لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
کباړي
لیکوال: سهراب سهار   نېټه: 24.03.2012   خپرونکئ:    

 دطالبانو وخت و،زده کوونکى  وم خو په ښوونځيو کې د شاګردانو ترمنځ مينه او ليوالتياډېره نه ترسترګو کېده،دحالاتوجبريې زړونه ټکولي وو او نه هم د ښوونېز بهير مزه وه.زمونږ دډېرو نوروسيموترڅنګ زموږدکلي ډېرو زلميانوله مکتب سره مخه ښه وکړه، خپلو څنګلوريو  ته په ليدو زه هم داسې نيم زړه وم او ښوونځي ته تللو مزه نه راکوله،بلاخره ما هم نيمه ورځ د خپل پلار ديوه نږدي دوست سره چې دموټرسايکلونو ورکشاپ يې درلود ،کار شروع کړ، نيمه ورځ به ښوونځي ته تللم او نيمه ورځ به مې په ورکشاپ کې کار کاوه.

 ورکشاپ دښاره  په يوه وتلې سيمه کې ؤ چې دخلکو تګ راتګ په نسبت پکې دموټرو ګڼه ګوڼه ډېره وه، دورکشاپ ښي لور ته دتېلو پلورنځي، کيڼ لوري ته يو نان واى او دهغې څو قدمه ور وړاندې دکباړو دوکان و،ولې دسرک غاړې څخه يې دڅو دوکانونو په اندازه ځاى  کې اغزن سيم تاوو کړی، يوه وړه خونه او ترمخې يې سپره هم د ورايه مالومېده.
ورکشاپ ته په لومړۍ ورځ ورتګ  مې خپل  استاد وليد چې په تورو لاسونو په يو زوړ موټرسايکل  کې کار کوي،دسلام او روغبړ وروسته مې دکار جامې واغوستې او داستاد ترڅنګ کېناستم، استاد مې په ځمکه پروت په تېلو ککړ برس ته اشاره وکړه،راپورته مې کړ،امر يې وکړ هلکه! بسم الله کړه اوپه کار پېل وکړه،ځينې کارونه يې راوښودل،راته يې وويل چې ددې موټرسيکل ماشين ورپاک کړه.
 کار مې پيل کړ،داچې نوى وم په کار هم سم نه پوهېدم،نو تور تېل مې دښي لاس له څنګلې ځمکې ته څکېدل،بل خوامې نه کتل چې په دې وخت کې مې دسلام عليکم پيراااا!آواز ترغوږه شو، سم دواره په خندا او ټوکو ويلو يې زما استاد سره شروع وکړه ما دخپلې نا اشنايۍ له مخې   خاموشي اختيار کړې وه او دچا سره مې خبرې نه کولې ، يوازې مې  ځان په راسپارل شوي کار بوخت کړى و، دوى خپلې ټوکې کولې ، چې مادسترګوله کونجه وروکتل، ګورم   يو نرى هلک چې غونچې غونچې وېښته يې دپکول څخه بهر راوتلي او په سپينو کاليو يې خال خال  دخيرو داغونه له ورايه مالومېږي،له خولې نه ډېر چالاک او ټوکمار په خبرو بوخت دی، دڅو شيبو ټوکو وروسته يې  استاد باندي سپارښتنه وکړه چې بايد موټرسيکل يې تر ماښامه جوړ شي کله چې ولاړ ،استاد مې راته وويل: دا حبيب خان نومېږي، جانانه  او دخندا ګوډى دى، دا  پورې دکباړو دوکان دهمده دى.
څو مياشتې تېري شوې ما هم دپخوا په  پرتله کار زده کړ او کار سره دعلاقې له مخې به سحر وختي دکوره ورکشاپ ته ولاړم، دوکان مخه به مې جارو کړه او چې کله به مې استاد راغي نو زه به ښوونځي ته ولاړم ، غرمه به بياځلې د ورکشاپ په لور روان شوم. ځيني ورځي خو به بيا ښوونځي ته هم نه تلم او يابه مې چې وليدل په ښوونځي کې کوم ساعت خالي دى  نو خپله تاوه کړې او شليدلې کتابچه به مي په بډه ووهله او د يوال دلارې به په تېښته بريالى شوم،اونېغ به  ورکشاپ ته لاړم.
دوخت په تېرېدو سره  زه هم دنږدې دوکاندارانو سره اشنا شوم او په خپلو منځونو کې به مو خبرې اترې کولې.
که هره ورځ نه وه نو يوه يا دوه ورځې وروسته به حبيب خان خپل زوړ موټرسيکل را روان کړى و، کله به په موټر سيکل سپور او کله به يې له غوږنو رانيولي ورکشاپ ته راوړ او له لرې به يې په خپل ټوکمار اواز غږ کړ پیرا!! بيا په دې څه بلا لګيدلې؟! ته خو یې وګوره.
هغه سحر وختي په شنه خړه له کلي راته، نو په لاره به ورته موټرسايکل خراب شوى و او چې کله به ورکشاپ ته ورسېد نو په ټک ټک به يې خندل په داسي حال کې چې څو کيلو متره لار به يې خپل موټر سيکل په کش کولو راوړی و، په خورا خوښۍ به يې په خپل سوري سوري خړ څادر  خپلي خولې پاکولې او خپل موټرسيکل ته په ليدو به يې خندل.
حبيب خان ښکلي غږ درلود ، ډېري ټپې يې په يادې کړې وې ، هميش  به يې  زمزمې کولې خو داچې دطالبانو وخت وه نوپه سندرو او موسيقۍ سخت بنديز وو نو ځيني وخت به دوکان داران ددي کوټې ته ورتلل هلته دکباړو ترڅنګ يې ځان ته داوسيدو ځاى جوړ کړى و، چې وخت ناوخت به زه هم ورتلم،اودحبيب خان ټپې به مې اورېدلې،ډېر خوندبه يې راکاوه.
حبيب خان په خپلو تنګو او وړو سترګو باندي تند مزاجه او زړه تنګي ښکاريده خو چې ورسره به څو شيبې کيناستې نو بيا به تري دچا زړه نه غوښتل چې پورته شي  ، يو نيم وخت خو به دورکشاپ اخوا د تيلو دوکان ته راغى اود تېلو په بوشکه به يې داسې ميده ميده ډول واهه چې ټول دوکانداران به ورته هک حيران پاتې وو.
يو ګهيځ چې ورکشاپ ته ورسېدم نو حبيب خان زما دمخه خپل موټرسيکل درولى و ،مګر خپله نه مالومېده ، ځيني وخت خو به مې دده،موټرسيکل په ليدو دځان سره وبنګېدم او به مي ويل اوفففف ياره!!  دا مصيبت بيا ولاړ دى، شېبه تېره نه وه چې په لاس کې  يوه ټوټه کیک او يو ګيلاس شين چاى چې څو پاڼې پکې له ورايه مالومېدې، ماته ونيوه او ويې ويل پیرا !! دا تاسي لپاره دي دا نوش جان کړه، بيا يې په چپ لاس موټرسيکل ته په خندااشاره وکړه دا وګوره چې بيا يې څه خراب کړي؟!
حبيب خان که څّه هم دکباړو په کار کې ډېر بوخت و او همېشه به يې دملا خولې دکاليو بهر راوتلي او ټوله ورځ به دکباړو کارو بار کې يوازي ځان چاپېر  و، خلکو به چې ورته کباړ راوړ نو دهغې ټيمان به یې يوې خوا، وسپنې بلې خوا او نور د کار وړ شيان ور جدا کړل، بيا به يې هغه په يوه درنه اوسپنه چيت او سره یو ځای کړل او بلاخره  به يې په لويو جوالونو کې دخپل لاس په هنر داسې ځاى پرځاى کړل تابه ويل په کمپيوټر پکې ايښودل شوي.
همېش به يې دډېرکارله امله لاسونه غوڅ کړي وو، چې راوتلې وينه به يې دزخم دپاسه وچه شوې وه خودده به ورته پام نه و، ځکه د خپلې غريبۍ او يو کپ ډوډۍ ګټولو لپاره به يې  ډېرزيار ګاله، که څه هم دحبيب خان کارو بار سخت و خو کله به يې چې کوم ملګري وليد نو بيا به يې دخپلو ټوکو او مسخرو بوجۍ ورخلاصه کړې وه او دشخص خوله به هم ورته دخندا ډکه وه او په دي ډول مسخرو به يې يوازې ملګري خوشحاله ساتل.
حبيب خان خپل کباړو دوکان ترڅنګ ډېره ښايسته چوتره دلمانځه او ناستې لپاره جوړه کړي وه چې کله به څوک دده، ليدو ته ورغى نو دسترګو په رپ به يې ورته چاى تيار کړى او پرته دچاى دڅښلو چې به دي ورڅخه رخصت واخيست نو بيا بې تر ډېره په تندي کې دخفګان ګنځې مالوميدي،هغه به کله هم ډوډۍ يواځې نه خوړه .
حبيب خان په خپل کاروبار کې دومره ماهر شوى وو،چې ډېروخت به يې مرمۍ دمسوپه خاطر هم اره کولې.
په جمعه نيمه کې خو به يې ضرور يوه لويه لارۍ کباړ دخرڅلاوو لپاره برابر ؤ، هميشه به يې دکاليو ګريوان خلاص او سورى سورى څادر به يې په اوږه اچولى چې ځونډي به يي په ولو يوې او بلې خوا ځنګېدل.
څه وخت وروسته يې کوژده هم وکړه او دخپل چپ لاس دورغوي په نکریزو خودولو سره به یې ملګرو ته دخپل کوژدن زیری ورکاوه.
 څو ورځې لا تیری شوی نه وې چې يو مازیګر په ورکشاپ کې په کار بوخت وم، استاد مې دڅنګ پلرونکي سره  په مجلس بوخت و، حبيب خان سلام وکړ او ټوکي ټکالي يې شروع کړي، زموږخولې لا دخنداکوربنې وې چې حبيب خان روان شو تر څنګ پلرونکي پري غږ وکړ حبیب خانه! راځه يو شېبه دلته  کېنه، هغه وخندل او په خپلو لاسونو کې نيولي پېچکسونو او پلاس ته په اشارې سره يې زياته  کړه: نه زه لږ بوخت يم بېرته راځم اولاړ. ګمان کېده چې کوم بم يا هم دهوان مرمۍ يې خلاصه کړې وه ځکه ځيني وخت هغه ددې ډول کارونو سره ځان اشنا ګاڼه او په ريښتيا هم همداسې وو.
 شېبه تېره نه وه چې يو زور ور درز مو تر غوږونو شو چې ومو ليدل دحبيب خان د کباړو دوکان نه تور لوږي پورته کېږي، په بېړه شاو خوا دوکاندارانو ځانونه ور ورسول، ګورو چې ددوکان مخې سپره چې په ګرمۍ کې دکېناستلوپه خاطر يې له سيوري کار اخسته، لوېدلې او حبيب خان ور لاندې دى، په څو نفرو مو سپره ترې اوچته کړه ،ناڅاپه مو په حبيب خان سترګې ولګېدی چې په  خپلو  وينو کې په داسي ډول ترپېږي چې د لاسونو پنجې اوپښې يې تېري لري پرتې وې ، دا وخت هغه بغير له دې چې ووايي دخداى پامان  وروستۍ سګلۍ يې وکړه،اوسترګې يې پټې شوې. 
 
بېرته شاته