لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه
 
په سبب د ظالمانو حاکمانو؛کريکټ بورډ له شاعرانو سره، په ریورس روان دی
لیکوال: نادر سلطان   نېټه: 13/03/2018  

کریکټ بورډ همدا اوس له یو شمېر شرکتونو سره د میلیونونو ډالر قراردادونه لري، له ای‌سي‌سي میلیونونه ډالر اخیستل کېږي، دا پیسې چېرته او څه ډول مصرفېږي، چا ته ورکول کېږي، پرمختګ په کوم ځای کې شوی او لاس ته راوړنه څه ده؟
یو نړیوال لوبغالی نه لرو، په لوبډله کې له احسان جنت او ناصر جمال پرته څوک نه شته، روزنکي ريیس احمدزی، دولت احمدزی او فلیپ سیمونز دي، هیڅ نړیوال ټورنمنټ نه لرو، د لوبغاړیو شمېر محدود دی، بالاخره پیسې چېرې ولاړې، میلیونونه ډالر چا مصرف کړل، په کریکټ بورډ کې فرهنګي مشاورین څه مانا، شاعران په کریکټ بورډ کې څه کوي؟
ملت د دې هرې پوښتڼې ځواب غواړي، ایا همدا مدیریت دی، موږ له همدې لاس‌ته راوړنو سره د کریکټ نړیوالې شورا ته ځواب وایوو، همدا د عاطف مشعل او شفیق ستانکزي سترې مدیریتي لاس‌ته راوړنې دي؟

نه افغان لوبډله اوس د ۲۰۰۵ مېلادي کال لوبډله ده، نه کریکټ بورډ د هغه مهال او نه د کریکټ لوبه. 
هر څه بدل شوي دي، هم زمان، هم تخنیک او هم اقتصاد، خو مهمه پوښتنه، ولې موږ د مخکې تګ پر ځای شا ته روان یوو؟
کریکټ بورډ په مدیریتي برخه کې لویه لاس‌ته راوړنه د کریکټ د نړیوالې شورا له‌خوا په مشروط ډول د بشپړ غړیتوب دریځ یادوي، خو ایا موږ په مدیریتي برخه کې له هغو شرایطو وتلي یوو چې را ته ټاکل شوي دي؟ 
نن ښه ده چې د کریکټ په مدیریتي برخه څو خبرې وکړو او بیا لاس ته راوړنو ته ځیر شو. 
موږ تېر مېلادي کال په مشروط ډول د کریکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ته نوماند شوو، غړیتوب مو لا هم تر اوسه نه دی تر لاسه کړی، ځکه کریکټ بورډ خپله وايي چې اوس د کریکټ نړیواله شورا پرېکړه کوي چې افغان کریکټ ته بشپړ غړیتوب ورکړي.

نړیوالې شورا څو غوښتنې درلودې، په کور دننه د کریکټ پراختیا، د افغان لوبډلې هر اړخیز پرمختګ، د ښځو د لوبډلې جوړېدو اړوند هڅې، په افغانستان کې دننه د ۷ نړیوالو کریکټ لوبغالیو جوړول، مالي روڼتیاوې او په کور دننه د کریکټ بورډ له‌پاره په خپلو پښو د درېدو زمینه برابرول او یو شمېر نور..... 
همدا ډول به افغان کریکټ بورډ په کلني ډول د خپلو لاس‌ته راوړنو په اړه مالومات د کریکټ له نړیوالې شورا سره شریکوي او مخکې به ځي.
اوس راځئ چې سره یې پرتله کړو. زه به یې لنډه یادونه وکړم، بیا هیله لرم چې کریکټ بورډ دې پوښتنو ته روښانه ځواب وايي. 
لومړی کریکټ بورډ په کور دننه د کریکټ د پراختیا له‌پاره څه کړي؟ څو اکاډمۍ جوړې شوي؟ په کوم ولایت کې د کریکټ د پراختیا هڅه شوې؟ څومره ټورنمنټونه مو جوړ کړي؟ څومره لوبغاړي او څومره لوبډلې نوې راجسټر شوې؟ او په ولسوالیو کې د کریکټ د پراختیا له‌پاره کوم ګامونه پورته شوي دي؟

دویم د افغان لوبډلې هر اړخیز پرمختګ، موږ درې کاله وړاندې د کریکټ په نړیوال جام کې ولوبېدو، ستره لاس‌ته راوړنه وه، هسک بیرغ مو نړیوالو ته وپېژاند، ښه ولوبېدو که نه، خو لوبډلې مو ځان وښود او دا ثابته شوه چې افغانستان کریکټ لري، مګر متاسفانه دا ځل د خراب او ضعیف مدیریت او د کریکټ بورډ د تنبلۍ او پراخ فساد له کبله ايله په مټې د نورو د مټو په زور او دعاوو دويم پړاو ته لاړو. موږ د کریکټ نړیوالې شورا ته وښوده چې موږ د مخکې تګ پر ځای شا ته روان یوو، هانګ زموږ له سیوري وېرېده، زمبابوې مو ژړا ته نږدې کړه، سکاټلېنډ مو په نړیوال جام کې مات کړی و، مګر متاسفانه دا ځل مو ټولو ته وبایلوده او نړیوالې شورا ته مو لومړۍ ازموینه منفي ورکړه.

زموږ تمه وه چې کریکټ بورډ به د لوبډلې د پرمختګ له‌پاره یو داسې روزونکی وټاکي چې زموږ ضعیف ټکي پای ته ورسوي، مګر بیا هم زوړ ملا زړې تراوې، په شیخ فاني واوښتو او پایله یې هم ډاګیزه ده. 
یوه پوښتنه کوم، که د ريیس احمدزي، دولت احمدزي، فلېپ سیمونز او نورو ډېرو زرګونه ډالر معاش اخیستونکیو پر ځای په دوو مهمو روزونکیو بسنه وکړو، بده ده؟ نو ولې کریکټ بورډ لا هم افغان لوبډلې ته د ۲۰۰۵ مېلادي کال په سترګه ګوري؟
دلته دوه موضوع ګانې دي، یا کریکټ بورډ قصدا نه غواړي چې لوبډله مخکې ولاړه شي، یا په فساد کې غرق دی او غواړي چې له پورته یاد شویو اشخاصو سره پټې معاملې ولري، خیر که هر څه وي، کریکټ بورډ باید وضاحت ورکړي.
همدا ډول په لوبډله کې هیڅ هغو اشخاصو ته ځای نه دی ورکړل شوی چې ښه لوبغاړي دي، یوازې د واسطو او پیسو په زور د لوبغاړیو ځای کول لومړیتوب دی. افسر ځاځی، احسان جنت، ګلبدین نایب، شاپور ځدراڼ، ناصر جمال او نور یې ښې بېلګې دي.

موږ د باولنګ، فېلډنګ او بېټنګ له دریو واړو اړخونو سخت ضعیف یوو. یوازې راشد خان زموږ درد لره دوا نه ده او نه یوازې کریکټ په یوه لوبغاړي کېږي. موږ دا ځل د هر وخت په پرتله خراب باولنګ، خراب بېټنګ او خراب فیلډنګ کړی، کریکټ بورډ باید ځواب ووايي چې ولې د پرمختګ پر ځای شاتګ؟
د لوبډلې د هر اړخیز پرمختګ په برخه کې نور موضوعات هم شته چې په نورو لیکنو کې به ورته پام وشي.
ښځینه کریکټ لوبډله؛ موږ ای‌سي‌سي ته عذر وړاندې کړی و چې زموږ ټولنه مذهبي ده، خو د هغوی ځواب و، پاکستان، بنګله‌دېش هم مذهبي ټولنه لري، مګر هغوی ښځینه لوبډله لري. له موږ غوښتل شوي وو چې په دې برخه کې جدي ګامونه واخلوو، موږ ژمنه کړې وه چې بلې داسې به کوو، مګر متاسفانه واضح یې وایم، یو قدم هم په دې برخه کې نه دی پورته شوی.

موږ نه په دې اړه تبلیغ کړی، نه مو د لوبډلې په جوړښت غور، نه فرهنګي اړخونو کار او نه منفي ټکیو بحث، نو په دې برخه کې لاس ته ‌راوړنه څه ده، کریکټ بورډ به ای‌سي‌سي ته څه ځواب وايي؟
په نړیوال معیار د لوبغالیو جوړول؛ که ريښتیا ووایم کله چې زه واورم چې د کابل نړیوال کریکټ لوبغالی یا هم غازي امان الله خان نړیوال کریکټ لوبغاړلی، خندا راشي. کوم نړیوال‌توب، زموږ په لوبغالیو کې کوم ځای نړیوال معیار ته پاتې کېږي. د لوبغاړیو دمه ځای، د لیدونکيو ناست ځای، سکور بورډ، پیچ، میدان، د څارونکیو څارن ځای، د کامرو نصب ځای، تخنیک خونه، د کمنټېټرانو خونه او لسګونه نور...؟

کریکټ بورډ وايي، په خوست او کونړ کې نړیوال لوبغالي جوړ شول، په خدای له نږدې که یې وګورئ، سوځېدلي کبل یې ژړا درولي چې څنګه لکونه ډالر په داسې کارونو مصرف شوي دي، له لسو کلونو زیات کېږي چې په ننګرهار او کابل کې د کریکټ لوبې کېږي او هر کال پرې د لکونو ډالرو د لګښت بېلونه پاس کېږي، مګر پایله یې هیڅ ده. 
په هلمند، مزار شریف او کندهار کې هم د کریکټ د میدانونو خبرې کېږي، خو لا تر اوسه خبرې هوايي دي. یوازې یوه سروې وشي، زرګونه ډالر بیل پاس، خو خیر خیریت وي. کریکټ بورډ دې لږ تر لږه د یوه لوبغالي د پاک حساب په اړه ملت ته ځواب ووايي. 
او بالاخره مالي روڼتیاوې؛ موږ د افغان پريمېرلېګ په اړه یو تړون لاس‌لیک کړ، مګر ایا روښانه ده چې تړون څه ډول شوی، له چا سره شوی، څومره ګټه یې موږ ته رسېږي، تړون شوی شرکت څومره تجربه لري او نور ډېر دا پوښتنې ولې نه ځوابېږي.

هغه مهال چې موږ یو وړوکی ټورنمنټ له اقتصادي اړخه رونټیا و نه لري، ایا موږ د ای‌سي‌سي د میلیونونو راکړل شویو ډالرو په اړه حساب ورکولای شو؟ 
کریکټ بورډ همدا اوس له یو شمېر شرکتونو سره د میلیونونو ډالر قراردادونه لري، دا پیسې چېرته او څه ډول مصرفېږي، چا ته ورکول کېږي، پرمختګ په کوم ځای کې شوی او لاس ته راوړنه څه ده؟
یو نړیوال لوبغالی نه لرو، په لوبډله کې له احسان جنت او ناصر جمال پرته څوک نه شته، روزنکي ريیس احمدزی، دولت احمدزی او فلیپ سیمونز دي، هیڅ نړیوال ټورنمنټ نه لرو، د لوبغاړیو شمېر محدود دی، بالاخره پیسې چېرې ولاړې، میلیونونه ډالر چا مصرف کړل، په کریکټ بورډ کې فرهنګي مشاورین څه مانا، شاعران په کریکټ بورډ کې څه کوي؟
ملت د دې هرې پوښتنې ځواب غواړي، ایا همدا مدیریت دی، موږ د همدې لاس‌ته راوړنو سره د کریکټ نړیوالې شورا ته ځواب وایوو، همدا د عاطف مشعل او شفیق ستانکزي سترې مدیریتي لاس‌ته راوړنې دي؟

سرخط ورځپاڼه

 
بېرته شاته