لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
حامدکرزی لکه دتاريخ مارماهی!؟
لیکوال: شهسوارسنګروال   نېټه: 30/07/2018  

د کرزي د واک په مهال د داسې دود بنسټ کېښودل شو چې کله به يو مطرح، نامتو، جهادي مشر يا کوم دولتي چارواکی ومړ نو بيا به د هغه ځای ناستی د هغه له کورنۍ څخه يو تن ټاکل کېده، چې د رباني زوی صلاح الدين رباني هم د اپرېل په ۱۴ نېټه (۲۰۱۲ کال) د همدې دود له مخې د هغه ځای ناستی شو.
صلاح الدين رباني له دې څخه د مخه د افغانستان لخوا د ترکې په هېواد کې د سفير په توګه ټاکل شوی و. د نوموړي له ګمارلو دولس ورځې (۷/۲/۱۳۹۱ کال) وروسته د سولې درې اړخيزه خبرې د افغانستان، پاکستان، او د امريکې د ګډو استازو په ګډون پيل شوې.
د امريکا ځانګړي استازي «ګراسمن» پدغې درې اړخيزه غونډې کې وويل:
په سيمه کې سوله يوازې د افغانستان په ګټه نده بلکې د پاکستان په ګټه هم ده.»
که څه هم دا شپږمه غونډه وه چې د افغانستان، پاکستان او امريکې د استازو لخوا جوړه شوې وه، ولې د تېر په څېر دغې غونډې هم لکه د تېرو غونډو غوندې کومه عملي لاسته راوړنه نه درلوده. خو بيا هم افغانستان ته يوه ډاډګېرنه وه چې د سولې خبرې لا هېرې ندي.
ولې حقيقت دا وه چې پاکستان دې ته ژمن نه وه چې په افغانستان کې سوله مينځته راشي. ان تر دې که به طالبانو کې کوم داسې څوک چې سولې ته ژمن و، نو هرومرو به د آی اس آی لخوا له مينځه ته.
د ساري په توګه د اپرېل په دېرشمې نېټې (۲۰۱۲ ز کال) د طالبانو يو نامتو قومندان او سياسي مرستيال محمد اسمعيل د خپلو پنځه ويشت جنګياليو سره د کوېټې په ښار کې ووژل شو.
له ده نه پرته ملا برادر او استاد ياسر هم په ناوړه برخليک کې ښکېل شول، ځکه چې دوی هم د حکومت او طالبانو تر مينځ، د سولې راتلو ښه نيت درلود. دا ډول وژنې يووازې د ډېورنډ کرښې پورې غاړې ته نه ترسره کېدې، بلکې په افغانستان کې هم هغه شمېر کسان تر بريد لاندې نيول کېدل چې په افغانستان کې سوله غوښته، را واخله د سولې د عالي شورا نامتو غړی، د طالبانو د واک په مهال لوړپوړی چارواکی ارسلا رحماني، په مشرانو جرګه کې سناتور، چې په ۱۳۹۱ ل کال د ثور (غوايي) په ۲۴ نېټه (۲۰۱۲ کال د مې ۱۳ نېټه) د ناپېژاندو وسلوالو لخوا په کابل کې ووژل شو.
سره د دې چې سولې ته دواړو غاړو ژمنتيا نه درلوده، خو بيا هم ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۱۳ ز کال د جون په نهمې نېټې قطر ته يو رسمي سفر وکړ چې د هغه هېواد له امير سره، د سولې په تړاو خبرې وکړي، د سولې عالي شورا داسې يو ستر او مهم کار ترسره نکړ چې د افغانستان خلکو ته يې خير رسېدلی وي.
لکه څرنګه چې د افغانستان په ټولو چارو کې اداري فساد ريښې ځغلولې وې دا رنګه د سولې عالي شورا هم د فساد د يوې سرچينې په توګه را څرګنده شوه.
د سولې په نوم ډېرې مرستې له بهرنيو هېوادونو او مرستندويه ټولنو نه ترلاسه کړې او هر چا خپل جېبونه ډک کړل. پدغه شورا کې داسې نازولي کسان راټول ول چې بايد کرزی يې ونازوي. نه دا چې د دوی په شتون کې به هېواد ته سوله راشي. په دې نوم او دېته په ورته نومونو چې کومې پيسې ترلاسه کېدې، څو بېلګې يې داسې وې:
د حامد کرزي د دفتر رييس:
د نيو يارک ټايمز له قوله د ‌B.B.C خپرونې د يکشنبې ورځ د اکتوبر په ۲۴ مه (۲۰۱۰ ز کال) نېټه په ډاګه کړه، چې د حامد کرزي د دفتر رييس عمر داودزی، د ايران د ګټو ساتونکی دی. د نيو يارک ټايمز خپرونې په دې هم ټينګار کړی وه چې په تېر اګست کې چې ولسمشر حامد کرزي، د يوه رسمي سفر په ترڅ کې ايران ته لاړ، ايراني سفير مالکي له نقدو يورو ډک بکس داودزي ته ورکړ، چې کرزي ته يې ورسوي.
په دې سره په هېواد کې دننه او بهر سخت غبرګونونه راپورته شول او کرزی يې د ايران يو اېجنټ وباله.
ان خبره تر دې ورسېده چې حامد کرزي د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره يو ځای د يوه مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې د يوه خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کې د ايران د دغو مرستو په تړاو داسې وويل:
دا رسمي مرسته وه، چې د ايران د حکومت لخوا وشوه او دا لومړی ځل نه و، له دې د مخه هم ورته مرستې شوې دي او هېله من يم چې په راتلونکې کې به هم وشي.
حامد کرزي دا و نه ويل، چې دا ډول مرستې، په کوم بانکي حساب، د کومو رسمي پروتوکلونو له لارې چې د هېواد په چارو کې ولګول شي، د ده په واک کې ورکول کېږي؟
ولسمشر دا خبره هم وکړه چې دا ډول مرستې په کال کې يو وار او يا دوه وارې شوې دي.
د خواشينۍ خبره خو دا وه، دا ډول نا رسمي مرستې، چې د پيسو ډک بکس د يوه هېواد ولسمشر ته ورکول کېږي او د دولت چارواکي او ولس ترې خبر نه وي، د پوښتنې وړ وه!؟
د ايران له دغې مرستې يوازې داودزی او کرزی خبر ول، بلې هېڅ رسمي سرچينې د دې خبرې پخلی ونکړ، چې يادې مرستې په کوم بانکي حساب کې قيد دي؟
حامد کرزي دغه پړه هغه مهال په غاړه واخسته چې B.B.C نيويارک ټايمز له قوله د دغې پېښې له مخې پلو پورته کړ.
ولسمشر دا هم ومنله چې د دفتر د ريیس له لارې له ايران څخه سلګونه زره نغدې يورو ترلاسه کړې دي. نوموړي په دې خبره هم تينګار وکړ چې دغه پيسې د ځانګړو کسانو لپاره نه وې، بلکې د ولسمشر له دفتر سره د مرستې په نوم ورکړ کېدې.
دغه او د دې په څېر نورې مرستې که له ولسمشر سره کېدې او يا له بل کوم رسمي بنسټ سره، بايد په ډله ييزو رسانيو او خپرونو کې يادونه شوې وی. د ايران دولت له يوې خوا له حامد کرزي سره دا ډول مرستې کولې او له بلې خوا يې افغان کډوال په ايران کې ځورول او داسې جزاوې يې ورکولې چې په نړيوال ډګر کې لږ ساری درلود او له بشري حقوقو يې څرګنده سرغړونه کوله.
په همدغه لنډه موده کې د افغانستان، سيمې او نړيوالو رسانيو او خپرونو دغه خبره را پورته کړه چې د افغان او ايران په ګډه پوله يو موټر د پوليسو لخوا ونيول شو چې له وژونکو او چاودېدونکو توکو ډک و، خو ولسمشر په دغه پېښې خوله پټه کړه او د ايران پر وړاندې کوم رسمي غبرګون ونښود.
کوم هېواد چې په رسمي او نا رسمي توګه له بل هېواد سره مرسته کوي، دا يو دېپلوماتيک او اخلاقي دود دی چې له مرسته کوونکو بنسټونو نه به مننه کېږي، نو که چېرې ولسمشر دا کار کړی وی دغه رسوايي به مينځته نه راتله.
ايران په دې سره غوښتل چې د کرزي اړيکې له امريکې سره خرابې کړي، يوه لويه بيلګه يې دا وه، هغه مهال چې ايراني ولسمشر احمدي نژاد افغانستان ته راغی په ارګ کې په ډېرې سپين سترګۍ د دېپلوماتيکو ارزښتونو خلاف وويل: «افغانستان د امريکا لخوا اشغال شویدی...»
داودزی چې په هغه وخت کې په ايران کې سفير و، نو هرو مرو يې د ايران له «سپاه انقلاب» سره اړيکې درلودې، چې د ايران ګټې د هغوی له موخو سره سمې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې خوندي کولې. دغه خبره هغه مهال لا سپينه شوه چې د ايران د سفير فدا حسين مالکي وياند وويل:
دا د لوېديځوالو له شيطانته ډکې ګونګوسې دي، خو په دغه ورځ سفير له خبرو ډډه وکړه، ولې په سبا يې د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه اعلان وکړ چې هو موږ افغان ولسمشر ته د نغدو يورو بېلونه ورکړي دي.
د دغو خبرو په څنګ کې داسې اوازې هم راپورته شوې چې له دغو پيسو نه او يا دېته ورته پيسې د سولې د عالي شورا رييس برهان الدين رباني ته هم رسېدې، دا ځکه چې د سولې شورا له جوړېدو سره سم يو شمېر هېوادونو په دغه لړ کې د امريکا متحده ايالاتو او سعودي عربستان هم ورته مرستې کولې. خو د ايران دغو مرستو، سعودي عربستان ټکنی کړ او خپل دريځ يې د ايرانيانو پر وړاندې کمزوری وليد او له کرزي سره يې هم اړيکې يو څه سړې شوې.
عمر داودزی نه يوازې په ايران کې د دا ډول لوبو سرلاری و، بلکې کله چې په پاکستان کې افغان سفير هم و، د هغه هېواد له چارواکو سره يې هم خواخوږي درلوده.
په ۱۳۹۰ ل کال د ثور (غوايي) په شلمه نېټه چې د ۲۰۱۱ ز کال د مې له لسمې (۱۰) نېټې سره برابره وه په ځغرده وويل:
د پاکستان پوځ او په سر کې آی اس آی له القاعدې او ترورستانو سره هېڅ ډول مرسته نکوي. بلکې پاکستان هم لکه افغانستان غوندې د تروريزم قرباني دی.
د سولې عالي شورا پرېکړو،
عملي بڼه نه درلوده
حامد کرزي د سولې شورا جوړه کړه او د هر تنظيم او هرې ډلې نازولي يې پکې راټول کړل، چې له يوې خوا هغوی ته د معاشونو يوه وسيله پیدا کړي او له بلې خوا د سولې عالي شورا غړي له ځانه خوشاله وساتي.
دغې شورا د پيل نه تر پايه داسې يوه نوښت ته لاره پرانه نسته چې خپل شتون په ملي او بين المللي کچه، چې ګني په خپلو پرېکړو کې خپلواکه ده تثبيت کړي.
تش په نامه دغه شورا، يوازې يوه نوم ته پاتې کېده، کله به چې په سيمه ييزه او نړيواله کچه د افغانستان د سولې په تړاو، درې اړخيزه او يا څلور اړخيزه خبرې کېدې د سولې عالي شورا رول پکې تت و، بلکې ټولې هڅې د ولسمشر کرزي په مشرۍ ترسره کېدې.
که څه هم ځنې ناستې د دې شورا په استازيتوب کېدې خو عملي او اجرايوي بڼه يې نه درلوده چې مستقل عمل وکړي.
د سولې په تړاو، په ۲۰۱۲ ز کال د ډسامبر په شلمې (۲۰) نېټې، د فرانسې په هېواد کې د طالبانو په استازيتوب شهاب الدين دلاور او نعيم وردګ، د سولې عالي شورا غړي معصوم ستانکزي او دين محمد او د يو شمېر تنظيمي مشرانو استازو لکه د اسلامي تنظيم په استازيتوب غيرت بهير، د ملي جبهې په استازيتوب ضياء مسعود، فيض الله ذکي، د ملي ائتلاف څخه يونس قانوني، د حق او عدالت استازي حنيف اتمر او همدا راز زهرا نادري، نيلوفر ابراهيمي او نورو ګډون کړی و.
پدغه ناسته کې د طالبانو استازو ټينګار وکړ، چې د سولې لپاره د طالبانو يو وړانديز دا دی چې په قانون کې بايد بدلون راشي.
د شورا استازي چې د کوم مستقل دريځ خاوندان نه ول، پدې وړانديز يې له خبرو کولو ډډه وکړه او خبرې هم پرته له کومې عملي پايلې پايته ورسېدې.
لکه څرنګه چې د سولې عالي شورا په خپلواکه توګه تصميم نشو نيولی، دا رنګه طالبانو هم، پرته د پاکستان له سلا او مشورې نه پرېکړه نشوه کولی.
د پاکستان پوځ په سر کې آی اس آی داسې يو دريځ خپل کړی و، لکه څرنګه چې يې د مجاهدينو په مهال د ژنيو په تړون کې خپل رول ولوبوه، دلته يې هم غوښتل چې طالبان د يوې جګړه ييزې وسيلې په توګه وکاروي. د ساري په توګه، د سولې د درې اړخيزو خبرو مانا دا وه چې، افغاني چارواکو له پاکستان سره، د امريکې په ګډون د سولې خبرې کولې.
په ۲۰۱۳ ز کال د فبروري په دويمې (۲) نېټې چې د ۱۳۹۱ ل کال د دلوې له څوارلسمې (۱۴) نېټې سره برابره وه، حامد کرزی د يوه پلاوي په ملتيا لندن ته لاړ، چې د برېتانيا د هېواد په کوربه توب له پاکستاني مشرانو په سر کې له نواز شريف سره د ډېوېډ کامرون په مينځګړيتوب خبرې اترې وکړي. که څه هم له دې نه د مخه دې ته ورته دوه غونډې شوې وې او دا دريمه ناسته وه چې په لندن کې ترسره شوه. د حامد کرزي دغه سفر درې ورځې دوام وکړ او په دې پايته ورسېد، چې په طالبانو فشار راوړل شي، چې په سوله ييزه توګه د افغانستان په سياسي ژوند کې برخه واخلي او د سولې په خبرو کې ور ګډ شي.
د پاکستان د علماوو شورا په ۲۰۱۳ کال د مارچ په دويمه (۲) نېټه چې د ۱۳۹۱ ل کال د حوت له ۱۲ مې نېټې سره برابره وه د «طاهر اشرفي» په مشرۍ غونډه وکړه او اعلان يې وکړ چې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه د اسلام په رڼا کې جواز لري خو په پاکستان کې ناروا دي.
کرزي چې د پاکستان د علماو پرېکړه واورېده او طالبانو هم ځانمرګو بريدونو ته زور ورکړ، نو بيا يې له دغې فتوا (۲۸) ورځې وروسته د مارچ په (۳۰) دېرشمه نېټه قطر ته سفر وکړ چې دهغه هېواد له چارواکو سره د سولې په تړاو خبرې اترې وکړي.
طالبانو د دې لپاره چې خپل زور ښودلی وي د اپرېل په اتمه نېټه يې (۲۰۱۳ زېږديز کال) د فراه په ولايت کې بريد وکړ او ځای پر ځای يې پنځوس (۵۰) تنه ووژل او له سلو نه زيات کسان يې ټپيان کړل. پاکستان هم د ننګرهار او کونړ په ولايتونو کې خپلو هوايي بريدونو ته زور ورکړ.
حامد کرزي چې د پاکستان او طالبانو پرلپسې بريدونه وليدل، دا ځل د سولې درې اړخيزه غونډه په برکسل کې جوړه شوه، چې په دې کې حامد کرزي، د پاکستان لوی درستيز کياني او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري برخه درلوده.
دغه ناسته د سه شنبه په ورځ د ۱۳۹۲ ل کال د ثور په دريمه (۳) نېټه چې د ۲۰۱۳ ز کال د اپرېل له ۲۳ مې سره برابره وه، کرزي په پاکستان نيوکه وکړه چې پاکستان سولې ته نه يوازې ژمن ندی بلکې د پاکستان پوځونو د ننګرهار په ګوشته بريدونه کړي دي چې د هغې سيمې ډېر خلک کډې کولو ته اړ شوي دي.
له دغې درې اړخيزې ناستې سربېره د ناټو ۲۸ غړو هېوادونو، ۲۲ د ايساف، افغانستان، پاکستان او روسيې هېوادونو په غونډه کې، راسموسن د ناټو عمومي قومندان په پاکستان غږ وکړ چې د هغو بريدګرو مخه ونيسي چې په افغانستان وسلوال بريد ونه کوي.
دا يوازې د سولې عالي شورا نه وه، چې بېواکه وه، بلکې حامد کرزی او د دولت نور چارواکي هم دومره واکمن نه ول چې په افغانستان کې د سولې جوګه شي.
د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول ځکه څرګند و، چې طالبان د دوی په ملاتړ جنګ ته هڅول کېدل او د هغوی پوځي او اقتصادي مرستو ته يې ټټر واهه.
دا يوازې پاکستان نه و چې د افغانستان سياسي کړکېچ ته لمن وهله، بلکې ايران هم په وروستيو کې د دې لپاره چې افغانستان او امريکا په جګړه کې ښکېل وساتي، خپل پروني دښمن ته يې د مرستې لاس ورکړ او ژمنه يې وکړه چې له دوی سره به پوځي او اقتصادي مرستې کوي.
د افغانستان د سولې لپاره يو بل ګواښ:
د طالبانو د واک په مهال، په سيمه کې د طالبانو سر سخته دښمن د ايران هېواد و. د دې اختلاف څو لاملونه ډېر د پام وړ ول.
لومړی دا چې له يوې خوا د ايران واکمن اخوندان د شيعه مذهب هغه پلويان ول چې په بنسټيزه توګه يې غوښتل په اسلامي نړۍ کې د دغه مذهب سياسي ستنې پياوړې کړي او د شيعه شونيزم پراختيا ته لاره پرانېزي او له بلې خوا دوی غوښتل چې د سعودي عربستان دريځ په سيمه او په ځانکړي ډول افغانستان کې کمزوری کړي.
طالبان هم چې ګڼ شمېر يې د «ديوبندي» فکر او اند څښتن ول، نه يې غوښتل چې ايراني شيعه ګان په افغانستان کې مذهبي ريښې پياوړې کړي. يا دا چې د سوني مذهب دريځ داسې تت کړي چې ګنې سوني طالبان د واکمنۍ وړتيا او ځواکمنتيا نه لري.
ان خبره دېته ورسېده چې د ايران اخوندانو خپل پوځ د افغانستان پولې ته نږدې د پوځي تمريناتو پنوم ځای پر ځای کړ چې طالبان وګواښي.
ولې په سياست کې چې دايمي دوست او دښمن شتون نلري، هغه په همدې مانا ده چې کلونه وروسته همغه طالب او همغه ايران خوله په خوله شول، او د ۱۳۹۲ ل کال د جوزا په ۱۳ مه نېټه چې د ۲۰۱۳ ز کال د جون له ۳ مې نېټې سره برابره وه د طالبانو يو پلاوی ايران ته لاړ، چې له دوی سره پوځي او مالي مرستې وکړي.
ايراني چارواکو له ډله ييزو رسانيو دا خبره پټه کړه چې ګنې طالب استازي ايران ته د خبرو اترو لپاره ورغلي دي.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي دا خبره په ډاګه کړه، چې د طالبانو يو استازی د خبرو لپاره ايران ته تللي دي، چې د سيمې په حالاتو سره وغږېږي.
په افغانستان کې د ايران سفير هم لومړی دا خبرې پټې کړې چې ګنې ايران، له طالب استازو سره د افغانستان د کړکېچ په تړاو خبرې کړې دي. ولې وروسته ده او د ايران حکومت دا ومنله چې له طالب استازو سره يې ليدلي دي. د طالبانو د دغه پلاوي مشري سيد طيب اغا کوله چې د قطر د دفتر استازي محمدالله نعماني او شهاب الدين دلاور هم د دې پلاوي غړي ول.
دغه پلاوی چې د ايراني چارواکو په رسمي بلنه په ټاکلې نېټه د جمعې ورځ ايران ته لاړ، هغوی له دوی سره ژمنه وکړه چې له طالبانو سره به هر اړخيزه مرسته کوي.
ډېر ژر څرګنده شوه چې ايرانيان طالب جنګياليو ته پيسې او وسلې ورکوي.
له دغه سفر نه درې ورځې وروسته د جوزا په شپاړسمه نېټه د کندهار امنې قومندان جنرال عبدالرازق وويل، چې موږ له طالب وسله والو يو شمېر وسلې نيولې دي چې د ايران دولت پورې اړه لري.
وروسته بېخي په ډاګه شوه چې په افغانستان کې د سولې پر وړاندې، د بهرنيو هېوادونو د شتون په تړاو، ايرانيانو، طالب جنګياليو ته سپکې او درنې وسلې په واک کې ورکړې وې.
خو د امريکې هېواد اندېښنې لا زياتې شوې چې ښايي دغه جګړه نوره هم د دوی لپاره درنه تمامه شي، نو ځکه يې د قطر هېواد سره اړيکې ټينګې کړې چې د ايران په اړه اندېښنې ورته په ډاګه کړي.
د قطر په دوحه کې د طالبانو لپاره د دفتر د جوړېدو نظريه د لومړي ځل لپاره د امريکا او طالب استازو لخوا په ۲۰۱۱ ز کال را مينځته شوه، خو د جوزا په ۲۸ مه نېټه (۱۳۹۲ هـ کال) د طيب اغا په مشرۍ په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شو، ولې حامد کرزي او امريکايي چارواکو تر مينځ هم په ۲۰۱۳ ز کال د جنوري په مياشت کې د قطر موضوع تر اجندا لاندې ونيول شوه. دا چې د امريکې متحده ايالاتو وليدل چې ايرانيان غواړي له طالبانو سره پوځي او مالي مرسته وکړي، ورته د ډېرې اندېښنې وړ وه، نو ځکه خو د افغانستان د سولې په تړاو خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې.
بل لور ته پاکستان پدې اند شو چې ګنې د قطر له دفتر سره د دوی اړيکې کمزورې دي، نو ځکه خو د نواز شريف د صدارت په مهال سرتاج عزيز په ډېرې بې باکۍ په اسلام اباد کې افغان سفير ته وويل چې:
د فدرالي سيستم له مخې بايد د افغانستان څو ولايتونه طالبانو ته پرېږدئ، چې بيا د هغوی له استازو سره نېغ په نېغه خبرې وکړئ.
د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز چې په ۲۰۱۳ ز کال د جولای په يوويشتمه نېټه (۳۰/ ۴/ ۱۳۹۲) کابل ته راغی، لومړی يې د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول سره وليدل او بيا يې په مطبوعاتي کنفرانس کې، له يوې خوا وويل:
چې پاکستان د سولې تظمين نشي کولای او له بلې خوا يې وويل: موږ د افغانستان د سولې عالي شورا په وړانديز قطر ته د تګ زمينه برابره کړه.
د اندېښنې خبره خو دا وه چې پاکستان په ډېرې سپين سترګۍ له يوې خوا د نړيوالو په سترګو کې خاورې اچولې، چې دا دی قطر ته مو طالبان د افغانستان د سولې په تړاو استولي دي او له بلې خوا پوښتنه پيدا کېږي چې د طالبانو استازي چېرته و او څنګه يې پيدا کړل، او بيا يې وېزه ورته ورکړه؟
دې کې شک نه و چې د افغانستان ګاونډيو ښه نيت نه درلود، ولې د افغانستان دولت هم د دې وس پيدا نکړ چې په افغانستان کې ټولنيز عدالت ټينګ کړي، فساد له مينځه يوسي او دولتي مافيا په ګونډو کړي.
حا مدکرزی،چې دپاکستان په نيت ډېرښه پوهېده،چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي،نوبيايې ولې ديوه خبريال دهغې پوښتنې په ځواب کې په ډاګه وويل،که چېرې امريکا په پاکستان وسله وال بريد وکړي نودی به دپاکستان ملاتړته راودانګي...همدارازحامدکرزی پدې هم ښه پوهېده،چې ايران دافغانستان تاريخي دښمن دی اوطالبانوسره هم دوسلواوپېسومرسته کوي،نوبيا ولې يې دارګ لپاره له ايران نه مرستې اوډالۍ ترلاسه کولې،چې دافغانستان دپنځه زره کلن تاريخ دب دبه يې دايران په پښوکې وغورځوله...!؟

 

 
بېرته شاته