لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
کاروان د شعر په انځور خبرې کوي
لیکوال: بازمحمد عابد   نېټه: 29.10.2010   خپرونکئ:    

يادښت: دا مرکه له کاروان صيب سره د مشال راډيو له پاره شوې ده چې ما کټ مټ د کاروان له خولې دا وتلې مرغلرې د ريکارډر نه را وايستې او ستاسې مخې ته مې کيښودې.
بازمحمد عابد

عابد:کاروان صيب! که له روايتي پوښتنو  را تير شو او راساٌ موضوع ته راننوزو او دا پوښتنه درنه وکړم، چې په شعر کې تصوير څنګه ارزوﺉ؟

کاروان: په شعر کې د انځور مسله ډيره مهمه ده، که موږ دې ژوند ته پام وکړو، نو دا هم په انځورنو ولاړ دی. مثلاٌ ځينې شيان په سترګو وينو دا هم يو انځور دی، ځينې په لاسونو لمس کوو ، ځينې شيان په پوزه بوی کوو او ځينې يې هم په ژبه څکو. ځينې نور انځورونه هم شته چې موږ په هغې باندې فکر کوو، مثلاٌ انساني غرايض دي، خبره په دې کې ده چې  د انځور ارزښت په شعر کې ځکه دی چې موږ د  ژوند يوه تابلو لوستونکو يا اوريدونکو ته په شعر کې مجسمه کوو، که چيرې موږ داسې يو انځور په شعر کې راولو چې هغه د سترګو سره تړاو لري، نو دا به د ژوند يوه نقشه وي چې اوريدونکو او يا لوستونکو ته مو ليږدولي وي، کيدای شي يو بل انځور د بوی سره تعلق ولري او اوريدونکي د ګل خوشبويي محسوس کړي.

زه به د پښتو يوه لنډۍ ووايم چې زړه او ذهن ته ډيره پريوتونکي ده

د سپينې خولې دې داسې خرپ شو

لکه په لوړ چينار کې څانګه ماته شينه

دا هغه انځور دی چې د اوريدوسره تعلق لري. په دې لنډۍکې د شاعر کمال دا دی چې د چينار د څانګې د خرپ سره يې يو بل خيال يو ځای کړی چې هغه د سپينې خولې د خرپ خبره ده. د يوه داسې صحنې انځور وړاندې کوي چې هغه په ذهن کې ښه مجسم کيږي. يا مثلاٌ د شاه سعود يو شعر دی چې ما ته يې مفهوم ياد دی چې د يوه مزدور نفسيات يې په کې راوړي دي، هغه  وايي چې سترګې مې د بالښت لاندې وې، لاسونه مې په تاخچه کې پراته وو، نه پوهيږم زړه مې چيرته و چې ناڅاپه ته راغلې او دروازه دې وډبوله اوزه  .... ګوره دې کې  داسې يو انځور نغښتی چې زړه ته چنګک اچوي. دا مزدور دومره تيت او پاشان دی چې ځان يې لا  نه دی راټول کړی، ذهن يې يو ځای دی، سترګې بل ځای ګنډلي ، ستړيايې  لا  نه ده وتې چې دې کې بيا يو څوک ور ورټکوي.چې د مزدورۍ وخت به يې وي.که فکر وکړو هيڅوک له ځانه سترګې نه ليرې کوي، مګر دې کې په يو ډير فلسفي او شاعرانه انداز باندې د يوه مزدور ژوند ترسيم شوی دی. نو که چيرته  سترګې د بالښت لاندې ايښودل شوې نه وې او لاسونه په تاخ کې نه و او زړه نه پوهيږم بل ځای نه وی نو داسې شاعرانه انځور يې نه شو وړاندې کولای. همدا رنګه د درويش دراني يو شعر، کله چې د نادر افشار لښکرې په هندوستان يرغل کوي نو درويش وايي چې خلک داسې څيې څپې روان وو  لکه سيلاب چې په مخه کړي  وو، دلته موږ پوهيږو کله چې سيلاب راشي نو کاڼي او بوټي يې په مخه کړي وي لرګي يې پسې اخيستي وی هغه د خلکو ويره يې د سيلاب په شکل ښودلې ده. خو تصوير هغه وخت بشپړيږي چې وايي چې په  دې کې نادر افشار د يوه ډير قوي  د بند په څير د سيلاب مخې ته ودريده.

که په دې شعر کې نادرافشار له  بند نه  پرته په هر شکل راغلی وی، مثلاٌ د توري نه يې وينې څڅيدې، د سترګو نه يې د وحشت اور لمبې کولې، داسې روښانه انځور يې نه شو ورکولی، ځکه چې وړاندې يې د سيلاب يادونه کړې او د سيلاب مخې ته بايد بند اچول شوی وی.دبند سره د دې شعر انځور بشپړ شوی دی.نو ويلی شو چې انځور په شعر کې دغسې هنر پيدا کوي.

عابد: کاروان صيب که د انځور نه تير شو او په شعر کې تغزل يا شعريت ته راشو ځينې خلک وايي چې دا شعر د تغزل نه ډک دی ، يا پلانی تغزلي شاعري کوي، مهرباني وکړۍ په تغزل يا شعريت باندې هم لږه رڼا واچوۍ.

کاروان: تاسې پوهيږۍ چې شعر ډير اړخونه لري، چې بيلې بيلې خبرې هم پرې کيدی شي. خو  چې  تخيل، عاطفه، احساسات داسې راغلي وي چې ستا د زړه خبرې يې په کې کړي وی، او ته له ځانه سره ووايې چې کاش چې دا خبره ما کړی وی. تغزل په دې کې هم نه دی چې لويې لويې فلسفې يې بيان کړې وي لويې لويې خبرې به يې کړي وي، کله کله په ډيرو ساده خبرو کې هم تغزل سر وهي.چې د يوه هنر مند انسان زړه اوبه ورباندې څښي. يوه لهجه به په کې راغلي وي او يا به يوه اصطلاح په کې راغلي وي چې شعر به يې تغزلي کړی وي لکه حمزه بابا چې وايي:

مړ چې نه شم خدايه خوشحالۍ نه زه

وژنمه دې نن راته اشنا ويل

دلته ( وژنمه دې)  يوه اصطلاح ده خو د دې تغزل د پوره کولو په خاطر يې ويلي چې

مړ چې نه شم خدايه خوشحالۍ نه زه.

نو کله چې خيال په داسې يو انداز کې راشي چې د يوه باذوقه انسان تنده خړوبه کړي دې ته تغزل وايي.

عابد: کاروان صيب ځينې خلک په شعر کې موسيقيت ته تميږي او د هغو شعرونو نه خوند اخلي چې داخلي موسيقي ولري، که په دې هکله هم خپل نظر څرګند کړۍ بده به نه وي:

کاروان: موسيقيت داسې دی چې دا يو انتظام دی. برابري ده، اوس موږ خبرې کوو کيدای شي چې انتظام په کې نه وي،  خو که يو شاعر کليمات په نظم سره کيږدي،  نو  په هغې کې  انتظام وي، هغې کې  موسيقيت وي، په هغې کې  شرنګی وي نو د سړي په ذهن کې ښه کيني.موسيقيت په دې وجه هم په هنرونو کې او په خاص ډول په شعر کې ډير ضروري وي چې  عادي خبرې نه وي او کلام ته شرنګی ورکوي او چې شرنګی په کې وي نو د سړي زړه ته کيوزي. اوس که چيرې موږ دې د پاره داسې يو مثال راوړو چې يو څوک دی بازار ته د څه کار پسې روان دی، يا تږی دی په اوبو پسې ځي، دا يو عادي حرکت دی. خو که چيرته موږ يو اټن ته ځير شو نو و به وګورو چې موزن حرکات دي نو همدې  موزونو او هنري  حرکاتو ليدلو نه سړی خوند اخلي.نو موسيقيت يو سرور بخښونکی وي، او که د حماسې په انداز کې وي جذبه راپاروي.

عابد: کاروان صيب که ووايو چې د تورو تکرار هم د موسيقيت برخه جوړوي.دا خبره به څومره پر ځای وي؟

کاروان: موسيقيت خو هم د لفظونو نه پيدا کيږي. داسې مناسب الفاظ چې يو د بل تر څنګه راشي او هر توری په خپل مناسب ځای کې وکاريږي دا خپله موسيقيت پيدا کوي. همدغسې په موسيقۍ کې هم هغه منظم ضربونه باندې چې منظمې ګوتې کيښودل شي نو موسيقي جوړوي. او که چيرته پرې همداسې نا منظمې ګوټې کيښودل شی، نو يو بغ به وکړي چې اوريدونکي ته به د اذيت نه پرته نور څه ور نه کړي. همدغه شان که يو هنر مند شاعر رياضت ولري، په تورو لاسبری وي تخيل ورسره وي، په کلماتو لاسبری وي، په طبيعي ډول ورته شرنګيدلی وزن راشي همدا پخپله موسيقي جوړوي. همدغه موسيقي که چيرته موږ په رنګونو کې وښيوو، يو نقاش دی،چې  متناسب رنګونه په يوه تابلو کې کاروي او د يو ځنګل انځور موږ ته په طبيعي ډول ښيي، همدغه رنګونه که موږ يو ماشوم ته ورکړو، يو ليوني ته يې ورکړو او يا يو داسې سړي ته چې هغه نقاش نه وي، کيدای شي يوه داسې ونه ترسيم کړي چې ونې ته ورته نه وي، او يا هم د يوې ډبرې انځور داسې جوړ کړي چې ډبرې ته به نه پاتې کيږي، نو دلته ده چې د موسيقۍ هغه انتظام يې خراب کړو، خو دا کوم نقاش چې موږ ته د يوه ځنګل تصوير په طبيعي ډول راښيي او ژوند راته په کې ترسيموي، نو که يوه شاعر سپيڅلې احساس  د ښه تخيل او عاطفه  او په تورو هنرمندانه  لاسبری ولري، نو موږ ته به  شعر په داسې يو مستانه موسيقۍ سره وړاندې کړي چې د ده شعر ته به د موسيقۍ له برکته  هم يو جدا روح ورکړی شوی وي او يو خوند به په کې نغښتی وي.

عابد: کاروان صيب! زه چې ستاسې د شعر نه مطالعه لرم، تاسې د دغه تورو تکرار ته او يا د شعر داخلي موسيقيت ته ډير تم کيږۍ، که داسې يو بيت دوه راته ووايۍ په ما او قدرمنو لوستونکو به دې مهرباني کړي وي.

کاروان: واله عابد صيب داسې يو دم غږ دې وکړ چې زه دې حيران کړم، زما دسې ډير نه په ياديږي، خو يو بيت به درته ووايم چې الله تعالی دې پرې ورحميږي، اسحاق ننګيال ته چې ما مرثيه ليکلې وه، سره له دې چې د تورو تکرار به په کې ډير نه وي، خو ماته په کې موسيقيت ښکاري، د هغې مرثيې دا ړومبی بيت داسې و چې:

يو شرنګ شو چې د شنو ماتو بنګړيو سره ولاړ

يو ورور مې و مين شو ښاپيريو سره ولاړ

يا دا:

چوپ چوپ ومه چې غلی غلی يار غږيده

عابد: غوږ غوږ ومه،‎....

کاروان: هو رښتيا، غوږ غوږ ومه چې غلی غلی يار غږيده

په زړه کې مې نری نری ستار غږيده

عابد: يا دا ووايو چې: ولې راته وايې چې لږ وار کوه،....

کاروان، هو، ولې راته وايې چې لږ وار کوه، وار څه مانا

کار د مينې کار دې له دې کار نه انکار څه مانا

په دې بيت کې د کاف او رې تکرار شعر ته يو څه موسيقيت ورکړی

يو بل هم راياد شو چې:

دي تاندې چينې وچې چيرته تللي چنارونه

شين غره زموږ چينی لرلې کلي چنارونه

په دې بيت کې د چ او نون تکرار شعر ته موسيقيت ورکوي. هغه شان لکه مخکې چې مو د رنګونو خبره وکړه. چې د رنګونو د همغږۍ نه يو نقاش ښه تابلو جوړوي نو هنرمند شاعر هم د تورو له متناسب تکرار له برکته موسيقيت نه ډک شعر وړاندې کولای شی.خو په هر هنر کې دا هر څه بايد په طبيعي ډول راِغلي وي. موږ ته چې تر هر څه وړاندې هنر څه راکوي، هغه خوند دی، دا نور شيان لکه مفکوره، فلسفه او يا هم پيغام باندې له خوند وروسته فکر کوو.نو دا د موسيقيت پيدا کول هم بايد په طبيعي ډول وي، چې يو خوند ترينه واخيستل شي.

عابد: کاروان صيب! په دې وروستيو کې ډيرو هنرمندانو  لکه شفيق مريد، هارون بادشاه، کرن خان او ځينو نورو ستا شعرونه د موسيقۍ سره وويل، تا ته دې خپل شعر د کوم هنرمند په غږ کې خوند درکوي؟

کاروان: واله عابد صيب، ډيره مشکله پوښتنه دې وکړه. داسې ده چې  هغه حمزه بابا وايي:

چې خپل غزل د چا نه واورم حمزه

وايم چې چا داسې وينا کړې ده

سره له دې چې دا خبره اوس کليشه غوندې ده، خو ښکلې ده، ټول خلک وايي چې شاعري د يوې ښکلې غوندې ده او چې موسيقي ورسره شي نو لکه دا ښکلې چې ناوې شي.نو کلام چې له موسيقۍ سره وويل شي، په ښه غږ وويل شي، د دې تاثير بيا نور هم بسې ډير شي، لکه ما او تا چې مخکې  دشعر په موسيقۍ خبرې کولې، يو خو په شعر کې خپله موسيقي وي، يوې ښکلا ته يې له يوې ښکلې زاويې نه کتلي وي،  يو پيام، يو مفکوره يې وړاندې کړي وي، دا چې په يو خاص انداز کې د موسيقۍ سره په خواږه غږ وويل شي تاثير څو چنده کيږي.

که ووايم چې ما ته  د ټولو په غږونو کې خپلې سندرې خوند راکوي. خو د منور استاد زوی، رضوان منور زما دا شعر چې:غوږ غوږ ومه چې غلی غلی يار غږيده، په داسې لوغړن اواز ويلی چې د خپل پلار د غږ خواږه يې هم په کې ګډ کړي دي، ما ته د خوشحال بابا هغه شعر رايادوي  چې په لومړي ځل ناشناس ويلی چې:

که زه نه وای عشق به تا لره بلل څوک

همدا شعر چې کله مرحوم استاد منور ووايه په دومره لوغړن انداز يې ويلی و چې تر ناشناس استاده څو چنده لوړ و.

بيا چې هارون باچا همدا شعر چې غوږ غوږ ومه  په خپل شرنګيدلي اواز ووايه لا يې ښکلی کړی و. خو شفيق مريد چې کوم شعر ويلی، ساده شعر دی خو دا چې د وطن خبره په کې ده په ما ښه لګي. ځکه چې وطن خو په موږ ګران دی، دمور غوندې ګران دی او نن سبا خو په موږ او تاسې ډير ګران دې ځکه چې دغه مور ځپل شوې ده، دغه مور رټل شوې ده، نو که د وطن په باب څو ک ساده خبره هم اوري نو تاثير په کې وي، او موږ او تاسې خو اوس داسې يو چې په خپل وطن کې مسافر يو. يو لنډۍ راياده شوه چې وايي:

مسافرۍ مې زړه نری کړو

چې تش وطن رايادوم ژړا راځينه

نو د وطن سندرې زړه لاره کوي، لکه هغه د مرحوم ملنګ جان داشعر چې؛

دا زموږ زيبا وطن.

دې شعر ته په ټوله دنيا کې افغانان ژاړي.ساده ترانه ده، خو په اخلاص ويل شوې او په اخلاص اولمير استاد د موسيقۍ به  پردو باندې سوره کړې ده.

استاد شاولي چې کوم شعر ويلی دی، زموږ د کلي هغه دنګه جينۍ

دې سره يو خاطره راياديږي، موږ څو تنه دوستان مردان ته تللي وو چې عابد صيب تاسو هم په کې وۍ ، سالک، صيب و، نثار صيب و حنيف خليل و، دا شعر ما هلته تاسې ته نامکمل ويلی و چې ستاسو د ټولو ټينګار دا و چې دا شعر به پوره کوم، خاطره دا ده چې کله بيرته پيښور ته راتلو، نو تر ډيره په سرک ولاړ وو،  تش موټر نه پيدا کيده، نو سالک صيب ويلې چې بيټ نيکه لکه چې د دې د پاره دا سوال کولو چې اوس موږ ته موټر پيدا نه شي. هغه وخت زما کور په ناصر باغ کې و. نو دا شعر ماته د مهاجرت هغه خاطرې هم رايادوي او اوس چې شاه ولي استاد ويلی دی، ډير خوند راکوي، کرن خان په ډير ښه انداز کې ويلی دی، هغه زموږ د خوست سره نيږدې  د کرمې يار چې کوم شعر ويلی دی

ډوډۍ دې مولا ګرمه لره يخ ګړي دې ډير شه

دا هم راباندې ښه لګي، يار محمد استاد چې په جرمني کې زما غزلې ويلي ډير خوند راکوي.

 عابد: مننه کاروان صيب چې په دې لنډ تنګ وخت کې دې دومره اوږدو خبرو کولو ته وخت وايست، خدای مو تر ډيره ژوندي لره چې همداسې خوږې خوږې سندرې وليکې او زموږ هنرمندان يې د خوږو غږونو.په بدرګه د سرُ او تال په څپو د ذوقمنو غوږونو ته ورسوي.

کاروان: جار شم  له تاسې نه هم مننه چې تاسې کابل ته راغلي يۍ ته خو زموږ د بهير روح روان يې، خوښ يم چې بيا دې له نيږدې نه وينم.

د ستمبر ۲۸مه ۲۰۱۰ کال کابل، د بي بي سي د تعليمي پروژو دفتر

استخراچ: ۳۰ ستمبر د سهار ۲ بجې د جمعې مبارکه شبه، د جلال اباد ښار

 
بېرته شاته