لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ته ولې خفه يې؟!
لیکوال: رفيع الله روشن   نېټه: 09.03.2012   خپرونکئ:    

نن يې دخبرو پيل په ډېرماڼېجن انداز کې راسره وکړ،له نورو ورځوډېرل بدل،دڅو خبرو ووررسته مې زړه ورته تنګ شو،پوښتنه مې ترې وکړه چې اياکومه ستونزه خونه ده درته پېښه شوې؟
ددې پوښتنې ځواب يې دڅوشېبو لپاره له ځانه سره وساته،له ډېرسکون وروسته يې وويل نه! دتشويش کومه خبره نشته ،خونن مې فکر جوړ ندى،کار خوند نه راکوي،هېڅ شى مې نه خوښېږي،بياغلې شوه،ورته ومې ويل اياداټولې خبرې ستاله خولې راووتې!؟
بياځنډنۍ شوه،په جدي ډول مې اواز پرې وکړ،بيا درباندې څه وشول،خوخبرې وکړه کنه،اياچاخوڅه ندي درته ويلي؟
ځواب يې نه راکاوه،بيامې پرې اواز وکړ،ګوره څانګې! زه داسې ټوکې نه خوښوم هيله کوم زما دې تشويش پيداکړ،ووايه هرڅه چې شوي وي ماته يې ووايه که کومه ستونزه وي ، دواړه به ورته يوه دحل لاره وګورو،بيايې هم خپله خاموشي ساتله،خوزماچېرې طاقت کېده،وجلۍ،خوب درځي که څنګه،که خوب درځي نو ورځه ويده شه،ځواب يې راکړ نه خوب نه راځي ،پوهېږې!په دې وروستيوکې يوډول عجيبه بدلون په ځان کې احساسوم.
ژرمې پوښتنه ترې وکړه هغه څنګه اوکوم ډول!؟.
ويل يې درس ويلوته مې زړه نه کېږي،خوراک ،څښاک مې هم ډېر کم شوى دى،لکه پخوابه چې فريزر(يخچال)رانه تنګ وو،دمه به يې نه شواى رانه کړاى،کله به مې ترې جوس راواخست ،کله شيدې،کله تيارپاخه شوي غذا کله څه اوکله څه اوپه ښه اشتهابه مې وخوړل،خو اوس په ټوله ورځ کې دوه ځلې هم ديخچال سر نه پورته کوم، په شوخۍ يې راته وويل: زه نوداخبرې تاته دڅه لپاره کوم،ته خوبه ايله خوشحاله شوى يې،تل به دې راته ويل خېټورې،ټوله ورځ خوراک کوې،داښه دى چې دايخچال انسان ندى کنه اوس به درنه لس ځله تښتېدلى وو،شکر به دې وېستى وي،ماورته وخندل،دې خپلې خبرې روانې وساتلې ،خوب دومره غلبه راباندې کوي،چې کله کله خو نژدې وي چې لمونځ هم رانه پاتې شي،هېڅوک مې په نظر ښه نه راځي،نه پوهېږم چاته ښه ووايم اوچاته بد،هېڅ پرېکړه نه شم کولاى،کارونه هم ترډېره حده رانه پاتې وي،لاس مې نه ورځي،هېڅ نه پوهېږم چې څه وکړم؟
نوره مې حوصله ورته تنګه شوه،خبرې مې يې قطع کړې.
غلې شه لېونۍ لېونۍ مه غږېږه،نه پوهېږم، څه دې اورېدلي چې ته يې داسې په غرونو خېژولې يې.
اياداخبرې په رښتياهم ته کوې ايا داهرڅه هغه څوک وايي چې زه يې په نړۍ کې   عام فهمه،بااستعداده،باحوصله،باکلتوره،په خلکو اووطن مينه،دولس خدمتګاره،دانساني ژوندمالګه،دهرې بريا واسطه او وسيله ګڼم؟
نه هېڅکله هم داسې نه شي کېداى ته،داسې نه شې کېداى،دايوه هم ستاخبره نده،زه باور لرم چې دا ته نه يې.
غوښتل يې څه ووايي خو وار مې ورنکړ،ورته مې وويل هغه څوک چې تل به يې ماته د نصيحت کتابونه پاڼې پاڼې کول،ماته په يې د توانمندۍ خبرې کولې،زماپه هرې ستونزې دلاس بري کېدو ضمانت به يې کاوه،تل به يې راته ويل  کله هم هڅه ونکړې چې دخنداځاى ژړا اوياخفګان ته خالي کړې.
نن هغه په خپله دومره ناتوانه شوې چې،حتى پخپله دنهيلۍ خبرې کوي؟ځان ناتوانه بولي،مرګ هره شېبه سترګوته دروي او دومره وېره ترې لري چې آن لادمخه يې ورته پښې غزولي دي؟
دا اودېته ورته ډېرې له نصيحت ډکې خبرې مې ورته وکړې،خو دهغې ځواب دنورو ورځو مخالف ډېر سست او دزړه په زور وه،اخرمې ورته وويل ته دڅوشېبو لپاره ارام وکړه،اوس درسره خبرې نه کوم،زه هم خپل کارکوم،څانګې!په  داسې لاعلاجه غم باندې دې اخته کړم چې کار به هېڅ خوندرانکړي،اوس به زه هم ستاپه اړه سوچونه کوم.
پرېکړه مې وکړه چې رخصت يې کړم، اواز يې راباندې وکړ،صبروکړه.
_څه وايي!؟
_هېڅ هم نه ځه ولاړشه.
_ګوره ووايه هرڅه چې وي زه يې اورم.
_نه هېڅ نشته هسې ماويل چې نه پوهېږم ولې،کله چې ويده شم نو يوناڅاپه لکه دپېرۍ پشان دشپې  راپاڅېږم،کمپيوټر روښانه کړم،اوله دوستانوسره دنېټ له لارې  خبرې پيل کړم،خوهغې ته مې هم زړه تنګ شي،لکه دبت ورته ناسته يم،دوستان رابآندې نارې وهي،څه شوېېېېې!ويده شوېېېېېېېېې،اونور،خوزماهېڅ په زړه کې دومره زور نه وي چې ځواب ورکړم.
ښه شېبه مې ورته وخندل،په ټوکه کې مې دمياعلي صاحب زيارت ته دتللو بلنه ورکړه،په موسکاخوجدي لهجه يې وويل غلى شااااااااا زه رښتياوايم اوته راباندې ټوکې کوې.
نور يې دخوب په خاطر رانه رخصت واخست،ماذيګر مهال وو ،چې بياهم رښتيالکه پېرۍ  راپيداشوه.
_سلام زه بياراغلم.
_عليکم سلام راځه راځه همداستاکمى وو.
بيايې هم په خبروکې کوم مثبت بدلون نه ښکارېده،ډېره نهيلې غږېده،ورته مې وويل داسې خبرې مه کوه چې ماهم خفه کوې،داسې خبرې وکړه چې يوه شېبه وخاندو.
داځل يې ډېرژر ځواب راکړ،خودايوڅرګندحقيقت دى،چې نه ته ترې سترګې پټولى شې اونه هم زه.
اى لېونيه! ته پوهېږې چې زه څه غواړم؟
ماوويل څه غواړې،غواړې والوزې؟
نه مړه يوخوته هم هروخت ټوکې کوې،زه غواړم چې په راتلونکې کې يو داسې کتاب ولرم چې،زموږ راتلونکى نسل په هېوادکې له تېرو جنګونو او ناخوالو خبرشي،ولې چې دوى دې ته ضرورت لري ترڅودخپل هېواد په اړه وپوهېږي.
په کړس   مې ورته وخندل،غلې شه مړې ته خوسمه د فيل په غوږ کې ويده يې،ولې ته نه يې خبره چې دافغانستان دپوهنې وزارت په پام کې لري چې دتاريخ له مضمون څخه هغه تاريخي پېښې چې دجنګونو اوشخړويادونه پکې شوي وي اوباسي ،هغوى وايي چې په دې سره دشاګردانو فکرونه خرابېږي اوبده اغېزه پرې کوي،اوته ورته داسې کتاب چاپوي چې ټولې خونړۍ کيسې وي.
ځواب يې راکړخو دولت غواړي چې لمرپه دوه ګوتو پټ کړي اما داهېڅ امکان نلري،دتاريخ له مضمون څخه خوبه يې وباسي،هغه به څنګه کړي چې دورځې يې په لسګونه مخ کې وژل کېږي.
نن مې ټوله ورځ دهغې خنداونه ليده،هره خبره به يې له يو عالم ناخوالو ډکه وه،نه پوهېدم چې څنګه يې وخندوم،اخر مې ورته وويل:څانګې!يوه خبره درته وکړم،ژر يې ځواب راکړ هوسل خو وکړه،ماوويل نه يوه خبره کوم خو ژر به يې ځواب راکوي،دومره ژر څومره چې زه  تمه لرم.
_ښه ووايه سمه ده.
_نه اول ژمنه وکړه.
_اوففف په زړه کې مې زور نشته ووايه زه حاضره يم.
_ښه وايم يې خو ګوره ځواب به راکوې.
_وايم درکومه يې ته ووايه چې څه وايي؟
هغه داچې نن دې هېڅ ونه خندل،فکر کوم نن چې کله سهار يخچال ته دڅه شي درا اخستلوپه خاطر ورغلې يې نو خندا درنه پکې پرېوتې اوښه يې کنګل کړې ده.
له دې سره يې دومره په لوړ اواز وخندل چې بېل خوند يې وکړ،اجازه مې ترې وغوښته،ښه نو دخداى پامان .
 دښې شپې،ښه خوب اوښه صحت دوعايې راته وکړه ، دخداى پامان يې وويل اونور sign-out ساين اوټ شوم.

 
بېرته شاته