لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
كندهار::دافغانستان دتاریخي جغرافیې څرنګوالی له کتاب څخه
لیکوال: شهسوار سنګروال نيازی   نېټه: 31.12.2007   خپرونکئ:   سمسور  

كه څه هم د كندهار په اړه د "زرنجيانا"، زابل او اراكوزيا  د ساكو له زياتو سيمو څخه ورتېر شو مګر د درنګيانا ساكو يې ژوند ورلنډ كړ. د كوروش مړپنه 530 مخزيږدي سره سمون خوري" ( زيار،پښتو او پښتانه32 مخ) . د دريم داريوش په مهال چې هخامنشيان كمزوري شوي وو نو "بسوس" په باختر كې د واكمنۍ تاج په سر كړ او "بارسانتس" اراكوزيا او درنګيانا چې دا دواړه سيمې د يوه ولايت په څېر پخپلو كې سره ډېرې نږدې وې اداره كولې.
څرنګه چې دبلخ له واكمنو سره يې اړيكې دوستانه وې نو ځكه نوموړي كوښښ كاوو چې خپل هېواد د وطن له دښمنانو نه وژغوري نو بيا يې د بلخ له واكمن بسوس سره خپلې اړيكې لا ټينګې كړې او له هغه څخه يې مرسته تر لاسه كړه چې په پاى كې په 330 مخزيږدي كال په دې بريالى شو چې دريم داريوش له مينځه يوسي او پخپله پاچا شي.
دا هغه وخت دى چې يوناني سكندر د يوه لوى لښكر په ترڅ كې پارس ته راننوتى دى او له پارسيانو سره يې جګړې پېل كړي دي خو په لږه موده كې د افغانستان هرات ته را ورسيد كله چې "بارسانتيس" د سكندر حيرانونكى برى وليد ووېرېد او پرته له جګړې نه يې اراكوزيا او درنګيانا پرېښوده دغرو له لارې نه هند ته لاړ. هماغه وو چې سكندر د اراكوزيا ولايت ته راننوت او دغه سيمه يې لاندې كړه.
بطليموس هغه يوناني جغرافيه پوه دى چې دافغانستان د ډېرو سيمو څېره يې پخپلو ليكنو كي انځوركړې او كښلې ده او نوموړي د اوسني كندهار چې په هغه وخت كې د اراكوزيا په نوم يادېده دځنې ښارونو او سيمو نومونهFhoklis  ، اسكندريه او لنګهم د بېلګې په توګه يادولى شو گ
اّزولا چې د هلمند په پورتنۍ برخه كې " ګوزرIsider ، ديمترياس، الكزاندرپولس چې ددې هېواد پلازمېنه او د اراكوتس يعنې ارغنداب د رود په غاړه پروت ووگ
ځنې لرغونپوهان په دې ګومان دي چې ښايي "اراكوتس" د كندهار يا پنجوايي زوړ ښار وي كه چېرې وي خو وي به او كنه دا يوه خبره خو څرګنده ده چې اراكوتس د ارغنداب د رود په غاړه (البته ددې رود پخوانى بهير) كندهار ته نږدې يو ودان او اباد ښار وو. د اراكوزيا سكندريه په نوم يو ښار په ډېرو تاريخونو كې ياد شوى دى اّن ځنې تاريخپوهان په دې اند دي چې ګنې دا د " ددې ښار ښاروال وټاكه او پخپله د كابل په لور رهي شو ولې دا هغه اوسنى كندهار نه دى چې بنسټ يې د سكندر له خوا ايښودل شوى وي دا يوه تېر وتنه ده چې د يو شمېر څېړونكو له خوا تكرار شوې ده. ځكه چې نوموړى د كندهار دښار بنسټ ايښودنكى نه دى يوازې د يو شمېر سرتېرو په پرېښودو يې بسنه وكړه او پخپله د كابل په لور وخوځېد.
د سكندر له مړينې وروسته ورو ورو د يونانيانو واكمنۍ د كمزورتيا لور ته روانه وه. اريايي سيمه ييزو واكمنو هڅه كوله چې يو واكمن او ځواكمن حكومت جوړ كړي. په دې لړ كې "ديودوتس " د باختر واكمن شو او خپله اړيكه يې د بابل د يوناني پاچا "دريم انتي اوكس" سره پرېكړه او په 256 مخزيږدي كې د يوه خپلواك حكومت بنسټ كېښود.
دغو سيمه ييزو واكمنانو د هېواد په بېلابېلو برخو كې واكمني چلوله او ځنې سيمې يې تر خپلې ولكې لاندې راوستې لكه سيبرتيوسStasandrosSolucus
كه له يوې خوا يونانيان مخ په زوړتيا روان وو خو له بلې خوا موريايانو هم د هېواد نيول شوې ځمكې ټينګې نه شوې كړاى دوي هم د هرې ورځې په تېرېدو د كمزورۍ خواته روان وو.
د اسكايانو په راتلو سره د باختريانو واكمنۍ د هندوكش له شمال نه د هندوكش جنوب لورته وغوځېده خوكله چې اسكايان (150-155 مخزيږدي) د اّمو له سيند نه يو د بل پسې را پورې وتل او په بشپړه توګه يې د يوناني باختري واكمنۍ له مينځه يوړه بيايې نو ورو ورو خپله واكمنتيا پراخه كړه او له هرات نه را واخله تر سيستان او كندهاره پورې پرمختګ وكړ او د هند نيولو ته اړم شول.
كله چې اسكايان كمزوري شول پهلوايانو " (30 ق م) وو چې له ده وروسته د كورنۍ نور غړي يې له كندهاره د كابل لور ته مخه كړه. "ګندو فارنيس " په 19 زيږديGasByzantium  غاړې باختر او تخارستان تر خپلې ولكې لاندې راوستې. ولې بيا هم كابل، زابل، سوات، پېښور، بلوچستان او ځنې نورې سيمې د سيمه ييزو واكمنو له خوا اداره كېدلې. د كابل رتبيل شاهانو د ګندهارا ډېرې سيمې تر خپلې واكمنۍ لاندې راوستې وې. كله چې د اسلام لښكرې پارس ته را ورسيدې. ساساني واكمنۍ نسكوره شوه او پاچا يې افغانستان ته را وتښتېد. عربانو د سيستان (23 ليږدي) له نيولو وروسته كندهار ته مخه كړه او كندهار يې هم (44 هـ) ونيو.
پښتو اريانا دايرت المعارف د كندهار د نيولو په اړه داسې كاږلي دي: " كندهارد مسلمانانو په مقابل كې ډېر ټينګار وكئ. موسيو فريه H er
د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو دمخه هم ډېر لرغوني توكي په كندهار كې د كندنو له مخې په دا وروستيو كې سربېره شوي دي. د 1337 كال په پيل كې د كندهار زاړه ښار ته نږدې دى د "سرپوزې" غره په څنګ كې يو ډبرليك د دوه غونډيو په مينځ كې وموندل شو چې د ډېر ارزښت وړ ځكه وو چې اوږدوالى يې دوه نيم متره او سور يې يو متر او لس سانتي وو. له دې مهمه دا چې دغه ډبرليك په دوه ژبو "يوناني" او "ارامي" ليكدود كښل شوى دى.
د افغانستان د ادبياتو په تاريخ كې د پام وړ ټكى دا دى چې د ډبرليك برنۍ برخه يې چې ديارلس نيمې كرښې لري په يوناني ليكدود او د ډبرليك لاندينۍ برخه چې اوه نيمې كرښې لري په " ارامي " ليكدود ليكل شوي دي گ………  9مخ – حبيبي او افغانستان در " (د افغانستان لنډ تاريخ حبيبي 53 مخ)
دمخه مو وويل چې عربو د پارس له نيولو وروسته د يزدګرد په لټه خراسان ته مخه كړه. د فردوسي او طبري د يادونو او ليكنو له مخې د خراسان او غور ساتونكي او حكمران د مروې پاچا ماهوي وو چې ټبر يې د سوريانو په نوم ياديږي. دا هغه مهال ده چې ساساني پاچا يزدګرد سوري ماهوي ته پنا راوړې وه. د فردوسي او طبري د وينا له مخې نوموړى پاچا بلخ، هرات تر مروې او بخارا پورې ځمكې لاندې كړې او خپله واكمنۍ يې ټينګه كړه.
څنګه چې د اسلام دويم خليفه حضرت عمر(ض) د قيس زوى احنف دېته ګومارلى وو چې ساساني واكمن يزد ګرد ونيسي نو ماهوي ددې له پاره چې اړيكې ښې كړي وي نو يزدګرد يې د يوه ژرنده ګړي په لاس (31هـ –651 ز) وواژه.
كه له يوې خوا د اسلام لښكرې زموږ د هېواد دغو ذكر شوو سيمو ته ليږل شوې وې خو له بلې خوا عبداله بن عامر په مشري يو شمېر عرب په سجستان (سيستان) وروختل او بيا له كندهار نه يې تر هنده (سيند) پورې پرمختګ وكړ.
د صفاريانو تر واكمنۍ پورې كابل او كندهار په بشپړه توګه د عربو په لاس كېنه وو يوازې باج او خراج يې ترې اخسته او بس. يعقوب (ليث) د كندهار دپنجوايې له نيولو وروسته د كابل رتبيل شاه وواژه له غزني نه تر كابله پورې ځمكې يې لاندې كړې.
له صفاريانو وروسته كندهار د سامانيانو په لاس پريووت او له هغه وروسته غزنوي سلطان محمود كندهار ونيو. د غوريانو د واكمنۍ په مهال كندهار هم د دوي په واك كې وو خو بيا سلجوقيانو غوريانو ته ماتې وركړه د كندهار غوندې نور ښارونه يې هم پخپله ولكه كې راوستل.
بيا په (597 هـ 1210 ز) كال سلطان محمد خوارزم دكندهار ښار ونيو خو خونړي چنګېز د خوارزم شاه (609 هـ – 1222 ز) په هېواد تېرى وكړ او دهغه واكمنۍ يې را چپه كړه.
د مغلي چنګېز له واكمنۍ وروسته دوهم ملك شمس الدين كرت په 676 هـ كال كندهار د "كرتانو" تر ولكې لاندې راوست. بيا تېمور هرات ونيو او د كرت كورنۍ (چې وروستى واكمن يې ملك غياث الدين وو) يې پايته ورسوله او ورپسې يې كندهار ونيو او د سلطان حسين بايقرا په مهال د لومړي ځل له پاره د كندهار نوم "ضرابخاني" په توګه په مسكوكاتو كې را څرګند شو.
د ميرزا سلطان حسين په وخت كې "شيباني" په بلخ تېرى وكړ په داسې حال كې چې د كندهار نايب الحكومه د "ذوالنون بيګ" زوى "شاه بيګ ارغون" وو كله چې شيباني هرات ونيو غوښته يې چې د كندهار په خوا مخه كړي خو بابر په ډېرې چټكۍ چې كابل يې لاندې كړى وو په كندهار وروخوت.
شيبانيانو او بابريانو دواړو لورو كوښښ كاوو چې كندهارد تل له پاره پخپله ولكه كې وساتي. صفويانو له د ې وخت نه استفاده وكړه ياغي شهزاده ميرزا "سام" په كندهار تېرى وكړ خو طهماسب "بوداك خان" قاجاري كندهار ته واستوو او د هغه ځاى والي يې وټاكه.
هغه وخت چې شېرشاه د بابر اولادې ته ماته وركړه د هغه زوى كامران د هند د مشهور فاتح "خواجه كلان بيګ مغل" سره كابل ته راغى  د نادر افشار له مرګه وروسته ابداليانو په سر كې احمد شاه ابدالي د داسې حكومت بنسټ كېښود چې شمال ته اّموسيند، جنوب ته هندسمندر، جنوب ختيز ته كشمير او ډيلي او لويديز ته مشهد او نيشاپور وو، يوه لويه امپراتورۍ جوړه كړه چې د هېواد پلازمېنه يې د كندهار ښار وو.

 
بېرته شاته