لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د افغانستان نامتو پوهاند صديق الله رشتين سره مركه
لیکوال: محمد همايون هما   نېټه: 04.04.2010   خپرونکئ:   سمسور  

- نيټه 18 ديسمبر 1992

ځاى : د هما كور بغداده
ملاقات :  محمد همايون هما ، نور البشر نويد ، عظمت هما مجاز
هما : رښتين صيب !  چې پښتو او پښتون سره مينه لري هغوي سره ستاسو پيژنګلو بيخي يوه رسمي خبره ده. په افغانستان كښې د پښتو ادب دآسمان پنځه ستوري ياديږي . پوهاند عبدالحى حبيبي ، قيام الدين خادم ، ګل پاچا الفت ، عبدالروف بينوا ، پنځم ستورى تاسى يئ . د ستور و په دې  جو نپك كښې تاسو پخپله رڼا او ادبي هلو ځلو پښتو ته يو مقام  وركړو . مونږ غواړو چې تاسو د خپل ژوند د حالاتو او د خپلې كورنۍ په  هكله مونږ سره خبرې وكړئ.
رشتين بابا : زما د پلار نوم مولوي تاج محمددى چې په مهتمم صاحب مشهور ؤ. دى د امير احمد خان ځوى او د محمد اكبر خان لمسی او د شاه جهان خان كړوسی دى. مونږ په قام سليمانخيل يو . زما پلار تاج محمد خان  د كال  1870 م په شا او خوا كښې زيږيدلى دى. په لاهور كښې يې تر بى اى   ا  نګريزي تعليم حاصل كړى ؤ. او بيا يې د اسلامي علومو دوره پوره كړې وه.
هما : ستاسو پيدايش كوم ځاى شوى دى ؟
رشتين بابا :  زه د مهمندو په غازي آباد كښې په 1298 لمريز كال كښې پيدا شوى يم.
هما  : ستاسو نور ورڼه شته ؟
رشتين بابا :  مونږ درې وروڼه يو يو حبيب الله نوميږي او بل عبدالله.  حبيب الله نن سبا پيښور كښې استوګنه كوي او عبدالله په جرمني كښې  دى.
يادونه : (  حاجي جبيب الله په حق رسيدلى دى او د ارواښاد رشتين بابا له قبر په څنګ كښې خاورو ته سپارل شوى دى ، عبدااله خان ژوندى دى ، د 87 كالو دى او په جرمني كښې ژوند كوي .)
هما :  د خپلو زدګړ و په باره كښې معلومات راكړئ ؟
رشتين بابا :  ما  لومړى  درس په كاله كښې له خصوصي استاذانو څخه واخيست بيا په جلال آباد كښې  په نجم المدارس ښې شامل شوم. دا د مولانا نجم الدين هډې صاحب په نوم ياديږي - د هغه مدرسه وه دغلته مې درې څلور كاله  سبق ووې . دغه د كال 1311 شمسي زمانه وه . په كال 1315 شمسي كښې كابل ته لاړم او هلته مې د كابل په دارلعلوم كې داخله واخيسته.
هما : تاسو پښتو ټولنې ته كله راغلئ ؟
رشتين بابا :  په 1318 شمسي كال كښې پښتو ټولنې ته راغلم .
هما : د پښتو ټولنې تاريخ كه مو بيان كړو نو ښه به وي ؟
رشتين بابا : په افغانستان كښې د پښتو ټولنې تاريخ داسې دى. چې پښتو انجمن په 1311 شمسي كښې په قندهار كښې د وزير محمد ګل مهمند په امر جوړ شو . دا پښتو انجمن د قندهار نه كابل ته راغى . د كابل پښتو انجمن سره په كال 1316 شمسي كښې يو ځاى شو او پښتو ټولنه جوړه شوه. ددې ټولنې لومړنى عموموي مدير عبدالحى حبيبي ؤ .  وزير محمد ګل مهمند دى سردار محمد نعيم خان ته معرفي كړى ؤ . سردار محمد نعيم د سردار محمد داوود ورور ؤ . سردار محمد نعيم له وزير محمد ګل نه پوښتنه وكړه چې څوك د پښتو ټولنې مشر كړو . هغه ورته ووې چې عبدالحى حبيبي . دى په هغه وخت كښې په قندهار كښې ؤ ، د طلوع افغان مدير ؤ . بيا په كال 1320 شمسي كښې عبدالرحمن پژواك مدير شو . د هغه نه وروسته بيا عبدالرووف بينوا راغى . زه په هغه وخت كښې د قواعدو د څانګې مدير وم. زه بيا له بينوا سره  د پښتو ټولنې معاون شوم.په هغه زمانه كې  زما نه مخکښې خادم صاحب ؤ ، ګل پاچا الفت ؤ . دوي  له مانه مخكې دي . زه او بينوا په يو تاريخ راغلي وو. دومره ده چې دا نور خلك ښكته پورته شول او زه تر آخره پورې په پښتو ټولنه كښې پاتې شوم. ما 35 پنځه ديرش كاله  مسلسل  د پښتو ټولنې خدمت كړ ى دى ، بل خوا تللى نه يم. 
هما : دا پښتو ټولنه هغلته په سركاري سرپرستۍ كښې وه ؟
رشتين بابا : هوا ! دا لومړی د مطبوعاتو د وزارت سره تړلې وه او بيا د پوهنې په وزارت پورې وتړل شوه.
 هما : د كابل حكومت د پښتو په خورولو كې او د هغې په معرفي كولو كښې څه كار كړى دى ؟ په تفصيل سره پرې خبرې وكړئ .
رشتين بابا : د كابل حكومت د پښتو ټولنه جوړه كړه . او دې ټولنې ته يې د پښتو خدمت وسپاره . نور كار بيا ټولنې كولو . حكومت يې په كار كښې مانع نه ؤ.
 هما : دغه د چا دور ؤ ؟
رشتين بابا : دغه د محمد ظاهلر شاه دور ؤ .
هما : كه چيرې پښتو ټولنې ته د حكومت سرپرستي حاصله نه وې نو دومره كار د پښتو د خدمت خو ممكن نه ؤ ؟
رشتين بابا : خير حكومت خو ټولنه جوړه كړه . مامورينو ته  تنخوا حكومت وركوله . دغه پنځه ستوري چې تاسو ياد كړل ، هغوي سره پخپله هم د پښتو شوق ؤ  او دوي په ډيره مينه خپلې وظيفې تر سره كولې. او دا پنځه كسان چې و  ، دا حكومت نه وو تربيه كړي . دوي خپله تربيه شوي  وو . حكومت خو ورباندې يوه پيسه هم نه وه لكولې . نه په بينوا ، نه په الفت ، نه په خادم . زه لا په دارلعلوم كښې وم ، دوي خو نه وو.
هما :  پښتو ټولنې څومره كار كړی دى ؟
رشتين بابا :  پښتو ټولنې ډير زيات كار كړی دى. پنځه لس كاله مخكښې يې تقريبا درې سوه كتابونه چاپ كړي وو . لومړنی مهم كار خو يې دا ؤ چې په ټولو دولتي  دفترونو كښې يې د پښتو كورسونه جوړ كړل . مونږ د پښتو د پاره سل تنه معلمان درلودل . لومړی د پښتو كلي په نامه دولس درسي كتابونه وليكل شول . دد   ې كتابونو په ليك كښې امين الله زمريالي ، قيام الدين خادم ، ګل پاچا الفت او بينوا برخه اخيستې وه. د شپږم سمستر چې كوم ګرامر ؤ  ، هغه ما ليكلى  ؤ. په دوهمه دوره كښې ما دا كتابونه صحيح كړل او د دولسو په ځاى مې شپږ كړل . د يو سمستر د پاره يو كتاب .
هما : دا كتابونه  وروسته د طب او انجينرنګ د تعليم د پاره څنګه پكاريدى شو ؟
رشتين بابا : وروستو بيا د پوهنې په وزارت كښې د پښتو كتابونو د چاپ د پاره يوه اداره جوړه شوه . ددې ادارې  د سيوري لاندې  د ښونځيو د پاره د رسي كتابونه وليكل  شول . د ادبياتو  پوهنځي جوړ شو. چې  د پوهنځي د پاره د پښتو ادبياتو تاريخ او نور كتابونه وليكل شول.
هما : دا خو هغه كار ؤ چې د درس او تدريس سره يې تعلق ؤ. پښتو ټولنې كوم ادبي كارونه كړي دي ؟
رشتين بابا :  پښتو ټولنې ديوانونه چاپ كړي دي . د ادبياتو تاريخ يې چاپ كړی دى . اولنى د ادبياتو تاريخ ما ليكلى دى چې په 1323 شمسي كال چاپ شوى دى.
هما : تاسو خپل څومره كتابونه ليكلي دي ؟
رشتين بابا :  ما اويا كتابونه ليكلي دي ، له زرو نه مې زياتې مقالې ليكلي دي چې د مخونو شمير يې له لسو زرو نه زياتيږي.
هما : په دې اويا كتابونو كښې څومره چاپ او څومره نا چاپ دي؟
رشتين بابا : شل پنځه ويشت به نا چاپ وي ، نور چاپ شوي دي. پښتو ټولنې چې كوم لوى كار كړى دى هغه د شبلي نعماني او د سيد سليمان ندوي د سيرة النبي پښتو ترجمه ده چې په شپږو جلدونو كې چا پ شوې ده.
هما : دا كله چاپ شوي وو ؟
رشتين بابا : دا په 1323 شمسي كال كښې. بل غټ كار د دائرة المعارف چاپول دي . دا په اوو جلدونو كې  چاپ شوى دى. وروستي دوه جلدونه يې په 1354 او 1355 شمسي كالونو كښې چاپ شوي دي.
هما : د شبلى نعماني سيرة النبي خو زمونږ د پښتو اكاډمۍ هم چاپ كړى ؤ ؟
رشتين بابا : دوي خو ډير وروستو چا پ كړى دى. مونږ ډير پخوا چاپ كړی  دى.
هما : هسې چې مونږ كورو  . نو ستاسو د كار او پښتو د اكيډمۍ په كارونو كښې يو شان والى نه دى پيدا شوى . كوم كار چې دوي كړى دى ، هغه تاسو هم كړى دى.
رشتين بابا : پښتو اكيډيمي خو ډير ورستو جوړه شوې ده . دا ټول كارونه مونږ مخكې كړي دي . پښتني سندرې په نوم پښتو لنډۍ مونږ په 1334 كښې چاپ كړي دي . په دې كښې خالصې اته زره لنډۍ د پښتو لنډۍ دي. ددې دويم جلد د پښتو چاربيتې دي ، پښتو اكيډمۍ د روهي سندرې ټپې په نوم دا كار ډير وروستو شوى دى. خوپه هغې كښې يې زمونږ د كار يادونه نه ده كړې. بل كتاب ملي هنداره ،  محمد ګل نوري ليكلى ؤ ، چې پخواني نقلونه او كيسې پكې دي. پښتو قاموس مونږ پخوا ليكلى دى اول جلد او  دويم جلد پښتو كرامر ما ليكلى دى    . ژب ښودنه ، د مصدرونو لارښودنه دا ټول كتابونه ما ليكلي دي. په پښتو كښې د ګرامر كار ټول زما دى بل چا نه دى كړی . زما نه مخكښې محمد اعظم ايازي د پښتو ګرامر ليكلى ؤ خو هغه په فارسي كښې ؤ . د اول جلد او دوهم جلد زما د ګرامر ژبه هم فارسي ده.
هما  : پښتو كښې يو كتاب دى " پټه " خزانه  ؟
رشتين بابا : " پټه خزانه " د هغې قلمي نسخه عبدالحى حبيبي پيدا كړې وه او په 1323 شمسي كال كښې يې چاپ   كړه.
هما : په دې حقله ما خبره كوله چې نن سبا د هغې په استناد كوم بحثونه روان دي نو هغې د نويو ليكوالو په ذهن كښې شكوك  او شبهات پيدا كړي د تاسو .............. 
رشتين بابا : دا شكوك او شبهات دلته پيدا شوي دي . مونږ په دې لړ كښې هيڅ شبه نه لرو ځكه چې پخواني كتابونه يوه يا دوه نسخې پيدا كيږي ، ډيرې نه پيدا كيږي . زمونږ په نظر پټه خزانه د شاه حسين هوتك په زمانه كښې محمد هوتك په 1142 قمري كال كښې ليكلى ده. دا بيخي صحيح ده . د هغې په بركت باندې د پښتو ادب تاريخ دويمې  هجري  پيړۍ ته رسيدلى دى. ددې كتاب په حواله امير كروړ د پښتو لومړى شعر ليكلى دى چې هغه يوه وياړنه ده . په پټه خزانه كښې چې  كومې قصيدې راغلي دي - لكه د اسعد سوري او ښكارندوى  او نور ى داسې قصيدې دي چې اوس يې څوك ليكلى نه شي.
هما :  زمونږ يو محقق دى . قلندر مومند صيب ، هغوي په دې كتاب څه علمي بحثونه كړي  دي  او ددې كتاب په ځينو ټكو لكه هيواد ، استوګنه ، او ګروهيدل په حقله وايي چې په پټه خزانه كښې    چې دا ټكي په كومه معنى استعمال شوي دي دغه معنى بيخي او سنۍ او جديد دي او زمونږ  پخوانو شاعرانو دغه ټكي په دغو معنو نه دي استعمال كړي . دويمه خبره هغوي د نوم او د ترتيب په حواله كوي او وايي  چې په دې كښې د شلمې پيړۍ نفسيات كار كوي - قلندر مومند خودې كتاب ته بالكل جعلي ويلي دي خو د طالب علمانو د رهنمائۍ د پاره ستاسو رائې  غواړو ؟
رشتين بابا : داسې اعتراضونه خو چې څوك غواړي نو په هر كتاب كيداى شي . اعتراض خو بيل شى دى . مونږ له قلندر مومند سره موافق نه يو . پټه خزانه پخوانى كتاب دى او په دې كښې هيڅ اشتباه نشته. او محمد هونك په دې كښې پوره پوره حوالې وركړي  دي . لكه د شيخ كټار لرغوني پښتانه ، تاريخ سوري ، او داسې نور ټول كتابونه چې  دا كتاب يې ترې ليكلى دى ، ښودلي دي.
هما : خو صيب دا لرغوني پښتانه او تاريخ سوري نشته او نه پيدا كيږي ؟
رشتين بابا :    "پټه  خزانه كښې ددې حوالې شته ."
هما : د كتاب د استناد د پاره يو داخلي شهادت وي او بل خارجي   شهادت وي . داخلي شهادتونه خو په خپل ځاى خو د پټې خزانې د استناد لكه چې هغوي وايي څه خارجي شهادت مخې ته نه دى راغلى يعنې  د نورو كتابوانو په حواله ددې ذكر نيشته ؟
 رشتين بابا :  په هغه وخت كښې د مغلو حكومت ؤ . مغل د پښتنو ازلي دښمنان وو . هغوي چې د پښتنو د تاريخ په حقله  كوم كتابونه موندلي دي هغه يې سيزلي دي .
هما : ستاسو دا دليل په دې سلسله كښې واقعي دروند دى چې په هغه وخت كښې درباري ژبه فارسي وه نو د پښتو اهميت نه ؤ نو د هغه وخت د مغلو پادشاهانو،  ښه په اراده او ښه په منصوبه بندۍ د پښتو د تاريخ او ادب ټولې حوالې ګډې وډې كړي دي.
رشتين بابا : د مغلو دوره درې سوه كاله وه . پښتانه دغې دورې ته مغلواله وايي او مغل واله ظلم ته  وايي   لكه چې  حميد بابا وايي :
يو به  نه سم  مغلواله د رقيب ستا
په رښتيا كه زيږولى پښتنې يم
مغلواله ظلم ته وايي او دا ظلم دوي په پښتنو كړى ؤ.
هما :  كه پټه خزانه جعلي ثابته شي نو په پښتو به څه اثرات  مرتب شي ؟
رشتين بابا  : پښتو ته به زيان ورسي . ځكه چې د پټې خزانې په حواله د پښتو ادبياتو تاريخ دويمې هجري پيړۍ ته رسيدلى دى او خبره داسې ده چې ما دوه ليكونه  هميش ګل هميش ( هميش خليل) او حبيب الله رفيع  ته وركړي دي او پكښې مې وئيلي دي چې قلندر صاحب  ، حبيبي  صاحب خو د شاعرۍ دعوى نه ده كړې او نه  شاعر ؤ نو دا پنځوس شعرونه يې  د ځانه څنګه جوړ كړي دي او په هغو كښې ډير داسې لغات دي چې هغه اوس نشته لكه نرمل ، ترمل او برمل او دا ټول لغات د اسعد سوري په اشعارو كښې راغلي دي  او اوس نشته چې ده له ځان نه جوړ كړي وي.
هما : حبيبي صاحب شاعر نه ؤ جي؟
 رشتين بابا : نه ، هغه دعوى  نه وه كړې  . يو نيم شعر يې ويلى دې خو شاعر نه ؤ.
هما :  قلندر مومند چې  كوم كتاب ليكلى دى . پټه خزانه   في الميزان ، هغه تاسو كتلى دى؟
رشتين بابا :  قلندر مومند ماته  دغه كتاب راكولو خو ما وې  ماته يې مه راكوه زه ددې  د كتو توان نه لرم .
هما :  هغه چې ستاسو د كتاب د كتو توان نه لري او تاسو د هغه د كتاب د كتو توان نه لرئ نو دا خو څه ښه رويه نه ده . بيا به دا خبره منطقي نتيجې ته څنګه رسي . مونږ دا مسئله نه ګڼو ؟
رشتين بابا :  ما ورته وويل چې دا بې ځايه كار دى . تا چې دا خپل  عمر  په دې تحقيق كښې تيرولو نو بل څه غوره كار به دې كړی ؤ. اووه څلويښت كاله كيږي چې دا كتاب چاپ شوى دى . تر اوسه پورې پرې چا اعتراض نه دى كړی . نو هغه وخت دې  پرې نه كولو . كړی به دې ؤ .
هما : تاسو يقينا په دې كتاب ښه پاخه او كوټلي دلايل وركړل او خپل نكته ء نظر  مو ښه په وضاحت سره بيان كړو زما په خيال دا بحث كافي ؤ . اوس به نورې خبرې كوو . تاسو په كابل كښې د پښتو د پاره كافي ډير كار وكړ  او هغه مو يو مقام ته ورسوله . دا زما په خيال په كابل كښې ستاسو د كار نتيجه ده چې پښتو اوس دومره اوچت مقام حاصل كړى دى . اوس دلته په دې پښتونخوا كښې د پښتو د عام كولو د پاره چې ستاسو په ذهن كښې  څه تجويزونه وي نو هغه وړاندې كړئ؟
رشتين بابا : مانه به خدايبخښلي پاچا خان  تپوس وكړو چې د پښتو د ترقۍ دپاره څه  كول پكار دي نو ما به هغه ته دا خبره كوله. چې د يو قام  د ترقۍ څلور توكي دي ، علم ، اقتصاد ، كلتور او سياست . تاسو په يوه پايه موټر چلوئ يعنې تش سياست  ته مو لاس اچولى دى. په دې پښتون قام ترقي نه شي كولاى ، دې دپاره لومړى د هغوي علمي ترقي  ضرور ي ده بيا د هغوي  اقتصاد ته توجه پكار ده . بيا ژبه او كلتور وده مومي او له هغې نه پس به سياسي  اوچتوالى حاصلوي . تاسو چې په اورګاډي د خوشحال اكسپرس نوم   ايږدئ نو د هغې نه پښتون قام ته څه ګټه نه رسيږي  يا كه د جرګانو چوك ته د پاچا خان چوك ووايئ  نو په دې څه نه كيږي . لومړی علم او اقتصاد پكار دى . ستاسو پښتو اكاډيمي چې پښتو كتابونه چاپوي نو پكار ده چې پوهانو سره پرې مشوره وكړي . دوي بې فائدې كتابونه چاپوي   دوي چې د پښتو لغات چاپوي نو په هغې غور نه كوي ، فارسي او عربي  هر څه  پكښې راولي . دا سم كار نه دى.  .
بل مونږ  دا كار كابل كښې كړى ؤ  چې د لارو ، كوڅو ، او دكانونو  نومونه مو پښتو كړي وو . دلته هم دا كار وكړئ ولې  چې ددې ځاى نوم پښتونخوا دى .
هما  : نن سبا  پښتو شاعري په خرپ كې روانه ده . ستاسو څه خيال دى چې د پښتو د ترقۍ دپاره  شاعري اهمه ده كه نثر ؟ 
رشتين بابا : دا خبره ما څو ځلې كړې ده چې ډيره  شاعري پښتو بلكې يوې ژبې ته هم فائده نه رسوي. له شعر نه نثر ډير مهم دى او ژبه چې ترقي كوي نو په نثر باندې يې كوي . ډيره شاعري چې ده دا ښه نه ده . يو نيم شاعر پكار دى  ليكن ښه شاعر لكه حمزه صاحب چه   شو.
هما : د پښتو د  ليك لار د يو كولو د پاره څه متفقه فيصلې شوې دي. په دې باره كښې ستاسو څه خيال دى ؟
رشتين بابا : د ليك لار خبره داسې ده. چې اول مجلس پښتو ټولنې په كابل كښې په كال 1321 شمسي كښې كړی ؤ . د پيښور اديبان هم كابل ته راغلي وو . بيا بل مجلس په كال 1327 شمسي كښې وشو . بيا بل مجلس پيښور كښې شوى ؤ . د رحمان بابا د قبر  تعويذ ( سنګ مرمر ) مى راوړ ى ؤ دا د 1336 شمسي كال ؤ. دا درې مجلسونه مونږ  كړي دي . او دا ټولې خبرې په هغو مجلسونو كښې فيصله شوي دي. چې څه پاتې دي هغه ډيرې لږې پاتې دي . يو كتاب دى ادبي جرګه ورته وايي . دا كتاب پښتو ټولنې چاپ كړی دى . دا ټولې فيصلې او خبرې په هغه كتاب كښې راغلي دي .
هما : د پښتو اكيډيمۍ  د سيوري لاندې په باړه كلۍ كښې د ليك لار كوم سمپوزيم  چې شوى ؤ  او په هغې كښې چې كومې فيصلې شوې وې ، هغه تاسو لوستي دي . په دې فيصلو او په هغو كښې  چې تاسو كړې وې ، څه فرق شته ؟
رشتين بابا : فرق پكښې شته . د ليك لار اوسنۍ  بعضې فيصلې  صحيح دي ، بعضې يې نه دي .
هما  : تاسو څه وايئ چې په هغو كښې څه صحيح نه دي ؟
رشتين بابا :  په دې فيصلو كښې د زوركي د پاره همزه ليكل صحيح نه دي . لكه زړه ء ( دل )  په دې كښې همزه نه وي . دې د پاره مونږ  خفي   (  ه ) ورته وايي ، هغه ليكو  او زړه  كښې ( پرانا )  كښې عربي  (ه ) ليكو .
هما  : خفي به څنګه ليكو ؟
رشتين بابا : داسې به يې ليكو ( رښتين صيب په خپله په كتاب كښې وښودله )  ( ه ) او ظاهره به ( ه ) داسې ليكو.
هما  :  د خفي (ه ) د پاره قلندر صيب  چر ګۍ    "  هه "  سيوا كړې  ده لكه اوبهه
رشتين بابا : نه نه چرګۍ   "  هه " نشته . داسې نه ليكل كيږي .
د  ښكاره ( ه ) د پاره داسې ليكو   لكه  ( غرمه )
هما :     د  امر د پاره  د ( ى )  د پاسه همزه اچول كيږي . لكه   ( وكړئ  )
رشتين بابا :  داسې  مونږ هم لكوو دا صحيح ده د تانيث د پاره د كش ( ۍ ) لكه جينكۍ او چوكۍ و غيره.
هما : اوس جي په دې نوې املا كښې پنځه يا ګانې  شاملې دي چې طالب علمانو ته يې لوى مصيبت جوړ كړی دى . ليك دود صرف د ليكوال مسئله نه ده . دې كښې ماشوم ( طالبالعلم ) هم شامل دى . دا تدريسي معامله ده.
نويد  : استاد هم پرې نه پوهيږي ؟
هما : هو ! استاد هم پرې نه پوهيږي . په دې معامله كښې  غور هم پكار دى او چې دا ټكي خصوصا ى ګانې چې رالنډې شي نو ښه به نه وي ؟
رشتين بابا :  پكار ده چې په دې معامله غور جاري وساتلى شي .
نويد : په كابل كښې كوم يو دور پښتو ته ډيره توجه كړې ده ؟
رشتين بابا : د ظاهر شاه په دور كښې ډيره توجه شوې ده . هغه د پښتو په ترقۍ كښې مانع نه ؤ . نور محمد تركي پښتو ټولنه ورانه كړه . د علومو اكاډمي نوم يې ورباندې كيښود . فارسي يې پكښې داخله كړه . پښتو ټكي يې  ترې  لرې  كړه . فارسي بان تكړه وو . پوهان پكښې وو . هغوي پښتو ګډه وډه كړه او پښتانه يې وروسته كړل . پخواني پوه خلك چې وو هغوي مړه شول ، څوك پاتي نه شول . هلكان وو ، دوي كار نه كولو . دا زيار چې راغلى  دى ، دى يې غولولى ؤ كنه.  دې زيار غلطي كوله كنه . د هغوي د ذهنيت غړی ؤ  او ليكونكى ؤ _ نو دوي خو كار نه كولو كنه.
نويد : اوس په موجوده دور كښې په افغانستان كښې د پښتو څه حيثيت  دى ؟
رشتين بابا : موجوده وخت كښې پښتو هيڅ حيثيت نه لري . فارسي مخكښې ده.  حكومت هم د تاجكو دى. رباني تاجك دى. پښتانه نشته.
نويد : دا خبره  كيږي  چې  د  مجددي په وخت كښې د پښتو كتابونه  سيزلي شوي دي ؟
رشتين بابا : زه په  خپله معلومات نه لرم. نور محمد پښتو ويله خو پښتو سره يې مينه نه وه.  د معارف په وزارت كښې ماته يو چا وويل چې تركي پښتو كورسونه لر كړل ، ته په دې كښې څه وايی . ما ورته په جواب كښې وويل چې  " كورس خو د لږې مودې د پاره وي . خلكو اوس پښتو زده كړې ده اوس پښتو كورسونو ته ضرورت نشته.
هما : كتابونه كه  اوس لرې هم كړي نو ضرورت نشته .  خلكو پښتو خپله كړې ده او پښتانه شوي دي .
نويد : خلق خو پښتانه شوي دي  خو هغه موجوده دي راتلونكى نسل به څه كوي ؟
رشتين بابا :  هو كنه پروګرام خو يې خراب كړو كنه .
نويد : په هر حال نقصان خو  دى د پښتنو د پاره .
رشتين بابا : په دې هر څوك پوهيږي چې اوس د پښتنو اختيار نشته .
نويد : دلته   ادب او سياست يو بل سره جوړه راروان دي . په افغانستان  كښې د ادب او سياست څه  بيلتون ؤ ؟ د يو بل اثر خو يې نه قبلولو ؟
رشتين بابا :  هلته ژبې  ته د ژبې په حيث كتلى شو څه سياسي تړون يې ورسره نه ؤ .
نويد : د كابل ريډيو او ټلي ويژن   چې د خپل  انقلاب  كومه پروپګنډه كوله ، هغې كې خو هم ادب شامل ؤ ؟
رشتين بابا : د خپل تبليغ د پاره خو يې استعمالوله كنه .
نويد :   په كابل كښې چې كوم انقلاب راغى ، د هغې څه اثرات دي  ستاسو څه خيال دى ؟
رشتين بابا : افغانستان خو يې خراب كړ . آبادۍ يې خرابې كړې  . وړاندې خو روسان وو ، هغوي هرڅه خراب كړل او اوس دا  بيلابيل تنظيمونه دي نو دوي په خپل منځ كښې  اوس جنګيږي . دا باقي پاتې به اوس دوي خراب كړي . دوي د چوكۍ د پاره جنګيږي د خداى د پاره نه جنګيږي.
هما   :  تاسو خو په دى ټول دور  كې  هلته پاتې شوى وئ ؟
رشتين بابا : هلته وو. د نجيب په دور كښې هلته وو خو د حكومت سره مو همكاري نه كوله . رسول امين راته وويل چې تا عدم تعاون كولو - لكه كاندي چې عدم تعاون كولو . رسول امين د ليكوالو د ټولنې مشر دى . ما ورته ووې چې هو  ما تعاون نه كولو . ماته خو ځكه سليمان لايق ويلي وو  چې راشه مونږ سره همكاري وكړه . د پاچا خان په مخ كښې يې راته ويلي وو . چې دوه درې ځله يې راته ووې چې مونږ سره په اكاډيمۍ كښې  كار وكړه . نو ما ورته په جواب كښې ووې .چې لايق صاحب خلق  چې نوكري كوي نو د دريو څيزونو د پاره يې كوي . د شهرت د پاره ، يا د موټر د پاره يې كوي او يا يې د پيسو د پاره كوي. زه په افغانستان كې دومره شهرت لرم چې نور نه ځائيږي  ، د موټر سورلي مې ډيره كړې  ده نوره نه كوم او پيسې هم دومره راسره دي چې زما كار پرې كيږي نورې نه غواړم. پس له هغې نه سليمان لايق له مانه لاس واخست . ما ورته ووې چې كه علمي كار غواړې نو زه به درته لار وښايم . هغه شان وكړه . كتاب ماته كورته  راوليږه  ، قاموس ، ګرامر زه به يې صحيح كړم . خو هغه دا كار نه كولو . ده مانه په تنظيم كښې  همكاري غوښته خو هغه ما نه كوله . كله چې زه ناروغ شوم نو نجيب ماته پارسپورت نه راكولو چې د علاج د پاره هندوستان ته لاړ شم.
هما : د انقلاب په دور كښې تاسې هلته وئ او دلته رانغلئ او نور ملګري راغلل دا ولې ؟
رشتين بابا : زه نا جوړه وم كنه د ناجوړتيا دليل ؤ ، سپين ږيری وم بهر نه تلم.
نويد : په دې دويم دور كې چې څوك راغلل دا څوك وو ؟
رشتين بابا : دا خلقيان وو يا پرچميان وو . دوي ويريدل چې دا ملايان به مونږ په عذابوي او دوي له مليانو نه راوتښتيدل.
نويد : تاسو ته په يو دور كښې تكليف نه ؤ ؟
رشتين بابا :  ما څه برخه هم نه اخيسته او مريض وم.
هما : او زما په خيال يوه وجه دا هم وه چې تاسو ټول عمر  علمي كار كړی دى او سياست كښې مو برخه نه ده اخستې  .
رشتين بابا : په يوه دوره كښې زه په سياست كښې وم . په " ويښ زلميانو " كښې وم. خو لږه موده وه .
هما : دا كوم دور ؤ ؟
رشتين بابا :  دا د شاه محمود خان دور ؤ .
هما : دا  ويښ زلميان  څوك وو د حكومت په لور وو كه مخالف وو ؟
رشتين بابا :  دوي اصلاحات غوښتل نه د حكومت په طرف وو او نه مخالف وو.
هما : د حكومت له خوا په دوي باندې څه پابندۍ نه وې ؟
رشتين بابا : د شاه محمود خان په دور كښې نه وې . وروستو پرې بيا ولكيدې . ټول بيل بيل شول . غلام حسن صافي او بينوا استعفى وركړه يو زه او بل نيك محمد پكتيانى پكښې پاتې شو.
نويد : د پاخان د كتاب متعلق تاسو څه وايئ ؟
رشتين بابا : ښه كتاب دى . خپل تاريخ يې ليكلى دى . ما كتلى دى . صحيح كړى مو دى. پاچاخان ماته خط راليږلى وو . زه په جلال آباد كښې وم چې زه يې ستا له كتو نه بغير نه  چاپ كوم. بيا ما وكتو . په آخره كښې هغه زما نوم ليكلى دى او اصلاحات مې پكښې كړي دي. " د كانګرس بې وفائي "  دا عنوان ما وركړی دى.
نويد : د ولي خان كتاب مو كتلى دى ؟
رشتين بابا : نه ما نه دى كتلى. پاچا خان د پښتون سندرې ويلې او هغه په هغې باندې د پښتنو خوښ ؤ ، د بچهء سقاو چې په كابل كښې پاچاهي شوه او نادر خان پيښور ته راغی نو پاچا خان او ميا جعفر شاه پاڅيدل او چنده يې ورته وركړه او كومك يې ورسره وكړ   او ددوي په كومك نادر خان په كابل كښې پاچا شو .
هما : دا ستاسو په شاګردانو كښې چې كوم ليكوال دي . د هغوي د كار متعلق ستاسو څه خيال دى .
رشتين بابا : دوي شاعران معرفي كوي . دا كار پخوا شوى دى تر اوسه پورې پنځه ټوكه پښتانه شاعران چاپ شوي دي  ، هم هغه سلسله ده  البته غلطۍ پكښې  اوس  ډيرې دي. او زيار صاحب چې كوم لغات جوړوي له ځان نه نو تر څو پورې چې يو علمي مجلس د هغو تصويب ونكړي تر هغې پورې دا صحيح نه دي. دا زيار زما شاګرد دى ما ورته درس وركړى دى . ډاكټري يې زما په كتاب " د پښتو اشتقاقونه او تركيبونه " په مدد اخستې ده . دا زما كتاب په 1327 شمسي كښې چاپ شوى دى .
نويد : تاسو سره چې ددوي اختلاف ؤ ، نو دا سياسي ؤ كه ادبي ؟
رشتين بابا : دا حبيبي چې ؤ ، دى زمونږ د ننګرهار د ژبې مخالف ؤ . دى هلكانو به د هغه قدر كولو . په دې قندهاريت او ننګرهاريت  باندې  دې هلكانو به ماته ويل چې مونږ څه وايو  هغه صحيح دي . ما به ورته ويل چې دا سې نه ده . مونږ بين الأفغاني ژبه جوړوو چې كومه كلمه په قندهار كښې صحيح وي هغه به له قندهار نه اخلو او چې كومه په ننګرهار كښې صحيح وي هغه به له ننګرهار نه اخلو ، زما له دوي سره دا اختلاف ؤ  ، حبيبي به وې  چې  قندهاري صحيح ده . دې هلكانو حبيب الله رفيع او زيار به د حبيبي صفت كولو . د داوو خان په وخت كښې  د حبيبي اختيار ډير ؤ او هغه به ددې هلكانو كتابونه  چاپول نو دوي به دهغه متابعت ډير كولو ، زما به يې نه كولو خو دا مخالفت سطحي ؤ ، اساسي نه ؤ . زيار صاحب به د ځان نه لغات جوړول . ماخذ ته به يې اخذ وې . ما به ورته وې چې دا اخذ غلط دى .
هما : د اخذ او ماخذ لږ وضاحت وكړئ . دا ولې غلط دى ؟
رشتين بابا : اخذ ځكه صحيح نه دى چې ددې آخر ته دا ( ذ ) ظرفي تورى دى چې د فعلي مادې آخر ته راځي " ماده فعلى " يعنې اخستل اخلى راځي . نو چې ته اخليز ووايې  نو دا صحيح ده . دى ماخذ ته اخذ وايي دا غلط دى .
زما تبصره  :    اخذ   عربي كلمه ده   او مأخذ هم عربي كلمه ده  .  اخذ  د  ياخذ ماضي حالت دى    (ياخذ)   مضارع فعل دى  او معنى يې   اخلي  ده . لكه په دى جمله كښې . هو ياخذ     5000  خمسة الاف  افغاني معاش من الشركة. يعنى هغه 5000 افغانۍ معاش له شركت څخه اخلي . 
( اخذ )  دا ماضي فعل دى لكه په دې جمله كښې : هو اخذ 5000 الاف  افغاني  من الشركة .  يعنې  هغه 5000 زره  افغانۍ  له شركت څخه واخستلى.
نو د ( ماخذ ) كلمه  د مصدر په معنى ده  چې په انګلسي كښې ورته source وايي .  نو ځكه ويلاى شو    د مأخذ كلمه صحيح ده او د اخذ كله سمه نه ده .
 ياخذ  او اخذ   فعل ګڼل كيږ ي او مأخذ  اسم دى  .  د مأخذ جمع مأخذونه دي
وايي له كومو مأخذونو نه دى  په  خپله  ليكنه كښې استفاده كړې ده ؟
   ( فضل الله رشتين )
 نويد  : د افغانستان په دې اوسني دور كښې خلق راغلل ، هنرمندان ، ليكوالان ، د افغانستان د موجوده حالاتو صحيح كيدو او ددې خلقو د واپس تلو څه امكان شته ؟
رشتين بابا : امكانات شته خو پوهه غواړي ، خلق غواړي ، سر غواړي . سر نشته .
هما : حل يې څه دى   ؟
رشتين بابا :  حل يې دا دى چې ټول د اكثريت تابع شي . پښتانه اكثريت لري . اوس  پښتو ته په ښه سترګه نه كتل كيږي. پخوا هم مونږ د پښتو د پاره جګړې كولې . پخوا  دايران يو سفير ماته ووې چې ته د فارسي په ځاى پښتو غواړې . ما ورته ووې چې داسې نه ده ې. فارسي په خپل ځاى ده . او پښتو په خپل ځاى . پښتو سره چې كوم ظلم شوى دى مونږ غواړو چې هغه ظلم ونه شي . هر پښتون شاعر په خپل ديوان كښې د فارسي شعر ويلى دى ليكن فارسي شاعر پښتو نه ده ويلې. اوس هم دغه حال دى . نو ما د ايران سفير قانع كړ  چې مونږ دواړه ژبې په خپل خپل  ځاى غواړو. خو پښتو د اكثريت ژبه ده . ملا فيض هزاره په سراج التواريخ كښې ليكلي دي.
" به خاطر كثرت و انبوهي افغان كلمه ستان در آخر آن ملحق ګرديد و به تمام مناطق افغان نشين اطلاق ګرديد."
نويد : ستاسو زمونږ د پښتونخوا د صوبې د پاره د پښتونخوا د نوم په هكله څه راى ده ؟
رشتين بابا : ما د امير محمد خان په خوله ولي خان ته جواب ليږلى ؤ چې  د پښتونخوا نوم كه څوك نه مني نو دې سيمې ته په ګندهارا يا روهستان كښې يو نوم خوښ كړئ بلكې روهستان دې علاقې ته د پخوا نه وايي نو دا نوم زيات مناسب دى . د شيدا شعرونه دي .
خان استاد د تمام روه ؤ
دى دانا په هر ګروه  ؤ
په هندي ادا يې وكړې په ما چارې
زه شيدا په روح ساده د روه افغان يم
 اشرف خان هجري وايي :
قاصدان له روهه نه راځي مدت وشو
سلام باد رارسوي منت يې سم دى
هما : ښه جي رشتين صيب ستاسو ډيره مننه چې تاسو مونږ له دومره وخت راكړو  او په هره موضوع مو راسره دومره خبرې په تفصيل  او روڼ تندي سره وكړې  اوس راته خپل څه كلام عنايت كړئ.
رشتين بابا : زه بنيادي طور سره نثر نګار يم . شاعري مې ډيره نه ده كړې 
خو يو دوه رباعۍ به درته وړاندې كړم .
له مړينې  ورستو يو ځل به راشې
قبر زما له كه وفادار يې
هم به نثار كړې ګوهر د اوښكو
زما د خاورو كه رښتين يار يې
 
هم سړي لره په كار لاس خوزول دي
متل دى د كونډې ځويه څه خو بويه
ګټه وټه هم د خپلو لاسو خوند كړي
وايي ښه ده خپله لور د پردي ځويه
هما : تاسو سره مجلس ستاسو علمي خبرو ډير خوند وكړ . ډيره ډيره مننه .
رشتين بابا : له تاسو نه هم مننه .
يادونه  :  د ارواښاد  پوهاند صديق الله رشتين  ټولې مركې چې له رسنيو سره يې   مختلفو وختونو كښې كړي دي ، هغه  د ښاغلي ذكريا ملاتړ لخوا راټولې شوي او د خپلې ماسترۍ تيزس يې په همدغو مركو ليكلى دى .  زه هيله لرم چې ښاغلى ملاتړ به هغه مركې  د  رشتين بابا سايټ  ته راوليږي تر څو هغه خپرې  شي او ګران لوستونكي  ترينه ګټه واخلي  
په احترام
الحاج فضل الله رشتين   
 
بېرته شاته