لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
په پښتو کې د (ى) ګانو سمه کارونه
لیکوال: پوهنمل محمد اسميعل يون   نېټه: 24.11.2008   خپرونکئ:    

په پښتو ژبه کې (ى) ګانې د شکل يا بڼې له پلوه په پنځه ډوله دي چې پخوا د پښتو ژبپوهانو او ليکپوهانو له خوا دا شکلونه غوره شوي دي او که په اويايمو کلونو کې د باړه ګلۍ د سيمينار پرېکړه ورسره يوځاى کړو، نو دا شمېر اوس شپږو شکلونو ته رسېږي، دا پنځه يا شپږ شکلونه په حقيقت کې د څلورو بېلابېلو اوازونو ښکارندويي يا استازي کوي چې دوه يې خپلواک غږونه يا واولونه دي او نور يې د ژبپوهنې د يوې دوديزې نومونې يا اصطلاح له مخې غبرګغږونه يا ديفتونګونه دي.

دپښتو (ى) ګانو دا څلور اوازونه په حقيقت کې څلور مختلف اوازونه دي چې د پنځو نږدې همشکله ګرافيمونو په بڼه افاده کېږي، له همدې کبله دا مختلف او بېلابېل اوازونه اوازونه په دوديز ډول د يوه ګرافيم (ى ګانو) په نامه يادېږي، که په پيل کې دپښتو غږونو لپاره دليکنښو يا ګرافيمونو د ايښودلو پرمهال دې څلورو بېلابېلو اوازونو ته بېل بېل شکلونه غوره شوي واى نو نن به د پښتو (ياګانو) په ليکنۍ او ګړنۍ برخه کې هغه ستونزه او ناسم پوهاوى نه رامنځته کېده چې اوس کله کله په دې برخه کې پېښېږي، خو له دې سره سره پښتو ژبپوهانو او ليکپوهانو هڅه کړې چې د ټکو او ځينو نښو په زياتون سره ددې اوازونو د افادې په بڼه کې اسانتيا راولي او دپښتو ليک لوستنه اسانه کړي.

د يادونې وړ ده چې د پښتو (٨) واولونو له جملې څخه دوه يې همدا ياګانې دي چې دکارونې خورا زيات ځايونه او اړخونه لري. له واول پرته طبعاً کلمه هډو جوړېدى نه شي نو ځکه که موږ دا دوه واولونه (ي = i) او (ې = e) محاسبه کړو نو دپښتو کلمو په سلو کې تر پنځه ويشت زياته برخه جوړوي، ددې واولونو ارزښت په دې کې دى چې نه يوازې د نوم يا فعل په اصلي بڼه کې راځي، بلکې په مغيره حالت کې هم راځي او دپښتو ژبې دګرامر يوه ځانګړتيا يا د ژبني سکښت يو خصوصيت دادى چې فعل، نوم، صفت يا قيد پر خپل اصلي حالت سربېره دويم يا مغيره حالت هم لري او د جمع هم، نو دا دوه واولونه يا (ى ګانې) دکلمو په دغسې اوښتون کې اساسي نقش لري. سربېره پر دې زورکۍ واله يا همزه واله (ۍ = ئ) او نرمه يا نرينه (ى) هم دپښتو کلمو په جوړونه کې ډېر نقش لري نو دا ټول چې سره يوځاى شي دا د پښتو کلمو يوه ډېره درنه او غوښنه برخه جوړوي. که چېرې دهغو د ټاکل شويو شکلونو په واسطه دهغو د اوازونو سمه افاده او ليکنۍ بڼه ترسره نه شي او يا يوه د بلې پرځاى وکارول شي نو يقيني خبره ده چې دپښتو متن په افاده او لوستنه کې به ډېرې ستونزې رامنځته شي.

زه دلته غواړم لومړى دپښتو دمروجو پنځه واړو ياګانو دسمې کارونې ځايونه په ګوته کړم او بيا وروسته د (ى ګانو) په اړه خپل يو نظر او وړانديز راوړم.

١- نرمه، لنډه يا نرينه (ى = ay):

دې (ى) ته نرمه، لنډه يا نرينه (ى) وايي او د ژبپوهنې له معمول تعريف سره سم يو غبرګغږ يا ديفتونګ ګڼل کېږي چې له يو خپلواک اواز (a) او يو نيمه خپلواک غږ (y) څخه رغېدلى دى. سره له دې چې يو شمېر اوسني ژبپوهان د ديفتونګ له معمول تعريف سره موافق نه دي او هر يو، يو بېل اواز ګڼي، په هر ترتيب نرمه يا نرينه (ى) له همدغو دوو اوازونو څخه رغېدلې ده او ديوې څپې په شان يو ځل له خولې څخه راوځي. ددې (ى) دکارونې ځايونه په دې ډول دي:


الف – دمفردو مذکرو نومونو په پاى کې راځي لکه:

سړى، منګى، لرګى، زمرى، ډانګى، فرنګى او داسې نور...

کېدى شي دا نومونه حقيقي مذکر وي يا لفظي.

ب – په ځينو نسبتي صفتونو يا ستاينومونو کې هم راځي لکه:

توريالى، ننګيالى، زمريالى، بريالى او نور...

ج – په هغو فعلونو کې هم راځي چې دمفرد مذکر نوم لپاره ګردان شوي يا اوښتي وي.

لکه: احمد ډېر ځورېدلى دى، محمود ډېر کړېدلى دى، لاس مې سوزېدلى دى.

د – د ځينو امکاني فعلونو په پاى کې هم راځي. لکه:

زړه مې په ښو خبرو رغېدلاى شي، استاد د زده کوونکو په ښو اخلاقو خوشالېدلاى شي.

وطن په کارونو ابادېدلاى شي، ځمکه د بزګر په هڅو زرغونېدلاى شي.

٢- څرګنده يا معروفه (ي = i):

دا (ي) په پښتو کې يو خپلواک غږ (واول) دى چې په پښتو متن کې ډېره زياته کارول کېږي د کارونې ځينې مهم ځايونه يې په دې ډول دي:

الف – دهغو مفردو مذکرو يا نارينه نومونو دجمعې لپاره راځي چې په نرينه (ى) پاى ته رسېدلي وي لکه:

مفرد جمع

سړى سړي

زمرى زمري

غويى غويي

منګى منګي

لرګى لرګي

او داسې نور...

ب – دهغو مفردو مذکرو نومونو دمغيره يا دويم حالت لپاره راځي چې په نرينه (ى) پاى ته رسېدلي وي لکه:

( اصلي حالت) (مغيره يا دويم حالت)

(سړى) کار کوي (سړي) کار وکړ

(بريالى) درس لولي (بريالي) درس ولوست

(زمرى) د ځنګله پاچا دى له (زمري) څخه نور حيوانات وېرېږي.


ج – د نسبتي صفتونو يا نسبتي نومونو په پاى کې هم راځي لکه:


خوشال خوشالي رحيم رحيمي

خوښ خوښي کريم کريمي

سوکال سوکالي ابراهيم ابراهيمي او نور....

هوسا هوسايي او نور...


د – په يو شمېر کسبي نومونو کې چې ديوې پېشې يا کسب ښکارندويي کوي هم کارول کېږي لکه:

ډولچي، سرنجي، توپچي، موچي، دوبي، جارچي او نور...

هـ - په يو شمېر فعلونو په تېره بيا د حال زمانې په فعلونو کې هم استعمالېږي.

لکه: ځي، راځي، خوري، کړي، څښي، وړي، لولي، ناڅي، پاڅي او نور...

٣- اوږده، مجهوله يا ښځينه (ې = e):

دا (ې) هم يو خپلواک اواز (واول) دى چې په پښتو کلمو په تېره بيا په ښځينه نومونو کې زياته کارول کېږي. دکارونې ځينې مهم ځايونه به يې دلته په ګوته کړو:

الف – دا ښځينه (ې) دهغو مفردو مونثو نومونو دجمعې لپاره کارول کېږي چې په ګرده (ه) يا زور (a) پاى ته رسېدلي وي. لکه:

مفرد جمع

ډيوه ډيوې

ښځه ښځې

پاڼه پاڼې

مڼه مڼې

زرکه زرکې او داسې نور...

ب – دهغو مفردو مونثو نومونو دمغيره يا دويم حالت لپاره راځي چې په همدې ګرده (ه) يا زور پايته رسېدلي وي. لکه:

اصلي حالت مغيره حالت

(ډيوه) رڼا کوي د (ډيوې) رڼا تته ده

(ښځۀ) د ژوند نيمه برخه ده. بې له (ښځې) ژوندون ګران دى.

(پاڼه) ورژېده د توت (پاڼې) رنګ مې خوښېږي.

(پلوشه) درس لولي (پلوشې) درس ولوست

ج – دهغو ښځينه صفتونو دجمعې او مغيره حالت لپاره هم راځي چې په ګرده (ه) يا زور (a) پايته رسېدلي وي. لکه:

مفرد او اصلي حالت مغيره او د جمعې حالت

(ښه ښځه) (ښې ښځې)

(ښه ښځه) ښه خوى لري (د ښې ښځې) به ښه خوى وي

(سره ډيوه) (سرې ډيوې)


د – په هغو نسبتي صفتونو او فعلونو کې هم کارول کېږي چې د ښځينه نومونو لپاره کارول شوي او يا ګردان شوي وي.

لکه:

له (بدې ورځې) ژاړم ( د ښې ورځې) خاوند شه

(نجونې ژړېدلې) (خويندې خندېدلې)

(تورې نڅېدلې) (وراوې تېرېدلې) او داسې نور...

هـ - په ښځينه ضميرونو او مفردو حقيقي مونثو نومونو کې هم کارول کېږي لکه:

دې، هغې، ناوې، ادې، خواښې او نور...

ددې (ې) يو بله ښه ځانګړنه په دې کې ده چې دکلمو په منځ کې هم خپل هويت ساتلى شي او ان که څوک وغواړي په دقيق ډول يې استعمال کړي، دکلمې په سر کې هم خپل هويت ساتلى شي لکه:

(تېر) دپخوا تېر شوى او (تير) د دستک او لرګي په مانا

(پېر) دمهال په مانا او (پير) دلارښود يا مرشد په مانا.

٤- زورکۍ واله (ۍ = ə )

زورکۍ واله (ۍ = yə) د ژبپوهنې دهمغو معمولو تعريفونو له مخې يو غبرګغږ دى يانې له دوو اوازونو څخه رغېدلې ده چې يو زورکى (ə ) دى او بل (y) دى چې يو يې خپلواک (ə) دى او بل يې (y ) بېواک. په پښتو اوسنۍ الفبا کې د زورکي (ə) او زور (a) تفاوت نه ليدل کېږي او دواړه په دې بڼه (ه) ليکي، خو فکر کوم د باړه ګلۍ په سيمينار کې د زور او زورکي لپاره (ه او ۀ) نښې منل شوي دي او دا يو ښه وړانديز دى. او بل يې (y) نيمه خپلواک غږ دى، د استعمال ځايونه يې په دې ډول دي:


الف – په پښتو مفردو مونثو نومونو کې راځي، کېدى شي دا نومونه يا حقيقي مونث وي يا نا حقيقي، خو په لفظي ډول پرې دمونث اطلاق کېږي. لکه:

ځولۍ ، زمرۍ ، نړۍ ، ګلالۍ ، ډوډۍ ، څوکۍ ، او داسې نور...

ب – د ځينو هغو نسبتي صفتونو دجمعې او مغيره حالت لپاره راځي چې په څرګنده (ي) پايته رسېدلي وي. لکه:

اصلي حالت

خوښي خوښۍ

تربګني تربګنۍ

دوستي دوستۍ

خوشالي خوشالۍ

دا به په يوه مثال کې هم واضح کړو:

(اصلي حالت) (مغيره حالت)

د احمد او محمود ترمنځ دوستي ده. د احمد او محمود د دوستۍ مزه نه شته

٥- همزه واله ئ (y ə):

دا هم يو غبرګغږ دى او له زورکۍ والې (ۍ) سره يې په سکښت، جوړښت او تلفظ کې هېڅ تفاوت نه شته يانې دا دوه غږونه په حقيقت کې ديوې څپې په شان يو ځل له خولې څخه راوځي. پښتو ليکپوهانو د زورکۍ والې (ۍ) او همزه والې (ئ) د بېلتون نښه او ضرورت همدا ګڼلى چې يوه په نومونو او بله په فعلونو کې راځي. زه به دلته د پښتو ليکپوهانو له خوا د همزه واله (ئ) د اوسني دوديز استعمال ځايونه په ګوته کړم.

الف – همزه واله (ئ) اکثره د امر او نهې فعلونو په پاى کې راځي لکه: کېنئ، پاڅئ، وخورئ، مه خورئ، لاړشئ، مه ځئ او نور...

ب – د ځينو سواليه جملو په پاى کې هم راځي البته دلته هم فعلي حالت څرګندوي لکه: تاسو ټولګي ته راځئ، تاسو درس لولئ، په علمي غونډو کې برخه اخلئ او داسې نور...

د يادونې وړ ده چې همزه واله (ئ)، زورکۍ واله (ۍ) او نرمه يا نرينه (ى) دکلمو په منځ کې خپل هويت ساتلى نه شي او ځاى يې د څرګندې (ي) شکل نيسي، يوازې دکلمو په پاى کې دا (ى) ګانې د شکل له پلوه خپل هويت ساتلى شي.

لکه: نړۍ + وال = نړيوال يا کلى + وال = کليوال

اوس دپښتو (ى) ګانو په اړه خپل نظر او وړانديز وړاندې کوم:

لومړى دنومونو په اړه: پښتو (ى) ګانې طبعاً د بېلابېلو اوازونو ښکارندويي کوي لکه څنګه چې هر اواز خپل يو بېل او واحد نوم لري نو پکار ده چې دهغه ګرافيم يا شکل هم يو واحد او له اواز سره منطبق يو نوم ولري لکه څنګه چې موږ په خپله نوره ابڅې ( الفبا) کې دهر اواز لپاره دګرافيم يو مشخص نوم لرو او هېڅ ستونزه په کې نه وينو نو دلته هم بايد دنومونو د يو والي له لارې دا ستونزه حل شي. په دې برخه کې زما مشخص وړانديز دادى چې:

( ى = ay) ته دې نرينه (ى) وويل شي ځکه چې دا د هغې دکارونې له ځايونو او مانا سره پوره پوره مطابقت کوي، په هر ځاى کې چې دا (ى) کارول کېږي، فعل وي که صفت او يا که نوم وي دهغو ټولو خصلت به نارينه وي يا به لفظاً او يا به هم دمانا له پلوه دنارينه ځانګړتيا ترې څرګنده شي نو د (لنډې) يا (نرمې) (ى) دوه نور نومونه دې ترې حذف شي ځکه چې له مانا سره يې اړخ نه لګوي.

(ې = e): لکه چې (ى ay) د نارينه نومونو، صفتونو او فعلونو لپاره راځي دغسې ( ې = e) دمونثو نومونو، صفتونو او فعلونو لپاره راځي نو په کار ده چې ښځينه (ې) ورته وويل شي چې له مانا سره يې مطابقت پيدا شي. دمجهولې يا اوږدې (ې) اصطلاحګانې ځکه سمې نه برېښي چې د (مجهولې) اصطلاح موږ ته مجهوله نه ده او کېدى شي دعربي ژبې او دري ژبې ويونکو ته دا (ې) مجهوله وي او همغه تعبير دلته سرايت کړى وي نو کوم شى چې موږ ته مجهول نه وي، ولې د مجهول نوم پرې کېږدو؟

د يوه واول اوږد او لنډ تلفظ کول په مانا کې کوم تغير نه راولي نو ځکه دا اصطلاح يا نوم هم له مانا سره اړخ نه لګوي، نو که دې (ې) ته همغه (ښځينه ې) نوم ورکړل شي دا کار به له مانا سره مطابقت پيدا کړي.

د څرګنده يا معروفې ( ي = i) نومونه دومره بده برېښي، ځکه پښتنو او نا پښتنو ټولو ته څرګنده ده او نور نومونه هم نه لري نو ځکه که همدا نوم غوره شي، څه ستونزه نه شي راولاړولاى.

د زورکۍ والې او همزه والې ( ۍ، ئ) په باب زما نظر دادى چې دا دواړه په حقيقت کې يو اواز دى او يا د يوه غږ دوه شکلونه دي. موږ په نورو ځايونو کې دپښتو الفبا په برخه کې په واقعيت کې د اوازونو لپاره شکلونه نه لرو او موږ د اوازونو باقي يا پوروړي يو لکه د زورکي (ə ) لپاره هم تراوسه پورې د (ه) شکل او د زور (a) لپاره هم دا (ه) شکل کاروو سره له دې چې د باړه ګلۍ سيمينار د زورکي لپاره (ۀ) شکل غوره کړ خو تراوسه لا پوره دود شوى نه دى او هم د (u) او (ه) دوو اوازونو لپاره يو يو شکل ( و) لرو خو دلته بيا د يوه اواز (yə) لپاره دوه شکله لرو (ۍ = ئ) ژبپوهانو او ليکپوهانو دهمزه والې د ضرورت وجه (فعلي افاده) ګڼلې، نو که د فعل، نوم او صفت د تثبيت لپاره موږ د اوازونو شکلونه بدلوو نو بيا خو هغه نورې (ى) ګانې هم په فعلونو، صفتونو او نومونو کې راځي نو هغو ته مو ولې بېلابېل شکلونه غوره نه کړل له :

ى = سړى (نوم) بريالى (ستاينوم) کړېدلى دى (فعل)

ي = سړي (نوم) ننګيالي (توصيفي يا ستاينوم) خوري، ځي (فعل)

ې = ناوې (نوم) تودې/ سړې (صفت) خندېدلې، ګرځېدلې (فعل)

نو دلته ولې دا (ى) ګانې دمحتوا له مخې پر شکلونو ونه وېشل شوې. زورکۍ واله او همزه واله (ۍ،ئ) په حقيقت کې د يوه اواز ښکارندويي کوي او د يوه اواز د تثبيت لپاره يوازې يوه ګرافيم يا توري ته اړتيا ده او بس. د يوه غږ لپاره د بېلابېلو تورو شتوالى دا مانا ورکوي چې موږ د يوې ژبې لپاره په يوه واحد ليکدود کې څو الفباوې ولرو او دا د ژبې زده کړه او دتدريس چارې سختوي. نو زما وړانديز دادى چې همزه والې (ئ) ته هېڅ اړتيا نه شته او دا پر ژبه يو زياتي بار دى او ګټه نه لري، بايد له پښتو الفبا څخه حذف شي.

د باړه ګلۍ په سيمينار کې چې يوه بله ى (ے) شکل په اختياري ډول منل شوى هغې ته هم هېڅ اړتيا نه شته او دا پر پښتو ژبه د اردو ژبې د اغېز ښکارندويي کوي او د استعمال ځايونه يې په نورو (ى) ګانو افاده کېدى شي.

پښتو لوستونکو ته مې د ياګانو دزده کړې په برخه کې وړانديز دادى چې دنومونو د زده کړې پرځاى د ياګانو دتلفظ او دهغو د استعمال ځايونو ته زياته توجه وکړي نومونه (اصطلاح) کېدى شي دسړي له ياده وځي خو د ياګانو دقيق تلفظ او په حافظه کې دهغو د شکل ساتنه د ياګانو له دقيقې کارونې سره مرسته کولاى شي. لوستونکي کولاى شي لاندې شعار د ياګانو د استعمال د يوه لنډ فورمول په توګه په پام کې ونيسي او په هره کلمه کې چې ( ى ګانې) کارول شوې وي د همدې فورمول له مخې يې دتلفظ په پام کې نيولو سره وکاروي: دا فورمول دادى:

تل دې وي سوله په ټوله نړۍ کې – سره يو شئ دا مو شعار دى .

پورتني فورمول کې د هرې (ى) شکل او تلفظ په پام کې ونيسئ او په هره کلمه کې چې (ى) کارېدلې وي هغه له دې تلفظ او شکل سره منطبق کړئ نو کېدى شي په سم ډول يې وکاروئ.

 
بېرته شاته