لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
پښـتو تـه يـوه كـتـنـه
لیکوال: ګل پاچا الفت   نېټه: 24.11.2008   خپرونکئ:    

درنو لوستونكيو!

د 1318ل كال په كابل كلنۍ كې مو د ګل پاچا الفت نثري ليكنه له 298-306 مخونو غوره كړې، چې د ليكدود، ادبي هڅې، وخت او ارزښت پر خوندي ساتلو يې تاسې ته وړاندې كوو-   "ورځ"

په تېرو سالنامو كښ دپښتنو خصوصيات او ملى دودونه دپښتونوالۍ تر عنوان لاندى دلوستونكو له نظره تير شوه اوس غواړو چه دپښتو خصوصيات او استعداد لږ څه څرګند او ښكاره كړو.

دامنل شوى خبره ده چه عمومى توجه او اعتنا د هر شى په اكمال كښ لوى لاس لرى او بالعكس بى اعتنائى لكه خزان دهر باغ او بڼ دپاره سخت او مهلك مرض دى، هر شى چه دخلقو له نظره ولويږى هغه هيڅكله خپل موجوديت نه شى ساتلى او ورو، ورو يى لمن غوټه كېږي، تر څو چه بېخى ورك او فنا شى، نو پښتو هم چه ډيره موده له ښارونو وتلى وه دغرو په سرو او كلو كښ يى دلويو خلكو له نظره لرى ځاى نيولى و، ارومرو به يى هغه خپله پخوانۍ پنګه له لاسه وتلى وى او لږ څه به ورته پاتى وى، داهم دپښتو ډير قوت او لوى طاقت دى چه په غرو او رغو كښ يى لا تراوسه پورى لكه دڅېړۍ ونه بى باغوانه خپل ځان ټينګ كړى او په خزان كښ يى هم خپلى پاڼى شنى ساتلى دى.

اوس چه پدى روښانه عصر كښ داخبره بېخى ښكاره شوه چه دملى ژبى ژوندون دملت په ژوندون كښ ترهر څه زيات تاثير لري، او تر څو چه علوم او معارف ديوه قام پخپله ژبه نه شى دهغه قام په ذهنيت كښ ځاى نه شى نيولى، او اجتماعيونو هم دا نظريه پوره ومنله چه لكه څنګه چه يو اقليم پخپل پيداوار او دخلكو په رنګ او خوى كښ ښكاره تاثير لرى همدارنګه په ژبه، لهجه او لغت كښ هم اثر كوى او ارومرو ديوى علافى لهجه له بلى څخه او ديوه مملكت ژبه له بل مملكت ځنى بيلېږى، نو لكه څنګه چه ديوه ځاى مخصوص بوټى په بل ځاى كښ نه شنه كېږى ديوه ځاى ژبه هم په بل ځاى كښ وده نه كوى او عموميت نه پيدا كوى.

وګورى! دتودو ملكو مخصوصى ونى په سړو ملكو كښ په ګلخانو او دښيښو په كوټو كښ هم ښى نه ساتل كېږي، نو بايد په هر وطن كښ خپله ملى ژبه وروزل شى او هر قام پخپله ژبه وغګېږى، دهمدى لامله زمونږ ملت پالونكى او بيدار حكومت دملى ژبى خواته زياته توجه وكړه او ددى ژبى روزلو او رسمى كولو ته يى ټينګه ملا وتړله، نو ډير ژربه انشاالله دا ژبه چه دى هوا او دى خاورى سره پوره موافقت لرى اوددى ځاى اصلى ژبه ده افغانستان په هره خوا كښ خپلى نيلى وځغلوى او زمونږ كورنى روابط به لا سره ټينګ كړى.

نو دا ژبه كه څه هم فى الحاله دومره علمى او ادبى ذخاير نه لرى چه د دنيا له ژونديو ژبو سره سيالى وكړى شى مګر د استعداد له لامله په بعضى ژبو څرګند او ښكاره فوقيت لرى او په همدغه ابتدائى حال كښ هم له لويو او مترقى ژبو څخه بيرته نه پاتى كېږى.

نو دغه دى چه مونږ ددى ژبى په وسعت او استعداد باندى بحث كوو خو دا بحث په حقيقت كښ يو اساس دى چه د اّينده تحقيقاتو دپاره مبادى ګڼل كېږي، ځكه چه مونږ پدى وخت كښ ددى ژبى ټول خصوصيات او مزاياد حصر په ډول نه شو ليكلى، تراوسه لا په دى ژبه كښ ادبى كتابونه او مكمل ګرامرونه نه دى ليكل شوى ددى ژبى بيان او بديع، استعارات او كنايات لا هماغسى دبيخبرى په تياره او تورتم كښ پراته دي، نو دايوه نوى دروازه ده چه د اينده تنبعاتو دپاره بيرته كېږى او فى الحاله يوازى هماغه خصوصيات چه مونږ ته په محاوره كښ څركېدلى دياداشتو اونوټو په طور ليكل كېږى چه دپښتو زده كوونكى ورته ملتفت وى او په غلطۍ كښ ونه ولېږي.

دابحث دلغاتو، قواعدو، محاورى په لحاظ په درى برخو ويشل كېږى ځكه چه دا درى شيان دهرى ژبى اساسى ستنى او مهم اركان دي:

 لغات:

داڅرګنده خبره ده چه لغات دضرورت او احتياج په اثر كښ پيداكېږى او احتياج دهر ځاى بېل وى نو مونږ په دى لحاظ لغات په دوه برخو وېشو:

اول: - اسماء او اعلام چه ديوه محسوس او معين شى دپاره ټاكل شوى وي.

لكه: توره، غشى، لينده، غر، بڼ اونور.... دا ډول لغات په بعضى ځايو كښ لږ او په بعضو كښ ډير وى، ځكه چه داشيان لكه حيوانات او نباتات په ټولو ځايو كښ يو شان نه موندل كېږى اّب وهوا او نور طبيعى عوامل ددى شيانو په پيدايښت كښ ډير دخل لري، داسى شيان چه په يوه اقليم كښ وى په بل كښ يا بيخى نه وى او يا په بل رنګ ليدل كېږى نو مونږ ددى راز لغاتو په اعتبار يوه ژبه له بلى سره نه شو مقايسه كولاى اونه د داسى لغاتو زياتوالى ديوى ژبى د استعداد او وسعت دليل ګڼلى شو.

دو هم: فعلى او صفتى لغات چه مصادر،مشقات، اسماى معنى ټول پكښ داخل دي، دا راز لغاتو ته البته په هر ځاى كښ ضرورت وى او دمحيط مقتضيات په كښ ډير لږ اثر كوي، نو ددغسى لغاتو زيادت ديوى ژبى استعداد او وسعت ښه ښودلى شى اوخلق هم قانع كوى، ځكه چه همدغه لغات د افهام او تفهيم ارابه چلوى او دهر راز مطلب په اظهار كښ لويه برخه لري.

مصادر:

مصدرونه په پښتو كښ لكه نورى ژبى بعضى لازمى او بعضى متعدى وى مګر دبعضى افعالو دپاره درى قسمه مصدر هم شته چه يوه ته متعدى او دوه نورو ته بايد لازمى اختيارى اوغير اختيار وويل شي.

لكه:- لمبول، لمبل، لمبيدل، ځنډول، ځنډكول، ځنډېدل، ځنګول، ځنګل، ځنګېدل، غپول، غپل، غپېدل، - دا راز مفهومات چه مونږ په فارسى كښ هر يوه ته كلمات نه لرو بايد په هره ژبه كښ الفاظ ولري، همدارنګه په پښتو كښ بعضى نور مصادر هم شته چه فارسى يى نه لري. لكه: (ويشتل) په معنى د (رمې) او (ختل) په معنى د(طلوع) چه دضرورت له لامله ترينه په عربى تعيير كوو. همدغه شان (وړل) او (بيول) يا (راوړل) او راوستل) چه په فارسى كښ دڅلور واړو په ځاى (بردن) او (اوردن) استعمالېږى اودپښتو امتياز په كښ وركېږى دامصدرونه اودغه شان بعضى نور مصادر ددى ژبى د وسعت ښى ښى نمونى دى چه په بعضى ژبو كښ نه شته نوويلى شو چه پښتو دمصادرو او مشتقاتو له لورى كافى او مكمله ذخيره لرى اوهر راز مفهوم اداكولى شي.

په پښتو كښ غير له مصادرو نور هم داسى ډير لغات شته چه په فارسى يا بعضى نورو ژبو كښ يى عوض نه مومو.

لكه: (لور) او جلۍ) چه په فارسى كښ ددواړو پرځاى ( دختر) ويل كېږى او په پښتو كښ يو له بله ډير فرق سره لرى او هر يو پخپل ځاى كښ استعماليږى.

مثلاً ويل كېږي: دا جلۍ دفلانى لور ده – چه جلۍ ته په عربى (صبيه) او لور ته (بنت) ويل كېږي، يا- لكه ( ځيږ) او (لواړ) چه هر يو ځانته بيله معنى لري، لكه لواړ اوړه او ځيږه تيږه، چه دلواړ جانب مقابل ميده او دځيږ ښوى راځي؛ همدغه شان ( پوست) او خوړين) چه په بيل بيل ځاى كښ استعماليږى، لكه: پسته ډوډۍ او خوړينه اوګره يا غوښه چه هر پښتون يى په فرق باندى له ورا پوهېږى او په فارسى كښ دغه فرق ورك شوى دلومړيو دواړو لفظو په ځاى ( درشت) او د وروستنيو دوه و په عوض (نرم) ويل كېږي.

همدغه شان (كشر او كوچنى) يا ( مشر اولوى) په پښتو كښ ښكاره فرق لرى چه كشر او مشر په اصل كښ دعمر اوسن دكميت په اعتبار او كوچنى يا لوى دجسامت اوسن دواړو په لحاظ استعماليږى، مثلاً ويل كېږى،دا سړى مشر دى، دا غر لوى دى چه غره ته مشر نه ويل كېږى يعنى لوى دمشر په ځاى كښ استعمالېداى شى او مشر دلوى په ځاى نه ويل كېږي. داخصوصيت دفارسى پدى دوه ټكو ( خورد، كلان) كښ ورك شوى دى همدغه ډول ( ځواني، ځلميتوب) دمعنى په اعتبار څرګند توپير لرى ځكه چه ځوانى پخپل مفهوم كښ عموميت لري، يوازى په انسانانو پورى خاص نه ده په حيواناتو كښ هم استعمالېږى او ځلميتوب په انسانانو پورى اختصاص موندلى اّس يا غويى ته هيڅكله ځلمى نه ويل كېږي.

دا فرق هم په فارسى كښ د (جوانى) په كلمه كښ پټ شوى دى. لنډه دا چه دپښتو له پلو لاندى داسى ډير محاسن پټ دى چه پښتانه هم لا تراوسه پورى ورته نهدى ملتفت شوى او لكه څنګه چه ددى خاورى نور قيمتى شيان پټ پاتى دى همدغه شان يى ژبه هم يوه پټه خزانه او سربسته كتابخانه ده چه ورو، ورو ورته خلك ملتفت كېږي، كه مونږ ددى ژبى لغات له ژورى كتنى لاندى ونيسو او زيات تحقيق پكښ وكړو ارومرو به مومضمون له هغى ټاكل شوى اندازى اوږد شى نو دنمونى په ډول څولغتونه چه سمدلاسه مخى ته راځى او په فارسى كښ ورته الفاظ بيخى نه لرو او په عوض يى عربى استعمالوو يادڅو لغتونو په عوض يو لغت لرو دمثال په طور لاندى ليكو:

  

لغات         ترجمه                                 لغات                           ترجمه

اغيزه         تاثير                                    ټاكل                             تعين

لوښى       ظرف                                   بوب، نګه                          خالص

مينه          عشق، محبت                       كټ مټ                           عيناً

بډى           رشوت                                وړانګې، پلوشې                شعاع

كركه          نفرت                                  ويسا                               اعتماد

وده            نشو ونما                             ويار                                 عيب  

واك            اختيار                                 ونه                                  قد

تور             تهمت                                 جوارى                             قمار

تيرى          تجاوز                                   كلك                               محكم

څېر،ډول،راز   طور، قسم                          تركاڼ                            نجار

ګالل                             ...                    برمته                               ...

غولى         صحن                                   شيبه                           ساعت

مښلى       مستعمل                              سيال                             كفو

بسپنه          ....                                     سيمه                             ...

پرديس         مسافر                                 ګروهيدل                      اعتقاد

لورى، خوا      ...                                     هسك                         جګ،لوړ         

پلو، لودن      سو                                   اوچت،دنګ                     بلند

تياره، تروږمۍ       ...                                 پرېكول، غوڅول            بريدن

تورتم          تاريكي                                 څملاستل ، ويديدل        خواب شدن

لړل،              خوزول                                نرى، مئين                 باريك

ښورول             شوردادن

وليدل،پرېوتل          پرزېدل                          پورته، پاس                 بالا

غورزېدل                  افتادن

واښه، پروړه، بوس            كاه                      وريځ، ادوره                 ابر

پالنه، روزنه               پرورش                        ليدل، كتل              ديدن

نړول، ړنګول             لمباندن

 

قواعد:

دلته زمونږ غرض دا نه دى چه ددى ژبى په ګرامر باندى څه علمى بحث وكړو، په دى برخه كښ مونږ يوازى دپښتو بعضى ګرامرى خصوصيات چه نسبت فارسى يا كومى بلى ژبى ته يى لرى د اختصار په ډول ليكو.

پښتو لكه څنګه چه دتذكير اوتانيث له كبله لكه عربى خورا پراخه ژبه ده او دتانيث دپاره ډيرى زياتى علامى لرى همدارنګه دجمع دپاره هم زښت ډير اوزان لرى چه له فارسى سره هيڅ نه مقايسه كېيږى ځكه چه فارسى دجمع دپاره يوازى همدغومره كوى چه دمفرد په اخر كښ (ها) زياتوى او بس، په ادبى كتابونو كښ لا بعضى جمع په الف او نون او بعضى په (ګان) سره ليدل كېږى چه په محاوره كښ نه اورېدل كېږي، په پښتو كښ حروف مغبره چه په عربى اصطلاح ورته عوامل وايى هم شته چه بعضى په وروستنيو او بعضى په مخكنيو كليمو كښ تغير پېښوي، دا حرفونه يو د اضافت دال او بل د ندا حرف دى چه كله حذفېږى هم او نور دا لاندينى حرفونه دي:

د، تر، په (پر) بې، ته ، سره، پكشې- دا حرفونه په هره كلمه كښ عمل نه كوى او نه تل يو شان تغير پېښوي، داحروف بى له درى وروستيو نور ټول په وروستۍ كلمه كښ تغير پېښوى او (ته) يا (سره) په مخكى كلمه كښ عمل كوي، اّخرنى حرف تجزيه كېږى (په) له كلمى نه مخكى او (كښ) وروسته راځي.

داحروف كه له هغو مفرد مونث اسم سره راشى چه په اخر كښ يى معروفه (ى) وى په ثقيله يى بدلوي، لكه: دځوانۍ په وخت كښ – يا- په خوشحالۍ پيل شوه- او كه له مصدر يا اسم جنس يا اسم عدد سره راشى نو په اخر كښ يى مجهول واو زياتوي، لكه: په ويلو هيڅ نه كېږي- ستا تر راتلو به زه دلته ناست يم – فلانى په څلوروځى – غنمو سره يى جوار ګډ كړي- ليكن په محاوره كښ اسم عدد كله پخپل حال هم پاتى كېږي.

دا حرفونه په هغه جمع كښ چه اخر حرف يى صحيح يا معروفه يا مجهوله (ى) وى هم دغه شان عمل كوى يعنى په اخر كښ مجهول واو زياتوى خو مجهوله (ى) ارو مرو او معروفه په بعضى لهجو كښ حذفېږى، لكه : د مېږو پۍ راوړه، سړيو يا سړو ته ووايه، له ځوانانو پوښتنه وكړه- داحرفونه هغه مفرد اسم چه په اخر كښ يى ملينه (ى) يا خفى (ه) وى دجمع په صورت ګرزوي، لكه: د سړى په لستوڼى كښ څه شى دى؟ دښځى په ټكرى كښ غله ده- بى مالګى ډوډۍ ښه نه ده – ماضى متعدى هم پخپل فاعل كښ عمل كوى كه فاعل يى اسم جنس يا اسم عدد يا هغه جمع وى چه اخر حرف يى صحيح يا معروفه يامجهوله (ى) وى نو په اخر كښ يى مجهول واو زياتوى او كه مفرد اسم وى او په اخر كښ يى ملينه (ى) يا خفى (ه) وى نوملينه په معروفه (ه) په مجهوله يى بدلوى، لكه : فلانى اوبو ويووړ يا څلورو كسو وواهه، سړى ويلې، ښځى وويل-

همدارنګه ، چا، ما ، تا،ده ، دى – چه په معنى دڅوك، زه، ته، دى، دا – دى اومفهوم په اعتبار هيڅ فرق  نه لرى په استعمال كښ همدغه توپير لرى چه لومړۍ ډله له مغيره حروفو سره راځى او دماضى متعدى فاعل هم واقع كېږى لكه: چاسره ځې، ماته څه وايې، بى ما دى شل نه كړه. په تا اړه نه لرم، تر ده يا له ده احمدښه دى، ده ويلي، په ما كښ دروغ نه شته- او روستۍ ډله غير له دغو ځايو په نورو مواقعو كښ استعمالېږى مگګر هغه مصادر چه په سر كښ يى يو واو زياتېږى او ماضى ترى جوړېږى د هغو مصادرو ماضى كه لازمى وى هم فاعل يى ما، تا، ده، دى، چا- راځى لكه ما ولمبل ما لمبلى و، ده وځنګل، ده ځنګلى و، چا ودانګل، چا دانګلى و، په دې پنځو كلمو كښ، ما او تا يو بل خصوصيت هم لرى چه د فعل حال مفعول واقع كيږى. لكه: زه تالېږم، ته مالېږې- په پښتو كښ يو بل خصوصيت دادى چه ماضى متعدى دخپل مفعول په اعتبار تغير مومى او په فارسى يا عربى كښ متعدى فعل ماضى وى او كه فعل حال لكه لازمى فعل د فاعل تابع وى، لكه: ما احمد وواهه، مونږ احمد وواهه چه په دواړو جملو كښ فعل دمفعول په اعتبار يو شان راځى، ما او مونږ پكښ هيڅ تغير نه پيښوى او كه مونږ دا مفهوم په فارسى ادا كوو نو – من احمد را زدم، ما احمد را زديم- به وايو او د فاعل رعايت په كوو همدغه شان په عربي- ضربت زيداً، ضربنا زيداً- ويل كېږى او فعل له فاعل سره مطابقت كوي، ليكن پښتو او فارسى بيا پدى كښ سره نژدى دى چه په دواړو نومو كښ فاعل او مفعول په خلاف د عربى له فعل څخه دمخه راځي.

په پښتو كښ په همدغه عربى حركاتو باندى بسوالى هم نه دى شو، د زوركى په نامه يو بل حركت هم په پښتو كښ شته چه له زور نه لږ خفيف اداكېږي، داحركت كه له " ى" ځنى مخكښ راشى هغى يى ته ثقيله ويل كېږى چه دا ډول يى به هم په فارسى او عربى كښ نه وى نو په حقيقت كښ دايو مستقل حرف دى چه له نورو يا ګانو سره قافيه كېږى هم نه په پښتو كښ په خلاف د فارسى او عربى ابتدا په ساكن باندى هم كېږى چه پښتنو ته اسانه او نورو ته يى تلفظ ډير ګران دى په پښتو كښ بالعكس دفارسى او عربى صفت له موصوف او مضاف اله دمضاف نه مخكښ راځى نو پښتو دګرامر په اعتبار له فارسى  او عربى دواړو څخه ځان بيلوى مګر خپل نژدى والى هم ورسره ساتى.

دا يوه لنډه تبصره وه چه د پښتو په ګرامگرى برخه وشوه زيات تفصيل زمونږ له دى لندى مقالى سره موافقت نه كوى د همدى لامله مو د حروف مغيره و تفصيل او بعضى تغير و ته پرېښوده او له هغو نظرياتو څخه مو هم صرف نظر وكړ چه اوس يى لا د اظهار وخت نه دى او ډير اوږده بحثونه غواړى.

محاوره:

په هره ژبه كښ لغات او قواعد د محاورى تابع او لاس لاندى وى ډير ځله داسى كېږى چه محاوره د يوه لغت اصلى او وضعى معنى په بله معنى بدلوى او لغت پخپله خوښه په مختلفو ځايو كښ استعمالوى نو ويلى شو چه دژبى ټول خصوصيات دمحاورى په ناليكل شوى كتاب كښ درج او ثبت دى، كه يو سړى ديوى ژبى كافى لغات زده كړى او په ګرامر باندى يى هم پوره علم راولى سره له دى كه له محاورى سره اشنا نه وى خپل مطلب په يوه صحيح عبارت نشى ادا كولى.

كه يو پښتون د فارسى په لغاتو پوهېږى او له محاورى څخه نه وى خبر ضرور بايد دسين غاړى ته ګردن دريا ووايى ځكه چه په فارسى كښ د غاړى ترجمه په ګردن سره كېږى او ده ته دا نه ده معلومه چه دفارسى محاوره په دى ځاى كښ له پښتو نه مخالفه ده او دګردن په ځاى (لب) استعمالېږى نو معلومه شوه چه يوازى لغات او ګرامر سړى له دغى غلطيو څخه نه شى خلاصولى، همدغه سبب دى چه نن دژبو دزده كړى دپاره دمحاورى (برليتس) اصول غوره شوى او دا خبره ومنل شوه چه په ګرامرى اصوولو ديوى ژبى زده كول ډېر ګران دي.

وګورى زمونږ علماء دعربى ژبى ګرام او ټول ادبى كتابونه په ډير غور او دقت سره لولى او دلغاتو هم كافى ذخيره لرى سره له دى په عربى نه شى غږېدى، نو هر كله چه هره ژبه ځانته محاوره او خصوصيات لرى پايد دپښتو زده كوونكى لا څه  چه ليكونكى هم دپښتو اصلى محاورى ته ښه ملتفت شى او پخپل ليك كښ دپښتو رنګ وساتى.

زمونږ بعضى ليكونكى چه تر پرونه پورى يى هرڅه په فارسى ليكلى او لوستلى دى دليكلو په وخت كښ د پښتو خصوصيات هيروى او خپل مطالب چه په فارسى پيرايه كښ د دوى په ذهن كښ پراته دى په پښتو د ترجمى په ډول ليكى، مونږ ډير ځله په جرايدو كښ پښتو عنوانونه وينو چه د محاورى مراعات په كښ نه وى شوى مثلاً د دى په ځاى چه (نيالګى ايښودل) وليكى نيالګى كښينول چه د نهال شانۍ ترجمه ده ليكى او خپلى سهوى ته هيڅ نه ملتفت كېږي.

زه دا نه شم ويلاى چه سړى به لـه دى تاثيره ځان سمدلاسه بيخى خلاص كړى شى، ځكه چه په يوه ځاى كښ د دوه ژبو اختلاط او ګډوالى ضرور دا تاثير لرى چه يوه ژبه په بلى اثر وكړى او خصوصيات يى سره ورك يا پټ شى لكه چه اوس په پښتو اوفارسى دواړو كښ دپټكى په نسبت دا دوه محاورى اورېدل كېږى چه يو وهل او بل تړل دى مګر په اصل كښ شايد داسى نه وى يوه دپښتو او بله دفارسى وى چه وروسته يى د اختلاط په اثر كښ په دواړو ژبو كښ داسى عموميت موندلى وى چه اوس يى څوك فرق نه وشى كړى، زمونږ عرض فى الحاله عمدغومره دى چه هرڅوك دى خواته ملتفت شى اود پښتو اصلى اوعارضى محاورى حتى الامكان يو له بله بېلى كړي.

اوس سړى له بعضى پښتنو دا هم اورى چه (غلو لوڅ كړم، سترګى يى خلاصى كړى) مګر كه څوك غور وكړى، هغه پوهېږى چه د پښتو اصلى محاوره دا نه ده بلكى دا د فارسى اثر دى چه په پښتو وليدلى دى، څوك چه له دى تاثير څخه خلاص دى هغه وايي- غلو وشكولم، سترګى يى وغړولې- نو ليكونكى بايد ډير غور وكړى او دغه ډول محاورى له لاسه ونه باسى او زيار وكاږى چه دپښتو هغه اصلى محاورى چه نن هيريدو ته نږدى دى بيرته دخلكو غوږو ته ورسوي.

سره له دى چه نن عام پښتانه وايى چه : فلانى ډوډۍ خورى او دى جملى ته هيڅوك غلط هم نه شى ويلى مګر كه ليكونكى ددى په عوض (نارى كوي) هم استعمال كړى او دا محاوره ترك نه كړى ډير به ښه وى ځكه چه  دا محاوره كه له لاسه واوزى يو لغت (نارې) چه دپښتو خاص لغت دى او په فارسى كښ نه شته هم له ځانه سره وړي؛ نو بايد چه محاورات ښه وساتل شى ځكه چه د ژبى مخصوص لغات د محاورى په لمن كښ پراته وي. كه مونږ د محاورى خواته زياه توجه وكړو پرديو لغاتو ته هم دومره نه اړېږو، مثلاً د دى په ځاى چه دا سړى له ماځنى منع كړه ويلى شو چه دا سړى له ماځنى واړوه، همدارنګه دتابع كېدلو په ځاى، غاړه ايښودل، او د اقتدار په ځاى لاس بريدل ويلى شو.

ډير خلق داوايى چه: فلانى ديده ودانسته دغسى وكړه او د دى د پاره په پښتو كښ (په لوى لاس) محاوره موجوده ده چه همدغه مفهوم ادا كوى.

غرض دا چه د پښتو لمن له هرى خوا پراخه او اوږده ده چه د هر مفهوم د پاره ډېر لغات او مختلفى محاورى لري، او دا ژبه په همدغه حال كښ هم چه ډيره موده لكه شاړه مځكه له سترګو غړانده او بى روزنى پاتى وه او له بلى خوا پرى باندى د يوى بلى ژبى زورور طوفان هم راغلى چه بايد د دى ژبى هر څه يى په مخ وړى واى او هيڅ ورته نه واى پاتى سره له دى لا خپل موجوديت تراوسه پورى ساتلى دى چه اوس هم په بعضى لويو ژبو څرګند او ښكاره فوقيت لرى او په همدغه حال كښ هم پښتانه په خالصه پښتو نثر او نظم ښه ښه مضمونونه ليكلى شى.

 
بېرته شاته