لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
مورنۍ يا لومړنۍ ژبه ساتنه اوکارونه يې د يوه بشري حق په توگه له ولوليز تر ژبپوهنيز چلنده
لیکوال: پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار   نېټه: 27.08.2012   خپرونکئ:   سمسور  

 پيليزه

مورنۍ ژبه څه ته وايي، يو کوشنی يې څنگه زده کوي، په ليک لوست او زده کړه، پوهه، فرهنگ، ليکوالۍ، رسنوالۍ او... کې ورته څه گټه لري...؟ 
دا او داسې نورې خبرې زموږ د دې ليکنې سکالو ده او هغه هم په دې لاندې انگېزه:
زموږ پښتو ليکوال، رسنوال، سياستوال... هرکال د فبرورۍ پر يو ويشتمه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په پلمه د بېلابېلو رسنيو له لارې بيا بيا دا راغبرگوي چې د ملگرو ملتود بشري رښتو د اعلاميې د لومړۍ مادې او نورو نړيوالو تړونونو او بيا يې د ښوونيز او فرهنگي سازمان ((يونسکو))  د پرېکړو او سپارښتو سره سره اړوند دولتي نظامونو د بشپړ ډېري د مورنۍ ژبې په توگه پښتو ته داحق  پوره نه ورکوي چې ويونکي يې  پکې زده کړه وکړي او له دوتر و دېوانه نيولې تر بېلابېلو اداري او فرهنگي چارو پورې د ژوند و ژواک په ټولو ډگرونوکې يې د کارونگ کابو وربرابره کاندې. 
که په افغانستان کې، پښتو ته له دويمې رسمي ((پارسي)) ژبې سره له دغه پلوه  برابر حق نه ورکول کېږي، په(شمالي او سوېلي) )پښتونخواکې خو يومخيزه د يوازېنۍ لږه کۍ سرکاري ژبې((اردو)) او بيا ورسره تړلې انگرېزۍ  تر گونډو لاندې  ټيکاو لري او  د ټولمنلي انساني رښتې بر خلاف يې په اساسي قانون (آئين) کې يوه تشه يادونه هومره هم نه ده شوې!
موږ په دغه ليکنه کې هڅه کړې، د غه ټولمنلې سکالو ((مورنۍ ژبه ))  تر هرڅه زياته د ژبپوهنيز، او بيا ښوونپوهنيز(پېداگوجيکي)، ټولنپوهنيز(سوسيولوجيکي)، ر ښتپو هنيز (حقوقي)، فرهنگي او سياسي اړخه تر څېړنې لاندې ونيسو:
له ژبپوهنيز (لېنگو ېستيکي) پلوه پکې ژبه او بيا مورنۍ ژبه را پېژ ندل کېږي، له ښوونپوهنيز يا پيداگوجيکي پلوه پکې د زده کړې بهير او لارې چارې، له ټولنپو هنيز، يا په گډه نو مونه (ژب- ټولنپوهنيز socio-linguistic) پلوه د ټو لنې او ټولنيز چا پېر يال څرنگوالی( لکه په لومړي او دويم چاپېريال کې د بلې يا نورو ژبو اغېز)، له فر هنگي پلوه د اړوند چاپېر يال اوچاپېريالونو فرهنگي اکر بکر، له حقو قي پلوه د اړوند وگړي يا وگړو په ښوونه روزنه، رسنيو، دېوان دوتر او د ژوند و ژواک په نورو برخو کې د مورنۍ ژبې دکارونگ رښته(حق) او له سياسي پلوه يې له هر راز توپير وتبعيض پرته د هغې رښتې سمبا لښت؛ او په ځانگړې توگه هغه ربړې او لا ملونه چې پښتو يې د لرې اوبرې پښتونخوا د بشپړ ډېري مورنۍ ژبې په توگه له ((پارسۍ)) او(( اردو)) سره له سيالۍ او برا برۍ  څخه پاتې کړې ده!  

 مورنۍ ژبه او زده کړه يې
مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې يو کوشنی يې ړومبی ځل په اړوند کور ني چاپېريال کې  له خپلې پالونکې  يا پالونکي څخه  هسې د پېښو له لارې په نا اگاهانه ډول تر پېنځکلنۍ زده کوي. په دې ډول د نړۍ هره ژبه  له آره د خپلې اړوندې ټولنې  او وگړي لومړنۍ زده کړې  ژبه مورنۍ ژبه ده. اړينه نه ده چې هغه لو مړی پا لونکې يې خپله مور وي يا تيمور (دايې)، پلار، نيا، يا نيکه، خپل يا پردی، ښځينه يا نارينه. داسې هم نه چې هغه ژبه دې هرو مرو د ماشوم د خپلې آرې کو رنۍ يا ټو لنې ژبه اوسي. داچې له((مور)) سره يې تړاو ورکړ شوی او په گردو ژبو کې له ډېر پخوا راهيسې همدا نومونه دود شوې، کومه هېښنده خبره نه ده، ځکه په تېرمهال کې د ماشوم رو زنه پالنه تر هر چا له مخه په بيالوجيکي مور اړه درلودلې او لږو ډېر يې لا تراوسه لري. 
د مورنۍ ژبې انگرېزي انډول(mother tongue) بيا دويمه مانا هم لري او هغه داچې نورې ژبې ترې رازېږېدلې يا منځته راغلې وي، خو موږ د دويمې مانا اړوند انډول((مورينه ژبه)) رادود کړې ، لکه چې وايو: (زړه) ساکي د پښتو او پاميري ژبو مورينه ده او زړه هندي د هندي ژبو((مورينه)) ده. په دې ډول ((مورينه)) او ((مور)) سره توپيروو، ځکه که ووايو، ساکي د پښتو او پاميري ژبو مورده، مانا به يې داوي چې دغه ژبې ترې سيده رازېږېدلې دي، حال داچې دا گردې يې له لوڼو رازېږېلې او ساکي يې نيا بلل کېږي، نو له پلوه((نيا)) او((مورينه))  څه ناڅه همما نيزېدای شي.(ماريو پای)
 د مورنۍ ژبې په تړاو اړينه ده، دا ځانته روښانه کړو چې په ټوليز ډول ژبه څه ته وايي؟
۱- ژبه د داسې تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(سېمبولونو) يوه پرله غښتې ټولگه يا سېستم دی چې د هغو ارزښت د اړوندې ټولنې له خوا ټا کل شوی او د هماغې ټولنې د وگړو ترمنځ د وبله پوهاوي تړاو ټينگوي. .( سوسور۹؛ ماريو پای۱۱۹، باطنی ۱۵،) دغه سېستم(ژبه) هر وگړی په ټولنه کې له زېږونه تر پېنځکلنۍ پورې له مور، تيمور او نورو څخه د پېښو له لارې نا سيده اونا اگاها نه زده کوي. مانا داچې ژبه يوه تړوني، ټولنيزه ورهڼيزه (کسبي) وسيله يا پديده ده  او يوازې په انسانانو پورې اړه لري.
که څه هم ډېری ژوي د وبله پوهاوي لپاره لږو ډېر غږونه له خولې باسي، خو داچې تړوني او کسبي نه ، بلکې غريزي دي، نو هسې د دود له مخې يې ژونۍ (حيواني) ژبه بولو. سوسور ۱۳؛ باطنی۱۳۴.

ژبنی پيلام(سېمبول)
داچې وايو، (انساني) ژبه  د تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(سېمبولونو) يوه پر لغښتې ټولگه يا سېستم دی او هر پيلام (علامت، سېمبول) يو څيز يا ښکارنده نوموي، دا پوښتنه رامخته کېږي چې سېمبول څه ته وايي؟. 
پيلام(سېمبول) په ټوليز ډول داسې راپېژندل کېږي:
هر هغه څه چې له ځان پرته د بل څيز ښکارندويه وي، پيلام بلل کېږي. د ساري په توگه کله چې وايو((سور رنگ د خطر پيلام دی))، نو موخه يې داچې دغه څيز (سور رنگ) له ځان پرته يو بل څيز((خطر)) ته نغوته کوي. که نه، د((سور رنگ)) آره او عادي مانا پوره څرگنده ده چې څه راز رنگ دی.
ښووند او ښوولی(دال و مدلول)
موږ کولای شو، پيلام  يا سېمبول ته ښووند (دال) ووايو او هغه څه ته چې راښيي يې، ښوولی يا نومولی(مدلول)، او د دال او مدلول ترمنخ تړاو(دلالت) چې((مانا)) ورته هم وايي.. بې له دې دلالت ځنې ((دال)) له آره له ((مدلول)) سره هېڅ کوم طبيعي يا غرېزي نژدېو الی او ورتوالی نه لري او دا ټولنه ده چې د ژبې په تړاو يې په تړوني توگه ترمنځ يو ارزښت او دنده ورټاکي او په پايله کې ښووند له ښوولي، په بله وينا، نوم له نومو لي سره اړخ لگوي. 
په دوديزه او ان د نوې ژبپوهنې په پيلامه کې د ((دال)) او ((مدلول)) ترمنځ تړاو يا (دلالت)  د مدلول يوه جزء او ځانگړتيا انگېرل کېده او. له همدې کبله يې سيده پر سيده مدلول او ((مانا))  سره اخښل او زياتره يې دال له((ويي)) او مدلول له(( مانا)) سره يو راز يامترادف انگېره (سوسور ۱۴) بې له دې چې پوه شي چې مدلول هغه څه دي چې زموږ له ذهنه بهر  خپلواکه هستي لري يا لرلای شي(لکه واخلې يوه پېښه ياکيسه چې له اورولو او اورېدلو سره د نگېرلو جوگه کېږي او مانا تل يو نانگېروړ او مجرد ذهني انځور دی. دساري په ډول خرېړی(سمارق) د غږيز- اوريز وړ نوم(دال) په توگه زموږ په ژبه ادا کېږي او  په طبېعت کې هم يو نگېروړ څيز د(مدلول) په توگه نوموي ، خو د دواړو ترمنځ تړاو ((مانا)) نانگېروړ ده چې زموږ په ذهن کې دننه ټيکاو لري.(.اولريښ ۱۳۵)

۲- د بهرنۍ نړۍ له څيزونو، پېښو او پديدو، او همداراز زموږ د خپلې د ننۍ(( ذهني)) نړۍ له بېلابېلو پيداوارونو(اندونو، واندونو، ولولو، خو ښيو، اندېښنو، دردونو، رنځونو،گرومو نو،  ستونزو، کړاوونو، هيلو، نهيليو، غوښتنو، ارمانونو،...) يوخوا، او د ژبنيو پيلامونو او د دغو پيلا مو تر منځ تړاو(دلالت)  د بېلابېلو ټولنو له خوا په تړوني ډول بېلا بېل ټاکل کېږي. که دغه پيلا مونه تړو ني نه وای او طبيعي وای، نو گردو ټولنو به هماغه يو راز پيلامونه يا نومونه او يا لږ تر لږه يوراز انگينومونه(طبيعي نومونه)، لکه ژغ ژغ، غروغور، غرهار، غورځی (تالنده) درب ودروب، کړس و کړوس ...کارول. 
.يو کوشنی له لومړۍ ورځې نه دغه د ژبې  اړوند(تړوني غږيز) پيلامونه پرلپسی  له ياد شويو وگړو څخه اوري او تر يوه کاله يې يو شمېر نيم نيمکله او تر دوه کلنۍ څه ناڅه پوره ادا کولای او لږوډېر له مدلول سره تړاو ورکولای شي. يو نيم چې د توتي په څېر چرچر غږېږي او چاته د خبرو وار نه ورکوي، اړينه نه ده چې په بشپړ ډول  دې د دال و مدلول ترمنځ تړاو ورکړای شي.  په بله وينا، يا يوازې د سېمبول هما غه غږيز اړخ(دال) غبرگوي راغبرگوي او يا ورسره څه ناڅه مدلول هم پيوند لای شي، د ساري په ډول(سپی) يا( تو تو) د(دال) په توگه سم ادا کوي او دا چې يې د(مدلول) په توگه په غړولو سترگو گوري او پېژني يې، نو په اسانه يې ترمنځ تړاو(دلالت) ټينگولای شي. خو که خبره پر ناليدلو او بيا نانگېر لو (نا محسوسو) مدلولانو (ښووليو، نوموليو) وي، نو بيا تر  پېنځکلنۍ پورې چې پر ژبه بشپړ لا سبری مومي، دغه ذهني تړاو (دلالت) يې تر منځ  زياتره  نه شي ټينگو لای. غونډلې(جملې) يې هم زياتره نيمگړ ې وي، که بشپړې هم وي، هسې ميخا نيکي وي او د بېلابېلو رغنده توکو تو پيرونه، پېژندنه او شننه ورته گرانه وي، د بېلگې په توگه که ((داداراغی- لاغی))، ((وږی يم))،((اوبه راکه-لاکه))... او يا په ټوليز ډول نورې ډېرې غونډلې له لويانو سره هسې غبرگوي راغبر گوي هم،. خو تر ياد شوي منگه سمې سهي او اگاهانه ذهن ته سپارلای نه شي.

داهم پر زباد رسېدلې چې بېلابېل کوشنيان له ورته ارثي،  بيالوجيکي او رو غتيايي وړتياوو سره  سره د مورنۍ ژبې  په زده کړه کې يوراز نه وي. داپه دې اړه لري چې څومره خبرې ورسره کېږي  . هن،که د يوه کوشني غوږونه کڼهوڅ(درانه) وي، يايې ژبني او غږزېږي غړي اندامونه پوره نارمل او رسا نه وي او ياهم له روا ني پلوه هغه ماشوم توندخويه او ورسره ورسره تورغوږی وي، نو دژبزده کړې بهير يې هم له خنډ وځنډ سره مخامخېږي. هرگوره بشپړ مورزېږي کاڼه آره ژبه نه، بلکې د نغوتو(اشارو) ژبه او څه ناڅه ليک زده کوي، نو بياهم کاڼه بلل کېږي، گونگيان هم له آره کاڼه وي، نو چې څه نه اوري، زده کولای او ويلای يې هم نه شي!

ژبنۍ او ذهني پرمختياوې وبله اغېز لري
 په دې تړاو دا هم د يادونې ده چې له ژبنی پر مختيا يي بهير سره د يوه کوشني ذهني هغه  څومره  اوږه پر اوږ ه پر مخ ځي ځکه ژبه  د ذهني اړخ له پلوه له اند و واند او نور ذهني کارندوييو سره وبله (متقابل) اړيکي لري، د ژبې پرمختيا د ذهني پرمختيا لامل کېږي او سرچپه يې هم همداسې درواخله. ذهني پرمختيا د مور و پلار او نورو پالونکو له فرهنگي کچې او بيا کورني چاپېريال سره نه شلېدونکي اړيکي لري. څومره لوښي لرگي، لوبڅي، له نانځکو، ليگو(lego) نيولې، تر څه ناڅه پېچلو الکترونيکي هغو ، د سپرلۍ وسيلې، له پای دوانک او يوڅرخه (scoor)  نيولې تر درې  څرخه، دوڅرخه، د (برېښنايي) ټپټپي، گاډي، اور گا ډي، الوتکې... او  اوريزې او وينيزې رسنۍ، له راديو تلويزيونه نيولې، تر لرغږ(تېلېفون)، ويډي، سي ډي، ډيويډي، غږېدونکې  نانځکې او ملغږ (موبيل) پورې ... د يوه کوشني په واک کې ورکول کېږي او دکارونې چم يې ور ښوول کېږي!

ان يوه پېړۍ له مخه به  ښوونپوهانو داخبره کوله: (( د اتم ټولگي شاگرد د ارسطو هومره پوهېږي))، خو موږ  نن سبا په غړولو سترگو گورو او په رسا غوږونو اورو چې  د پرمختللې يا پرمختيايي ټولنې يو ۴-  ۵ کلن ماشوم په ننني خبرتيايي- تخنيکي يا(انفار ماتېکي- تېکنالوجيکي) انقلابي پېر کې  پر هغه څه پوهېږي چې د ارسطو او د تېرمهال  د بل کوم انديال(متفکر) په خوب و خيال کې هم نه گرځېدل، وړاندوينه يې خو لا پرځای پرېږده. 
 او چې لا بيا د مورنۍ ژبې د کارونگ خبره شي، ان له يو- دوه کلنۍ راپيلېږي.  په خپله ژبه د کوشنيانو تېلويزيوني خپرونې ويني، اوري او غبرگون يې راپاروي.  دا داسې لاملونه دي چې ژبزده کړيز او ذهني پرمختيايي دواړه بهيرونه يې سره غاړه غړۍ کېږي.

که کورنی چاپېريال دغه نومهالې اسانتياوې و نه لري او گړسره، لکه زموږ د هېواد په شاړ شډل کليوالي وي، د ژبزده کړيز بهير تشه گڼمېشتي ډکوي. په دې مانا چې پر موروپلار سربېره يې نور گڼ اړوندان( خويندې ورونه، تريندې ترونه  او نور) له ماشومه راتاو وي، هم ورسره سيده غږېږي اوهم ناسيده خپلمنځي خبرې اترې ور اوروي. که د کور لوښي لرگي له څومره ييز او څرنگيز پلوه له ښاري او نو مهالو هغو سره سيالي نه شي کولای، خو پنځيز(طبيعي) او بزگري هغه څه ناڅه سکينده(تلافي) کولای شي؛ په تېره بيا چې دهغو کارونگ ته هم ورڅکول کېږي. همداراز د تلويزيوني خپرونو تشه يې مورو نيا ور ډکولای شي او للو للو بدلې او نکلونه وراوروي. موخه مطلب داچې د کوشني ژبنی بهيرکېد ای  شي، په ورته مهال پېر کې تر سره شي او ذهني او فرهنگي هغه يې، هرگوره پوره سيال کېدای نه شي.
بدمرغه هغه کوشنيان دي چې له مور پرته بل څوک د پالنې او لوبونې او په ترڅ کې د غږونې او غږېدنې نور ښځينه څوک نه لري او نارينه په تېره پلار ورپسې دومره سرنه خوږوي. مور يې هم چې د اخلي پخلي او نورو بوختياوو له لامله ورته  ډېره رسېدای نه شي، او ځينې لا، لکه وزبکې اوتورکمنې د سختې ناوزگارۍ، په تېره((غالۍ اوبدنې)) په پلمه يې په ترياکو بې اړتيا او سرباري خوب ته اړ باسي.

((گهواره يي))  دود خو د پنجشېر، بدخشان او په ځينو نورو تاجيکو کې هم له پېړيو پېړيو چلېږي. داسې چې يو نو ز ېږی ماشوم تر درو مياشتو پورې په زانگو کې ساتل کېږي او تر هغې يې د کاليو پرځای په. هسې ټوټو او لتو کې نغاړي رانغا ړي، په دې  کږنه انگېرنه چې تر درو ميا شتو ژوندی پاتېږي، يانه. مورې يا تيمور يې تش د تي ورکولو لپاره راخلي او خبره نيمه ورسره کوي، نور  نوهملته پروت وي او متيازې  هم ورلاندې ټينگ شوي لوښي کې  ورتويوي. له همدې لامله يې سر هم ((تپلی)) راځي. نو دا څه هېښنده نه ده چې د اړوندو سيمو او ټبرونو وگړي ((تپلي سري)) بلل کېږي!(د ليکوال  ځانگړې ډگرڅېړنې او ليدنې کتنې ۱۳۴۴-۱۳۵۴ل) 
په پښتنو کې، که دغه زانگويي دود هم نشته، خو زياتره نالوستي پلرونه له خپلو غوټکيو او تنکيو  او ان نوځوانو بچيانو سره پر خبرو اترو شرمېږي، يوازې دا نه چې پوښتنې نه ورځوابوي، بلکې د ځان او نورو نارينه وو پر وړاندې يې  غږېدا يوه بې ادبي گڼي!

مورنۍ ژبه د د ياکرونيکي سکالو په توگه
دلته به بېځايه نه وي، د سکالو د ښه ترا رڼاوي او ورسره ورسره د ژبپو هنيزو تيوريکي څېړنو د مينه والو په پار د د دوه گونو ژبڅېړنيزو څانگو پر ځانگړتياوو او بېلتياوو لږکوټې زياته رڼا واچوو: 
۱) هممهالې(synchronic) څانگه د ژبې يوه جوته بڼه، بې له تاريخي ادلون بدلونه په يوه ټاکلي اوسني يا پخواني مهالپېر يا پړاو کې څېړي، که هغه يې غږپوهيزه برخه وي، پښوييزه (گرامري) ، وييپوهيزه، ماناپو هيزه، کره ليکلار او که بله هره الواکي(نظري) يا کړنيزه(عملي) هغه.
۲) ناهممهالې(diachronic) څانگه چې زموږ روانه سکالو يې له يوگړ يزې(فردي) څانگوړې سره تړاو لري، يوه ژبه د هغو بدلنونو په پام سره تر څېړنې لاندې نيسي چې  د تاريخ په اوږدو کې ورپېښ شوي دي. (اولريښ ۲۶-۱۱۶) په دې لړ کې يې  تاريخي غږپوهه، پښويه... څېړل  کېږي. وييپوهه بيا د آرپوهې(اېتمولوجۍ) په نامه تر څېړنې لاندې راځي. همداراز له نورو خپلوانو ژبو سره د دغې هرې ژبنۍ برخې تاريخي پرتله هم درواخله. آرپوهې بيا  په ځانگړې توگه نن سبا تاريخي – پرتليزه بڼه غوره کړې ده.
يادښت: هغه پخوانی  وېش چې ژبڅېړنه، پر سپڼيزه(تشريحي)، تېر مهالې(تاريخي) او پرتليزه ژبپوهنه وېشل کېده، د پورتني دوه گوني وېش تر سيورې لاندې راغلی دی . 
هرگوره، سپړنيزه(تشريحيdescriptive) څېړنه هم په هممهالې (syn chronic) او نامهالې (diachronic) دواړو هغو کې پرکار اچول کېدای شي؛ که څه هم   په سيندونو (ډېکشنريو) کې سپڼيزه او هممهالې هغه سره هممانيزې ښوول شوې دي.(واريښ)
 دادی، ديوگړيزې ناهممهالې(individual diachronic languistics)  ژبپوهنې په رڼا کې د ماشوم د ژبزده کړې بهير پر دې لاندې پېنځو پړاوو ويشو:
ړومبی پړاو: ارثي وړتيا
يو کوشنی د زېږون پر مهال د ژبزده کړې لپاره داسې وړتياوې لري چې د پاتوړې(ميراث) له لارې ورته رالېږدېدلي دي، خو دامهال په کړن کې نه پر ژبه پوهېږي او نه د هېڅ کوم تړوني اړيکيز سېستم له لارې له شاوخوا وگړو سره تړاو ټينگولای شي.  دی په پيل کې مټې دومره کولای شي چې د لوږې، درد او داسې نورو لمسوونيو(محرکونو) پر وړاندې غبرگون  وښيي. په دغه ړومبني پړاو کې غبرگونونه خورا ساده وي، لکه ژړل، د لاس و پښو خوځول، ځان تاوول راتاوول او نور. 
هرڅومره چې د ماشوم وژيز(عصبي) رغاوی بشپړ تيا ومومي، غبرگو نونه يې هم ورسره  نازکتيا مومي او ورسره ورسره پېچلتيا او بېلتيا.

دويم پړاو: نيم تړونوالی
په دې پړاو کې د کوشنی او مور يابل پاليال تر منځ د داسې پيلامو له لارې اړاو تړاو رامنځته کېږي چې څه ناڅه تړوني بنسټ لري.  دا پيلا مونه د آرو لمسوونيو(اصلي محرکونو) ځاينا ستي کېږي او او هماغه غبرگونونه راټوکوي.  خو دغه پيلامونه که  لږ و ډېر تړوني دي او د مور و ماشوم ترمنځ د تړاو وسيله کېږي، بياهم ناژبني پيلامونه دي.

د ساري په ډول  کوشنی په ړومبي پړاو کې د هر راز لمسووني پر وړاندې چې راپاروي يې، ژړا کوي، خو په دې پړاو کې دا يادوي چې د بېلابېلو لمسوونيو پر وړاندې په بېلابېل ډول و ژاړي، په بله وينا،  ژړاوې يې ځا نگړيزې کېږي، داسې چې مور يې د ژړا له مخې لمسوونی نومېرلای شي. د بېلگې په توگه پوهېږي چې ماشوم وږی دی، پاکۍ ته اړتيا لري او  يا بله کومه انگېزه لري.

ښايي کوشنی د يوه تړوني پيلام(علامت) په توگه دا زده کړي چې  هر وخت يې مور لمبوي، پر اوږه يې يو سپک شان ټپ ورکړي، بلې خواته و څرخي. يا چې هر مهال يې په زانگو کې وا چوي، وېده شي او همداسې پسې نور. سره له دې لکه چې مخکې ورته نغوته وشوه، دغه راز اړيکيز پيلامونه گرد ژبني نه دي او له ژبنيو هغو سره دا لاندې توپيرونه لري:
۱- په دې پړاوکې لا د لمسووني او غبرگون ترمنځ تړاو طبيعي دی، اکر داچې کله ژبه زده شوه، دغه تړاو  سره يومخيز شلېږي.

 کوشنی په لومړي پړاو کې د ډېرو لمسوونو پر وړاندې يو راز ژړا کوي، په دويم پړاو کې د بېلابېلو لمسوونو پر وړاندې  بېلابېلې ژړاوې کوي، خو د درد و ژړا او لوږې او ژړا ترمنځ طبيعي تړاو لا هغسې ټيکاو لري. حال داچې پر خبرو راغلی غوټکی ماشوم وايي:
((زه وږی يم))، نو بيا د لمسووني(لوږې) او د غبرگون په توگه د دغې جملې تر منځ کوم پنځيز (طبيعي) تړاو نه،  بلکې په ټوله مانايو ژبنی تړاو ټيکاو لري، په بله وينا، غبرگون  يې سل په سل کې د يوه  تړوني پيلام (زه وږی يم)  بڼه راخپلوي. 

۲- په دغه پړاو کې کېدای شي، د لمسووني او غبرگون ترمنځ يو ښکاره ورتوالی شته وي.  د ساري په ډول چې کله مور د ماشوم اوږو ته ټپ ور کوي او هغه يو خواته څرخ خوري، نو د دغه ټپ او د کوشني د څرخېدا ترمنځ  يو فيزيکي ورتوالی شتون لري، حال داچې د مور د بولۍ (وڅر خه!) او د کوشني د (څرخېدا) ترمنځ هېڅ ورتوالی ټيکاو نه لري.

۳-   په دې پړاو کې د لمسووني او  غبرگون تړاو له  مهال و چاپېريال (مکان و زمان) څخه پرې(قطع) نه دی. کوشنی تش هغه مهال له لوږې  ژړا يا فرياد کوي چې په رښتيا وږی وي، په داسې ترڅ کې چې پر خبرو را غلی هغه که د لوږې انگېزه هم ورسره نه وي، ويلای شي((وږی يم)).

۴-  په دې(دويم) پړاو کې د پيلامو پر بنسټ د مور و ماشوم پوهاوی (تفاهم) سره يوراز نه دی. ترهغې وروسته چې ماشوم ژبه زده کړې وي، دواړه له يوراز پيلامو نو کاراخلي. د ساري په ډول دواړه د لوږې پر مهال وايي: ((زه وږی يم)). خو بياهم په دې پړاو کې له پيلامو گټه اخېستنه يو اړخيزه ده.  په دې ډول، که مور د ماشوم پر اوږه يو ځانگړی ټپ ورکړي،
يو خواته څرخي، نو که ماشوم همدا کار وکړي او د مور اوږه وټپوي، مور ورته خوځښت نه تر سره کوي. دا يو اړخيز تړاو د هغو دوو تنو تړاو ته ورته دی چې  يو دبل پر ژبه نه پوهېږي او د بل پر موخه پوهېږي، نو چار ناچار خپل خپل ژبني پيلامونه کاروي.

درېيم پړاو: له ژبې سره بلدتيا
دا پړاودوه اړخه لري:: (الف) کوشنی څنگه له ژبنيو پيلامو سره بلدتيا مومي او څنگه ورته مانا پيداکوي او(ب) کوشنی څنگه دا زده کوي چې همدغه پيلامونه پر کار واچوي.
 لومړي اړخ ته مننده(passive) اړخ وايي او دويم ته  کارنده(active) اړخ. هرگوره،دغه دواړه اړخه سره يو له بله يومخيز بېلولای نه شو، اوکېدای شي، دواړه په گډه  د ماشوم  په ژبزده کړه کې گټور پرېوځي.  

 دېته پام په کاردی چې د ژبې مننده اړخ تل تر  کارنده اړخه مخکې کېږي، ځکه مور و پلار او شاو خوا وگړي د ورنژدې کېدو(تماس) پر مهال له ماشوم سره غږېږي. هر گوره، کوشنی لومړۍ پلا د هغو پر غږونو يا خبرو نه پوهېږي، خو داهم ښه ده چې هغوی، نه پوهېږي چې هغه يې پر خبرو نه پوهېږي، که نه، هېڅ به ورسره نه غږېدل او په دې توگه به ماشوم هېڅکله ژبه نه زده کوله.

کوشنی همېشه  د لويانو غږونه له څيزونو، پېښو او له بهر نړۍ څخه له خپلو ازمېښتو سره يوځای راخلي. هر څومره يې چې وژيزه(عصبي) وده پر مخ ځي، هماغومره يې دغه غږونه پر  وژيز سېستم زيات اغېز ښندي او ورو ورو يې  د بهرنۍ نړۍ او د پېښو او بيا د غټانو د ژبنيو غږونو تر منځ په ذهن کې يو پيوند ټيکاو رامنځته کېږي اوهرڅومره يې ازمېښتو نه پراخوالی راځي او له ژبې سره يې اړاو تړاو زياتوالی مومي،  دغه پيو ندونه لا پسې غځېږي. دا کار تر دې ځايه پراختيا مومي چې  ورو ورو  د لمسووني(محرک) او طبيعي غبرگونونو تړاو سره پرې کېږي او ژبني غږ ونه له دويمنيو(ثانوي) پيوندونو له لارې د طبيعي لمسوونيو لمسوني ځواک ځانته رالېږدوي او لږ و ډېر هماغه غبرگونونه راټوکوي.

د بېلگې په توگه هر کله چې کوشنی له لوږې ژاړي، ښايي، مور يې را واخلي او ورته ووايي ((وږی يې، شودې غواړې...)) او  چوشک يې په خوله کې کښېږدي. کوشنی ړومبۍ پلا د دغو غږونو پر مانا نه پوهېږي، خو څنگه چې د لوږې، د شودو چوشک او د مور د وييونو ترمنځ  تړاو پرلپسې را غبرگېږي، ورو ورو يوخواد طبيعي لمسووني ((ولږې))، او ((وږي)) او ((لوږې)) وييونو ترمنځ ، او بلخوا د خوراتوکي ((شودو)) او بيايې د نوم((شودو)) ترمنځ  تړاو رامنځته کېږي او په دې  ډول وييونه يا نومونه مانا پيداکوي او په کوشني کې د ژبزده کړې مننده (پسيف) اړخ وده کوي.

دويم، د ژبې کارنده(اکتيف) اړخ پر پېښو(تقليد) ټيکاو لري. په دې منگ کې پېښاو ځواک(تقليدي نيرو) د ژبې او نورو يادونو په برخه کې د يوه خورا ارزښتمن لامل په توگه راڅرگندېږي. لا تراوسه دې پوښتنې کوم پرېکنده ځواب نه دی موندلی چې  ولې ماشوم پېښې کوي او ايا پېښې کوم غريزي بنسټ لري؟  خو همدومره روښانه ده چې ماشوم په دغه منگ کې  پېښې کوي او دکارنده ژبزده کړې ډېر ستر لامل دی. کوشنی بې له دې چې موخه هوډ ولري او د ترسره کولو توان يې ولري، د چاپېر کسانو د غږونو اوازونو پېښې کوي. په هره توگه مور و پلار په پوره ښوينۍ(خوشبينۍ) د ماشوم ټول غږونه مانا کوي(تعبيروي) او پر وړاندې يې غبرگون ښيي. 

داهم جوته شوې، کله ناکله چې له اړوند وگړي څخه  د هماغو جړو پړو غږونو غبرگون وانه وري، يا لږ ترلږه ورته د((هو)) سر هومره  ور ونه ښور وي، خوابدی کېږي او که دا اکر اوږد شي، زونگ زونگ يا ژړا هم کوي.
مثبت  غبرگون د دې لامل کېږي چې کوشنی د ژبنيو پيلامو او هغو پد يدو تر منځ چې پرې دلالت کوي، پياوړتيا مومي. په پايله کې يې کو شنی ورو ورو دا يادوي چې کله څه غواړي، د ژړا يا خوځښت پرځای  څه ناڅه هماغه د لويانو غږونه له خولې وباسي.

د بېلگې په توگه يو ماشوم د مور په پېښو د برابرۍ له مخې يو غږ پر ژبه راوړي. مور يې له ښه باوره د دغه غږ(لفظ) او اړوند څيز(لکه نانځکې) تر منځ  يو ورتوالی انگېري او په زړه کې وايي((بچی مې نانځکه غواړي)) او له واره يې ورکوي. په کوشني کې د دغه لوبڅي، چې له غوښتنې سره سم يې د خپل غږ په غبرگون کې ترلاسه کوي، او د هماغه خپل غږ ترمنځ تړاو پياوړتيا مومي او څومره چې دغه چاره بيا بيا راغبرگه(تکرار) شي،  دا تړاو لا ښه ترا ځانگړی (اختصا صي) او پياوړی کېږي.

هرگوره،  د دغسې پيوند رغښت يوه نا ببره چاره نه ده، بلکې يو پرلپسې (تدريجي) بهير دی، په دې مانا چې کوشنی ورو ورو او په ناځانخبري ډول پر دې پيوند پوهېږي او ترې گټه اخلي، خو په دې ترڅ کې ډېرې تېروتنې  هم کوي. که  دغه تېروتنې يې ډېرې بېلارې کوونکې نه وي، داسې چې چاپېر وال(شاوخوا کسان) وکړای شي،  د ده د غږونو او وييو نو تر منځ يو ورتوالی و نگېري، پر وړاندې يې مثبت غبرگون ښيي او تېروتنې يې ورو ورو پسې سمون مومي. 

هن، که د کوشني تېروتنې زياتې بېلارې کوونکې وي، د چاپېروالو له مثبت غبرگون سره نه مخ کېږي، نو په پايله کې هغه تړاو يا پيوند نه پيا وړی کېږي اوکوشنی هم هغه غږونه له ياده باسي او نور يې نه کاروي.  له دې لامله د ژبزده کړې مننده(پسيف) اړخ د دويمنيو يا آړوتيو (مشروطو) پيوندونو پر بنسټ ټيکاو لري چې په مټ يې د آرو لمسوونيو لمسوني ځواک  د ژبې  وييونو ته لېږدول کېږي او هماغه غبرگون رامنځته کوي. حال داچې د ژبې کارنده اړخ د چاپېروالو پر پېښو او غبرگون ټيکاو لري چې د نوموړو پيوندونو د ټينگوالي يا سستوالي لامل کېږي. دغه دواړه اړخه تل يو له بله پر کار بوخت دي او بېلول يې سره گران دي.

څلورم پړاو: قرينه رغاونه contextual structure
په لومړنيو پړاوونو کې  چې کوشنی کوم غږونه د پيلامونو په توگه کاروي، د کوم ويي  له توکو رغېدلي نه دي، ځکه  ويی  يو داسې يوون (واحد) دی چې په غونډله(جمله) کې سره د لوړو يوونونو دننه تړښت يا ترکيب ومومي، خو کوم پيلامونه چې کوشنی په لومړيو پړاوونو کې پر کاراچوي، ناشننوړ يوونونه دي او د يوې غونډلې په توگه يې کاروي. کوشنی ورو ورو  د ژبنيو وييونو ورته غږونه کاروي، خو له هغو څخه يې موخه ارتې بيرتې ماناوې دي، (اوبه) يا(به) پر ژبه راوړي او موخه يې (اوبه را کړه) وي.

بلخوا کوشنی هره غونډله ، پوره يا نيمکله، کالبي يادوي، په نورو ټکو، ده ته گرده غونډله د يو يوازېني جاج استازې برېښي، بې له دې چې رغنده ټوکونه(متشکله اجزأ) يې سره توپير کړای شي. د ساري په توگه ( دا دا اځي) د يوه يوازېني ژبني يوون په توگه کاروي او د(دادا راتگ) مانا ځنې اخلي، نور يې د لويانو پرخلاف پر دې سر نه خلاصېږي چې(دا دا) او(اځي) يا(راځي) سره جلا جلا دي. 
په هر ډول کوشنې  ورو ورو د  پخوا زده کړيو توکو پر شننه او تړنه (تجزيه او  ترکيب) پيل کوي،  او د زده کړيو مخبېلگو له مخې تازه تړ نگونه منځته راوړي. دا ښکارنده يا پديده قرينه سازي بلل کېږي چې د کوشني په  ژبزده کړه کې يو ستر خوځون راپيلوي. 

په غوڅ ډول دا څوک ويلای نه شي چې ماشوم خپله لومړنۍ قرينه څه مهال پيلوي او يا داچې څنگه دغه کار ترسره کوي، هغه هم د داسې  قرينه سازيو له مخې چې له آره په ژبه کې نومولی(مدلول يامصداق) نه لري، خو کېدای شي چې کوشني په هر ډول د يوې قرينې د مخبېلگې پر بنسټ  پر دغه کار لاس پورې کړي. د ساري په توگه يوه ايراني پارسي ژبي قصاب ته((گوشتوايی)) ويل. دا پوره جوته ده، ماشوم دا ويی له هېچا اورېدلې نه وو چې پېښې يې وکړې، بلکې هغه له ځانه جوړ کړی او هغه هم د((نانوايی)) له مخې. يو بل يې ويل((سوخيدم)، د((سوختم) او ((مامان غذا می پخد))د((مامان غذا می پزد))پرځای.  

زما څلور څلورنيم کلن زوی  هم ورته رغاونې کولې. ده وار له مخه په لويديځ کې ((ځمکني توت)) پېژندلي ول او دا نوم يې راخپل کړی وو، خو کله يې چې د توت ونه وليده چې ورته ميوه لري، نو له واره يې ((هوايي توت))  ونومول. نمسۍ مې له درې کلنۍ راهيسې د(غواړم) له مخې(ما نه غواړل= نه غوښتل)، د (گورم) له مخې(ماوگوره= وليده)... وايي. داچې ولې يې پکې تر (لسکلنۍ) سمون نه دی راوستی، د انگر ېزي ژبې برلاسي مخه ور ډپ کړې او دمورنۍ پښتو پر روستي ((پېنځم)) کال يې په وړکتون کې له انگرېزۍ سره کار شو او راروسته کال دوه چې په کاروه، هغه تېروتنه له مور او نورو پښتنو سره په پرلپسې اورېدا سهي کاندې، له انگرېزي ټولگيوالو سره يې بوختيا ډېره شوه. 

په روږدي ډول، ټول کوشنيان په ناگاهانه توگه د خپلې خپلې ژبې د باقاعده مخبېلگو پر بنسټ کړونه(فعلونه) گردانوي او د موروپلار او نورو له خوا پرخپل خپل وخت ورسمېږي، مانا داچې، ورو ورو دېته ورڅکول کېږي چې په گردان کې بېقاعده گي هم شته. خو چې ترڅنگ يې دويمه ژبه واکمنه نه وي، هغه کابو پر لاس دومره نه ورځي. هرگوره، د کوشنيانو ((باقاعده سازي)) او همداراز دوه ژبيزوالی يا څوژبيزوالی زياتې ځا نگړې څېړنې غواړي.
 
د کوشنيانو د قرينه سازيو په لړ کې چې ځينې زياتې بېلارې کوونکې وي، د لويانو خواسر پرې نه خلاصېږي، يا د چا خبره ځان ورباندې ناگاره اچوي او نه يې ورغبرگوي او په دې ډول يې په لوی لاس يې ور  پياوړي کوي نه، او هغوي يې هم ورو ورو له ياده باسي.

پېنځم پړاو: پر ژبه لاسبری
سړی ويلای شي چې يو نارمل کوشنی د څلورکلنۍ او شپږکلنۍ تر منځ  څه ناڅه مورنۍ يا لومړنۍ ژبه  پوره زده کړې ده.  پر غږيز غونډال يا نظام (سېستم) يې لاسبری موندلی او  پښوييز کالبونه په اسانه کاروي: په بله وينا، ماشوم د خپلې ژبې پر منځ زړي(مرکزي هسته) لاسبری دی. بياهم هرگو ره، هېڅکله څوک ويلای نه شي چې  ژبزده کړه يې پښه پرځای پاتېږي، خو څه چې جوته ده، هغه داده چې هر څومره د کوشني منگ زياتېږي، د ژبزده کړې کچه يې کمښت مومي.

څنگه چې موږ د خپلې ژبې پښوييز نظام او غږيز هغه په وړکينه کې يادوو، راروسته په دغو دوو برخو کې د ادلون بدلون يادونه ډېره ورو کېږي. خو د کومې ژبنۍ برخې يادونه چې ښايي، تر مرگه پای و نه مو مي،  هغه د وييپانگې يادونه ده. ځکه موږ هره ورځ له نويو څيزونو سره مخا مخېږو او اړوځو، پر وړاندې يې نوي وييونه يادکړو. پر دې سربېره هره ورځ په ټولنه کې داسې نوې  ښکارندې(پديدې) رامنځته کېږي چې زموږ پر ورځني ژوند اغېز پرېباسي او موږ يې بايد د خپل ژوند د چلونې لپاره نومونه زده کړو او په اړه يې سره وغږېږو.

لکه څنگه چې يادونه وشوه،  که څه هم  په ړومبني (کورني) ژوندچا پېر يال کې د کوشني د ژبزده کړې په تړاو  د مور و پلار يا بل پاليال ونډه ارزښتمنه ده، او همداراز د ژبې په روزنه او کرونه کې د ښوونځي ونډه پاموړ ده، خو بيا هم کوشنی د ژبې ستره برخه له خپلو همزولو څخه ياد وي. هغومره چې موږ  په ورپسې دويم((کلي کوڅې)) چاپېريال يا ((وړ کتون)) کې د هممنگو او هملوبيو او بيايې په لا روزنه او کرونه کې د هملوبو خبرو ته ارزښت ورکوو، د مور و پلار هغو ته يې دومره نه ورکوو.
 همداراز په درېيم چاپېريال(( ښوونځي)) کې هم  څومره  چې له ټولگيو الو څخه ژبه زده کوو، هومره يې له ښوونکيوڅخه نه زده کوو.
 په دې توگه د ۴ او۱۰کلونو تر منځ پښت له آره راتلو نکو هممنگو پښتونو (همسنو نسلونو) ته (په کړنيز او ابزاري جاج) د ټولنې دژبنۍ پاتوړې(ميراث) د لېږد ژمندوی (ذمه وار) دی، او دا لړۍ يا پيوستون همداسې پسې مخ پر وړاندې درومي..(باطني: زبان و تفکر۱۴۳- ۱۵۱)
 
بېرته شاته