لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
غوره فرهنګیالۍ
لیکوال: محموده تقوا   نېټه: 30.01.2013   خپرونکئ:   سمسور  

 میرمن کلتوري – ټولتیز بهیر د خپل فعالیت له پیله تر دې دمه هر کال یوه کلنۍ مشاعره نیسي چې له پلازمینې کابل او نورو ولایتونو څخه په کې ډیری لیکوالانې او شاعرانې ګډون کوي او بیا د همدې مشاعرې په ترڅ کې د دې بهیر د غړیو د رایو په اکثریت سره د دې بهیر له غړیو څخه یوه شاعره او لیکواله د یوه کال له پاره د ادب د رنګینې نړۍ غوره فرهنګیالۍ ټاکل کیږي چې بیا د سرو زرو په مډال او یوه ښکلي ایوارډ چې د میرمن بهیر لوګو ولري نازول کیږي، دا غوره فرهنګیالي هغه څوک ګټلی شي چې د خپل غړیتوب په دوره کې یې له ځانه ښه وړتیا ښودلې وي، ښه ځلیدلي وي او د نثر او نظم په برخه کې یې هم ډیر کار کړی وي.

میرمن بهیر د خپل فعالیت له پیله تر دې دمه څلور غوره فرهنګیالۍ درلودلې دي، چې دا دی دا ځل د کال غوره فرهنګیالۍ د دې بهیر بله تکړه او فعاله غړې نعیمه غني وټاکل شوه.
نوموړې په ۱۳۶۲ کال کې د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په ښکلې او زرغونه دره کې سترګې نړۍ ته پرانیستې، لومړنۍ زده کړې یې تر اووم ټولګي پورې په ښوونځي کې تر سره کړې، له هغې وروسته یې په خوصوصي توګه په کور کې زده کړې کړې او کله یې چې د لوړو زده کړو موقع تر لاسه کړه نو د ښوونې او روزنې په برخه کې یې زده کړې پیل کړې. له تیرو دریو کلونو را په دې خوا چې نعیمه غني د میرمن بهیر غړې ده نو په دې هر حال کې  یې خپله اړیکه له میرمن بهیر سره ساتلې ده او د دې بهیر د نوم د ساتلو او پرمختګ له پاره یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې دي..
او تر دې دمه د میرمن بهیر منشي او فعاله غړې پاتې شوې ده او د دې تر څنګ یې وخت نا وخته له هرې ادبي مجلې او ویبپاڼو څخه لیکنې او شعرونه خپاره شوي دي، سره له دې خپله هم خپاره شوي اثار او لیکنې لري چې دا به په لاندې پوښنتو کې حل شي،چې له نوموړې څخه مو د دې ژوند او ادبي فعالیتونو په هکله مطرح کړې چې تاسو یې لوستلو ته را بولم.

پوښتنه:- نعیمه جانې که لومړی د خپلو زده کړو په هکله راته معلومات راکړې خوښ به شو؟

ځواب:-مننه تقوا جانې زده کړې مې تر اووم ټولګي پورې البته په ښوونځي کې کړې او کله چې  کلي ته لاړم  نو وروسته له دې مې په کور کې مې په خصوصي توګه زده کړې له هغې وروسته مې دوه کاله د سید جمال الدین په عالي دارالمعلمین کې لوړې زده کړي.
 پ:- نعیمه جانې که د خپلو راتلونکو فعالیتونو په هکله راته ووایې ؟

 ځ:- مننه سره له دې چې د هر چا راتلونکي فعالیتونه له شرایطو سره هم اړه لري خو بیا هم غواړم چې په راتلونکي کې لومړی خپلې زده کړې بشپړې کړم البته له څوارلسم ټولګي نه وروسته یعنې د لسانس تر کچې پورې او سره له دې غواړم چې لیکوالي مې هم روانه وساتم او هم د خپل مسلک له لارې چي ښوونه او روزنه ده په خپله ټولنه کې فعالیت وکړم.
 پ ـ که لطف وکړئ د لیکنو په هکله مو هم لږ معلومات راکړۍ، چې په کومه برخه کې مو لیکنې کړې، ایا کوم کتاب مو چاپ شوی که نه ؟

ځ ـ د لیکنو په برخه کې به ووایم چې د ماشومانو لپاره مې د دیرشو په شاوخوا کې لنډې کیسې لیکلې او د یوې ټولګې په اندازه شعرونه هم لرم او کله کله د مجلو لپاره په بیلابیلو مضمونو کې ځینې لیکنې او ژباړې هم کوم

د شعرونو کومه ټولګه مې نه ده خپره شوې مګر د متلونو یوه ټولګه او د ماشومانو لپاره یوه انځوریزه کیسه مې کتاب په بڼه خپاره شوي دي، غواړم د شعرونو او د ماشومانو لپاره د کیسو ټولګې مې هم چاپ کړم خو ډیره بېړه نه په کې کوم ځکه ډیری نوي شاعران یا لیکوالان کله چې څه لیکي او زر یې د چاب بند وبست کوي هغوی بیا وروسته پښیمانه وي، دا ځکه چې لومړني کارونه حتماً ځینې خامۍ لري نو له همدې کبله زه ډیر زر نه غواړم په چاپ لاس پورې کړم

پ ـ نعیمه جانې تر دې دمه د لیکوالۍ یا شاعرۍ په ډګر کې د کوم چا یا کومې ټولنې له خوا نازول شوې یې او
 که نه ؟
 ځ ـ د ستایلو په اړه به ووایم چې تیر کال د ابرار د موسسې له خوا د (شعر او عامه پوهاوي) په نامه یوه د شعر سیالي جوړه شوې وه چې هلته زما شعر لومړی مقام وګټلو چې په یوه ښه ډالۍ او یوه ستاینلیک سره یې وویاړلم همدارنګه سږ پسرلی د کتاب ښار د ټولنې له خوا د (زري کړکۍ) په نامه یوه سیالي د میرمنو د نثري ادبیاتو په برخه کې په لاره اچول شوې وه چې هلته هم زما د ماشومانو لپاره چاپ شوي کتاب (اتل به ستوري راوړي) د هغو پینځو کتابونو په ډله کې وو چې په دري یا پښتو ژبه کې یې جایزې ګټلې وې.
او دا دی اوس د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر له خوا راته د کال د غوره فرهنګیالۍ لقب راکړل شو چې هر یوه جایزه ماته له مادي ارزښته پورته معنوي ارزښت لري. ځکه د دې جایزو د ټاکلو لپاره د هیواد لوړو فرهنګي شخصیتونو د قضاوت دنده لرله او دا چې زما لیکوالي یا شاعري د دوی د تائید وړ وګرځیده دا راته ډيره لویه خبره ده

 پ ـ نعیمه جانې که خپل یو ښکلی شعر هم را سره شریک کړې خوښ به شو؟
 
ځ- مننه ولې نه حتماً یو غزل دی چې ټولو لوستونکو ته دې ډالۍ وی!

زه چې دغه ځمکه اسمان پیژنم
هم له هغه وخته جانان پیژنم
ما د آیینو په ښار کې ژوند کړی
ځکه د هر کاڼي تاوان پیژنم
سم لکه حالات داسې بدلون کوم
سل رنګه تصویر مې د ځان پیژنم 
زما نړۍ زما د زړه د ننه ده 
ځان مې پيژندلی جهان پیژنم
کاڼي له ګلونو نه پرې ښه لګي 
زه د دې کوڅې لیونیان پیژنم
ما نه هم ساده ؤ تیر ایستلي دي
تا غوندې ډير ښه ښه ځوانان پیژنم
بیا د (نعیمې) د زړګي ور وهي
ستا د سترګو شوخ ماشومان پیژنم

 پ ـ نو تاسو ته ددې بریا مبارکي وایم او تر څنګ یې په پای کې ستاسو پیغام اورو.

ځ-مننه تقوا جانې! زه له ټولو ښځینه شاعرانو او لیکوالو څخه دا هیله لرم چې د هیواد او هیوادولو درد او غم ته په پاملرنې سره دې خپلې لیکوالۍ او شاعرۍ ته دوام ورکړي او د هغوی ستونزې دې په خپله لیکوالۍ او شاعری کې په پوره توګه راونغاړي
ځکه همدا د شاعر او لیکوال رسالت دی چې د خپل هنر له لارې خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
 
بېرته شاته