لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د خوږغږلرونکی سندرغاړی استادیارمحمدسره ځانګړی مرکه
لیکوال: انجنیرعبدالقادرمسعود   نېټه: 29.04.2010   خپرونکئ:   سمسور  

نن سبا ساینس پوهانو دا خبره منلې ده چې موسیقي  نه یوازي د بنیادم په معنویاتو او روح  اغیز لری بلکه په  مرغانو او حیواناتو اوحتی په ونو او شنو بوټو هم ګټور اغیز لرلای شې- زه نه غواړم د موسیقۍ په هکله ډیرې خبرې ؤ کړم زه صرف دومره وایم که ځنګل ښایسته دی د چوڼو او بلبلانو په خوږو نغمو به ښکلی او ښایسته  وی اوکه انساني ټولنه ښکلې  ده د سندر غاړو په خوندورو آوازونو او موزیکال غږونو به رنګینه وي او  اروا پوهانو له موزیک څخه د ناروغانو د معالجې لپاره ګټه تر لاسه کړې ده او په اسلامې نړۍ کي د تصوف د لارې د  پیروانو له خوا د سازونو په څپو کې د اسې سرودونه ویل کیږې چې ذکر جهر ئې بولي او آوریدونکي د نیکو فضایلو او انساني عواطفو اواخلاقو  په لور را کاږي او لنډه ئې دا چې موسیقی د انسان او ژوند لپاره ضرورې پدیده ده  زمونږ په ښکلي هیواد ګران افغانستان کې کله چې د وطن د حراست او ارضي تمامیت خبره پورته کیده د وطن  آزادۍ ساتونکو به د یرغل په وخت کې رزمې او حماسي سندرې ویلي د میوند په جګړې کې د ملالۍ سندرې نه هیریدونکې سندرې دي. د افغانستان په پلازمینه د کابل په ښار کې  یوه کوڅه وه چې نوم یې (خراب آباد) ؤ خو نا لوستو عوامو خلکو دغه کوڅه د خرابات په نامه یادوله د دغې کوڅې اوسیدونکي واړه د خدایتعالی(ج) په مینه مست طرنم ویونکي او ټنګ ټکور غږونکي استادان ؤ د هغوی د هڅو او زیار له برکته د موسیقي د ګلانو باغچې په افغاني ټولنې کې ؤ غوړیدې او له دغې کوڅې څخه نامتو استادان لکه د موسیقۍ سر تاج خدای بښلي استاد سر آهنګ  او داسې نورو استادان را برسیره شو،او شائي دا خبره هیره نکړو چې هندیان خپل مذهبی مراسم د موزیک په خوندورو څپو کې تر سره کوي او ساز او آواز د هندیانو لپاره مقدسه مذهبي پدیده ګڼل ګیږي خو په اروپا ئي هیوادونو کې  د ډیرو کلونو له تیریدو څخه وروسته کلیسا ګانو ته موسیقۍ لار پرانسته خو زمونږ په وروسته پاته ټولني کي د موسیقۍ د مهار کولو لپاره د ځینو متعصیبو افراتي مذهبی ډلو ټپرو له خوا بندیزونه لګیږې دا چې د دغو بندیزونو لمن به کله ټوله شي د مستقبل  او د ټولنې د فرهنګي د ودې او پر مخ تګ پورې اړینې خبري دي خو د دغو ستونزو سره سره زمونږ د موسیقۍ په بڼ کې یو شمیر ښکلي ګلان را ټوکیدلي دي چې یو ګل یې د خوندور آواز خاوند ګران   
استاد یارمحمد دی.
استاد یارمحمد د علی احمد زوی دی چې په کال(۲۳. ۰۲. ۱۹۵۷) کې  دکابل ولایت په شهر نو  کې زیږیدلی دی. لومړنی زده کړه یې د مسعود سعد په ښوونځی  کې اوثانوی       

زده کړی یې دنادریی په لیسې کې ، لوړې زده کړیې  د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علوموپه پوهنځي کې سر ته رسولی دي. د تحصیلاتو له فراغت څخه وروسته دننګرهار ولایت د  شوونکو د روزنی په عالی موسسه کې د استاد په توګه و ګمارل شو. وروسته یې د کورنیو چاروپه وزارت کې د سرباز په توګه دنده اجرا کړې ده اوله هغه وروسته د څارندوی د انسامبل د آمر په توګه وټاکل شو.د هیواد بیلا بیلو ولایتونوته یی سفرونه کړی او هلته یي په زړه پوری کنسرتونه ورکړی دی.                                                    
 دی په موسیقی کی یو خاص مهارت لری، اوپه مختلفو ژبو لکه: پښتو، دری، اردو، انګلیسی، روسی، جرمنی  کی سندرې لری. ده تر اوسه پوری په بیلا بیلو هیوادونوکې کنسرتونه اجرا کړی دی لکه: پاکستان، مسکو، لندن، اطریش، جرمنی، امریکا، کانادا، ناروی، دنمارک، سویدن، فرانسه، بلجیم اوهالند.                                                    ده تر دی مهاله دوی اودیو کستي به هالند کې ،  دوی اودیوکستې په کابل کې،دوی اودیو کستي په پاکستان کې، دری ویدیو کستې په مسکو کې، اوشپږ سی دی  ګانی ئې په اروپا کې خپلو مینه والو ته ثبت کړی دی، او یوشمیر هنرمندانو ته یې کمپوزونه هم جوړ کړی دی.  
اوس مهال دی د هالند په هیواد کې ژوند کوی او له موسیقي سره بوخت دی.                            
 د استاد یار محمد سره مرکه لرو چې د تاسو پام ورته راګرځوم.

۱- پوښتنه: تاسو دموسیقی نړۍ ته څرنګه مخه کړه او په دې لاره کې ستاسو تشویق کوونکی څوک ؤ؟
ځواب: زما شوق موسیقی سره ؤ او زما د کورنۍ غړي زما مشوقین ؤ.

۲- پوښتنه: مهربانی وکړی ووایست چې په دې پردیسي کې د وطن نه لرې په کومو موثرو هنري کارونو مو لاس پورې کړﺉ او څرنګه هالند ته راغلاست؟
ځواب: په پردیسي کې نوي سندرې جوړوم ځانته او نورو ځینوهنرمندانوته.په هیواد کې دخرابو حالاتو له کبله هالند ته راغلی یم.

۳- پوښتنه: دموسیقی په برخه مو استاد څوک دی او له کوم سبک څخه تاسو پیروي کوی؟
ځواب: زه د پنډت داکتر وسنتراودیش پانډې شاګرد یم او د پتیاله ګرانه سبک څخه پیروي کوم.

۴-پوښتنه: ستاسو په آند کوم محترم استادان دافغاني موسیقی په ډګرکې ښه ځلیدلي دي؟
ځواب: مشخص کول لازم نه ګڼم خواګثریت استادان ښه ځلیدلي دي او دهغو کارونه ته د قدر په سترګه ګورم.
۵- پوښتنه: د شرقي او غربي موسیقی د یو ځای کیدوپه هکله تاسو څه نظرلری؟
ځواب: موسیقي سرحد نلري. دا کار د هنرمندانوپه توان مندي پورې اړه لري.

۶- پوښتنه :څرنګه چې افغانستان اوهندوستان یوبل سره ښې کلتوري اړیکې لري ځینې د هندي موسیقي لهجې افغانستان ته او ځینې نغمې او افغاني سندرې هند ته رسیدلي دي، په دغه مشترکه هنري تاثیراتوستاسو نظر څه دﺉ؟
ځواب:  موسیقي د انسانانو مشترکه کلتوري ژبه ده او تاثیرچې ښکلا بخښونکی وي د منلووړ دﺉ.

۷- پوښتنه :امیرخسرو بلخي (رح) چې په هندوستان کې ژوند کاوه او د( دهلوي) په نامه مشهور ؤ ، د موسیقي په برخه ځینې تاسیسات کړي دي ، تاسو کولای شی په دی هکله مونږ ته معلومات راکړﺉ؟
ځواب:په کلیان ټاټ کې راګ یمن او زیلاف راګ د بهیرو په ټاټ کې  چې دا راګ یعنی زیلاف راګ په دوه ټاټونو کې ویل کیږي یو په  اسوری ټاټ کې چې دی جونپوري او کهت څخه ترکیب شوی دی، او بل په بهیرو ټاټ کې چې د بهیرو او کالین ګره د راګانوپه ترکیب کې ویل کیږي او ځینو هم نور راګونه دامیر خسرو بلخي د تاسیساتو څخه په راګ کې شمیرل کیږي.
او په لی(تال) کې فیروز دست او یو تعداد نور خدمتونه هم د امیرخسرو د زحمتونوآثار ګڼل کیږي.

۸- پوښتنه :زمونږ د هنرمندانوله جملی څخه کومو هنرمندانو د شرقي موسیقي او غربي موسیقي په یو ځای کولو کې ابتکارات منځ ته راوړي او هغوی تر کومې اندازې موفق دي.آیا تاسو ددې رنګ یو ځای کیدل څخه پلوي کوﺉ؟
ځواب: زه ددې آمیزش طرفدار یم خو دچا نوم دلته نشم ذکر کولای دا کار ځانته مساعده هنري زمینه غواړي.

۹- پوښتنه: ددې تیروحالاتو سره سره افغاني موسیقي څرنګه ارزیابي کوﺉ؟
ځواب: په کار ده چې  د افغاني هنرمندانو لپاره مرکزیت وټاکل شي او دهنرمندانو په منځ کې هنري ارتباط موجود وي افغاني موسیقی ښه وده کولای شي تر څو تبادل افکار منځ ته راشي او یو دبل د تجربو نه ګټه واخلي. اوسني حالت د یو هنري مرکز د نلرلو له وجې په ښه حالت کې نه دې.خپل اصالت ورځ په ورځ له لاسه ورکوی او یونامعلوم جهت ته روان دﺉ

۱۰- پوښتنه:اوریدلی مې دﺉ چې( دخرابات محله دځینوهنرمندانوپخوانۍ ځاله) له سره جوړه شوې ده او یا ممکن هم چې جوړیږي، آیا ممکن دﺉ چې د خرابات ټول هنرمندان بیرته سره راټول شي او دافغانی اصیل او پخواني موسیقي د ودې لارې وڅیړل شي؟
ځواب: هو ممکن دﺉ خو یوڅه وخت غواړي او د ښی زمینه مساعدول واضیح ده چې پایله به یې ښه وي.

۱۱- پوښتنه: څوک کولای شي چې دا کار تر سره کړي؟
ځواب: دکلتور وزارت، رادیوتلویزون او د هنرمندانو اتحادیه کولای شي دا کار په ښه صورت سر تر سره کړي.

۱۲- پوښتنه: زمونږد لرغوني موسیقی په هکله مو نظر څه دﺉ؟ دا موجوده موسیقی په کوم لور روانه ده؟ اوڅه باید وشی؟
ځواب: د دي پوښتنی ځواب مې مخکی ورکړی دی.

۱۳- پوښتنه: تاسو څه وخت او په څه ترتیب د استادی لقب افتخار مو تر لاسه کړ؟
ځواب: زه په موسیقی کې استاد نه یم او هیڅکله هم د استادي لقب نه لرم اوهم یې نه غواړم. موسیقی بحر دﺉ او زه په کې یو حباب.

۱۴- پوښتنه: تاسو د یو استاد په څیر آیا د شاګردانو د روزلو په برخه مو اقدام کړﺉ او که نه؟ او که مو کړﺉ وي کولای شی چې په دې برخه کې مونږ ته معلومات راکړﺉ؟
ځواب: شاګردان مې روزلي دي اوځینو ته د خپلې تجربې نه مې ډیر شیان ورسپارلي دي لکه: ادریس دراني، احمدشاه کریمي، فاروق شفا، احمدشاه مستمندي، غرېی، نوید حبیب زاده ، مسیح، سهراب عزیز، مشروت احمد، عبید، هما افغان مینه، الکترینا، جاوید ساحلي ، رویین، او ځینونور.

۱۵- پوښتنه: زمونږ د ګران هیواد یو شمیرمحترم استادان چې په بهر کې ژوند کوي څرنګه چې لازم دﺉ  ولې د شاګردانو په روزلوکې همت نه کوي؟
ځواب: استادان اکثرا غواړی چې شاګردان وروزي خو زما په آند شاګردانو ته مشکله ده چې دایم د یوې محدودې دورې کورس لپاره ځان چمتو کړي. خو هغو چې دا زحمت په ځان منلی دی ضرور فیض یی تر لاسه کړﺉ. وایي(جوینده یابنده است). د درس زده کول هم استعداد غواړي او شاګرد باید چې ورپسې وګرځي او زده کړه وکړي او خپلی تجربې لا هم زیاتې کړي.

۱۶- پوښتنه: د ادبیاتو په ډګر کې ، چې سم تلفظ کول د توري او د شعرونوانتخاب کې بر سیره پر دې چې تاسو د ادبیات استاد یاست څوک شته چې تاسو تر اوسه ترې لارښوونې دضرورت په وخت تر لاسه کړی وي؟
ځواب: که چیرې ضرورت وي او په څه باندې پوه نه اوسم نوخامخا د خپل ادیبانو، شاعرانو او لیکوالانو څخه پوښتنه کوم او ځان پرې پوهوم.

۱۷- پوښتنه: تاسو تر اوسه دخپلې لرغوني موسیقی په هکله څه کارونه تر سره کړي دي؟ او که نه مو دي کړي نو ولې؟
ځواب: ما تر خپل توانه پورې د موسیقی په برخه کې ډیرکارونه کړي دي.دا ځکه چې دخپل  وطني موسیقي مې غواړم چې ژوندﺉ اوسي.

۱۸- پوښتنه: پردیسی حالت او د وطن نه لرې توب ستاسو په موسیقی کې څه رنګ تاثیر اچولی دﺉ؟
ځواب: پردیسی په خپله د مسافرله احساس سره تړلې دی او د حالاتو څخه عکس برداري کوي او بیرته یې ټولنې ته منعکسوي.

۱۹- پوښتنه: د وطني موسیقی په هکله د پردیسی په دیار کې لرې له وطنه څه ډول فکر کوﺉ؟
ځواب: که چیرې افغانې ټولنې په پردیسی کې خاص پروګرامونه جوړکړي او خلک راوبولي دا روحیه زیاتیږي او هرې خواته جشنونه جوړیږي او په دې محفلونو کې نه یوازی موسیقی ژوندی پاتی کیږي بلکه د ودی اوتکامل زمینه هم ورته برابریږي.

۲۰- پوښتنه: د نوروهیوادونو د هنرمندانو سره هم اړیکې لرﺉ؟ او د هغوی سره مرسته اوهمکاری څرنګه ارزیابي کوﺉ او څیړﺉ؟
ځواب: هواړیکې لرم.لکه یوشاګرد مې په مسکو کې چې عراقۍ وه او بل مې په سویدن کې چې هندۍ دی او بل هم په هالند کې چې یو هالندۍ دی. اویو بل هنرمند دی چې (عود) غږوي او یو ایرانۍ دی چې هغه هم (عود) غږوي او بل آلمانۍ دی چې ویلون او پیانو غږوي. زما ارزیابي تبادل د افکارو دی. لکه چې ما د لبناني هنرمند سره یو ځای کنسرت ورکاوه ما په بلاول ټاټ کې سندرې ویلې او ده په خپل موسیقی آله کې چې عود نومیږي دا سندری ډیرې شې غږولې، بیا یي وویل چې ستا همدغه راګ یا مقام زمونږ په ملک کې د (عجم) په نامه یو مقام یادیږي او زه ورسره ښه بلد یم.

۲۱- پوښتنه: تر اوسه پوری څو سندرې د رادیوتلویزون په آرشیف کې  او یا د باندی لرﺉ؟ آیا هغه سندری ټولې ستاسو خپل کمپوزونه دي او یا شته داسی نور کسان چې تاسو ته یی کمپوزونه در ګړي وي؟
ځواب: دسندرو تعداد رانه ورک دی او په یاد مې نه دي چې څومره. اکثرا کمپوزونه زما خپل کمپوزونه دي او د نورو استادانو لکه:استاد سلیم قندهاری، استاد هاشم او استاد دیش پانډې کمپوزونه مې هم ویلي دي او ډیر وخت چې توان مې نه درلودو کاپي سندرې مې هم ویلي دي.

۲۲- پوښتنه: آیا تاسو دیو استاد په حیث نورو هنرمندانو ته هم سندرې کمپوز کړي، او که نه نو ولې؟
ځواب: ما ډیرو هنرمندانوته سندری کمپوز کړی دي لکه: جاوید شریف ته پنځه کمپوزونه، شرون هندۍ هنرمندې ته، څلور کمپوزونه رامین بلوچ ته، دوه کمپوزونه احمد عبید ته، اته کمپوزونه احمدشاه مستمندی ته، دوه کمپوزونه احمدشاه کریمی ته، شل کمپوزونه ادریس دراني ته، او داسی دیرش کمپوزونه نورو هنرمندانو ته.

۲۳- پوښتنه: تاسو دخپلو هنری په هلوځلو کې (سی دی ګانی اودی وی دی ګانی) هم ثبتې کړي دي که نه؟ او که نه نو ولې؟
ځواب: هودا کار مې کړې دی تقریبا هر کال می نوي نوي  شیان  خلکو ته ډالی کړﺉ دﺉ.

۲۴- پوښتنه: تاسود علمي موسیقی د زده کړې  لپاره نورو ځوانانو ته څه ویل لرﺉ؟
ځواب: ځوانان باید موسیقی په علمي توګه زده کړي او دا د دوی لپاره ډیره مهمه خبره ده.

۲۵- پوښتنه: اوس محال په مسافرﺉ کې د موسیقی په ډګر کې په څه کارونوبوخت یاست؟
ځواب: شاګردان روزم، ځان او نوروته کمپوزونه جوړوم، په کنسرتونو کې برخه اخلم.

۲۶- پوښتنه: تاسو دیو هنرمند په حیث د موسیقي په ډګر کې د(سر او لی) په هکله یو څه معلومات راکړﺉ؟
ځواب: سر د غږ یا صوت لپاره او(لی یا تال) د ضرب ،وزن او یا د طبلو لپاره استعمالیږي.

۲۷- پوښتنه: تاسو کولای شی د موسیقی د سرونو په هکله یو څه معلومات راکړﺉ؟
ځواب: په موسیقی کې (اووه) سروونه اصلي دي چې
یادیږي .  Tiwar swars یا Natural swars

او پنځه نور سروونه دي چې
Half Noteیا  komol swars
 یادیږي.
چې ټول سروونه ۱۲ سروونه کیږي کومل او تیور.

۲۸- پوښتنه: ستاسونظر د (راګ) په هکله څه دﺉ؟
ځواب: راګونه د موسیقی د  زده کړې اساس او ښه لاره ده. او واقعا ښه علم دﺉ.

۲۹- پوښتنه: ستاسو نظر د استاد سرآهنګ په هکله چې زمونږ د هیواد دموسیقی له تکړه هنري څیرو څخه دﺉ څه دﺉ؟
ځواب: استاد سراهنګ زمونږ دګران هیواد افتخار دﺉ. استاد سرآهنګ دافغاني موسیقی معرف او استاد ؤ، په کارونو باندې یې افتخارکوم.

۳۰- پوښتنه: ستاسو نظر داستاد سرآهنګ د (قانون طرب) دکتاب د چاپولواو ویشلو په هکله څه دﺉ؟
ځواب: دا یو ښه ګام دﺉ. خو زما نظر دا دی چې  مرکزیت د موسیقی دې جوړ شي جې دا کتاب او دنورو هنرمندانو آثار البته هنري لارښونې شاګردانوته تدریس شي.

۳۱- پوښتنه: ستاسو نظرزمونږ د ګران هیواد د ځوان هنرمندانو په هکله څه دی؟
ځواب: څه نا څه د ځوانو هنرمندانو سره پیژندګلوی لرم اود دوی کارونه ستایم او د دوی نه هیله کوم چې د موسیقی په عرصه کې زیات زیار وباسي.

۳۲- پوښتنه: ستاسو پیام زمونږ دهیواد ځوانو هنرمندانو ته چې د خپلو سندرو په ویلو کې سم تلفظ او سم ویل دشعر ته پاملرنه وکړي څه دی؟
ځواب: دا ځوان هنرمندان باید د ادیبانو او شاعرانو سره شناخت تر لاسه کړي تر څو خپلې ادبي ستونزې له منځه ویسي او شې لار ښونې تر لاسه کړي.

۳۳- پوښتنه: د خپلو سندرو په جوړولو کې زیاتره د کوم نوع شعرونو څخه کار اخلی؟ او د کومو شاعرانو سره مو زیاته مینه ده؟
ځواب: هغه عشقی، وطنی،او حماسی شعرونه چې  د ولس سره مینه په کې څرګنده شوی وی زیاتره استعمالوم. د ډیرو محترمواوقدرمندوشاعرانو سره ډیری شی اړیکې لرم. دمرحوم ملنګ جان دشعرونو څخه اود پیر محمد کاروان اونورو ډیرو شاعرانو څخه مې شعرونو تر لاسه کړي دي.

۳۴- پوښتنه: ستاسو یوه سندره چې (مه خیږه سپوږمۍ  زما سپوږمۍ په خوب ویده ده) چې ډیره په زړه پوری سندره ده  زما اوشاید هم دنورو دوستانوډیره خوښیږي. تاسو کولای شی چې ووایاست شعر یې دچا دی اوچا کمپوزکړی دی؟
ځواب: د دې سندرې د شعر اوکمپوز په هکله څه نشم ویلی نه پوهیږم چې محترم شاعر یی څوک دﺉ اوما دا دولس په منځ کې ومونده، خدایزده چا ویلی ده خو په حجرو او کلیو کې  هم ویل کیده.

۳۵- پوښتنه: د (سی دی ګانو او دی وی دی ګانو) نشرول د هنرمندانود اجازې نه پرته نن سبا ډیر رواج موندلی او هم دا چې یو کمپوزیتورخپل کمپوز پر څو هنرمندانو خرځوي  به خصوص د وطن نه په بهر کې او یو ګډووډی یی منځ ته راوړی ده، د دی کار مخ نیوی او ښه انتظام لپاره مو څه نظر دﺉ؟
ځواب: د (سی دی او دی وی دی ګانو) تکثیرول چې د هنرمند په اجازه او مشوره وي قانوني بڼه لري او ښه کار دی او پرته له دی صحیح کار نه دی. کمپوزیتورخپل کمپوز هغه وخت باید چا ته ورکړي چې خپله حقه الزحمه یې تر لاسه کړي وي، او که خپله حقه الزحمه یې نه وي تر لاسه کړی نو واضیح ده چې حق لري خپل کمپوز بل هنرمند ته ورکړي.

۳۶- پوښتنه: د کاپي ویلو په هکله چې د ځینو هنرمندانوله خوا کیږي ستاسو څه نظر دﺉ؟ او تاسو ورته د یو هنرمند په توګه څه لار ښونې کوﺉ؟
ځواب: کاپ ویل صنعت دﺉ په شرط د دې چې که د اصل نه لوړ نه وي نو کم هم باید نه وي. که د کاپی او اصل تر منځ توپیر ډیر ستر وي نو لازمه نه ده چې کاپی وویل شي.خپله هنرمند ته یې ضرر ډیر رسیږي. کاپی سندری ویل ته باید ډیر ښه مشق او تمرین وښي او د خپل ځانه هم ابتکارات په کې راوړی تر څوښکلا پیدا کړي.اصل ته باید ډیر غوږ کیږدي او واوري تر څو اصل په ذهن کې یې ښه ځای ونیسي.

۳۷- پوښتنه: د هنرمندانو سراسری ټولنه د(۲۰۰۰) کال په نومبر میاشت کې په امریکا کې جوړه شوی ده. ستاسوغوښتنه د دې ټولنې څخه څه دي؟
په دی هکله څه وړاندیزونه او نیوکې لرﺉ؟
ځواب: زه پوره معلومات نه لرم چې د دوی کار څه دﺉ ، دوی په کومو هنري برخو کې کار کوي.

۳۸- پوښتنه: کولای شی چې د هغو استادانو، کمپوزیتورانو، او موسیقی پوهانوچې ډیر خدمتونه یې د موسیقی په ډګر کې سرته رسولي دي، نوم واخلی؟ او ستاسو نظر د هغو په هکله چې اوس ژوندي دي څه دﺉ؟
ځواب: اکثرا استادان، کمپوزیتوران دخپل توان او استعداد سره سم د ښه خدمتونوافتخارات تر لاسه کړي دي. زما په آند دا نړﺉ یو ستیږ دﺉ اوهم یو راځي خپل رول لوبوي که د هنر په برخه ده او که د ټولنیزو مسایلو په برخه.

۳۹- پوښتنه: په هیواد کې او یا ګران هیواد نه بهر د کومو رسمی ارګانونوله خوا تقدیر شوی یاست؟
ځواب: په خپل ګران هیواد کې د رادیوتلویزون، دهنرمندانود اتحادیه  له خوا اوځینی نورو ټولنیزوارګانونوله خوا. اوګران هیواد نه بهر دافغانانود ټولنوله خوا په لندن کې، په جرمنی کې د کلن شهر کې، په بروسل کې، په اوسلو کې ، په سویدن کې د مالمو په شهرکې او په هالند کې تقدیر شوی یم.

۴۰- پوښتنه: ستاسو پیام د ګران هیواد هنرمندانو ته څه دﺉ؟ او د موسیقی د آینده لپاره څه وړاندیزونه لرﺉ؟
ځواب: ښه به وي چې هنري مرکزونه جوړ شي او هنرمندان سره راټول شي تر څو تبادل افکار د دوی په منځ کې پیدا شي اوهم د وطني موسیقی د  ودې لارې وڅیړل شي.

له تاسو څخه ډیره مننه کوم چې له ما سره مو مرکه ؤ کړه.
زه هم له تاسو څخه مننه کوم چې ما ته مو موقع راکړه چې د تاسو پښتنې ته ځواب ووایم.

 
بېرته شاته