لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
قسم
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 29.01.2013   خپرونکئ:   سمسور  

ستومان ټلفون اوچت کړ:
-          امر صاحب! دا دی درغلم، دوسیه مې ...
-          اوه، د کشف امر صاحب ته يې، ما فکر کاوه چې د حوزې امر صاحب دی. نن چې راباندې سخته ده، ته هم په کور يې.
-          څلور کسه مو شواهدو سره نيولي.
-          بیګاه يې يو ډرېور ويشتلی او موټر يې تښتولی و.
-          په کمپنۍ کې نيول شوي.
-          هو، ما قسم کړی و چې د جنايي امر به يم، خو غله به نه نیسم، خو څه وکم، امر صاحب په خپله نيولي.
-          بلکل، ډېر په عذاب يم. امر صاحب وايي چې دوسیه يې ژر خلاصه کړم او غله قوماندانۍ ته ولېږم، له شره یې باید خلاص شو.
-          هغه دی بیا امر صاحب زنګ وهي، دا لسم ځل دی چې تلفون کوي او وايي چې دوسیه خلاصه کړم.
-          ښه نو د خدای پامان، دوسیه خلاصه ده، زه د امر صاحب شعبې ته ځم.
ستومان بې له دې چې د امر ټلفون ته ځواب ورکړي، نيول شوو کسانو ته يې بد بد وکتل، دوسیه يې واخستله، له شعبې ووت او په تګ تګ کې يې تر شونډو لاندې وويل: وکیلان او وزیران يې واسطه کړي دي.

 
بېرته شاته