لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ميدان وردګ ::: دافغانستان دتاریخي جغرافيې څرنګوالی له کتاب څخه
لیکوال: شهسوار سنګروال نيازی   نېټه: 28.02.2008   خپرونکئ:   سمسور  

كابل ته له ډېرو نږدو ولايتونو څخه يو هم ميدان وردګ دى چې د كندهار كابل په لويه لار پروت دى ددې ولايت يوه بله مهمه نښه دا ده چې د كابل او غزني تر مينځ واقع شوى دى هغه مهال چې غزني د افغانستان پلازمېنه وو نو په ميدان وردګ يې ډېره اغيزه وه او بيا چې كابل د افغانستان مركز شو نو اوس هم دغه ولايت د ځانګړي ارزښت څښتن دى د كابل د نيولو له پاره چې كوم نړيوال زبر ځواك هيله څرګنده كړې ده نو د وردګ ميدان له لارې كابل ته راننوتي دي له سكندر نه را واخله تر عربو پورې او هغه مهال چې انګريزانو د كندهار له لارې په داسې حال كې چې شاه شجاع ورسره مل وو كابل ته يې د راننوتو تكل وكړ نو بيا د اوسني وردګ ميدان له لارې ورننوتل او كابل يې لاندي كړ كه دغه بهرنيانو له يوې خوا زموږ د هېواد د نيولو هڅه كړې او خپله سياسي واكمنۍ يې پرې تپلې ده خو له بلې خوا يې زموږ په اولسي فرهنګ او ادب هم اغېزه ښندلې ده د ساري په توګه زموږ اريايي پرمختللى ويدي او اوستايي فرهنګ چې اوږد تاريخ لري د همدغو تېريو له كبله، را واخله يوناني، هندي او نورې كلتوري اغېزې، نېغ په نېغه زموږ په فرهنګ پريوتي دي. كه څه هم د بېلابېلو توكمونو د واكمنۍ په مهال د علامه حبيبي په اند"زموږ د هېواد ويدي او اوستايي لرغوني او فكري او فرهنګې مبادلې د هخامنشي، يوناني، هندي او بودايي مدنيتو له اثارو سره ګډ شوي او د شمالي توراني اّريايانو د ساكانو اوسيتي تهذيبي عناصر هم په كې ننوتل او يو ډېر غښتلى افغاني فرهنګ يې مينځته راووړ(د افغانستان لنډ تاريخ 74 مخ )

د كوشانيانو د واكمنۍ په مهال د افغانستان لرغونى فرهنګ دومره شتمن شو چې سارى يې په نړۍ كې ډېر لږ ليدل كيږي او دغه كلتوري وده او پرمختګ نه يوازې د اوسني افغانستان له پاره يو ګټور ميراث دى بلكې په سيمه كې د ډېرو هېوادونو له پاره يو بې سارى مادي او معنوي ارزښت دى چې د اوسني مهال له پاره يې هم په توكو او انځورونو ګالري ګانې او موزيمونه ډك دي

فرانسوي موسيو فوشه دا خبره څرګنده كړې ده چې كوشاني پرمختللى فرهنګ له نوښتونو ډك دى. د همدې نوښتونو له بابته دى چې اّن تر هنده يې غځونې كړي دي او ددې نوښتونو بېلګې په افغانستان كې هم ډېرې دي لكه د بغلان د مهادژ مزدك چې د موندل شوي ډبرليك له مخې د كنشكا د واك د 31 كال په پسرلي كې يې جوړ كړى دى او د سپېڅلي اور نښې په كې پېدا شوي دي. د هغه مزدك جوړونكى "نوكونزيكي نوميده چې د ماريګ Marig له كورنۍ څخه و. د فرانسوي څېړونكي مريك Marik په وينا د دې كورنۍ نوم د دوه وروڼو له نامه سره د وردګو د خوات په خروشتي ډبرليك كې هم راغلى دى. حال دا چې د بغلان په مهادژ مزدك كې د اور لمانځنې اثار او د وردګو دخوات په ډبر ليك كې د بودايي دين نښې څرګندې دي. دا مزدك د كنشكا د جلوس پر 51 كال د180 ز شاوخوا ودان شوى دى ( هماغه اثر هماغه مخ )

موږ د وردګو د خوات ډبرليك يادونه وكړه او له دې يادونې څخه جوتيږي چې په دغه ولايت كې هم ډېر لرغوني توكي ښايي وموندل شي خو كومې خېړنې چې تر اوسه په دې اړوند شوي ترې داسې ښكاري چې د وردګ ميدان سيمه هم زموږ د لرغوني فرهنګ يو شتمن ټاټوبى دى. د دغه ډبرليك په اړه تاريخپوه اروا ښاد كهزاد كاږلي دي"د غزني د شابهار مزدك د جوړوونكي واكمن د پېژندنې په اړه تر اوسه كوم باوري لاسوند نه لرو، خو څرنګه چې د وردګو د خوات په لوى مزدك كې د (هوويشكا) په نامه يو ډبرليك لرو نو ويلاى شو چې د غزني شابهار به هم د كوشاني پېر د همدغه لوى واكمن په لاسو جوړ شوى وي. لوى واكمن مو ځكه ورته وويلې چې هوويشكا د كنشكا د ځاى ناستو په مينځ كې تر ټولو ډېر پېژندوى دى د هند د ډهلي سهيل خواته ( ماتور)كې يې هم د يوه لوى مزدك بنسټ ايښى وو. (د غزني شابهار احمد علي كهزاد 11 مخ)

موږ د مخه د كابل او غزني د اغېزو په اړه يادونه وكړه او وموويل چې وردګ ميدان څنګه چې د دغو دوه تاريخي پلازمينو په مينځ كې پروت دى هرو مرو به لرغوني اغېزې پرې وي را واخله د كوشاني واكمنو څخه د يوه تن (هوويشكا)ډبرليك چې د وردګو په خوات كې تر ګوتو شوى دى. دا چې د وردګو سيمه د غزني له ولايت نه دومره لرې نه ده او دا دواړه ولايتونه يو له بل سره جوخت پراته دي نو د اټكل له مخې د غزني شابهار هم دده اړوند ګڼلاى شو.

دمخه مو دا خبره هم وكړه چې وردګ ميدان په لويه لاره پروت دى نو ځكه د هېواد د بېلابېلو سيمو څخه ګڼ توكميزه وګړي او خيلونه دلته استوګن دي. د رواياتو له مخې د پښتنو هغه پنځه پښې يانې بېټني، سړبني، غرغښتي، متوزي او كرلاڼي چې په ټول هېواد كې خواره واره پراته دي دارنګه په ميدان وردګ سيمه كې هم ددې هرې پښې خيل اوسيږي ولې پخپله وردګ د كرلاڼي پښتنو يوه څانګه ده چې اصلي ټاټوبى يې دسليمان غر په ګوته شوى دى خو اوس د دوي سيمه (وردګ)د پاراپاميزاد او نورو غرونو په مينځ كې را ګيره ده. مهمې سيمې يې سيداباد، چك وردګ، بهسود، نرخ، جلريز، جفتو، دايميرداد، تنګي، شيخ اباد، شنيز، خوات، او نورې دي.

هوا يې په اوړي كې معتدله او په ژمې سړه ده. ځمكه يې حاصل خېزه ده. غلې دانې په كې كرل كيږي او راز راز مېوې هم لري خو دمڼو حاصلات يې زيات دي.  

 
بېرته شاته