لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
حکومت برېښنايي ګامونه اخلي؛د روښانه راتلونکي پر لوري د مزل بل پل
لیکوال: جمشيد غزنيوال   نېټه: 15/05/2018  

په ولسواکو نظامونو کې د بيان ازادي کله کله د بیان تر بې‌بندوبارې پورې هم رسېږي، خو دغه حالت د افکارو د اغواء کولو تر څنګ پخپله يو خوند هم لري. خوند يې د هغه چا لپاره دی چې کوي يې او زيان يې هغه چا ته دی چې هغوی يې دغه خبرې جدي نيسي. منظور مې دا دی چې د اوازو د خپرولو په وخت کې خپروونکي خوشاله او عام اورېدونکي خپه کېږي.
دا مساله د ژورناليزم په مسلکي بحثونو کې د شايعاتو او افواهاتو په فورمونو کې مطالعه کېږي. يادونه يې ځکه وشوه چې د برېښنايي تذکرو مساله هم د سرچوک د اوازو ښکار شوې وه او ان تر نيمايي زيات روڼ‌اندي هم دې باور ته نږدې شوي وو چې حکومت د تورو نخودو سوداګري پيل کړې ده.

د افغانستان لپاره دا تېرې شا و خوا دوې لسيزې د نومهالي ژوند پړاوونه دي، نومهالی پر دې مفهوم چې زموږ د جغرافيې وګړي په دغو دوو لسيزو کې د نړۍ د پرمختګونو او اسانتياوو دايرې ته ور داخل شول او يا په داخلېدو دي.
ولسونه له خپلو حکومتونو د بشر عضوي، امنيتي، هويتي، حيثيتي او فرهنګي حقوق غواړي او عالي حکومتونه هغه دي چې د ولسونو ارادې تمثيل او تامين کړي.
زموږ د خاورې وګړی هم د نړۍ د يوې بشري حصې د غړي په توګه د خپلو دغو حقوقو غوښتونکی دی. برېښنايي تذکره زموږ همداسې اړتيا وه چې زموږ له پورته ټولو حقوقي اړخونو سره نېغ په نېغه يا نامستقيم ارتباط لري.

د برېښنايي تذکرو د لرلو تصور هم افغانستان ته په تېرو دوو لسيزو کې راغی، خو توپير دا و چې په انتقالي دوره او لږ را وروسته حکومت کې يې وعدې ورکړل شوې، خو د ولسمشر غني په دوره کې پخپله تذکرې وېشل ورکول کېږي.
د برېښنايي تذکرو د وېش په حصه کې جنجالونه را پورته شول، بلکې دا جنجالونه اصلاً د تذکرو پر سر نه و، دا جنجالونه په حقيقت کې د هغو چيغو غږونه وو چې د برېښنايي تذکرو د پايلو له وېرې را بربنډ شول. پر دې به ډېر نه تم کېږو، ځکه دا ټول شيان رسنيو خپاره کړل او کابو هر څوک ورباندې خبر دی.
مهم ټکي دغه دي چې حکومت دغه جنجالونه څنګ ختم کړل؟ څنګه يې د برېښنايي تذکرو افغانی ارمان په يوه واقعي خدمت بدل کړ؟ او د برېښنايي تذکرو واضح ګټې څه دي؟

حکومت د ملي مسايلو د مخالفانو اکټونو ته يوازې وخت ورکوي، ارزښت يې نه دی ورکړی. کله چې وخت ورکړي، دغه تنازع د افغانانو په ذهنونو کې پخپله د هغه شخص تصوير جوړوي، يعنې د ملي مسايلو خلاف وګړي سياسي خودکشۍ کوي. 
د تذکرو خلاف خولې هم وخوځېدې، لکن هغو خولو د تذکرو د وېش مخه و نه نيوله، بلکې دوی يې معرفي کړل. حکومت که دغه کار شعوري کوي او که لاشعوري وي، خو کاميابه لاره ده. د تذکرو پر وړاندې را ولاړ مخالفتونه يې هم همداسې مهار او رهبري کړل.
د ۱۳۹۶ل کال په ژمي کې ولسمشر او لومړۍ مېرمنې د بايومټريک پروسه پيل کړه او دغه پيل مصلحتي نه و، قاطع او ناڅاپي و. دغه قاطعيت د تذکرې مخالفانو ته په ډاګه کړه چې حکومت د خلکو د عمومي ارادې د تلې سر ته ګوري، ځکه خو دوی ځانونه په يوه ګوښې حاشيه کې وموندل.

ولسمشر د روان ۲۰۱۸ کال د مې پر درېیمه د برېښنايي تذکرو وېش اعلان کړ او لومړنۍ تذکره یې پخپله او دويمه یې مېرمنې رولا غني ته واخیستله او دغه لړۍ جاري شوه. کله چې د تذکرو د ځنډ په مرګ نيولي ولس د تنازع په منځ کې دغه ارماني غږ واورېد، پر ځان يې هره تبه ومنله او د مخالفو کړيو پر وړاندې يې بې‌درکه پراخ کمپاين پيل کړ. په دې ډول د تذکرو وېش ګړندی شو او تر ارګ وروسته يې په کابل ښار کې هم د ورکړې مرکز پرانيستل شو.

درېيمه پوښتنه دا ده چې د برېښنايي تذکرو واقعي ګټې څه دي؟
ګټې يې بايد ځکه ښې تشريح شي چې د حکومت توره مالومه شي او د حکومت توره بايد ځکه معلومه شي چې خلک يې پر وړاندې د تبليغاتي دسيسو ښکار نه‌شي.
حکومت مو لکه بې‌خولې اخلاصمن انسان، کار هم کوي او ګوزار هم زغمي. خلکو ته خپلې لاس ته راوړنې هغسې نه‌شي تشريح کولای لکه څنګه چې يې کار او زيار پرې کړی وي.

د تابعيت د برېښنايي تذکرو اوله ګټه دا ده چې زموږ هويت ورسره ثابتېږي. اوس اوس د هېواد په ډېری سيمو کې پنجابيان، عرب، ايرانيان او نور ياغيان کابو په ۵۰۰ افغانۍ تذکره اخيستلای شي، ځکه چې کيسه کاغذپراني ده. برېښنايي تذکرې تکراري او جعلي نه‌شي اخيستل کېدای. په دې ډول د خپلو او پردو یعنې د افغانانو او بېګانه‌وو ښه تفکیک کېدای شي. که دغه توپيرونه اسانه شي له امنیت او سولې سره مرسه کوي. دا تذکرې به د بهرنیانو او جاسوسانو په تشخیص کې لوی لاس ولري.
له دغو تذکرو سره په ميليونونو هغه ډالر سپمېږي چې اوس د انتخاباتو په کارټونو لګېږي، يا مخکې لګېدل.

د الکټرونيکي تذکرو په وېش سره د هېواد د نفوسو دقيقه شمېره څرګندېږي. زموږ نفوس اوس دقيق نه دی معلوم، ځکه چې سرشمېرنه يې زړه شوه «البته اوس يوه سرشمېرنه شوې چې لا اعلان شوې نه ده، کوم بل وخت به پرې وغږېږو.» کله چې د نفوسو تعداد کره څرګند شي، په دولتي خدماتو کې توازن را منځ ته کېږي او سهميې په صعودي او نزولي شکل نه توزيع کېږي.
مثلاً د کندهار اړوند ادعا دا ده چې د دغه ولايت نفوس شا و خوا دوه نيم ميليونه تنه دي، خو سهميه او بوديجه د يو نيم ميليون هم نه‌شي اخيستلای. که برېښنايي تذکرې واخلو، دغه ربړه په هماغه ورځ هواره ده.

د جنايت په ټيټوالي کې لوی کومک کوي، اوس خو د يوې کاغذي پاڼې داسې ټيټ کيفيته او بې‌ضمانته سند ګرځوو چې د سړک د سر کمپيوټرکار هم شيدې پکې تورولای او غوا سپينولای شي. که تذکره برېښنايي شي، د جانيانو جنون د دقيقو په جريان کې مهارېږي.
د انتخاباتو د شفافيت هيله د افغانانو مشترکه مينه ده او د دې مينې وصال هم د برېښنايي تذکرې په سترګو پورې غوټه دی. په امريکا او ځينو نورو هېوادونو کې د ورځې انتخابات وشي، ماښام ته پايلې راووځي، ولې؟ ځکه چې هلته سيسټمونه برېښنايي دي.
دلته داسې هم وشول چې د ولسمشرۍ يوه کانديد سل زره د رايې ورکولو کارټونه د ټاکنو کمېسيون ته وسپارل، خو په انتخاباتو کې يې يوازې پنځلس زره رايې لرلې.
د پخوانيو کاغذي تذکرو غوندې يې د پېر و پلور، سټېکر او نه سټېکر غضبونه هم نه‌شته، په ټاکنو کې د تقلب مخه اسانه نیسي. برېښنايي تذکرې د افغانستان د وګړيو د واقعي پېژندلو او هويتي ثبات وثيقې دي. د هويت ثبات د ملت کېدو ملي او بين المللي پرمختګ دی.

په نړۍ کې ارزښت يې بله ګټه ده، اوس چې موږ عادي سفر هم لرو، تذکره مو د پوره باور وړ نه ګڼل کېږي، بلکې اوسنی پرپړه‌يي شکل يې پخپله نورې دنيا ته جالب دی. کيفيت يې هم کمزوری دی، يوزاې کاغذ دی، همدا اوس تر نيمايي زياتې مثنی‌ګانې اخيستل شوې دي.

د مجرمانو نيول هم هغه وخت اسانه کېږي چې تذکره يې په برېښنايي ډيټابيس کې ثبت وي، يوازې په يو څو کليکونو د مجرم ټوله شجره را اړول کېږي. په دغه ډول د برأت ورکولو يا تېښتې زمينه هم له منځه ځي. بله خبره دا چې د جرمونو بې‌مجازاتو صفايي هم نه‌شي کېدای، يعنې يو څوک ځان په بل نامه نه‌شي راجسټر کولای چې پخوانۍ دوسيه بې‌تکمېدلو پرېږدي.

د سپين‌ږيريو په اصطلاح، بله خوبايي يې دا ده چې د لوستو او نالوستو او مسلکي او غيرمسلکي کسانو په تشخيص کې مرسته کوي او دغه مرسته په ارګانونو کې د ګومارنې په برخه کې دقت زياتوي او جعلي‌توب ختمېږي، ځکه برېښنايي تذکرې به د پوهنې وزارت د شهادتنامو له الکټرونیک سيسټم سره هم ارتباط لري.

بله ګټه يې دا ده چې د وزګارو او ناوزګارو وګړيو کچه پرې ارزول کېږي، په هکله يې سنجش، منجمنټ او ګومارنه ښه کېدای شي. د تصميم نيولو، کاري ظرفيتونو د ايجادولو او د حقوقو د علی السويه رسېدو کارونه يې اسانه کېږي.
ممکن ځينې نورې داسې ګټې هم ولري چې تر اوسه افغانانو نه دي تجربه کړې، دا بايد د نورې نړۍ د نفوسو د احوال ثبتولو له چارو زده کړل شي. د دغو تذکرو د ورکړې په لومړۍ مرحله کې د وګړي معلومات را غونډېږي، په دويمه مرحله کې د هويت تثبيت ارزول کېږي او ارشيف ته لېږل کېږي او په پای کې دغه هر څه د هېواد د برېښنايي سيسټم په هسته کې خوندي کېږي.

د تابعيت لومړنۍ تذکره په افغانستان کې شاه امان الله غازي په ۱۲۹۹ل کې واخيستله، دا دی کابو يوه پېړۍ وروسته د اماني ارمانونو يو پړاو بشپړېږي، د افغانانو د يوې بلې ارادې تمثيل د وخت د حکومت وياړ ګرځي. 
د يوه پخواني مرحوم چارواکي لور چې پر کورنۍ يې د ملي مسألو د خنډېدو شک کېده، پر خپله پاڼه ليکلي وو چې د الکټرونیکي تذکرو د وېش ملاتړ کوي، که هر څوک د دې رسټورانټ ته ورشي او الکټرونیکي تذکره ولري، څلوېښت فیصده تخفیف ورکوي.
که حکومت دغسې برېښنايي ګامونه اخلي، موږ به ډېر ژر د يوه روښانه راتلونکي لوري ته ور لنډ شو، برېښنايي تذکرې د دغه روښانه مزل بل پل دی چې حکومت يې اخلي.

سرخط ورځپاڼه

 
بېرته شاته