لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د خپلواکۍ سلو کلونو کې لویې تېروتنې او پایلې یې
لیکوال: مشتاق رحیم   نېټه: 29/08/2019  

د غازي امان الله خان په مشرۍ د هغه وخت له برتانوي ښکېلاک یا استعمار خپلواکي ترلاسه کول د افغانانو یوه ستره لاسته راوړنه وه. خو پوښتنه دا ده چې ولې افغانان ونه توانېدل دا ستره ملي لاسته راوړنه د هېواد د پرمختګ او پر خپله خاوره د تل پاتي ټیکاو لپاره وکاروي.
هغه کوم لاملونه وو چې له کبله یې له خپلواکۍ وروسته په تېرو سلو کلونو کې په افغانستان کې پنځه یا شپږ ځله نظام په بل مخ واړول شو او هېواد د کړکېچ خوا ته ولاړ؟
دا پوښتنې ښایي ډیر ځوابونه ولري، خو که بیلا بیلو دورو کې د واقعتونو او شرایطو څېړنه وشي نو درې داسې بنسټیز لاملونه وو چې په افغانستان کې یې نظامونه نړولي.
همدې لاملونو په دې هېواد کې د حکومتولۍ د تداوم او اصلاحي پروګرامونو د پلي کیدو مخه نیولې.
د سیاسي موخو لپاره مذهب کارول:
لومړی لامل دا بللی شو چې په افغانستان کې ډلو ټپلو د مذهب له ادرسه په ولس کې ځان ته د مشروعیت موندلو هڅه کړې. دوی له همدې ادرسه خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو هڅه هم کړې ده.
افغانان په ټول کې د کلکې عقیدې خاوندان دي، په خپلو باورونو باندې کلک ولاړ دي او خپلو مذهبي شعایرو ته تل درناوی لري.
همدا لامل دی چې افغانان، سره له دومره ډیرو ناخوالو او سره له دې چې بیلا بیلو پرګنو او قومي ډلو سره تړاو لري، د ملت په توګه یو ځای پاتې شوي دي.
خو د افغانانو همدا مذهبي یا عقیدوي ځانګړنه ځینې وخت د دې لامل هم شوې چې بهرنیان یې په چارو کې مداخله وکړي. دا مداخله ځکه شونې وه چې افغان ټولنه په سیمه او نړۍ کې د وخت له حالاتو او بدلونونو ناخبره وه.
بې له شکه چې افغان چارواکو یا د وخت حکومتونو هم د خپلو ناسمو تګلارو له کبله د بهرنیانو مداخلې ته زمینه برابره کړ.
خو ایا د بدلون لپاره دې ته اړتیا وه چې افغانان د مذهب په نامه وکارول شي او له کبله یې د افغانستان نظامونه تس نس شي؟

د واک او امتیاز تنده:

په افغانستان کې د ټیکاو او پرمختګ پر وړاندې دویم خنډ دا و چې په کور دننه سیاستوالو، قومي مشرانو، مذهبي نخبه ګانو او روحانیونو د واک ترلاسولو یا امتیاز اخیستلو شوق درلود.
هسې خو د هیوادنو په سیاست کې د افرادو او ډلو لخوا د واک د ترلاسولو لپاره هلې ځلې معمول دي او هره ډله فکر کوي چې د دوی تګلاره تر نورو ښه او ګټوره ده.
خو په افغانستان کې دې کسانو د واک ترلاسولو لپاره ان د نظام له نړولو هم ډډه نه ده کړې او د دې موخې لپاره یې د بهرنیانو مرسته هم منلې ده.
د امان الله خان پر وړاندې له انګریزانو، د داود خان پر وړاندې توسعه غوښتونکي شوروي اتحاد او د کمیونسټي رژیمونو پر ضد د افغانستان سیال پاکستان له ځینو افغانانو سره پټه او ښکاره مرسته کړې ده.

خپلمنځي اختلافات:

دریمه بدمرغي چې د افغانستان په تېر سل کلن تاریخ کې په وار وار تکرار شوې، د سیاسي اشخاصو او ډلو خپلمنځي اختلافات وو.
په هره دوره کې د یو فکري خط خلک د خپلو ایډیالوژیکو موخو د خوندي کولو په مزل کې په نیمه لار کې د یو بل پر وړاندې درېدلي.
د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې د افغانستان نظام کله هم په مخامخ توګه د باندنیو توطیو له کبله نه دی ړنګ شوی.
هر ځل داسې شوي چې په کور دننه ډلو د خپلمنخي اختلاف له کبله بهرنیانو ته د مداخلې او د نظام د ننګولو فرصت ورکړی.
د امان الله خان هغه ملګري چې له ده ګیله من وو، د ده پر ضد له حبیب الله کلکاني سره ودرېدل. د چپي ګوندونو هغو مشرانو چې داود خان ورته د فعالیت زمینه برابره کړې وه، د واک ترلاسولو لپاره داود خان وواژه.
چپي ګوندونه وروسته خپلو کې وران شول او په خلق او پرچم وویشل شول او پرچم هم بیا وروسته د کارمل پالو او نجیب پالو ترمنځ د اختلافاتو ښکار شو.
مجاهدین هم د یوې موخې په لټه کې له اوو ادرسونو جنګیدل چې وروسته بیا په خپلو کې سره ونښتل.
په تېرو سل کلونو کې د همدې تېروتنو تکرار دا ښیي چې افغانانو له خپل تېر تاریخ زدکړه نه ده کړې.
له همدې امله د امان الله خان په مشرۍ د خپلواکۍ تر ګټلو سل کاله وروسته هم افغانان او هېواد یې په ګڼو ستونزو کې ګېر دي.
افغان سیاستوال او ولس باید د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په درشل کې په ګډه د خپل تیر تاریخ لمانځلو ترڅنګ خپلو تېروتنو ته هم بیا کتنه وکړي او خپل راتلونکی وژغوري.
افغانستان همدا اوس د خپل تاریخ له یوه بل ډیر حساس پړاو تیریږي او که پخوانۍ تېروتنې تکرار شي نو نظام یې یو ځل بیا له ګواښ سره مخ کېدلی شي.

له بي بي سي نه په مننه

 
بېرته شاته