لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ځوانيمرګ
لیکوال: سهراب سهار   نېټه: 09.03.2012   خپرونکئ:    

د ښوونځي له فراغت وروسته مې دښوونکي دنده په يو ښوونځي کې تر لاسه کړه، هره ورځ به  مې يو ساعت په بيسکل تګ او راتګ کاوه ، چې کورته به راستون شوم نوايله به مې دومره وکړاى شوچې يو کپ ډوډۍ وخورم اولمونځ وکړم ، نور بيا به  په ځان خبر نه وم، په کور کې به دونې سيوري ته ويده شوم.
مازيګربه  دکوڅې دځوانانواوکوچنيو چيغو اوشور راويښ کړم، دا چې دکلي شاوخوا  ځمکې ابادې شوې وې يواځې  يو لوي ميدان پاتي وو چې هره مازيګر به دکلي ماشومان او تنکي ځوانان هلته په لوبو او چغو داسې سر وو،لکه پرمازيګر چې شاروګانې يوې وني ته راټولې شي.
زه به هم کله ناکله  دې ميداني ته دځوانانو دلوبو دسيل او څو شيبو تفريح لپاره دکوره بهر راووتلم ډېرځله به مې ليدل  چې خوشحال به درې يا څلورو تنو چپه کړى وو، يابه يې په تشلو(بيلورو) لانجه وه او ياخو به يې دچا نه چارمغز په چل اوغالوګټلي وو، بيا به ورسره په لانجه وو، دچا زور به پرې هم نه رسېد، ډېر نا اړامه اوسرتنبه هلک ؤ.
دکلي په دېوالونو کې ورته د مچيو ټولې سوړې مالومي وې او چې غرمه به شوه نو دځان سره به يې يو دوه نور ورانکاري هلکان هم يوځاى کړل او په خټو به يې دمچيو سوړې وربندې کړې  او دوى به  ورته لکه  ښکاريانو له لرې  تماشا کوله د اوړي کمې شپې ورځې به داسې وې چې خوشحال به پکي پټې سترګې او پړسېدلى مخ نه ګرځېده  دمچيو دډېرو چيچلو له امله يې مخ داغ داغ وه،دده له لاسه دکلي ډېرنور خلک هم مچيوچيچل،هغوى به خبر نه وو،چې خوشحال بيامچۍ تورولې دي،خوچې له ځالې څخه  به يې نږې تېرېده يواټيک به يې پرې وکړ،هغه يې نوبيادشخص په مهارت اوچالاکۍ پورې اړه لرله که به يې ځان ترې خلاص کړاوکه به يې پيچکاري کړ.
که به خبر شو چې په کومه ونه کې دشاروځاله ده  او بچي هم پکې دي نو په هغه دم به دژېړمښوکوبچيوميندې بورې شوې،دوه درې به يې له مخې سره په بډه وهلي وو اولاندې به راکوز شو، څو څو ځله خوله ونې هم را پرېوتى وو،چې بيابه يې ډېر وخت  لاس  په غاړه ګرځاوه خو دى له  خپل عادت څخه ونه ګرځېده.
ځيني وخت خوبه دنورو همزولو سره د کلي لاندې ځنګل ته د مرغيو ويشتلو لپاره ولاړ ،چې له هغې طرفه به ماذيګر ډکه لمن راتلل دچتکو دښمن وه او ترهغې به ورپسې وه چې ترڅو به يې پرې سر نه و شکولي،دده په قانون کې دمرغۍ ياچتکي حلالول نه وو،نه يې له ځانه سره چاقوګرځاوه ،له ويشتلوسره به يې له خولې دالله اکبر چغه ووته،نښه يې هم ډېره پخښه وه،بيابه يې له هغه الوتونکي ژوند اخستى وو،ځمکې ته له رسېدوسره به يې سر ترې کش کړ.
په قد،اندام او نورو سياليو کې يې په همزولوکې جوړه نه وه ښه لامبويې هم  زده کړي وه او چې ځان به يې په اوبو کې  ډوب کړ تابه ويل مرغاوۍ ده ډېر لري به يې ځان داوبو څخه راووېسته.
که څه هم دخوشحال دکورنۍ اقتصادي وضعه ښه نه وه خو ده يې غم نه کاوه او نه په دې فکر کې وه ځکه تنکى ځوان وو، دا چې ټوله ورځ به يې په چغو او همزولو سره په لوبو تېره کړه دده  لپاره هر څه وو،دلوږې اوتندې په غم کې هم نه وو.
کلونه تېرشو خوشحال ،هم پښه دځوانۍ په درشل کېښوده،  نري بريتونه، پرسترګو ببر وربل، لوړ قد او دخندا ډکه خوله  هغه څه وو چې دنورو زړه به يې ځان ته پرې راکش کول.
دپخوا په پرتله دهغه ناړامي هم کمه شوې وه خو ځيني عادتونه يې لا هماغسې پاتې وو او دا هر څه ورسره ښه معلوميدل ځکه دځوانۍ نوى موسم همداسې شوخۍ سره خوند او مزه کوي خو ددې شوخۍ سره به يې چې دکلي کوم مشر وليد نو پرته دسلام او خوږ روغبړ به ترې نه تېرېده.
دکلې لار کې به يې چې څوک کليوال وليد چې ورسره ګنډه (غوټه) ده نو بيا به يې دواره په خپلو اوږو پورته کړې وه.
که به د کلې جومات کې کوم کار وه او يا به دکوم کليوال اشر نو خوشحال به پکې اول ولاړ وو او کله خو به يې دچا نه واورېدل چې دفلاني کليوال واده ، کوژده او يا کوم بل مراسم دي نو دى  به ورته دڅو ورځو دمخه خدمت ملا تړلې وه، لرګي ماتول، اوبه راچلول خو يې په ميراث رسېدلي وو او د واده په ورځ به يې داسې خدمت کاوه تا به ويل د واده ولا ورور دى، په دې فکر هم نه وه چې خپله دې يو کپ ډوډۍ وخوري بس چې خدمت به يې کاوه او نورو ته به يې غوري او يا داوبو جام مخې ته کېښود نو ده ته به هر څه وو ، پوره من غوښه به يې پرې اخسته.
د خوشحال دا او دېته ورته نور ښه عادتونه  هغه څه وو چې خوشحال يې په کلي او دکليوالو ترمنځ مينه ناک کړى وو او ټولو مشرانو او کشرانو ته ګران وو او همېشه به يې خوشحال په جومات او کلي کې په ښه نوم يادوه او ټولو به يې دسپين ږيري پلار نه مننه او قدر دانى کاوه، دخپل کلي پرته دنورو کليوالو سره يې هم ښې اړيکې درلودې او ډېر ملګري يې ول.
يوه ورځ دښوونځي څخه راغلم راسره يې‏ کلک روغبړ اوستړي مشي وکړل او داسې مالومېده چې دڅو ساعتو يې راته لار څارلي وي، که څه هم ستړى وم خو دخوشحال سره مې په مينه او ورين تندي خبرې شروع کړې ځکه خوشحال دنورو په څېر زما ډېر درناوى کاوه او داسې کوم کار عمل اوبد کار پکې ما نه وو ليدلى نومې ورسره د يو دوست او ملګري په شان رفتار کاوه، او چې کله به په کلي کې کومه خبره وشوه او زه به پرې نه وم خبر خوشحال به ماته اول خبر را رسوه.
خوشحال راسره غوښتل خبرې اوږدې کړې ،مګر زه دلوږې ، تر تاثير لاندې راغلى وم،غوښتل مې اجازه ترې واخلم، خو هغه راباندي په ډکه خندا غږ کړ معلم صيب مادرته په ساعتونو لار څارلې او ته رانه روان شوې زه هم پښه نيولى شوم او دکور ترڅنګ ونې لاندې ورسره ودرېدم ورته مې وويل خوشحاله نن دې بيا خوله دلارې جوار په څېر خلاصه کړې څه خبره خو نشته؟ راته يې په اوږه لاس کېښود او ويې ويل: معلم صيب ته خو پوهېږي چې زه له تانه يوه خبره هم نه پټوم او هر څه چې وي تاته يې وايم خو نن چې کومې خبرې لپاره ولاړ يم راته سخته مالومېږي او نه يې شم کولاى. ماورته وويل ولې؟ خوشحال وخندل  څو قدمه شاته ولاړ او ويې ويل شرمېږم، نورې يې سترګې ځمکې ته واچولي.
ما ورته وويل ،هلکه خوشحاله زه  وږى يم بل وخت يې وکړه، هغه رامخې ته شو نه! نه معلم صيب ضروري ده. ماورته وويل څنګه د واده ، کوژدن خبره خو دې نه ده ؟ په دې خبره يې زړه ورتيا پيدا کړه او وي  ويل دجاني ماما دلور خبره درته غواړم وکړم!!
کوم جاني؟! هغه چې دسيند په غاړه يې کور دى او دټراکټور ماشين هم لري هغه جانى ماما يادم.
_ښه نوستادهغه له  لور سره  څه کار دى؟
 _ په خداى لور يې ډېره ښايسته ده ما وليده پلار ته يې سبنارى وړه او راته يې وخندل.
_ښه نوچې درته وخندل څه کوي؟
دښي لاس ګوتې يې په تندي راپروت پيکي کې تېرې کړې اوزياته يې کړه:خيردى  معلم صيب داسې يو عاشقانه خط راته وليکه  هغه خو ښوونځي ته هم ځي ورته يې ورکوم خير دي معلم صيب يو څه وليکه،همداسې يې دزاريولمنه غزوله، ماورته وويل سمه ده خو اوس زه ځم چې نورې خبرې نه شم کولاى دلوږې له زوره،دخداى پامانۍ په ډول يې لاس رااوږود کړى،او روان شو،  څوقدمه يې چې واخستل نو غږ يې کړ: معلم صيب! قربان دې شم زما خبره دې دياده ونه وځي.
څو مياشتي همداسې تېرېدې او چې وبه يې ليدم نو دجان ماما دلور صفتونه او او کيسې به يې راته شروع کړې، که هغه به يې دکور په داخل کې او يا په لار لېدلې وه نو دا به ورته هسې خوشحاله وه او که کوم خط به يې ورکړى وه نو بيا به خو هغه ورځ دخوشحال اختر وه.
خوشحال دځوانۍ پسرلى په ريښتيا هم پسرلى وه او په خپل لوړ قد، ببر وربل او ډکه خوله خندا ښه مالومېده او کله چې به يې پکول پرسر کړ او پېکى به يې پرخپلو سترګو خپور کړ تابه ويل همده ته ګوره.
يوه ورځ زمونږ په ښوونځي کې ديو ښوونکي دکورنۍ کوم غړۍ په حق رسېدلى وه زه او ځنې نور ښوونکيو ته اجازه راکړل شوه چې دفاتحې څخه وروسته خپلو  کورونو ته ستانه شو، دفاتحې وروسته نسبت دپخوا په پرتله کور ته   وخته را ستون شوم، سخته ګرمي وه داچې غرمه نږدې وه خو تياره نه وه نو دکوره بهر دلوبو ميدان ته را ووتم چې سندرو اواز مې ترغوږونو شو چې ورنږدي شوم ګورم خوشحال پړمخې پروت دي او دځان سره ټپې زمزمه کوي، ما پرته دسلام ورته وويل والکه خوشحاله ولې مکتب ته نه يې تللى؟  په وارخطايۍ راپورته شوستړي مشي يې راسره وکړل او زياته يې کړه تاسومعلمين خو اوس خو ټول بدماشان شوي ياست څوک چېرته درس لپاره پرېږدۍ؟ ما ورته وويل اخر څه خبره ده هغه وويل: نن زمونږ سرمعلم او درياضي استاد دقينچي سره صنف ته داخل شو او په هلکانو يې وېښته قينچي کول ما ممانعت وکړ او هغوى ظالمانو په دوه نفرو چپه کړم او شني لښتې يې راته ونيولي او زه هم په ديوال ترې را واوختم.
چې ملا مې ورته وليده په ريښتيا هم په تنکيو غوښو کې يې دلښتو شنې تغمې ولاړې وې،څومره چې مې ورته نصيحتونه وکړل ،که زه شوم اوکه خوشحال ، نو همدا يې دښوونځي اخري ورځ شوه نه مې ورته بيا په لاس کتاب وليد او نه هم ښوونځي ته په تلو.
دښوونځي دپرېښودو وروسته ډېر وخت بېکاره وو، يوه ورځ دماښام دلمانځه دفرضو د داداکولو وروسته مې ترشا ودرېد او دسنتو نيت يې وتړه، چې لمونځ خلاص شو  دجومات نه راسره يوځاى را ووت
راته يې وويل: معلم صيب خبر شوې چې په ملي اوردو کې مې نوم ليکنه وکړه؟! ما داخبره داسې غوږونو ته ونه رسوله او زما هم په ښوونځي کې دزده کوونکيو ازموينه وه نو خورا بوخت وم، او ډېر وخت مې خوشحال دکلي په جومات کې نه ترسترګو کېده او نه مې ورته نوم له چا اوريد.
يوه ورځ مې له يوه هلک څخه چې دخوشحال ډېر نږدې ملګرى ووپوښتنه وکړه چې خوشحال چېرې دى،هغه وويل هغه خو اوس په ملي اوردو کې دى، په رښتيا هم دهغه په تګ خفه شوم ځکه دهغه ښه طبعت او کله ناکله ټوکو به زمونږ ستړتيا لرې کوله. او ترډېره وخته هر چا په خبرو کې ويل هغه دخوشحال خبره يابه يو بل باندې غږ کړ والکه! تا څنګه ځان نه خوشحال جوړ کړى.
دوخت په تېرېدو په کلي کې هغه دمازيګر اوازونه، چغې او ځوانانو مستي هم دمنځه لاړه او خاموشه خاموشي شوه ځنې وخت چې به دکلي مشران سره يوځاى شو نو ويل به يې دکلې څخه دخوشحال تګ کلى بې مزې او خاموشه کړى په ريښتيا چې خوشحال دلته وو نو مونږ ته يې قدر نه وه اوس  چې نشته نو ځاى يې خالي دى او ټول کشران او مشران ورپسې خفه دي.
دڅو ورځو راهيسې دجومات په کوهي کې بوقه لوېدلې او هېڅوک دوېرې زړه نه کوي چې ورښکته شي ځکه دجومات کوهى ډېر ژور او د لويو ډبرو په منځ کې کيندل شوې وه خو خوشحال به  داسې وخت هم را ته چې دورځې دوه او دري ځل دې کوهي ته ورښکته کېده اوچې راپورته به شونو ډکه خوله دخندا به يې نيولې وه او دوېرې او ډار فکر خو ورسره بېخي نه وه.
خوشحال دجسم له پلوه غوښن، مضبوط او هرکار ته به يې چې مخه کړه که باد به وه که باران، که شپه به وه او که ورځ نو په مينه او يوه منډه به يې ترسره کاوه.
پنځه يا شپږ مياشتې وروسته مې دخپلې دروازې ترڅنګ ولاړ يم چې د ورايه مې دملي اوردو په برګې دريشي سترګې ولګېدې ډېر ښايسته مالومېده دځان سره مې وويل ايله چې ددې ځوان باډي دملي اوردو ده، زه په همدې فکر کې وم چې رانږدې شو نو کلکه غاړه يې رانه چاپېره کړه چې سترګې مې پکي ښخې کړې نو خوشحال ووهغه نور هم ښايسته شوى وو.
يو خو يې لوړ قد اودنګې ونې سره ښکلې و خو ملي اوردو په دريشي کې خورا ډېر ښايسته مالومېده، ماسره ولاړؤ چې ماشومانو شور جوړ کړ خوشحال راغي، الۍ خوشحال راغۍ يو خوا او بل خوا کليوال راټول شو دخوشحال په راتګ خاموشي دکلي لاړه څوک يې دکاليو بکسه دلاسه اخلي او څوک يې دځان پسې راکش کوي او دخوشحال خوله ورته دخندا ډکه ده  او يو يو کليوال ماشوم ښکلوي او خپلې غېږې ته يې  نږدي کوي.
اخوا دخوشحال مور پښې يبلې جړ وېښته د ډېرې خوشحالۍ دخپل زاړوکي(سپټي) سنډه يې نيم پرسر او نيم پر ځمکه دځان پسې را کش کوي او دلرې يې خپله غېږه خوشحال ته خلاصه کړې او چې ورنږدې شو نو خورا ډېره شېبه يې خوشحال خپلې سينې پورې نيولى وه او دمور پرمخ يې دخوشحالۍ دانه دانه اوښکې بهېدې ،خوشحال يې دځان سره کور ته يوړه ،زه هم کور ته تري داخل شوم.
دمازيګر دلمانځه لپاره مې ځان امده کوه چې دروازه وټکول شوه چې بهر ور ووتم خوشحال ولاړ دى ورته مې دچاى ست وکړ ويل يې پټو خواته چکرځو نو ورسره راوان شوم.
په لاره يې اوله پوښتنه راڅخه دجاني ماما دلور وه ويل يې: څنګه دجاني دلور نه احوال لري کنه ما ورته په خندا وويل دروغ درته نه وايم مالومات راته نشته، په  مسکايې وويل معلم صيب دعا کوه بل ځل چې راځم او معاش مې واخيست نو دسمال پروګرام به هم جوړوم، مورته مې هم ويلي چې زما پيسي خرابې او مصرف نه کړئ، او بيا يې په يو سوړ اوسيلى اوف  وکړ او وويل: هغه به هم ورځ وي چې دجاني  کلي ته ډولۍ لپاره روان يم، ګوره معلم صيب تاته خو مې پګړۍ د اوس نه په زړه کې تياره کړې.
دخوشحال زړه دجاني ماما دلور سره داسې تړلى وه چې هره خبره او کليمه يې  دهغې په رفتاراو قدمونو کې ښکاره کوله او چې ددندې تپوس به مې ترې وکړ نو دجاني کور، شاوخوا ځمکې به يې راته په مثال کې يادولې او ځنې وخت خو به ما ورپورې خندل.
خوشحال  دزړه دتله دجاني ماما دلور سره مينه درلوده او دلرې ځايه په ليدو به يې زړه خوشحاله ؤ او چې کله به يې دجاني دلور قيصه کوله نو په مخ به اوښکې راماتې شوې او بيا به يې په خندا شروع وکړه.
يو مازيګر ښار ته سودا اخيستلو لپاره تللى وم او لږ ناوخته راستون شوم، کور کې راته وويل خوشحال څوځله ستا پوښتنه وکړه چې په همدې وخت کې بيا دروازه وټکېده چې مې وليدل خوشحال د دروازې څخه څومتره  وړاندې ولاړ وو، دسلام او روغبړ نه وروسته يې وويل معلم صيب ته خو سبا سحر وختي ښوونځي ته ځي او زما رخصتي هم پوره ده سبا دخيره بېرته ځم په همدې خبرو وو چې دکلې پټو ته ورسېدو او دشپې ترناوخته مو مجلس وکړ او بيايې راسره خداى په اماني کوله راته يې وويل: دا ځل چې راغلم نو ضرور به درته پګړۍ په سر کووم خو ګوره زما دسمال جاني دکوره ضرور دى او ګوره خالي به نه راځي.
 خوشحال هره خبره له خولې په داسې ډول راوېستله چې بس په خوله يې ښه ښکارېده او دخبرې سر او بېخ دجاني لور وه، تياره خوره وه سره مو رخصت واخست اوروان شولو.
سبا ورځ چې دښوونځي راغلم نو خوشحال تللى وو او کلي بيا ځلې خاموشي او چوپتيا غوره کړې وه.
څو مياشتي وروسته مې دخوشحال پوښتنه دهغوى په کور کي وکړه ويل يې په تيلفون يې خبرې کړي ويل يې چې په همدي مياشت کې رخصتي ده بيا راځي.
مياشت پوره نه وه او داونۍ نه ډېر وخت تېر شوى وه ټول کليوال په خواږه خوب ويده وو، چې ناڅاپه دخوشحال دکوره داسې کړيکې او ژړاګانو اوازونه پورته شوې چې ټول کلى ديو سره راپورته کړ، هرچا په بېړه ځان دخوشحال کورته ځان راسوه اوخير خير يې ويل ،ماهم منډه کړه،څوځايه له ورخطايۍ نه پرېوتم خوبيابه مې ځان قابوکړ،په لاره کې مې يو ځلي ترغوږه شو خوشحال مړ شو، ددې خبرې په اورېدو مې دپښو ساه لاړه خو بيا مې هم ځان دخوشحال ترکوره ورساوه، هلته ځنې کليوال تر ما مخکې رسېدلي وو ،له يوه څخه مې په ډېرې بې صبرۍ وپوښتل څه چل شوى دى؟په مړه لهجه يې راته وويل نن په هلمند کې دخوشحال  موټر په بم الوتى  او سبا يې جنازه راوړي.

 
بېرته شاته