لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
دیارلس سوه افغانۍ
لیکوال: صدیق الله بدر   نېټه: 08.01.2014   خپرونکئ:   سمسور  

 ناجيې پر ټلفون لاس ونیو او ډرېور ته يې وويل چې په درېیمه کارته کې د کابل بانک دفتر سره موټر ودروي. ډرېور په خوشالۍ ورته وويل: (( مشرې! لکه چې معاشونه راغلي، ښه شو، پنځه میاشتې کېږي چې د کور کرایه راباندې پاتې ده. تا به هم دا پنځه میاشتې معاش نه وي اخستی؟))

هغې لکه چې هيڅ د ډرېور خبره نه وي اورېدلې، ټلفون غوږ ته کړ: (( ته فقط لست جوړ که او بیا يې راکړه، ټول زه اخلم. تر دولس دیارلس سوه ډالرو نه زیاتېږي، چرت مه وهه.))
ډرېور موټر د کابل بانک مخې ته ودراوه. ناجيه ښکته شوه او له ښکته کېدو سره يې وويل: ((هو د يوې میاشتې معاش راغلی. ته به يې بیا بله ورځ واخلې.))
ناجیه بانک ته ننوته، خلک په څو کتارونو کې ولاړ وو. زړه نا زړه شوه، غوښتل يې بېرته ووځي، خو په بر سر کې د ښځو پر لنډ کتار يې چې سترګې ولګېدې، هغې خوا ته لاړه. څو ښځې د يوې غرفې مخې ته کتار شوې وې. هغې عينکې له سترګو سر ته کړې. کتار يې وشمېره، دا دیارلسمه ښځه وه چې په نوبت کې ودرېده.
غرفې ته نږدې شوې وه چې زنګ ورته راغی:
·         بلی
·         اوس پيسې اخلم، لست دې جوړ کړ؟
·         ښه دی، مسیج يې کړه
تلفون يې بند کړ. یو کس وروسته يې نوبت و. شاته يې وکتل، لس دولس نورې ښځې يې شاته ولاړې وې. کومې ښځې چې تر دې مخکې پيسې اخستې وې، د ټولو معاشونه په افغانۍ وو، د چا درې زره، د چا پنځه زره او د چا شپږ زره. دې ته سودا ولوېده، د غرفې پر خزانه دار يې غږ وکړ: ((زما حساب ډالري دی.))
·         پروا نه کوي، ښځو ته مو امتیاز ورکړی، دواړه حسابونه په همدې غرفه کې پرې کوو.
شا و خوا ته يې وکتل، ښځو دې ته کتلې. يوې خو لا تر شونډو لاندې ډالري ډالري وايه. دې ته يو څه غرور ودرېده، خو ژر پښېمانه شوه: ((دا نو څه، ګڼې ښځې ډالري معاش لري.))
نوبت يې راورسېد، ژر ژر يې د خپل بانکي حساب کارت راوويست، د غرفې خزانه دار ته يې ورکړ: ((زما حساب وګوره، فقط یو نیم زر ډالره يې راکړه، نور يې بیا اخلم.)
خزانه دار د هغې د کارت نومره کمپيوټر ته ورکړه، خپل سر يې وګراوه، دې ته يې حیران حیران وکتل. دې ورته کړه: څه راګورې، پيسې راکړه، ناوخته کېږي.
خزانه دار کارت بېرته ورکړ: ((ستاسو په حساب کې دیارلس سوه افغانۍ دي.))
رنګ يې والوت، خو ژر په ځان کابو شوه: ((نن يې په دفتر کې وويل چې معاشونه يې بانک ته انتقال کړي دي.))
له بانکه په راوتو کې یې هغې ښځې ته وکتل چې څو شېبې مخکې يې تر شونډو لاندې ډالري ډالري وایه، او اوس يې دې ته کتل او خندل يې.
تلفون يې له دستکوله راواخست او له ځانه سره يې وویل: (( اوس به د مالي مدیر خوښه شم.))
تلفون يې غوږ ته کړ: (( وه ایازه! خوار شې تا خو د خلکو مخکې د یوې پېسې کړم، زما معاش خو بانک ته نه و رسېدلی.
·         څه، څه؟
·         اوووو، رښتيا! هغه یو معاش خو ما پېشکي اخستی و.))

۱۳۹۱،۱۰،۲ د شپې لس بجې، کابل، احمدشاه بابا مېنه
 
بېرته شاته