لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
پښتو ټپيزه دجاپاني هايکو تر څنگ يو منلی نوی شعري ځېل دی
لیکوال: پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار   نېټه: 05.04.2012   خپرونکئ:   سمسور  

وگړي د ژوند و ژواک په هر ډگر کې هر نوي څيز او ښکارنده، ادلون بدلون او پرمخيون که هرڅومره ټولگټی هم وي، درې ډوله غبرگونونه را ټوکوي: تود، سوړ او ناباندې(مخالف). په بله وينا، يوه ډله يې تود هرکلی کوي، بله يې سوړ او درېيمه يې گړسره دښمنانه. که ټولوټی يا منفي وي، بيا لومړۍ ډله د ناباندۍ دريځ راخپلوي او درېيمه د همغږۍ او منځنۍ ډله خو هرگوره پر خپل ځانساتی او بې توپيره دريځ ټينگ پاتېږي.
خبره پر بېخبنايي ټولنوټيز(اجتماعي- اقتصادي) اوښتون او پرمخيون نه، بلکې پر مخبنايي ادبي- فرهنگي او په نومېرلې توگه، پر شعري نوښتون ده.
پښتو ليکنی( پېيلی او ناپېيلی) ادب د نورو دوديالو ژبو د هغه په څېر د خپل(و) گړني ادب زېږنده بلل کېږي. په زاړه پېر کې، لکه د(و) گړني(شفاهي- ولسي) هغه غوندې له جوليز او مانيز پلوه تر ډېره نږه پاتې شوی، په منځني پېر کې زياتره د عربي- پارسي هغه تر اغېز لاندې راغلی، خو.په نوي پېرکې يې له گردو نومهالو اغېزمنيو سره سره د يوې خپلواکې ودې لاره پسې اخېستې ده. په زړه پورې بيا داچې که عربي، پارسي، تورکي، هندي، اردو... نوي او ازاد شعري کالبونه او فورمونه له اروپايي ژبو راپور کړي، پښتو دې بياهم له خپلو(و) گړنيو هغو څخه راخپل کړي دي.
دادی، په دې لړ کې مو په ناپښېليزو( ناقافيوالو) ډولونو، په نورو ټکو، نيم ازاد(مونډي)، بشپړ ازاد، سپين او ناپېيلي شعر پسې له ۱۹۹۷ ز. راهيسې يو نوی پښېليز ځېل((ټپيزه)) د يو ټولمنلي(و) گړني ازاد شعر(ټپې يا لنډۍ) په پېنځيزونه(تخميس) رادود کړې ده. دې ځېل په پېنځلسکلن مهالپېرکې، کټ مټ، لکه پخپله لنډۍ دومره منښت و گرانښت پيداکړ چې هغه څلور گونو، په تېره مخنيو درو ځېلونو په څه ناڅه يوه پېړۍ کې تر لاسه کړی نه دی. هم يې د رغاونې مينه وال ورځ پر ورځ مخ پر زياتېدو دي او هم يې د لوستنې او اورېدنې هغه، په تېره له هغې راهيسې چې ټنگ ټکورته يې لار موندلې ده.

ما د جولې او منځپانگې(شکل و محتوا) د پرمختللي دايلېکتيک پر بنسټ تر هرڅه له مخه د د پښتو شعر د جوليز بدلون او رنگارنگۍ په موخه د نويو پښېليزو او ناپښېليزو ډولونو د را منځته کولو او دودولو په لړکې ټپيزه رامنځته کړه، هغه هم د څو انگېزو او لاملو له مخې:

۱- د پېښور شپږ کلنه(۱۳۷۱-۱۳۷۷ل) کډوالي او د پوهنتون له پښتو ټولنې(اکېډېمۍ) او پښتو څانگې سره د رسمي او نارسمي همکاريو او بيا له ليکوالو او شاعرانو سره د ناستو پاستو په ترڅ کې مې دا گونگوسې او انگروزې تر غوږه شوې چې د اکېډېمۍ اړوندان د((پښتو ټپې)) تر نامه لاندې د آرو ولسي لنډيو ترڅنگ له رغاونو هم کار اخلي؛ ماهغه ځکه باور کړې چې ورته کار د کابل پښتو ټولنې څه ناڅه نيمه پېړۍ پخوا کړی وو، لا هلته د هرې لنډۍ پر سر يوڅو ييکۍ هم ورکول کېدې او نر هغه وو چې د آرو لنډيو تر څنگ يې له ځانه هم رغولای شوې. نادوده يې بيا داچې لره خوا په رسنيو او بنډارونو کې دا خبره هم کېده چې پلانی بيستانی ((د ټپوشاعري)) کوي!.

د اغلې مملکت ساقي(د خدايي خدمتگار شاعر ارواښاد فضل رحيم ساقي لور) يوې ټپې چې د ايالتي واکمن گوند(ن.ا.پ) له خوا پر(۲۶ می ۲۰۱۰) شمال- لويديزه صوبه ((خيبر پښتو نخوا)) ونومول شوه، سم له سمونې دآرې او رښتينې ولسي او بيا تاريخي لنډۍ دريځ، را خپل کړ، او هغه داوه:
خيبره بخت دې مبارک شه،
چې پښتونخوا به دې په غېږ کې ونيسينه!
مانا داچې په ټوله کې دغه ازاد لنډ او کېښکلی ټولمنلی وگړنی شعر يومخيز په نالوستو پورې تړلی پاتې شوی نه دی او لږ و ډېر يې په رغاونه کې لوستيو او ان ليکوالو او شاعرانو هم برخه بنډه درلودلې، خو تردې کچې هم نه چې بشپړه شاعري پکې وشي.!

۲- په داسې اکر(حالت) کې چې زموږ لنډۍ پنجابي او هندي شاعران ځانته راڅکولي ول، د نيم وگړني جاپاني شعر((هايکو)) پېښو پرلپسې زوراخېست، هغه هم زياتره د ناظمانو له خوا په خورا پيکه او مصنوعي بڼه، چې نه يې له پښتو څپيز- خجيز(سېلابو تونيک) کچ و مېچ سره اړخ لگاوه او نه يې له پښوييز( گرامري) دود و دوی(قاعدې او قانون) سره.
په دې توگه له دغه په زړه پورې پښتنی بلونج(بديل) سره د ويناوالو زړونه او ذهنونه دېته چمتو شول چې د هوبهو او ړندو پېښو پرځای د هايکو د سمې سهي راخپلونې(اداپتېشن) بهير رامنځته کاندې، هغه هم د يو لړ درې مسريزو سروکيو غوندې له يو برابرو يا کم و زياتو درېيزو په بڼه، او په دې ډول دوه نوي شعري ځېلونه هممهال پښتو راخپل کړل(په دې تړاو: پښتو بدلمېچ ۳۴۸-۴۹ مخ).

۳- د نورو پرمختيايي ټولنو غوندې پښتني- افغاني دا له ټولو کورنيو او بهرنيو ننگونو سره سره د ودې او پرمختگ لار پسې اخېستې او له ټولنوټيزې بېخبنا سره يې فرهنگي مخبناهم هممهاله په ادلون بدلون او اوښتون کې ده. له دې سره، لکه څنگه چې د پرمختللو ټولنو از مېښتونو راښوولې ده، زموږ (و) گړنی يا فولکلوري ادب هم ورو ورو خپل منښت او گرانښت بايلي او وسمهالي ليکني ادب يې ځايناستی کېږي.

په دې لړ کې لنډۍ چې که څه هم، تر نورو ناڅرگندو ، نيمڅرگندو او بشپړ څرگندو ولسي ځېلونو( بدلو، ببولالو، نارو، لوبو، بگتيو، سروکيو، چاربيتو...) يې پښې يوڅه زياتې ټينگې پاتې دي او تراوسه يې لږو ډېر د زېږونې او کارونې بهير پر وړاندې درومي، خو بياهم، هماغسې چې په ټنگ ټکورکې ورو ورو خپل ځای غزل او نوي شعرته خوشې کوي، دغسې يې په ژبني بهير کې شعرونه ځای نيسي. د ساري په ډول د دې پرځای چې څوک د خپلې وينا د څرگند تيا، جوتتيا يا پياوړتيا لپاره له متل او ټپې کارواخلي، د پوهانو د وراشو( وجيزو) تر څنگ د يوه شاعر شعر پر ژبه يا قلم راوړي. هرگوره، زياتره هماغه نالوستې پرگنې دي چې هم يې پنځونه پرمخ وړي، هم کارونه.

په دې ډول ، له ټپيزو سره يوخوا خورا کمپېښې ټپې راخوندي کېږي اوبلخوا د ادب و فو لکلور د يوه گډلي شعري ځېل په توگه د پنځگرو يوه نوې ډله راټو کېږي.او ورسره د اړوندو مينه والو هغه؛ داسې چې په مشاعرو، شعري- ادبي او سندريزو بنډارونو کې پرلوستو سربېره د نالوستو مينه والو گډون ته هم ښه ترا لار هواروي.

۴- دا نيوکه چې پېنځيزونگ(تخميس) په لنډۍ کې يوراز لاسوهنه يا يې سپکاوی دی، بېځايه ده. لکه څنگه چې په دوديز ادب کې تخميس لکه بل هر ورته ډول، بديعي صنعت بلل شوی، هغه هم له ډېرې مينې او درناوي په موخه د پخو استادانو پرغزلو، نو د ټپې تخميس هم د منښت وگرانښت او درناوي ښکارندوی بللای شو. په ناباندې(مخالفه) ډله کې هم زياتره د زړو دوديزو ځېلونو لارويان، په تېره غزلبول داسې انگېري چې گوندې مينه وال به ورسره ووېشي ، ځکه وار له مخه يې له ناپښېليزو( مونډيو، ازادو، سپينو) ځېلونو سره هم ورته رخه در لودلې ده.

۵- که څوک وغواړي، ونه غواړي، ټپيزه له جاپاني هايکو سره هممهاله رادود شوې او ورځ پر ورځ مخ پر بره روانه ده. داڅه سياسي ربړه نه ده چې ټولپوښتنې ته وړاندې شي، هغه هم پردۍ هايکو نه، بلکې خپله ټپيزه، لکه څنگه چې ننگرهاري ليکوالو دا کار وکړ. هرگوره داگټه يې وکړه چې تر بي بي سي يې راورسوله او په دې ډول يې د دودېدنې بهير نورهم پسې
چټک شو.

۶- د بي بي سي پښتو خپرونې دخپل اوونيز((پېلوځي)) له لارې د روان (۱۳۹۰ل) کال په سروپای کې دوه ځله د ټپيزې خبره رامخته کړه او په زړه پورې يې داچې د ناباندې شاعر يو دليل داوو چې لومړۍ درې سرباري کړې مسرې دلوستونکي يا اورېدونکي او لنډۍ ترمنځ واټن رامنځته کوي او په تلوسه کې يې اچوي. حال داچې د ټپيزې تر ټولو غوره موخه همدا تنده او تلوسه ده، او کټ مټ لکه د کيسې غوندې لنډۍ هم خورا زياته زړه راکښونې کوي!

۷- د سيالۍ يا دچاخبره شعرجنگۍ لپاره يوه په زړه پورې لاره هواروي. د بېلگې په توگه يو تن لومړۍ درې مسرې وړاندې کوي او بل ته وايي، ته يې آره لنډۍ ووايه!
په پای کې د دې جوگه کېږي چې رسنيزو، په تېره تېلويزوني سياليو(ذهني مسابقو) ته هم لار ومومي.

۸- داهم له کېدونه لرې نه ده چې دغه نوی ځېل د لنډۍ په برکت د ځينو اغلو او ښاغلو شعري وړتيارا بر سېره کاندې او وار له واره يې له همدې ټپيزې راپيل کاندې. لکه څنگه يې چې په((وريت پښتون)) فېسبوک کې يو څرک تر سترگو شوی دی. د ليکوال له اټکله ناديه پکتين دغلته لومړۍ پلا له خورا ښکلو ټپو سره را څرگنده شوه- نه چې خدای مکړه، ترشا يې غلا درغلي ټيکاو ولري!

دويونه(قواعد)
له دې منلی آر(اصل) له مخې چې ډېر کله تيوري له پرکتيکه رازېږي، يا ورسره لږ تر لږه ورسره بشپړتيا او پياوړتيا مومي او آرونه او دويونه(اصول او قواعد) راخپلوي، نو موږ سم له لاسه له کړنيز بهيره د ټپيزې په اړه يو شمېر آرونه او دويونه راو اېستلای شول. گوندې په راتلو نکې کې نور هم پسې کره والی و مومي. په دې لړ کې ښايي له مهال تېرېدنې سره په لومړيو ور سرباري کېدونکو مسرو يا ټوټو کې کمی زياتی راشي او همداراز ځنې د پښېلو(قافيو) اتکړۍ ماتې شي- لکه څنگه چې د لويديځوالو او بيا ايرانيانو په پليونۍ په پښتو کې هم د ((نوي ازاد غزل)) لپاره نن سبا هڅې روانې دي- نو د ټپيزې دغه آرونه او دويونه به هم ورسره ادلون بدلون مومي.

هرگوره په ازاد شعر کې يې((تضمين)) له ډېره راهيسې دود لرلی دی، لکه:
ورځې اوونۍ،
مياشتې، کلونه
تېرشول،
خو،
زه دې څارم
لاهغسې د راتللو لاره...
که يوځل بيا پردې لار راشې،
پر پخوانو پلونو دې پرېوتل گردونه!
(اند و واند)

۱) پېژند: ټپيزه د ټپې يا لنډۍ په پېنځيزونگ(تخميس) رغاونه مومي، په بله وينا، يوه پنځيز(مخمس) نوی شعري ځېل دی چې د ټپې د ړومبنۍ مسرې له تول و تال او د پای ويي (کلمې) پر بنسټ له درو سرباري قافيوالو مسرو سره رغول کېږي او په دې ډول درېواړه نه نه (۹- ۹) څپې لري، لکه:
مرگيه مه راځه، وار وکړه
لږ پيوستون مې له يار وکړه
وروستۍ پېرزو د ديدار وکړه...
پر جنازه مې تلوار وکړه،
ناوخته کېږي، نا اشنا وطن ته ځمه!

۲) داچې ولې مو دغه نوی شعري ځېل(( ټپيزه)) و نوماوه، غټ لاسوند يې وييرغاونيز(واژه سازي) اسانوالی وو. په دې مانا چې تر نورو هممانيزونو(لنډۍ، ټيکۍ، غرنگې، غريبۍ، مسرې، مسرۍ...) نه، له( ټپې) سره (-يز) روستاړ ي ښه ترا اړخ لگاوه. (مسريزه) بلونج(بديل) يې، نه يوازې د ناپښتو والي ، بلکې د څو مانيز والي له پلوه ټکر رامنځته کاوه. مسره يا مسرۍ پر (لنډۍ) سربېره د (سروکي ) او همداراز د نيم بيتي(مصراع) په مانا دود لري او ترې هره رغاونه هم ټکر پېښوي. که دجاج و مانا له پلوه لنډۍ(( دوه سری مار)) را پر زړه کوي او مسرۍ(( توره))، نو(ټپه) هم ټپ(زخم) رابلنوي يا تداعي کوي. رښتياهم دغه وگړنی شعري ځېل تر بل هر ځېله زيات تراژيک دی او د پښنو د ټولنيزو بخولو، ناخوالو، نهيليو او بې برخيو تر گردو خورا رڼه او ځلندويه هېنداره ده. د ځوانانو او په تېره د ښځمنو ونډه پکې تر نورو ځکه ډېره ده چې پر پاړکيز زبېښاک سربېره يې د(( مېړه)) او ((ملا)) تر زور زياتي لاندې هم تل ټيکاو لرلی دی.
يو نيم ليکوال يې بيا د نومونې لاسونددا انگېر لې چې انگازه کوونکی ورسره د سندرغاړو غوندې پر يوه غوږ لاس ږدي او ټپوي يې. همدا خبره ده چې نن سبا د ثبتونې (رېکارډېنگ) لپاره له غوږنۍ(head phone) کاراخېستل کېږي.
.
۳) پر نړيوال کچ هېچ بې سرليکه شعر نشته، نو په کارده، هره ټپيزه يو نوم و سرليک ولري اود غزلبولو بې سروبوله پېښې و نه شي. لکه څنگه چې په(بدلمېچ) کې ورته نغوته شوې، بې سرليکه شعر هغه کانه ده، لکه د چاچې لور زوی وشي او نوم پرې کښې نه ږدي. دا پلمه يې تر گناه بتره ده چې وايي، د غزل بيتونه سره همرنگي يا تړاو(تسلسل) نه لري. دغه چار و اند د پخوانيو دربا ري شاعريو يوه پاتوړې ده او هغه داچې هر بيت به جلا جلا ارزول کېده او د هريوه پر سر به يوه طلا د شاعر په خوله کې اچول کېده!

۴) د آرو لنډيو په غوراوي کې دا څو ټکي اړين بلل کېږي:
(۱) کمپېښې(ندرت)، داسې چې ډېرې سولېدلې او کارېدلې نه وي؛
له ژب ښکلاييز او ژب- انديز پلوه په تول تللې وي، په بله وينا، ژبه يې زياته نږه، خوږه، کره کېښکلې او اهنگينه وي، او له هنري او منځپانگيز پلوه هم د زيات منښت او گرانښت جوگه وي؛

(۲) له ژبني او ان چاپي پلوه د هغو لنډيو نيمگړتياوې راغبرگې نه شي چې په لوی لاس يا تېروتنه په ټولگو کې راخوندي شوې دي، لکه دا لاندې بېلگې:
د بې ارزۍ کچکول
نورهم سپېره، ميرات ميرات شې
نه دې د ژرندې، نه جومات شې
هسې بې غم له خير خيرات شې...
د بې ارزۍ کچکوله مات شې،
چې در پر در دې گرځوم، تش دې راوړمه!
د کابل پښتوټولنې په ټولگه کې د(بې ارزۍ) پر ځای(بې عرضۍ) ويی راغلی دی!

(۳) له اوسنۍ کره ليکدود او ليکلارې سره يې سمول اړين برېښي، لکه واخلې(د- له)، (په- پر)،(کښې- کې)، (دپاره- لپاره)، (اولس- ولس)، (اوربل- وربل)، (هندوستان- هندستان) او داسې نور.
(۴) د ملي او تاريخي وياړونو، ځايونو، کارنامو، ښادنامو او اتلانو ياد پکې شوی وي، لکه په دې لاندې ټپيزو کې:
پير روښان
زور به اوبه د هر سرزور شي
ورته ښېرې به مو سور اور شي
ترې به ازاد مو کلی کور شي
د مغول ظلم به نسکور شي،
چې پير روښان توره پرلاس جنگ ته ورځينه!

خوشال خان
له اندېښنو نه مې زړه تنگ دی
هېواد په سرو وينو بيا رنگ دی
لښکر راغلی د اورنگ دی...
نن پر خيبر د ځلمو جنگ دی،
خوشاله پاڅه چې مغول راغلي دينه!

مير ويس نيکه
څښتن دې مات هغه لښکر کړي
له ژوند و ژواکه لاس پر سر کړي
چې پښتانه ته بد نظر کړي...
ميرويسه خدای دې جنت درکړي،
چې موږ دې خلاص کړو د پردو له منتونه!

احمد شاه بابا
دښنه دې ټول په اور ستی کړه
ټوټي ټوټې هر تروېتي کړه
لرې له ځان ملامتي کړه...
احمده خدای دې جنتي کړه،
تر هندستانه پورې تا کړي جنگونه!

د دې بلې تاريخي ټپيزې ټپه د(( ملالۍ)) د هغې تر څنگه بيا کمپېښې هم ده:

د ميوند اسطوره
د پېرنگي دې خدای کور نوړ که
په تورو خاورو د گور موړ که
دا واک و ځواک دې ورنچوړ که...
لالی مې دا ځل خدايه جوړ که،
که چېرې بيا پر ميوند جنگ شو، مړ دې شينه!
(د مردان د وچ خوړ د هاتيانو د کلي ((بابرخټک)) له خولې).

وزير اکبر خان
غليم يې ډاري له پرتمه
کړه يې ور پرې د ښکېلاک تمه
غازيان راټول پرې له هرچمه...
د توريالي اکبر له برمه،
ځوانان د ننگ تورې وهي، سر ورکوينه!

ايوبخان
سره کفنونه مړو ته نماړي
غوڅ يې سرونه لکه څاړي
((وېکتوريا)) ته مرگی غواړي...
د هندستان پېرنگۍ ژاړي،
که ژيړ ايوب پر دنياوو، کونډې به شونه!
همداراز نور سيمه ييز او سراسري ازاديپال اوجنگيالي، لکه کرم خان، مير زمان خان، چمني خان، ملتان، عجب خان... پاچاخان هم درواخله.
(۵) له ډېرو سپکو ورکو طنزيه بېلگو دې ډډه وشي، نه چې خدای مکړه، دغه نوی شعري ځېل د ټوکو او ملنډو يو لوبڅی(بازيچه) وگرځي؛
(۶) تر وسې وسې د هغو لنډيو له غوراوي ډډه وشي چې د ړومبۍ مسرې وروستی ويی د سرباري درې مسرې له قافيه يي تنگسې سره مخامخوي او رغوونکی د پورويزونو(پرديو لغاتو) يا بېخونده اوږدو رديفونو کارونې ته اړ باسي؛ دغه وروسته ټپيزه د تنگې پښېلې پايله بلل کېږي چې لوستل يې پوره پام غواړي:
پر لاره وروځه، لږه ساخله
نور مې د مات زړه ازارماخله
له مرگه پس مې خبر آخله...
راکړی گل دې بيرته واخله،
زه د مرگي پر يانه ځم، خزان به شينه!

(۷) د يوې ټپې له دوو يا ډېرو بڼو څخه هماغه راواخېستل شي چې يادې شوې ځانگړنې او ښېگڼې يې زياتې وي، لکه په دې لاندې ټپيزه کې:

په تول تللې
دغه ټپه ده څومره ښکلې
له هر پلو په تول تللې
هسې پېيلې او کوټلې...
گل د گلاب، بوی د سنځلې،
سوری د ولې، خوب د نجلې خوند کوينه!

د آرې لنډۍ درې نورې بڼې دادي:
گل د گلاب، بوی د سنځلې،
سوری د ولې، څنگ د نجل مزه کوينه:
گل د گلاب، بوی د سنځلې،
سوری د ولې، خوله د نجلې خوندکوينه
گل د گلاب، بوی د سنځلې،
سوری د ولې، خوب د نجل مزه کوينه...

(۸) په دې لاندې ټپيزه کې د يوې ټپې له دوو بڼو څخه له هماغې کار اخېستل شوی چې هم کمپېښې وه او هم د رغوونکي له خورمنځ(سليقې) سره برابره:

لاس پر سر
شوم لاس پر سر له پردي خپله
څوک به يې نه کړي پر ما بله
څو داستا مينه نه کړم خپله...
پاس پر کمره ولاړه گله،
يا به دې پرې کړم، يابه ځان وغورځومه!
(...نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه)
ياد د ډېرې دودې لنډۍ ((د مازيگر زيړيه لمره- ته لا ولاړ يې، پر ما پرېوتل گردونه)) وارينت.

په دغه بله کې د يوې ټپې له دوه درو وارينټو ځنې سوچه هغه امرل شوی دی:
ته به د چاپرکور مېلمه يې
ورسره ناست په څه پلمه يې
تياره ماښام ته يې بلينډه يې
ته به د کوم محفل ډيوه يې،
زه په تيارو د بېلتانه کې ناسته يمه!
(...زه د هجران په تاريکو کې ناسته يمه)

(۹) له منطقي او ژبني پلوه د يوې لنډۍ دويم ځېل ځکه سم نه برېښي چې د ټوليزې گړنې (سروهل ) برخلاف پکې د(سر) پرځای (کړنگ) راغلی دی:
سپوږميه سر وهه راخېژه
يارمې د گلو لوکوي، گوتې رېبينه
سپوږميه((کړنگ)) وهه راځېژه
يارمې د گلو لو کوي، گوتې رېبينه

ما پخپله دغه ځېل ړومبی ځل د ناروېژي فريد ريک بارت د سوات د کتاب پر دوتنه(پښتۍ) ليدلی وو چې نژدې نيمه پېړۍ وړاندې يې کښلی او خپور کړی دی. ما يې تراوسه له سوات پرته بل چېرې څرک نه دی اېستلی، او په زړه پورې بيا داچې له دغه آريانپوه سره په دوو مخامختياوو کې همداسواتي وارينټ را پرزړه شوی دی: يوځل پر ۲۰۰۳کال، د گډ استاد (مورگنستيرن) د تلين له کبله په ناروې، او وړم کال بيا د سوات د ناورين په تړاو په لندن کې!

 
بېرته شاته