لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
په اسلام کې د ښځې طلاق د مېړه څخه!
لیکوال: نجيب زاخېلوال   نېټه: 04.04.2010   خپرونکئ:   سمسور  

موده وړاندې مې په تاند ويبپاڼه کې د استاذ شپون د پوښتنې د ځواب په اړه لنډه ګنډه ليکنه د  د محترم زاهد جلالي ولوسته . زاهد جلالي صيب تر خپل وسه کوښښ کړی وو ، خو ځنې لوستونکو خو پکې هسې د کتاب البطن نه خبرې کړې وې.
زه هغه خبرې په خپل ځای پرېږدم . راځم خپلې خبرې ته!
 تر ټولو د مخه غوره ګڼم چژ ووا يم زه کوم مفتي نه يم ، خو ما دد غه مسلې په برخه کې يو څه کتابونه او خپل مالومات را ټول کړل غواړم چې  زه يې د لته د لوستونکو سره شريک کړم. موږ دوه ستر ې برخې لرو يو اسلام او بل کلتور  چې دا هغه څه دي چې په زياترو وختونو کې دواړه د يو بل سره په ټکر کې وي خو موږ په دين باندې تل  کلتور ته ترجيح ورکړی او ورکوو يي. او دين ته مو د کلتور په سترګه کتلې.
په اسلام کې ښځه او نر د حقوقو له نظره سره يو شان دي. نر او ښځه د يو بل د کاليو حيثت لري ( هغوۍ ستا لپاره کالي دي او تا سې د هغوۍ لپاره کالي ياست) سورت بقره ۱۸۷ ايات .
همدا راز د پيدايښت او ماهيت له پلوه هم سره کوم توپير نلري دوي د يو بل لپاره پدې خاطر پيدا شوي چې چې ښځه او سړی د يو بل په څنګ کې خپل احساسات او عواطف ارضا کړي او خپل روحي او رواني ارام لاسته راوړي. سورت اعراف ايات ۱۸۹ .
که په اسلام کې چې يو ژوند له ستونزو ډک وي او هاغسې نه تر سره کيږي چې څنګ د قران او احاديثو غوښتنه ده چې ښځه او مېړه د يو بل نه خوند واخلي . او دلته ښځې ته د طلاق حق نه وي دا به یو اړخيزه پرېکړه وي او د اسلام د عدالت خبره د پوښتنې لاندې راولي نو بيا به د ( قيام باالقسط ) هدف به څه وي؟
ځکه د ټولو پېغمبرانو د مبغوث کېدو موخه د الله پېژندل او قيام په قسط وو ( په تحقيق سره ما ليږلي رسولان په ښکاره دلايلو سره او ليږلی مې د دوۍ سره کتاب او تله چې د خلکو تر مينځ عدالت قايم کړي ) سورت حديد ۲۵ ايات
دلته داندي ويل شوي چې عدالت به يوازي د يوې ډلې خلکو تر مينځ قایموي بلکي د خلکو نه مراد ښځې او سړي دي .
دا چې ښځه د مهر په مقابل کې خپل نفس سړي ته ورکوي دا ددې مانا نه ورکوي چې سړی هر څه وغواړي هغه پرې کولي شي  یانې که سړي وغواړي ښځه وهلې شي ( پرته له نشوز څخه ) وژلي يې شي ، د ژوند حق ترې اخيستلي شي او که زړه يې وغواړي نو ورته ورنزدي کيږي او کنه نو په کلونو کلونو يې پوښتنه نه کوي او نه ورسره د انسانيت وضعيت کوي.  نه هيڅکله هم داسې نه ده.
دا سمه ده چې د طلاق حق د سړيو سره دی. خو پدې شرط چې سړی به د ښځې سره د قران او سنت په رڼا کې ژوند کوي او د هغې ټولې شرعي اړتياوي به ورپوره کوي. او کنه ، نو ښخه بیا هم د طلاق حق نلري،. زما په آند دا به د غلامۍ ژوندوي ، ځکه چې  داددې مانا ده لکه دا ځيني چې وايي ښځه ښځه ده! دا به اجيبه دلیل وي .
د ښخي نوم او ښځيتوب دا ناما نه لري چې سړي د هر څه وغواړي د هغې اجازه لري مګر ښځه  حق نلري  او ښځه يوازې د سړيو د سړولو او خوشالولو وسيله ده . زما په آند داسې څه په قران او حديثو کې نشته  ( ښځو ته هاغه ډول حق دی لکه څنګه چې سړيو ته دی، سړي يو درجه او چت دي ) سورت بقره ۲۲۸ ايات.
دلته د يو درجې مانا دا حاکميت مطلق خبره نه ده بلکې د سړيو د مسؤليت او زمواریۍ خبره ده . چې ښځو ته به نفقه، خوارک او د ژوند اسانتياوې او خوشالتياوې برابروي . الله ج ته ټول انسانان يو شان دي ( هيڅ عمل او نيکي نه ضايع کوي هغه که د ښځې وي او يا که د نر ) سورت ال عمران ۱۹۵ ايات
که سړی دا پورته کار نشي کولی نو بيا د ې د ښځو د طلاق په وړاندې هم نه خنډ کيږي د کلتور، غيرت او پيغور په نوم دي د يو چا ژوند په اور کې نه اچوي او نه دې د دغه کار څخه مخ اړوي . که نن موږ  وګورو هغه دندې چې داسلام د مېړه په اوږو ايښي دي هغه که مالي ( نفقه، خوراک، کور، کالې....) اخلاق (  ښه خبرې کول، مينه کول، په ورين نتدي ورسره اکاړه کول.... ) او جنسي ( کوروالې کول په نيکه طريقه، ددې حق نه ضايع کول يانې د پرديو ښځو سره اړېکې نه نيول ) په ښه شان نه تر سره کوي. نو  که بيا هم ښځې ته طلاق ورنکړل شي، دلته بايد قاضي د وخت د مېړه څخه ورته طلاق واخلي . ( زن در اسلام  ج ۱۹ ص ۲۸۵ شهيد مطهري )
سید مجتبی موسوي لاري په خپله مقاله ( اسلام او طلاق ) کې وايي چې پينځه عمده شرطونه دي چې ښځه کولی شي د مېړه څخه طلاق واخلي او ةېړه ته خپل مهر بېرته واپس کړي چې دغه دليلونه د ټولو علماوو له خوا منل شوي دي :
۱: بد اخلاقه مېړه ۲: د مېړه ناساز ګار خوی او خلق ۳: نفقه ۴: نامعلوم سفر ۵: د ښخې د مشورې پرته بل واده کول.
http://www.dw-world.de/dw/article/0,,3164127,00.html
همدا راز شيخ محمد غيثمين په خپل کتاب کې ليکي چې: ښځه د علت له امله  د مېړه څخه طلاق اخيستلی شي د بېلګې په ډول د مېړه نه خوښول چې ورسره ژوند نشي کولي، فاسق، فاجر مېړه، د حرامو کارکونکی مېړه ، چې ښځه ترېنه د دين په اعتبار کرکه ولري. نو پدغسې طلاق غوښتنه کې هېڅ ګناه نشته. چې ښځه خلغ اخلي او مېړه ته مهر بېرته ورکوي. او که ښځه د کوم لامل پرته د طلاق غوښتنه کوي نو ورته جواز نشته. ( شيخ محمد عثيمين، لقاء الباب مفتوخ دريم جلد ۱۷۴ مخ )
د خضرت عباس رض څخه روايت دی، چې د ثابت بن قيس ښځه رسول الله ص ته راغله او ويې ويل : اي د الله رسوله زه په ثابت کې کوم غيب نه ګورم مګر زه د هغه سره ژوند طاقت نلرم  او زما نه خوښيږي . محمد ص ورته وويل چې په مهر کې يې څه درکړي دي؟ هغې وويل : باغ يې راکړی دی. خضرت محمد ص ورته وفرمايل چې باغ ورته واپس کړه ( صحيح بخاري )
ددې حديث په شرحه کې خافظ ابن حجر ليکې:  زما نه خوښيږي يانې زه داسې اعمال کوم، چې هغه د اسلام خلاف دي. د مېړه څخه نفرت کوم، د هغه نافرماني کوم او د هغه حقوق نه ادا کوم . ( فتح الباري ۹ جلد ۶۰۰ مخ )
شيخ قرضاوي په خپله فقه کې ليکي: کومه ښځه چې نشي کولي د خپل مېړه سره ژوند وکړي د مېړه څخه د ې طلاق واخلي او ځان دې ازاد کړي. او مېړه ته دې خپل مهر بېرته واپس ورکړي او مېړه حق نه لري چې د ورکړل شوي مهر څخه زيات غوښتنه وکړي. (حلال نه دی تاسې ته چې وا اخلئ د هغه  څه، څخه زيات چې تاسې ورکړي دي ) بقره ۲۲۹ ايات
شيخ احمد کوتي په کاناډا کې د اسلامې علومو مشر وايي: که ښځه پدې پوه شي چې د خپل مېړه  هغه خويونه او کړنې لکه بې ځايه وهل ټکول، فاجر او فاسق عادتونه، رټل او ښکنځل يې نشي بدلولی او هغه نشي اصلاح کولینو ښځه  مطلق حق لري چې طلاق واخلي.
شيخ ابن باز د طلاق د حالتونو په اړه پخپل کتاب کې ليکي :
۱:د مېړه او ښځې تر مينځ د توافق نشتوالی، پدې ډول چې يو د دواړو څخه يو بل ته په زړه کې مينه ونلري او يا دواړه د يو بل سره مينه ونلري.
۲:د ښځې بد اخلاقي يا په ښو او بدو چارو کې د مېړه اطاعت نه کول.
۳: د مېړه بد اخلاقي او په ښځه باندې زور ظلم او ناانصافي کول او د ښځې حقوق نه ادا کول.
۴: ښځې چې د خپل مېړه حقوق نه ادا کوي.
۵: د دواړو څخه يو يې په ګناه اخته وي او يا دواړه په ګناه اخته وي چې له امله يې کورني حالات خرابېږي د بېلګې په ډول د مېړه نشه کول، سګريټ څکول، د ښځې نشه کول، سګريټ څکول.
۶: د ښځې، خواښې ، خسر او اوښي او يا د بل  سره  د حالاتوداسې خرابوالی چې د وۍ تل د يو بل په ژوند کې مداخله کوي او خلاصی ترېنه نه وي.
۷: د مېړه لپاره ځان پاک نه جوړول او سينګار نه کول، عطر نه استعمالول او ورسره په مينه خبرې نه کول.
الفتاوی الجامعهَ للمرآهَ المسلمهَ دويم جلد ۶۶۶ مخ
همداراز د پاکستان يو دارالافتا د يوې ښځې په ځواب کې چې مېړه يې سګريټ څکي، او نوموړې د سګريټو څخه بده وړي .....  داسې فتوا ورکړې ده: که ستاسې مېړه لمونځ کونکی وي او تاسې سره يې اخلاق سم وي نو خپل ژوند ته ادامه ورکړه او کوښښ وکړه چې مېړه دې سګريټ پريږدي. او که نه هغه بار بار خپلې ګناه ته ادامه ورکوي نو طلاق ترينه واخله.
دشيخ محمد بن عيثمين څخه پوښتنه وشوه چې د نشه کونکي مېړه څخه د ښځې د طلاق ا خيستلو حکم څه دی؟ او د هغه سره د اوسېدلو حکم څه دی؟ او دا بايد په پام کې ونيول شي چې د اولاد د نفقې د مېړه څخه بل څوک هم نشته؟
د نشه کونکي مېړه څخه طلاق اخيستل جايز دي ځکه چې دښځې، د مېړه دغه حالت نه خوښيږي او که دغه ښځه طلاق واخلي نو د اوو کلونو څخه کم عمره بچيان د مور سره ځي خو پلار به يې نفقه ورکوي. خوکه چېرته د ښځې په وس کې وه  او ددې زغم يې درلود چې د مېړه سره اووسي او د هغه د اصلاح کېدلو امکان وو نو دا غوره ده .
  الفتاوی الجامعهَ للمرآهَ المسلمهَ دويم جلد ۷۴۵ مخ
ليث بن سعد ابن عمر د مولی نافغ څخه روايت کوي چې هغه د ربيع بنت معوذ ابن عفرا څخه اوريدلي دي چې هغې عبدالله ابن عمر ته ويلې چې هغې د حضرت عثمان رض په دوره کې د خپل مېړه څخه خلغ واخيسته نو د هغې کاکا،. حضرت عثمان رض ته ورغی او ورته يې وويل چې ربيع د معوذ لور د خپل مېړه څخه جدا شوی ده آيا هغه کولی شي چې د مېړه و کور څخه کډه وکړي؟ حضرت عثمان ورته وويل : هو! د هغوۍ تر مينځ نه وارثت شته او نه هغې ته د يو حيض د تېرولو نه زيات وخت، د يو حيض نه وروسته هغه نکاح کولی شي چې حمل يې په ګېډه نه وي .
ددغه روايت څخه هم دا جوته شوه چې ښځه د مېړه څخه د طلاق ا خيستلو حق لري .
که چېرته کوم مېړه خپله ښځه پرته له کوم شرعي دليله ( نشوز ) وهي ټکوي او رتل او بد رد ورته وايي. نو مېړه ته پکار دي چې هغه پدې پوه شي چې  هغه ( کلکم راع و کلکم مسؤل هن رعيته ) حق سم نه ادا کوي او ددې به ترېنه په ورځ د قيامت پوښتنه کيږي. الله ج د خپلې کورنۍ، ښځې او ماشومانو سره ښه اخلاق کول واجب کړي دي .  ( د خپلو ښځو سره ښه او نيک چلند کوئ) النساء ۱۹ ايات
حضرت محمد ص فرمايي : له تاسې غوره هغه څوک دي چې پخپل کور کې غوره وي او پخپله کورنۍ کې بهتر وي. ( ترمذي او ابن ماجه چې د شيخ البانې رح په صحيح الجامع کې دغه حديث صحيح دی )
کله چې کومه ښځه پرته له کوم عذره مېړه وهي رټي نو ښځه به کوشش کوي چې مېړه يې اصلاح شي او سمې لار ته راشي او که ونشو او بيا يې هم پرته له موجبه ښځه وهله نو د شيخ محمد عيثمين په فتوا ښځه اجازه لري چې مېړه څخه خلغ واخلي.
او دا هم بايد ونه باسو چې : ( د خداي ج د نښو څخه يوه داده چې چې پيدا کړي يې دي تاسې لپاره ستاسې د نفسونو څخه ښځې چې دواړه سره د ارام او سکون ژوند وکړئ او ستاسې تر مينځ د د مينې او محبت رابطه او جذبه وي .) سورت روم ۲۱ ايات
دلته دوه خبرو ته اشاره ده :
۱: ښځه د عالم انسانيت يوه برخه ده او د خپلو کې سره يوه جوړه ده
۲: د ښځې او سړي وجود د يو بل د ارام او هوسايينې لپاره دي نه د بل ډول استعمال لپاره . 
اوس راځم هغه احاديثو ته چې په بخاري شريف کې د ښځې د طلاق يانې خلغ په هکله راغلي دي.
۱: وقول الله تعالى ‏{‏ولا يحل لكم أن تأخذوا مما آتيتموهن شيئا‏}‏ إلى قوله ‏{‏الظالمون‏}‏ وأجاز عمر الخلع دون السلطان، وأجاز عثمان الخلع دون عقاص رأسها‏.‏ وقال طاوس ‏{‏إلا أن يخافا أن لا يقيما حدود الله‏}‏ فيما افترض لكل واحد منهما على صاحبه في العشرة والصحبة، ولم يقل قول السفهاء لا يحل‏.‏ حتى تقول لا أغتسل لك من جنابة
چې پدې حديث کې دوه خبرې څرګندې شوې ، يو دا چې د ښځې د رضا پرته د هغې ورکول او دويم د مېړه څخه د خلغ اخيستلو اجازه. د هغه خلکو اعتراضات ختم شو چې وايي ښځه د مېړه څخه ځان نشي خلاصولی.
۲: حدثنا أزهر بن جميل، حدثنا عبد الوهاب الثقفي، حدثنا خالد، عن عكرمة، عن ابن عباس،‏.‏ أن امرأة، ثابت بن قيس أتت النبي صلى الله عليه وسلم فقالت يا رسول الله ثابت بن قيس ما أعتب عليه في خلق ولا دين، ولكني أكره الكفر في الإسلام‏.‏ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ أتردين عليه حديقته ‏"‏‏.‏ قالت نعم‏.‏ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ اقبل الحديقة وطلقها تطليقة ‏"‏‏.‏
۳: حدثنا إسحاق الواسطي، حدثنا خالد، عن خالد الحذاء، عن عكرمة، أن أخت عبد الله بن أبى، بهذا، وقال ‏"‏ تردين حديقته ‏"‏‏.‏ قالت نعم‏.‏ فردتها وأمره يطلقها‏.‏ وقال إبراهيم بن طهمان عن خالد عن عكرمة عن النبي صلى الله عليه وسلم وطلقها‏.‏
۴: وعن ابن أبي تميمة، عن عكرمة، عن ابن عباس، أنه قال جاءت امرأة ثابت بن قيس إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالت يا رسول الله إني لا أعتب على ثابت في دين ولا خلق، ولكني لا أطيقه‏.‏ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ فتردين عليه حديقته ‏"‏‏.‏ قالت نعم‏.‏
۵: حدثنا محمد بن عبد الله بن المبارك المخرمي، حدثنا قراد أبو نوح، حدثنا جرير بن حازم، عن أيوب، عن عكرمة، عن ابن عباس، رضى الله عنهما قال جاءت امرأة ثابت بن قيس بن شماس إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقالت يا رسول الله ما أنقم على ثابت في دين ولا خلق، إلا أني أخاف الكفر‏.‏ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ فتردين عليه حديقته ‏"‏‏.‏ فقالت نعم‏.‏ فردت عليه، وأمره ففارقها‏.
خلغ يا د ښځې طلاق څه شی دی؟
خلغ هغه طلاق ته وايي چې ښځه يې د يو مالوم عذر په بنسټ د مېړه څخه اخلي. بايد يادونه وکړم که چېرته پرته له کوم علته وي  نو حضرت ثوبان رض وايي چې  رسول ص فرمايي :  ښځه چې پرته له کوم عذره د مېړه څخه طلاق اخلي په هغې د جنت بوي حرام دی .
مسند امام احمد جلد ۵ مخ ۲۷۷
او علتونه هغه دي چې ما پورته په  تفصيل سره ترې يادونه وکړه. او بله دا وجه هم بايد له ياده ونه باسو که دا وېره وي چې د الله ج حکم ماتيږي . ( که چېرته تاسې دا ويره لرۍ چې د الله ج حدود نشي قایم کيدی نو بیا خلغ کومه ګناه نه ده ) البقره ۲۲۹ ايات
مولانا محمد تقي عثمان په خپل کتاب کې ليکي: په لاندي پينځو حالتونو کې حکومت کولی شي چې ښځه د مېړه نه طلاق کړي  ۱: چې مېړه لېونی وي ۲: چې ښځې ته نفقه نه ورکوي. ۳: چې نامرد وي او د کوروالي جوګه نه وي. ۴: چې هيڅ درک يې نه وي او روک وي  . ۵: چې چې داسې ورک وي چې د پيدا کېدو يې هيڅ صورت نه وي.
اسلام مين خلغ کی حقيقت ۶۰ مخ
زياتره علماوو دا  حضرت عمر رض  په قول  چې په پورته حديث کې ذکر دی چې     له مخې  يې حکومت ته اړتيا نشته یوازې دغه مسله د ښځې او مېړه تر مينځ د پوهاوي له لارې حل کيږي پدې شرط چې ښځه به ورکړل شوي مهر بېرته مېړه ته ورکوي او په بدل کې به مېړه ښځه خلغ کوي.
خلغ طلاق دی او کنه؟ پدې کې د فقهاو او مجتهدينو اختلاف دی، خو حضرت عمر رض، حضرت علي رض،حضرت عبدالله ابن مسعود رض، حضرت سعيد بن مسيب رح، حسن بصري رح، عطا رح، قاضي شريح رح، ثعبي رح، ابراهيم نحفي رح، جابر بن زياد، امام مالک، امام ابوحنيفه، سفيان ثوري، امام اوزاعي  په نزد طلاق دی . او په صحيح قول سره د امام شافعي همدا مسلک دی.
تفسير ابن کثير  ج اول ۲۷۵ مخ
همداراز ابن رشد هم وايي ( تر کومه چې د خلغ د نوعيت خبره ده، نو د جمهور  علماوو په نزد طلاق دی .) ابن رشد هدايه المجتهد ج دويم ۶۹ مخ
حضرت عمر  رض وايي: که ښځې خلغ غواړي نو د هغې څخه انکار او منع مه کوئ.
  دار المنثورالسبوطي رح اول جلد ۲۸۳ مخ
نو بس چې داسې ده او څوک پدې پوهيږي او ځان ته مسلمان وايي چې د ښځې سره ژوند نه کيږي او يا د خپلې ښځې حق نشي ادا کولې نو د اسلامې نصوصو په  رڼا کې دې ورته خپل حق ورکړي او د اخرت پېټی او عذاب دې  پر اوږو نه باروي.  ( وويريږئ د هغه ورځي څخه چې هېڅوک به د بل چا سره هيڅ شي مرسته نشي کولې  او نه به  واسطه ، رشوت  او عذر منل کيږي او نه به څوک درسره کومک کولی شي. ) سورت بقرهَ  ايات ۴۸ او ۱۲۳
والله اعلم بالصواب

 
بېرته شاته