: صابر شينواری   نېټه: 03/11/2017  

د خپل مرکز، د خپل وجود نه ګریزان دي خلق
د چا جهنډه یې لاس کې چا پسې روان دي خلق
د زندګۍ معنی د خپلو مړو شمار پاتې ده
اوس په تلاش د کوم خواهش د کوم آرمان دي خلق
د خودکشۍ په لذتونو دې ماړه کړل دومره
چې اوس کاڼه دي، هم ړانده دي، هم ګونګيان دي خلق
يا له ښاخونو رازوړندې زيړې پاڼې رپي
يا د خپل سوچ په صليبونو آويزان دي خلق
چې وس یې رسي، د خپل سيوري نه هم ليرې تښتي
هغه وخت راغی چې په ځان هم بد ګمان دي خلق
دوی به په کومه خوله تپوس د خپلې وينې کوي
دا چې په خپلو قاتلانو عاشقان دي خلق
تسنيمه دغه ځای کې زړه مې لږ له ځانه ښه شي
چې زه کافر يم او نور ټول مسلمانان دي خلق
رياض تسنيم د خپل دور هغه لوی نوم دی چې مونږ ته يې دا وښوده چې محبت په کتاب کې څنګه پيش کيږي. د رياض تسنيم د شاعرۍ شانِ نزول دا دی چې هغه يو باخبره او د نورو خلکو نه د بيل سوچ لرونکی سړی دی چې د وينا قابليت لري او د هغه قام د هغه نه مسلسل د څه ويلو تقاضا لري. د هغه شاعري د بندو دروازو او نيمو پريوتو ديوالونو سره مسلسل مکالمه ده. د هغه د لوست په وخت سړي ته دا سوال پيدا کيږي چې دی د ماحول مقروض دی او که ماحول دده احسانمند.
غلي نه شو چې تر څو مو د زړه زور و
مونږ د ښار پنبه بګوشو ته نعرې کړې
د غير مهذب، زوال پذير او ناسازه چاپيريال دا انتهائي مهذب آواز زمونږ د دور د بيا ترميم او تزئين دپاره کافي دی. تهذيبي اقدار د هغه د اظهار وسيله هم ده او مقصد هم. بلکې حق خبره خو دا ده چې هغه د پښتني تهذيب شاته د مضبوط او تخليقي کلچر د شتون ضرورت پوره کوي. هغه د خپل فن په توسط خپل تهذیب ته د اړتيا وړ جمالياتي سامان برابر کړ او د انسان په اجتماعي ژوند او د تهذيبونو ترمنځ د ټکر په دې دور کې يې د موجود پاتې کیدلو قابل کړ. د هغه د قائم کړي معیار په سبب پښتو ادب نوي حدونه سر کړل او پوره يو دور يې متاثر کړ په داسې ډول چې د پښتو شعري روايت يې د فکر او فن دواړو د تجديد، تعمير او ترميم په سبب له زړیدو څخه وژغوره. د هغه فن د نظرياتو او حدونو د تبليغ او ترويج په ځای د انساني عظمت همه ګيره نعره ده. د هغه په فن کې انسان د شائستګۍ، مساوات او روادارۍ په رڼا مينارونو ولاړ ښکاري او مونږ ته دا ښايي چې د نړۍ د هرې برخې وسيدونکی په مساوي ډول د انساني کرامت څښتن دی. د هغه د شاعرۍ د لوستو نه وروسته مونږ د دور د تهذيبي او معاشرتي زوال درزونه په آسانۍ وينو او په دې پوهيږو چې د انسانيت د معيار سينه په کوم ځای کې داغداره ده او ولې زخمي ده. د هغه فن د باګرام د ترکو د اوسني حالت روداد دی او د ترکو او باګرام تاريخي سرګزشت دی. د هغه شاعري د انسانيت د معيار وضاحت دی چې د هغه د لوستو نه وروسته سړی د خپل شا او خوا د انسان په حال خبريږي او دا ورته معلوميږي چې دلته ژوند او انسان په کوم حال دي او په کوم حال باید وای. د هغه په شاعرۍ کې قام ته د نوي ژوند د بخښلو مواد هم په لاس ورځي او ژبې او کلچر ته د لا توانا کيدو‎ موقع هم برابريږي. په داسې حال کې چې د پښتني فرهنګ هر اړخ د مسخ کیدلو په لور روان دی، د ریاض تسنیم وجود ډیر ضروري دی ځکه چې د هغه آواز د تهذیب په زبون حاله کنډرو کې د ژوند آواز دی او د رڼا څرک دی. په داسې حال کې چې هر شي خپل توازن بایللی او هیڅ شی هم صحیح لور ته نه دی روان، هغه د لفظ د استعمال او د خیال د اظهار داسې تعادل قائم کړی چې په یواځې ځان غونډ عمارت د غورځیدو نه ساتي. د هغه فن په داسې وخت کې رنګونه شيندي او د معيار آخري حدونه تسخيروي چې د مشکل سره د مخ قام ذهني او معاشرتي ماحول په هیڅ لحاظ د هغه د سطح برابر نه دی او نه د لوی اديب د پيدا کولو او تربيت کولو استطاعت لري. هغه د خپل دور د څو هغه شاعرانو د قافلې د سر غړی دی چې په یواځې ځان یې د تهذیب د مخته بیولو کار په سر اخستی دی. د هر لوی شاعر مسائل درانه وي او وسائل محدود. د هر لوی شاعر سترګې هر هغه غم ويني چې نورو ته نه ښکاري. د غالب په دور تهذیب ته راپیښ خطرات دومره شدید وو او ټولنه د ماتيدو، ورانيدو او د داخلی او خارجي تاراجونو دومره ښکار وه چې د دهلي په سړکونو د مغلي حکومت کمزورتيا او د انګریزانو لخوا کوڅه په کوڅه توره په لاس ګرځیدل او هرې خوا ته د قتل و غارت او چور تالان دا حال وو چې خلک په ورځو ورځو له کوره نه شو راوتلی. تر دې چې خلکو به په څادرونو کې د باران اوبه جمع کولې او بیا به يې څکلې. د علم و ادب دا حال و چې هر طرف د مدح خوانۍ آرزاني وه او د پیسې او حاکمانو ثنا خواني وه. د ذوق او سخن شناسۍ دا حال و چې د روغې مشاعرې نه به زړه ماتی راغی. نه زمانه دده په خبره پوهیده او نه دی د زمانې په پیمانه پوره وو بلکې د زمانې پیمانې او شا او خوا د بزعم خود دانشورانو آستانې دده د معيار نه ډیرې ښکته وې. د مغلي حکومت د زوال په سبب فارسي په ورکيدو وه، اردو د انسجام د مرحلو نه تيريده او انګریزي د وخت د نوي ضرورت په بڼه رامخې ته کيده يعنې پوره يو دور د ژبې د بحران سره مخ و. په داسې حالاتو کې غالب د ادراک او تشخيص هغه چاره ګر و چې ورسره د درد د بیان ژبه هم وه او د نورو خلکو په نسبت ډیر رڼا او همه ګير تفهیم هم. رياض تسنیم هم ددغسې خراب دور هغه زبان دراز دی چې په ډيره شيرينه لهجه د دور د ادراک زهر مسلسل خپل ابتر حاله قام ته وړاندې کوي خو چې د قام غوږونو ته تر څو دده خبره رسي نو وخت به تير وي. غالب هم د خپل دور د لويو مسائلو تشخيص کوي او هغه په اعلی ژبه بيانوي او تسنيم هم. د غالب په دور هم نړيوال استعماري قوتونه په پوره طاقت فعال وو او د تسنيم په دور هم د ګلوبلائزيشن نړيوالو بادارانو په دې سيمه د ظلم او وحشت لوبه ګرمه کړې ده او د هغه قام له ډيره وخت په عذاب کې ګير دی. لوي مسائل چې په لوی انداز کې وړاندې کړل شي نو لویه شاعري وزيږي. د تسنيم او غالب کمال دا دی چې دوی د خپل دور د رائجې لهجې نه ډیره بدله لهجه راوړې ده او د دواړو راوړي اصطلاحات، کاريګري او د لفظ نشت و برخاست د صنائع بدائع او د علمِ بيان په چوکاټ کې څيړل د دوی توهين دی. د دوی اصطلاحات او ژبه نوی دريافت دی او د تهذيب د آسمان له نوې زاوئې نه نظاره ده.
مودو نه د تيارو له ځنګلونو راتيريږو
مودو نه مو سپوږمۍ په پال نيولې لونګينه
ړندو ته مو د ګل د نازکۍ کړۀ صفتونه 
کڼو ته مو د کور تمبې وهلې لونګينه
دې خاورو او ګردونو کی هم هر سحر غوړيږو
ګلاب يو او چا لاره کې کرلي يو جانانه 
دې دور کې مو دا حواله هم غنيمت بوله 
بس اوښکي يو او سترګو کې راغلي يو جانانه
دا خپلې وينې مو څلور اړخ ته وشيندلې 
او خون بها مو کاسيره قدرته وانخسته
د جنتونو خواهش دوه ؤ سپيږمو ته راوستلو 
سړيو! د ژوند نه مو مزه قدرته وانخسته
هر ځای او هر چا ته مو خپله مدعا بيان کړه 
اوس دې په مونږ پسې دا واړه ښار خبرې کوي
تسنيمه داسې يو همزاد سره مو عمر تیر شۀ
د شمار خبرې اوري او د شمار خبرې کوي
ستا نه بغیر هم زما واړه ماښامونه آباد
په یو نه یو تصویر د سترګو کنډرونه آباد
نن که مو نه وژني له تندې نو سبا مو وژني 
مونږ د فرات په غاړه غاړه کړل کورونه آباد
تسنيمه واړه د واعظ په وينا لوټې لوټې 
نه جماتونه دي آباد، نه مندرونه آباد
د تسنيم لويه کم نصيبي دا ده چې د هغه د شتون سره سم د هغه د سطح نقاد نشته چې د هغه تشريح وکړي او د هغه د معنی آفرينۍ، فکر او فن توضيح وکړي. زما مطلب دا نه دی چې نقاد ددې دپاره چې د تسنیم عظمت بيان کړي بلکې ددې دپاره چې د هغه په فن کې پروت استعداد رابرسيره کړي او هغه اړخونه واضح کړي کوم ته چې شديد ضرورت دی او لا زمونږ د نظر نه زمونږ د بې بضاعتۍ له کبله پناه دي. اګر چې د تسنيم په شاعرۍ کې د فکر او معنی اړخونه او جوړښتونه دومره مبهم نه دي چې زمونږ د فهم نه دې لوړ وي دا ځکه چې هغه فکر دومره آسانه کړی او په داسې لهجه یې بيان کړی چې د سهلِ ممتنع شکل یې اختيار کړی دی خو د پوره افهام دپاره عالمانه بحث ته ضرورت شته. زما مطلب دا دی چې د هر لوی شاعر سره فکر د بیان په وخت کې دومره عام شي او معنی دومره واضح شي چې سړی فکر کوي چې په دې خبره خو زه د پخوا نه پوهیدم خو دغه شاعر صرف په ښائسته او نایاب انداز کې بيان کړې ده. د تسنيم او د ممتاز فرق همدا دی چې د تسنیم سره فکر د بيان په وخت کې وضاحت پيدا کوي او شاعري ترې جوړيږي او د ممتاز سره شاعري په فکر بدليږي. ګويا يو د مير روش اختيار کړی دی او بل د غالب. تسنيم د څيزونو سره د مير رويه کوي چې ورسره فکر په احساس بدليږي او ممتاز د غالب چې ورسره فکر په تفکر بدليږي. زه د اوس دپاره په دې بحث کې نه پريوځم چې کوم انداز غوره دی او بهتر دی خو دومره به ووایم چې فکر د شاعرۍ حد ته راکوزول او ورسره شيريني یو ځای کول انتهائي درجه لوړ کار دی او د فن په تله يې اهميت زيات دی. د ممتاز د لوستو په وخت سړي ته فکر مخې ته کیږي او بيا فن خپل طلسم خوروي خو د تسنيم په دربار کې اول د فن خواږه وړاندې کيږي او چې کله د معنی آفرينۍ په شيش محل کې ته په خبره ورسې نو تر ډيره دا احساس کيږي چې:
میں نے یہ جانا کہ گویا یہ بھی میرے دل میں ہے
مثلا زه يو مثال ورکوم:
د رياض تسنيم يو بيت دی
تسنيمه وريځې د کږو شيبو په نيت او مونږه
کچه منګي په سپين ميدان د کوزه ګر پراته يو
لوستونکی چې دا بيت ولولي نو شاعري ورته مخته کيږي. وريځې، د وريځو په کږو شيبو د وريدلو نیت او مونږ د کلال مخې ته په سپين ميدان پراته کچه منګي. چې باران شي نو ټول به يوسي او هیڅ به هم رانه جوړ نه شي. اوس لوستونکی ددې شعر د لوستو په وخت د ښايسته ټکو، شعريت او تغزل نه خوند اخلي او وايي څومره ښکلی بيت دی. مګر ډير وروسته د دماغ دريڅې د معنی او مفهوم په رڼا روښانه کيږي چې په دې بيت کې خو لوی فکر پروت دی او هغه دا چې مونږ پښتانه لا د قام په حيث محفوظ نه يو. هر کله چې رانه يو څه جوړيږي نو يو نه يو آفت راشي او هر څه خراب تراب کړي. يعنې پښتانه اوس هم لا د قوم کيدلو د مرحلې نه تيريږي. دا مرحله دلته نه ختميږي بلکې چې څومره وخت تيريږي د هغه د فکر پیکرونه په دماغ کې واضح کيږي او د علم او تجربې د زيادت سبب ګرځي. د فکر دومره مهینول او په شاعرۍ کې وړاندې کول جدا هنر دی او جدا کاريګري ده.
ممتاز همدا خيال داسې بيانوي.
زه په چاک پروت يم
اوهو باران شو
ددې بيت په لوستو لوستونکی د شعر د شاعرۍ نه د خوند اخستو د مرحلې نه مخکې په دې کې نښلي چې ددې مطلب څه شو. او چې کله په فکر ورسي نو بيا د شاعرۍ په رنګ و نور کې ډوب شي. يعنې معنی دا چې زه کلال ته په چاک (تخته) پروت يم او چې څنګه رانه څه د کار څيز جوړيږي نو باران شي. تسنيم مفهوم په لفظونو کې دومره آسانه کړی دی چې له ډیرې پیدائې ناپديد شوی دی او ممتاز مهفوم د لفظونو په مرسته په پردو کې تاو کړی دی. د تسنيم او د ممتاز د اسلوب بنيادي فرق دا دی چې د تسنيم د لاس دوا اول اثر کوي او وروسته یې اجزاء واضح کيږي او له ممتاز سره سړی اول د دوا په اجزاؤ پوهيږې او وروسته د دوا اثر ته. تسنيم د فن سر فکر ضميمه کوي ځکه خو د وخت په تیريدو سره د هغه لفظونه لا مهین او راڼه کيږي لکه د غالب د اول دور د شاعرۍ په نسبت د وروستي دور د شاعرۍ لفظونه ډیر خواږه، سليس او عام فهم دي. خو ددې برعکس په ممتاز ورځ په ورځ فکر په فن غالب کيږي نو ځکه د زه په چاک پروت يم د چاپ نه په وروسته شاعرۍ کې يې مشکل پسندي زياته شوې ده او د خبرې د بيان دپاره يې د سکته دار بحر انتخاب زيات کړی دی. د مير د خيال د آسانولو د خاصيت له کبله ډیر خلک هغه د غالب نه لوی شاعر ګڼي. 
ممتاز د شاعرۍ په وخت د اعلی موادو استعمال کوي او تسنیم د شاعرۍ په وخت د اعلی موادو اعلی استعمال کوي. د ممتاز ډیر وخت په دې مصرفيږي چې کومه خښته په کومې خښتې پسې کيږدي نو ښه به راشي او د تسنيم ډیر وخت په دې مصرفيږي چې خښته په خښتې پسې څنګه کيږدي نو ښه به راشي. نو ځکه د ممتاز سره معماري او د تسنيم سره استکاري ډيره اهمه ده. ممتاز سره لفظونه په احساس بدل شي او نګينې شي او د تسنيم سره لفظونه په خوشبو بدل شي او هر طرف خواره شي. نو ځکه د ممتازآباد په وادي کې غمي لټول آسان دي او د خپل مطلب د ګوهر پيدا کول د هر عمر او هرې طبقې د لوستونکي دپاره نسبتاً آسان دي. خو د تسنيم آباد د چمن د در و ديوار دننه د خوشبوئي خاپونه رانيول د چا د وس کار دی؟. خوشبوئي هم لا چا قابو کړې ده او خوشبوئي هم لا چا تسخير کړې ده!!! ممتاز هغه شاعري وکړه چې لا چا نه ده کړې او تسنیم د شاعرانو شاعري وکړه. 
د تسنيم شيرين بياني يواځې د ژبې د اعلی استعمال ظرافت او نفاست نه دی بلکې د هغه استعمال کړي تلميحات، استعارې او تمثالونه مکمله شاعري ده او د فرهنګ د درزونو او کندو مندو د ډکولو ملمع کاري ده. هغه پوره شاعر دی نو ځکه زبان و بيان د هغه سره بشپړ روایت دی. یعنې د هغه الفاظ، د لفظونو استکاري او تلميحات په روایت اضافه کاري ده. دده اسلوب بالکل جدا او يواځې دده پيدا کړی دی او دا ځکه چې هغه په دې پوهيږي چې اوسنۍ ځمکه ویجاړه ده او اوسني قالبونه ډیر واړه دي. نو ځکه هغه ځانته د خپلې يوې دنیا د تشکيل د تعمير کار کړی دی. د هغه فن قدم په قدم زما په دې خبره ګواه دی. د لفظ د فنيشنګ او پاليشنګ کار له تسنيم سره د اتمام حد ته رسیدلی دی او زه په ډاډه زړه دا دعوه کوم چې په دې هنر کې بل يو شاعر هم د تسنيم هم پله نه دی. د هغه ایجاد کړي ترکيبونه او استعارات (قدمونه لکه تيشۍ چلول، په بڼو خاورې راوړل، له بڼو درانه بارونه کوزول، سپوږمۍ د ګريوانه له لارې راختل، په يو نه یو تصویر د سترګو کنډرونه آباديدل، د ګلو ښاخ په زړه پورې نیول، ستوري په سترګو کې راختل او پریوتل او په اوږو پاس د کور د سامان زړیدل او نور) د هغه د فني استطاعت او بضاعت روښانه دليلونه دي.
د هغه د اسلوب اړخونه ډیر او د ښائست يې ګلونه ډير دي. د هغه د اسلوب يو ډیر توانا اړخ په مکالماتي يا مسلسل انداز کې د هغه غزلونه دي چې په بيلابيلو شعري ټولګو کې بالخصوص په چندڼ کې چاپ دي. چې تر اوسه يې نه چا په تکنيک خبره کړې او نه يې په داخلي فضا خو ډيرو ملګرو يې بيغمه د سټايل تقليد کړی دی. مکالماتي يا مسلسل غزل د يو کيفيت غزل وي چې شاعر کې پکې د زړه خبرې په مسلسل انداز کې وکړي. ددې انداز بنياد لوی خوشحال ايښی و او د تسنيم په واسطه يې توانائي ومونده لکه د خوشال دا غزل:
وې مې چې په څو رنګه خوشحال په تا مئين دى
وې يې د خټک سړي د مينې څه ثناء کړې
دا ټول غزل مکالماتي ، مسلسل او د يو کيفيت دی.
د تسنيم د مکالماتي غزلونو مخاطب يا که ډير مناسب ټکی استعمال کړم همنشين دوه قسمه خلک دي. کله هغه خپل مشکل کشا او فريادرس ته مخامخ دی او کله محبوبا ته. کله چې هغه مشکل کشا ته خپل مسائل بيانوي او ورسره د خپل دور د درد ترجماني کوي نو هغه د پير، مرشد، مجذوب، ملنګ او درویش ټکي استعمالوي او چې کله هغه خپلې محبوبا ته خپل داخلي واردات او کرب بيانوي نو د پريزاد، سباروب، څانګې، ويل يې، ویل مې، کيدی شي او دغسې نور ټکي پکاروي. چې دا ټول علامتونه دي. اصل شی خو دننه شعري او معنوي جذب دی.
مجذوبه! لاس او پښې وهم خو ځان ته مې راکاږي
مجذوبه! ددې دهر کنده څومره ده ژوره
مجذوبه! د باګرام زخمونه واړه دې زما شي
مجذوبه! خو د ترکو لار دې اوسي معطره
مجذوبه! خپل داغونه مې اغوستي دي روان يم
مجذوبه! عرياني د تسنيم مه شه له نظره
مرشده! د سرونو شمير پکار دی که د زړونو
ويل يې، زړه چې زړه وي نو يو هم ګنج د قارون دی
درويشه خدا مسته! د جهان په زړه کې څه دي؟
ويل يې، په خلا کې تر مطلبه رسيده دي
د تسنيم دا شعر د کائنات او هستۍ په هکله د هغه تحلیل او رايې ښکاره کوي. د هغه په نزد دنيا په خلا کې منډې وهل دي او بې سوده تلاش دی. دلته د تسنيم رايې د وحدت الوجود د عامو شاعرانو د رايې نه ډیره لوړه او برتره ده. د هغوی په نزد دنيا و مافيها محض خيال دی او په دې يې د تمت بالخیر ټاپه وهلې ده. حال دا دی چې تسنيم يې مسلسل طلب بولي او د وجود يې قائل دی. خو د هغه په نزد د هستۍ وجود داسې وجود دی چې په رازونو پوهيده يې سړی له کاره وباسي او يو لا حاصله کوشش دی. د تسنيم د فکر دا انداز د غالب د فکر سره بالکل سر خوري. غالب هم ويل چې:
ہستی کے مت فریب میں آ جائیو اسدؔ
عالم تمام حلقۂ دامِ خیال ہے
تسنیم او غالب دواړه د هستۍ وجود تسليموي خو د فريب، نارسائي او بې قابو کېدو د خاصيت سره. دواړه وايي چې ژوند تیر کړه او ښه په خرپ يې تير کړه خو د هستۍ د ناکردو، لاعلمۍ او ناخبرۍ د غم نه سوا ځکه چې دا هسې هم ستا په توفيق کې نه ده فلهذا په دې کائنات کې د وسيدو سره سره له دې کائنات سره رشته غوڅول د غم علاج دی. دا يو همه ګير تصور دی چې د هر دور د سائنس سره سر خوري. ځکه خو غالب ژوندی دی او تسنیم به هم ژوندی وي.
ملنګه! يو تسنيم په سخن فهمو پسې مړ شه
ويل يې، دلته واړه د غالب طرفداران دي
ګويا تسنيم هم د خپل ځان په هکله د دومره حیثیت قائل دی چې:
ہم سخن فہم ہیں، غالب کے طرفدار نہیں
حقه خبره دا ده چې تسنيم په خپل کردار او بې نیازۍ دا ثابته کړې ده چې نه د شاه پروا دار دی او نه د شاه د مصاحبینو. د خوشال جلال او د رحمن جمال دواړه راغلي او په تسنيم کې را يو ځای شوي ځکه خو د هغه لهجه په اعتدال او د اظهار په کمال معموره ده. لوی خوشال دا ادراک لره چې دا ژبه د تهذیبي زوال په درشل ولاړه ده نو ځکه يې د هغې د فراختيا او د فکر او احساس د وسعت دپاره شعوري کوشش وکړ. ځکه خو وايي:
که د نظم که د نثر که د خط دی 
په پښتو ژبه مې حق دی بې حسابه
کله چې د خوشال قائم کړی روایت لوی رحمن ته راغی نو هغه پکې د لهجې شيريني او معنی آفريني شامله کړه او دغسې یې دغه ژبه د سيالانو سياله کړه او خپل خراج یې داسې وصول کړ چې : زه رحمن په پښتو ژبه عالمګير يم. يا دا چې:
په غزل کې خو دوه بيته انتخاب وي
د رحمن تمام غزل دی انتخاب
او چې کله پښتو شعري روايت د خوشال او رحمن وارث تسنيم ته راورسي نو هغه پکې د دواړو په قائم کړي روایت دا اضافه وکړه چې د خوشال او رحمن د فن هغه برخې يې لا توانا کړې په کوم چې ددې دور د ادب د تعمير بنيادونه ايښودل کیدلی شي.
تسنيمه ځکه لۀ هجومه خپل غزل ساتمه 
چې دا اواز دے مختلف ، دا ترانه ده جدا
په کائنات غور کول او قابلِ غور پوښتنې په شعر کې وړاندې کول د هر لوی شاعر خاصه وي. غالب به هم د حیات و کائنات په هلکه پوښتنې راپورته کولې او د شاعرۍ برخه به يې ګرځولې او تسنیم هم دا کار کوي. غالب وايي:
سبزہ و گل کہاں سے آئے هیں
ابر کیا چیز هے، هوا کیا هے؟
او تسنيم هم وايي:
لونګ څه وي، ګلاب څه وي؟ 
خوشبویانې د هوا زده
او چې کله تسنيم د محبت په کار کې د ژوند د حائلو اړخونو ذکر د خپلې محبوبا سره کوي نو د معنويت، شعريت او سوز و ساز داسې فضا قائمه شي چې هغه تمام لفظونه د دلبرو صدقه کړي او له درده د زبيرګي د ختلو زوړ دستور لا توانا شي.
څانګې! لاړې کيجاوې دي روانيږي
څانګې! بيا له پاسه تور لونګ وريږي
څانګې! اوس ايله له غاره رابهر شوم
څانګې! سترګې مې رڼا وته بريښيږي
څانګې! څوک به مرور څوک به پخلا وي
څانګې! يو زړګی به چا چا ته رسيږي
څانګې! دومره مې د خاورو خوند اخستی
څانګې! خوند مې د خولې خاورې خاورې کيږي
پريزاده! زړه هم تا ته د سپړدو دی 
ستا په وړاندې څه حجاب څه بې حجابه
پري زاده! بس په پونده تاويده دي
زندګي ده او ساتو يې له سيلابه 
پريزاده! په قدم کې ځکه ورو ځم
زه خبر يم ددې لارې له سرابه
پريزاده! زه که دا وارې ووده شوم
هيڅ يو شور به مې راويښ نه کړي له خوابه
پريزاده! څه خوبي راکې ضرور شته
بې سببه خارج نه يم له نصابه
فرهاده! بس ګلاب ګلاب خوبونه مو سينو کې 
فرهاده! نه شيرينه ده زمونږ، نه جنتونه
فرهاده! د خپل ځان او د دنیا مينځ کې ولاړ يو
فرهاده! آرمانونه مو د زاڼو قطارونه
فرهاده! د خوشال او د تسنيم قصه يوه ده
په ژوند لکه تيشۍ مو چلولي قدمونه
د رياض تسنيم په شاعرۍ کې که د راتلونکي دور اسلوبياتي نقاد په دې نکتې پسې ګرځي چې د هغه په دور کې د زبان و بيان څه معيار و نو يقينا چې هغه به دده د شاعرۍ د ژبې د پورته ذکر شويو خصائصو په سبب فخر محسوسوي او په دې خبره به رسي چې د تسنيم په دور د ژبې آبرو خوندي وه. د رياض تسنيم تر ټول لوی کنټريبیوشن دا دی چې هغه د خپل فن په مټ پښتو ژبه د خپل دور د هرې طبقې په نظر کې قابلِ اعتباره کړه او پښتو ادب ته ئې وقار وبخښه. هغه خلکو ته دا وښوده چې ذهن زرخيز وي نو په کمو امکاناتو عظيم فن څنګه تخليق کيږي او د ژبې د تنګ دامنۍ شکايتونه څنګه بې معنی کيږي. د هغه د ذکر نه بغير د پښتو ادب هر باب نيم ګړی نيمه خوا دی او په هيڅ لحاظ هم معتبر نه دی.

 
بېرته شاته