لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
"افغان" له افغانستانه مشر دی
لیکوال: شهسورار سنګروال نیازی.   نېټه: 19.02.2008   خپرونکئ:   سمسور  

د پښتو ادبیاتو معصر تاریخ کتاب څخه

د"افغان" کلمه داسلام دخپریدو نه دمخه په ډیرو زړو متونو اولرغونو اثارو کښې دځینو مؤرخینو په قول د" اووه ګانه" ، "ابګان"،"اپه ګان" ،"اوګان "،"اوغان " او "اغوان "په بیلا بیلو  نومونو کې راغلې ده . او دسپیڅیلي  دین له خپریدو سره جوخت  دځینو مورخینو او پوهانو  له خوا د"افغان" کلمه دا"اوغان" دکلمې نه معربه شوه . ابو نصر محمدبن عبدالجبار عتبي په خپل یمیني نومي کتاب کښې ښکاره لیکلي دي چې ( افغان   د  اوغان  معرب  دی  ) .

� بیلو � په دې عقیده دی چې دانوم لومړی � اعوان � ؤ . چې ډیر پخوانی او داریائي ریښې نه اخستل شوی دی . د اوان چې بیا"ؤ" .چې ډیر پخوانی او اریائي ریښې نه اخستل شوی دي. چې بیا "اوغان" او ډیر وروسته "افغان" شوی دي.

د اوغان او افغان په اسلامي مؤلفانو کښې په څلورمه هجري پېړۍ کښې د ( حدود العالم من المشرق الی المغرب) د جغرافیې نوم ورکي مؤلف لخوا داسې ذکر شوی دی. "دسول په یوه ودان غره کښې یوه کلی دی چې افغانان په کښې شته دی......"

همدا رنګه د پوهاند عبدالحی حبیبي په قول چې ( افغان او افغانستان ) تر سرلیک لاندې مقاله کښې کښلي دي "د ایران د شېراز په نقش رستم کښې دشیکاګو د ختیځې موسسې دلرغونپو هانو یوې ډلې د هغه ځای په ډبر لیکونو کښۍ.... یو ډبرلیک و موند چې په ددو ژبو پهلوي اشکاني ( پارتي ) او یوناني ژبو کښل شوی ؤ ... د دې ډبر لیک د لیکو نېټه ( چې د زر دشت د لمانځنې په دېوال لیدلشوې )۲۶۰ ع نه ۲۷۳ ع کال پورې د یارلسو کلونو تر منځ ټاکلای شو..... ددې ډبرلیک په دوهم بند کښې د پشکابور Pashkabur د ښار نوم د کوشان خساتر Khastr- Kushaan یعنې د کوشاني هیواد د وروستي ختیځ سرحد په توګه یاد شوی دی چې هغه ئې د یوناني له کسپاپودوس د چیني هیون تسن؛ له پو-لو-شا-پو-لو او سلامي دورې د مؤر خینو له پرشاپور او پرشاور ( پېښور ) سره یو بللی دی. دهمدې ډبرلیک په شپږمه برخه کښې د شاېور دواکمنۍ ( لومړی شاپور په ۲۷۳ ع مړ ) په مهمو کسانو کښې د" وینده فون ابګان زر موود ) نوم یاد شوی دی. چې د سپرنګ لونګ Sprengling په نامه یوه محقق لومړی خل دا ډبر لیک ولوست او د امریکې په سامي مجله کښې ئې په ۱۹۴۰ ع کال یوه مقاله ولیکه او دوهمه کلمه "ابګان" ئې په قاطع ډول د ا "افغان" له اوسني نامه یره تطبیق کړ. د ساساني پاچا دریم شاپور ( ۳۰۹- ۳۷۹ع ) چې اویا کاله ئې پاچائې کړې ده د "اپګان" Apkan په لقب یاد شوی دی........

لکه څنګه چې څرکنده شوه دایران د شېاز په نقش رستم کښې چې کوم ډبرلیکونه له پامه تېر شوي نو دا خو ښکاره ده چې شیراز داوسني ایران په جغرافیوي موقیعت کښي قرار لري نو مهدا وجه ده چې له ځنې نورو مور خینو او لرغون پوهانو سره افغان د کلمې په هکله ځنې دا پوښتنې پیدا شوي چې ګنې دا لفظ او یا دا کلمه یوه ایراني کلمه ده خو شاپور چې دا تخلص یا لقب د ځان لپاره راوړی هغه ئې په دې مفهوم نه دی راوړی چې ګنې دا ایراني نوم دی بلکې دا ئې د زړوراو ننګیالي په مفهوم د ځان تخلص ټاکلی دی. یو الماني مؤرخ "دیوستي" هم په همدې نظر دی چې دا یو ایراني نوم دی او فارسي لفظ د افغان کلمه د صفت له مخې لکه چې د مخه ورته اشاره وشوه یواځې دزړورتوب په مفهوم نه ده راغلې بلکې په بېلا بېلو وختونو کې ئې یېلا بېل صفتونه خپل کړي دي. ځنې پوهان په دې عقیده دي چې که چېرې دغه کلمه او ستائي وبولو نو معنا به ئې مرسته کومکی ، لاس نیونکی ، مرستندوی ، زړه بسوی او مهربان وي  او هر څوک چې به په د غو خویونو او خصلتونو برابرؤ نو هغه ته به ئې "ابګان" او یا دده معاصر بل شکل ورته ویل . اوس هم افغان په معاصر  مفهوم هغه چاته ویل کیږي چې ننګیالی ، مېړنی ، تورزن ، میلمه پال او نور دا ډول ښېګڼې ولري.

د سا سانیانو په دوره کې د "ابګان" له یادې شوې کلمې نه سربېره ځنې نورې کلمې او توکمونه چې داوسني افغان د توکمونو او قومونه په سلسله کې اوس هم راځي ذکر شوي دي چې دارني او یوسف زي د بلګې په توګه یادولای شو او سر اولف کیرو هم د ساساني در بار په مشرانو کې د درانیو او یو سفزو یادونه کوي. له دې نه په راوروسته وختونو کې فردوسي هم په شهنا مه کې دوه ځایه د "آوګان" نوم یادونه او ذکر کوی. همداراز ابو ریحان  البېروني ، ابوافصل بیهقي ، منهاج اسراج او نور د افغان نوم پرلپسې ذکر کړی دی او ځنې داسې لبکوال هم ګورو چې د ایلام د سپېڅلي دین له خپرېدو وروسته بر عکس دافغان د معاصر نوم په ځای ئې له دې نه مشر لومړنی نوم "اوغان" ذکر کړی دی. لکه د ظفر نامې ملفوظات تیموري او مطلع السعدین مؤلفین او نور.

اریائي واحد ټبر چې د اریایانو له اصلي ټاټوبي ( البته له هندو اروپائي هجرت نه وروسته) باکتر ( باختر) نه وکوچېدل، د هند او ایران ( فرارس) په ځمکو کې مېشت شول، تر ډیره وخته په فرهنګي لحاظ ډېر نزدې پاتې شول او کوم ټاکلی جغرافیوي سرحد ئې نه درلود. اوس هم که چیری دافغانستان ، هندوستان اوسنی پاکستاناوایران موزیمونه ، ګالرۍ ، ارشیفونه اونور ځایونه چې لرغوني اثار ئې خوندي کړي دي وګورو ددغو لرغونو اثارو ډیرې بیلګې یو بل ته ورته دي او دیوه واحدفرهنک او ثقا فت استاځي کوي . لکه چې وویل شول د اوس نه تقریباً ۱۸ پیړۍ دمخه دسا سا نیانو په دوره کې داوغان ، اوګان  اونوردېدې نومونوته ورته یادونه شوې . همدارنګه په هندي اثارو کې هم ددی نوم ذکر په ورته بڼه شوی دی .

لومړی هندی شاعر اولیکوال  " ورهار میهرا varaha _ Mihra "  دپنځمې عیسوي پیړۍ په پای کې زیږیدلی اود شپږمې عیسوۍ پیړۍ په پیل کې دپوره شهرت خاوند شو. په خپل کتاب "Brrita _ Sanhita " کې اوس نه ( ۱۵ ) پیړۍ دمخه دافغان نوم د � اوه ګانه �  په بڼه یاد کړی دی  .  فرانسوي عالم  � موسیو فوشه �  پخپل کتاب  � ټکسلا ته  دهند او با ختر زړه لاره �  چې په ۱۹۴۷ م کال په پاریس کې ځپور شوی ، ددی یاد چې افغان کلمه په شپږمه پیړۍ کې یاده شوې یو پخونې سند بلل کیږي .

دټکسلا سیمه  هم دبودائي دین دخپریدو یوه سیمه ده  چې دهمدې دین ډیر اثار اوس هم دټکسلا  په موزیم کې چې د ګندهارا دتمدن بیلا بیلې بیلګې ښیئ خوندي  شوي دي  او ټکسلا  هم لکه پیښور ، ننګرهار ، لغمان ، کاپیسا ، کابل ، بامیان اونور و سیمو په لرغونې سیمه ده چې د بودیزم دفرهنګ نما یندګي کولای شي .دچین مشهور مؤرخ او جغرافیه پوه � هیون تسنګ �  هم له دغو یاد شووسیمو څخه  په هغه مهال کې لیدنه کړې وه چې داسلام مقدس دین لا په دغو برخو کې خپور شوی نه ؤ . نوموړی داوومې پیړۍ په دریمه لسیزه کې له  � لیانک چو � نه سرقند ته ورسید ، بیا دافغا نستان  خلم ، بلخ ، بامیان ، کا پیسا ،کابل ،لغمان ، ننګرهار ، پیښور ، ټکسلا او دګندهارا نورې سیمې ولټولې اوبیا تر هنده پورې ورسیداو وروسته له دولس کالو بیرته راستون شو.

د � او ، پو ، کین O-po-Kien � په نامه یوه سیمه  دبنو او غزني تر منځ په ګوته کوي چې دغه سیمه ځنې لرغون پو هان د � رو � په نوم هم بللې ده چې ممکن د کورمې ، ګوملې اونورې په دغه جغرافیوي موقیعتکې پرتې سیمې د � او ـــ پوـــ کین � یعنې افغان  استوګنځی وي چې جنرال کنګم د� او ـــ پو ــ کین � لفظ د � اوه ګان � یعنې افغان سره تطبیق کړ .

موږ دمخه وویل چې دافغان کلمه داسلام دسپیڅلي دین له خپریدو دمخه او وروسته په بیلا بیلو بڼو ذکر شوې ده . پخوا تر هغی چې دا کلمه پښتو ادبیاتو ته

لار ومومي په حدودالعالم ( ۹۸۲ م  ـــــ ۳۶۱ هجري ) کې (  دجوزجان یو نوم ورکې عالم ) ، په تاریخ یمیني، په اداب الحرب ولشجاعه ، طبقات ناصري ، تاریخ  ګزیده اونورو کې ددی کلمی یادونه شوی ده .

په پښتو ادبیاتو کې هم دافغان کلمې معاصره بڼه په وار وار راغلې ده چې هدف  ترې دننګ ، تورې ، میړانې ، اتلولۍ اونورو مفا هیمو ستاینه ده .

خوشحال خان خټک په خپلو  شعرونو کې دافغان کلمې یادونه کړې ده او ویل کیږي کله چې دمغل  بادشاه اورنګزیب  له زندان نه از اد شو نو بیا ئېداشعر وکیښ :

 دافغان په ننګ مې وتــــړلـــه تــــوره

  ننګیالې دزمانې خوشحال خټک یم

له دې شعر نه څرګندیږي چې خوشخال خان خټک  ته هم ددې کلمې مفهوم په ګوته شوی ؤ او ممکن له پلاراونیکه نه دافغانیت له سیکالوژۍ سره بلد ؤ ځکه چې داکلمه دمغلو درباریانو او دهغه وخت مؤرخینو په خپلو لیکنو کې وار وار ذکر کړی ده . دچنګیز دتیري په موده کې هم دغه نوم  موجود ؤ ، دسیفي هروي په تاریخ کې چې تقریبا په  ۱۳۱۲ ع تالیف شوی  دافغانستان ختیځې سیمې  ئې تر سنده دافغا نستان په نامه بللي دي .

له دې نه دې پایلې ته رسیږو چې دافغان نوم دتاریخ په اوږدو کې د ( ۱۸ ) پیړیو را پدیخوا اوږد تاریخ لري خو هغومره  پراختیا چې  دمیر ویس نیکه  او

 احمد شاه ابدالي په زمانه کېورکړ شوه لا پخوانې دومره پراختیا نه درلوده اوددې علت  ښکاره  ده ځکه چې دغه

دوه سیاسي او ادبي شخصیتونه که له یوی خوا پشتانه وو خوله بلې خوا دیوې پښتنې سیاسي مرکز جوړوونکې هم وو .

ډیر وخت دافغان او پښتون نوم دیوه واحد مفهوم لپاره تفهیم شوی دی .

اوغان یا افغان دپښتنو دټبز یو پخوانې نوم دی . چې دپکت یا پښت یا پکهت  یا پښتون مترادف دی خو استعمال بې دپښتون په نسبت یو وخت کې محدود شوی ؤ . لیکن په اولسمه پیړۍ کې دافغان نوم یواځې یو ادبی نوم پاتې نه شو بلکې دومره مشهور شو چې هوتکیانو دفتو حاتو له کبله ایران ته ورسید اوهم

دپښتنو دبیلا بیلو قو مو نو نوم  دافغان ترنامه لاندې په هندوستان کې شهرت وموند او بیا دهندي اوایراني مؤرخینوله خوا په لوی اوپراخ مفهوم استعمال شو. 

خان جهان لودي او ابو فضل به تل  په خپلو اثارو کې دټولو پښتنو لپاره ددغه نوم عمومیت ته اعتبار ورکاوه. همدا سبب ؤ چې دلسمې پیړۍ هندوستا نیانو مخکې دپښتانه نوم په پټان تعریف کړی ؤ. ځنې په دې نظر دي چې دانوم  قصدي دیوه سیاسي غرض لپاره دهند په نیمه وچه  (  اوسني هند او پاکستان  )کې

استعمالیده . چې دافغان او پټان تر منځ اختلاف پیداکړي او ځنې بیا په دې نظر دي چې سوري شیرشاه دبهار په مرکز  �  پټنه  � کې  له ټول هندوستان او یا بر صغیر نه افغانان وبلل .لومړی ئې بنګال ونیو او بیا ئې همایون تیښتې ته اړ کړ نو ځکه لومړی دغه نوم بنګالیا نو خپور کړ او بیا وروستو په هند کې نورو میشتو قومونو تو کمونو .

اوس دې نتیجې ته رسیږو چې  پښتون دنړیۍ په تاریخ کې یو ډیر پخوانې نوم دی چې لږ تر لږه ځان دویدي تر عهده پورې  رسوي .

( ۲۵۰۰ ) کاله پخوا هېرودت یوناني مورخ دغه نوم او دغه قبایل د پخواني پکتویس په نوم یاد کړي او د اوګان یعنې او سني افغان نوم تقریبا ( ۱۸ ) پېړۍ را په دېخوا ځنې مور خینو یاد کړی دی نو په دې اساس دغه دواړه نومونه د یوه ټبر دوه بېلا بېل نومونه دي.

په ( ۱۸ ) پېړۍ کۍ کله چۍ احمد شاه ابدالي په ۱۷۴۷ ع کال واکمنۍ ته ورسېد، لومړی که د افغان نوم د اوسني افغانستان په ځنې سیمو پورې مختص ؤ خو دده په زما نه کې ټول هیواد ته افغانستان وویل شو.

ځنې داسې فکر کوي چې ګنې د افغان نوم د اخمد شاه ابدالي له واکمنۍ نه پیل سوی دی خو حقیقت دا دی چې د مخه ورته اشاره وشوه البته داحمد شاه ابدالي په زمانې کې دې نوم دومره پراختیا و مونده چې زموږ دهیواد رسمي نوم افغانستان شو.

 
بېرته شاته