كور پاڼه
كــــــور پاڼه  
زموږ هدف
زموږ سره مو اړيكې
 ليكوال: نجیبه آشنا / نېټه:  26.07.2010 / خپرونكئ:  سمسور /   چاپي بڼه  
 
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیرد پنځلسمې اوونیزې غونډې ریپوټ

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر پنځلسمه غونډه دشکریې خروټې په مشرۍ د غرمې په یوه نیمه بجه دپوهنې وزارت په تالارکې په یوه ښکلی شعر چې دښځو په هکله وو د شکریه خروټی لخوا پیل شوه .
دغونډې میلمانه ډاکټربشیر احمدګواښ تکړه شاعراو ژورنالست،جاویداوربل تکړه شاعراو لیکوال وو او د غونډې منشي سوله نیازۍ وه.
همدارنګه د بهیر د غړو څخه پرته څلور نورې خویندې هم راغلۍ وی په غونډه کې په کاری مسایلو خبرې وشوې کلالۍ عمرخیله ،قندی،تورپیکۍ مومندوردګ،اوږۍ امیل ښځینه بغ ته تللې وې او هغه ځای یې د رڼا مشاعري لپاره مناسب باله او همدارنګه په یوه بل هوټل هم خبرې وشوې چې قیمت یې ډیراوچت وواو همدارنګه افغانستان نوین هوټل هم کتل شوی وو او هلته د میرمن بهیر د غړو تود هرکلی ترڅنګ ښه د تخفیف ژمنه هم ورسره شوی وه همدارنګه وویل شول چې دغه هوټل ددوه سوه پنځوسوتنو ځای لرې او ستیژ هم پکې حوړ شوی خو ستونزې یې دا وې جې دمرکز څخه لرې وودی او باید ډوډۍ هم بل ځای څخه راوړل شې خوبیا هم دغه هوټل دمیرمن بهیر د غړو لخوا مناسب ځای ونه بلل شو همدارنګه سولې نیازې وویل:دموسیقی په کله ملی راډیوټلویزون ژمنه کړې چې مرسته به کوې همدارنګه وویل شول اسرارکریم زي به د کارتونو په چاپ کې مرسته کوی ټاکی شوی ده چې د یکشنبې ورځ د اسد لسمه به د رڼا مشاعره جوړه شې
د ډیرو خبرو اترو وروسته پریکړه په دی وشوه چې د رڼا مشاعره به د ځوانانو په کلوپ کې جوړه شی
د غونډې دپاره ویاندویادې پاریسه خزان ،لطیفه لاهانده، وږمه فضلی او سوله نیازۍ وټاکل شوی همدارنګه وټاکل شوه چې پرانستونکې وینا به ساهره شریف په غونډه کی وړاندی کوی
کارتونه او ستاینلیکونه هم نه دی چاپ شوی وږمه فضلی د میرمن بهیر لخوا د لنډو کیسو کتاب په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل:له ډیوې سره مزل کتاب دچاپ لپاره پاکستان ته لیږل شوی دی تر مشاعرې به یې چاپ چارې خلاصې شې
د بهیر په بله برخه کې یوفلم لیدو ته وړاندې شو چې نوم یې وو
you are very thing for me my mother
فلم د ښځو په اړه وود فلم په لومړۍ برخه کې دښځو عکسونه اوښودل شول چې ښځه یې دژوند په هر ډګر کې ښکاره کوله د یوې کوچۍ ښځی د ژوند څخه پیل شوی وو بیایی د کلی دښځې ژوند ښودلۍ وودښارښځه تر هغه پورې چې ښځې یې د سیاست تر ډکره پورې ښودلې وې یعنې ښځه یې د ډیرې ټیټ حالت څخه د کامیابې پوړیوپورې ښکاره کړې وه په دفلم دهر عکس سره یوشعر هم ویل شوی وو چې د هماغه عکس حالت یې بیانولو همدارنګه د ځوانانوعالی شوراته زموږترانه هم وټاکل شوه
د غونډې بله برخه کره کتنه وه چې باید د سیمین صدف په شعر کره کتنه وشی خو دا چې هغه حاضره نه وه نو کره کتنه ونه شوه  د غونډې په پای کې مشاعره وشوه په مشاعره کې  ګل مینی یوسفزۍ ،لینا ،پاریسه خزان تورپیکۍ مومند وردک،او راغلی میلمه بشیر ګواښ هم خپل شعر ګډون والوته ډالۍ کړ
غونډه دناشتا په خوړلو سره د مازديګر پر څلورو بجوپای ته ورسيده ياده دې وي چې د مېرمن بهير اونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين پر دوه بجو کابل کې د پوهنې د وزارت په کلوپ کې جوړېږي.

بېرته شاته
افغاني شعرونه
د چنار لاندې بنډار
ادبي ليكنې
ټولنيزې ليكنې
پښتو ژبه او ادب
اسلامي لارښونې
د كوچنيانو لپاره
ا دبې مرکې
كره كتنه څېړنه
لنډې كيسې
خبرتياوې گزارشونه
تاريخي ليکنې
د ليكنو ارشيف
مباركۍ
نوي شعرونه
 د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه
03.09.2010
د ښاغلي بختیار ساحل شعرونه
20.08.2010
د ښاغلي مجيد قرار شعرونه
10.08.2010
ارواښاد عبدالصمدروحاني شعرونه
10.06.2010
د ښاغلي رفيع الله روشن شعرونه
13.04.2010
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه
01.04.2010
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه
23.03.2010
د اعلاناتو ځاى

  زموږ سره مو اړيكې زموږ هدف كــــــور پاڼه  
Copyright © samsoor.com All rights reserved webmaster@samsoor.com  2006-2010 Designed by Rohi.af