لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د امير صاحب مسکال
لیکوال: بازمحمد عابد   نېټه: 31.07.2013   خپرونکئ:   سمسور  

سږکال له وړوکي اختر نه پوره يوه اونۍ دمخه مې له دفتر نه رخصتي واخيسته او په وخت مې ځان کور ته ورساوه. په کور کې لا دمه شوی نه وم چې د تره زوی مې چې کور په صحرا په ( امير صاحب ) مشهور دی او ښايسته ډېر کلونه يې د خدای په لاره ( تبليغ ) کې لګولي دي، کوټې ته راننوت او له جوړ په خير وروسته يې راته وويل :

_ ښه شوه چې په وخت راغلې، قاري صاحب مې هم روژه ماتي ته دعوت کړی دی او سر له نن شپې مو د دريو شپو ختم نيولی، روژه ماتی به په حجره کې کډ کوو.
روژه ماتي ته هم لږ وخت پاتې و. حجرې ته ورغلم ، دسترخوان ته د کور په نارينه غړيو سربیره قاري صاحب هم ناست و. امير صاحب د حجرې په برنډه کې ولاړ و، ماداسې وانګيرله چې حجرې ته به آذان سم نه رارسيږي او امير صاحب د آذان زيري ته ولاړ دی.
له روژه تيانو څخه چا يوه ګوله مړۍ په ښورا لړلې خولې ته نيږدې کړې او چا يوه خورما په ګوتو کې نيولې وه. ما چې له کابل نه تر پيښوره پورې څو موټرې بدلې کړې وې، سخت تږی شوی وم او د شربت خوږ ګيلاس مې له نظر لاندې ساته، چې يودم د الله اکبر غږ له بهر نه راغی. له مخې سره مې له شربت نه ډک ګيلاس پر سر راواړاوه. له مرۍ به مې لا دوه درې ګوټه تير شوي نه وو چې قاري صاحب راباندې غږ وکړ:
_ د خدای بنده آذان ته خو لا پپوره يو نيم مينټ پاتې دي، دومره صبر دې نه کيده؟
ما وويل نو دا د الله اکبر غږ له کومې خوا نه راغلو؟
کشر ورور مې وويل: 
_ دا خو امير صاحب ته چا مس کال ورکړ.
د ورور ددې خبرې سره سم مې امير صاحب ته وکتل ، هغه په خپل موبايل کې په مس کال پسې ګرځيدو، سخت خجالت شوم، څو شېبې خپلې بې صبرۍ او د امير صاحب د موبايل زنګ ته فکر يوړم، چا ته مې د ليدو توان نه لارلو، سترګې مې په دسترخوان ګنډلې وې چې د امير صاحب مشر ورور راباندې غږ کړ:
_ اوس چې دې ماته کړه نو څه له ورته ګورې، بسم الله خو به دې وختي ويلي وي.
ناستو خلکو وخندل خو ما له خجالته سر ځمکې ته ونيو لی و.
دوه شپې مو ختم شريف وکړ خو نن شپه چې د محلې نه خورا ډېر خلک په دې موخه راغلي وو چې د ختم وروستۍ شپه ده. کوټه له پخوا ډکه وه ، په برنډه کې هم نه ځايدل. له محلې نه چې به څوک هم ختم ته راتلل، زموږ د کورنۍ غړيو به ورته مخکې صف کې ځايونه پريښودل او خپله به وروسته صف ته تلل. تر دې چې زموږ دکور اکثره ځوانان وروستي صف ته ورسيدل.
د ماخوستن د لمونځ د فرضو وروستی رکات و چې د الله اکبر غږ پورته شو. د برنډې لمونځ ګذارچې ملا يې نه ليدو ټول رکوع ته لاړل، زما په شمول به ټولو د رکوع کلمات ويلي وو، چې په دې کې د قاري صاحب له ستوني د الله اکبر ناره پورته شوه. په برنډه کې ټول لمونځ ګذار رانیغ شول او سجدې ته لاړل او په کوټه کې ټول رکوع ته تللي وو، بس يوه بې نظمې رامنځته شوه. په حجره کې غالمغال شو. د مشر حاجي صاصب په شمول ډېرو نورو لمونځ ګذارو امير صاحب ته ښه ستغې سپورې وکړې. 
په سبا سهار څو تنه د امير صاحب په ګډون د يوه مړي، چې دعا ته روان شوو. په لاره کې امير صاحب ته بيا زنګ راغی، د سورت رحمان يو آيات شريف يې د زنګ پر ځای په کې لګولی و. امير صاحب جيب ته لاس کړ، آيات شريف به لا دوه درې کليمې ويل شوې نه و چې د موبايل په مرۍ يې ګوتې ښخې کړې. 
زموږ له ډلې نه ورته يو بل ملګري وويل چې اميرصاحب د ثواب پر ځای دې ګناه حاصله کړه دومره خو به دې پريښی و چې دا آيات شريف خو يې پوره کړی و کنه . خو اميرصاحب ورته وويل:
ـ بيا يې ميسکال کولو کنه ځکه مې په تيزۍ سره اوکی کړ.
امير صاحب همدې ملګري ته چې د موبايل په ډېرو برخو پوهيده، وويل چې بيګا هم د دې موبايل له لاسه ډېر ورټل شوم، خو زما په دې سرخوړلي موبايل کې ټول همداسې زنګونه دي، ته دې د خپل موبايل نه يو ساده زنګ ماته راوليږه او هماغه پرې ولګوه چې د دې دګلو نه خلاص شم او هم پرې لړزنده ( ويبريشن) زنګ راوله چې د مړي دعا ته روان يو هسې نه چې ومو شرموي.
ملګري ترينه موبايل واخيست او د خپل موبايل نه يې ورته يورزنګ وروليږه. چې کله يې د موبايل ورکاوه نو په خندا يې ورته وويل : 
_ بيغمه اوسه ، نور به نو د دګلو او رټلو نه د تل لپاره خلاص شې.
د مړي ځای ته ورسيدو. زموږ ټوله ډله د مرحوم د مشر زوی سره نيږدې په کټ کې کيناستله. سم له واره په ډله کې ناست ملاصاحب د دوعا په نيت د يوه سورت په ويلو پيل وکړ، دوه درې آياتونه به لا نه و قرائت شوی چې امير صاحب ته په موبايل زنګ راغی.
امير صاحب يو شماليوال واسکټ په تن و په بيړه د موبايل په لټولو پيل وکړ ، کله يې یو جيب ته لاسه دننه کاوه او کله بل ته. څو چې څو يې موبايل له جيب نه را ايسته، د دې سندرې نغمه په کې تر اخیره غږيدلې چې:
(( نن دې په کاله کې خوشحالي ده مبارک دې شه_ نن دې په کاله کې خوشالي ده مبارک دې شه )) 
۲۰۰۷ کال د ډسمبر ۳۰ نيټه
د کابل منډيي، د زرداد سرای
 
بېرته شاته