لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د پښتو ژبي د نوي شعر ریښتونی قافله سالار سلیمان لایق وفات سو.
لیکوال: عبدالباري جهاني   نېټه: 01/08/2020  

انّا لله و انّا الیه راجعون.

لکه څرنګه چي خوشحال خان خټک د پښتو ژبي د کلاسیک شعر لمر وو؛ دغه راز سلیمان لایق هم د پښتو ژبي داسي ځلانده ستوری وو چي رڼا او ځلا یې د خپل عصر تر ټولو ستورو زیاته وه. سلیمان لایق د شلمي پېړۍ له دوهمي نیمايي څخه بیا د هغې پېړۍ تر پایه پوري، یا لږترلږه ښه ډېره برخه، د پښتو پر نوي شعر داسي پاچهي وکړه چي دبدبه یې تر بل هر سلطان زیاته وه.
هغه یوازي د پښتو ژبي د نوي شعر پاچا نه وو بلکه فارسي ادب ته یې هم داسي خواږه شعرونه او لنډ داستانونه ولیکل چي د پښتو په څېر به یې پوروړې وي. دا کمال د پښتو ژبي د بل شاعر سره، که موجود وو، ما نه دی لیدلی. د چونغر شعرونه او په هغه ارزښتمن کتاب کي د چونغر ترانې به یې د پښتو له شعر سره تر قیامته ژوندۍ وي او شرنګ به یې تر قیامته کرار نه سي. زه یقین لرم چي نه یوازي به زړې نه سي بلکه د پښتنو د عمومي او بدمرغه دود دستور سره سم به یې، چي معمولاً تر ژوندیو د مړو زیات قدر کوي، شرنګ او خوند نور هم زیات سي.

د سلیمان لایق په شعر کي یو کمال، چي د عمر تر پایه یې په شعر کي وځلېدی، او خاص رنګ یې ورکاوه، هغه د ده بېحده سرکښي وه. هغه ځکه چونغر ته ترانې لیکلې چي هغه د خدای تعالی پر مځکه بې پروا ولاړ وو، د هیچا څخه د مرستي په تمه نه وو بلکه له ټول چاپېریال سره یې، که نور هیڅ نه وه، نو خپلي سپیني واوري او د پراخي لمني د ګلونو ښکلا شريکوله. هغه ځکه له کونړ سره د زړه خواله کوله چي ده یې له سرکښۍ سره مینه درلوده او فکر یې کاوه چي د ده په مغروره ژبه پوهیږي:

یه مسته مسته کونړه مسته
په ځګو پټه په تګ بدمسته
پېړۍ تیریږي ته ورته ناڅې
اوړې را اوړې قرار دي نسته
په سر دي درومي سپینکي ځګونه
لکه په شنه کي د وریځو غرونه
هسي ښکاریږي لکه چي وراکي
نجونه په سر وړي د ګل شکرونه
دغه چي بولې د ژوند سندري
درنې بوللي خوږې شکري
چاته یې وایې چاته یې لېږې؟
دا بې اثري دا مرغلري
چاته ورښيې دا غورځنګونه
سرکښي منډي آزاد موجونه
په لویو کاڼو ککره ټوکې
د چا لپاره دا ټکرونه؟

که له سیاسي او ایډیالوژیکو اختلافاتو او خبرو څخه را تېر سو نو سلیمان لایق د پښتو ژبي د نوي شعر او ادب داسي حقدار دی چي حق به یې هیڅوک ادا نه کړای سي. ما په لومړۍ ځواني کي هم د سلیمان لایق او هم د پښتونخوا د نوي شعر د یوه بل پاچا اجمل خټک له شعرونو څخه فیض او الهام اخیستی دی ځکه خپل ځان د دواړو پوروړی بولم. سلیمان لایق د پښتو ژبي داسي شاعر وو چي تر ډېره وخته به یې تشه ډکه نه سي.
ده خپل ټول کښت په للمه کي کړی دی. او له خپلي کروندې څخه د حاصل تمه هم نه لري. دی د اسمان په دې احسان چنداني باوري نه دی چي کرونده به یې د باران په اوبو خړوبه کړي کنه.
« زه هغه بزګر ته ورته یم چي په وچه ځمکه کي د باران په هیله دانې کري او دا ډاډ ورسره نه وي چي د آسمان اوبه به د ده کروندې ته ورسیږي که یه.
هغه وحشي ګلان کله ناکله په دې کرونده کي ګوتو ته راشي. پخوا تر دې چي د چا پیکي یا ګرېوان ته یې ورسوم را څخه وچ او مړاوي شي. زه د تیارې او رڼا یو ناقص ترکیب یم یعني سپېدو ته ورته یم چي جمال پرست نظر ته ښکلي ښکاري مګر په حقیقت کي د شپې او ورځي یوه ناقصه پوله او متغیر ترکیب باله شي. »

روح یې ښاد غواړم. غرزي لایق او د هغه ټولي محترمي او درنې کورنۍ ته او دغه راز ټولو هغو کسانو ته چي د لایق له شعر سره مینه لري او د ده په وفات غمجن سوي دي د زړه له کومي تسلیت وړاندي کوم.

 
بېرته شاته