لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
کبلی
لیکوال: نصرت ارمان   نېټه: 22.02.2014   خپرونکئ:   سمسور  

 لمر د ونو له سرونو وړانګې را غورځولي، ځاى ځاى سيورى شته، شا او خوا ګڼو بوټو ددې ځای  ښکلا لا  زياته کړې.

دلته  هر سهار يوه ډله ماشومان راځي، ځينې يې له ځانونو سره کبلي ته خواړه هم راوړي.
مخکې  په  ژوبڼ کې  زمرى، ګيدړان،  ليوان او  ډېر الوتونکي وو، خو  لکه دوى چې هم  کفار وي، اسيران او ووژل شول، يواځې همدا هوسۍ وه، چې په  ژوبڼ   له  حملې  وروسته پاتې وه.
 ډېره ښکلې وه، سترګو يې ليدونکي په ځان ميېنول، ډېر وخت  نه و وتلى ، چې هوسۍ بچی وزيږولو.
کبلی په ماشومانو داسې ګران  و، لکه د دوى ورور چې وي، بس هر يو هغه د ځان ګاڼه.
***
-       له عربستانه زموږ  ليدو ته  ابواثمه راځي، ځانونه ښه منظم کړئ!
 قومندان  حميد ددې ځاى هر سړي پېژنده، هغه په جنګ کې نوم وړى و،  ويل کېدل چې په يواځې سر يې سلګونه  کفار مردار کړي دي.
 نن د هغه عرب ميلمه راتللو، هغه يو غټ پسه په خپلو کسانو چپه کړ .
شېخ  شيشه ټيټه کړه، په ماته  پښتو يې ډرېور ته  د درېدو وويل.
-        لږ دا جاى وغورم،  بېرته راشم.
سپينې اوږدې جامې يې اغوستې وې، له سره يې برګ دسمال  تاو کړى و،  ژوبڼ  ته  په ورلنډېدو يې  تندی ګونځې شو.
ماشومانو چغې کړې: عرب دى، عرب!
سړي په ماشومانو سلام واچو،  هوسۍ  او کبلي ته يې په ژور نظر  وکتل، مسکی شواو  شېبه وروسته ترې روان شو.
قومندان حميد په ډزو د ابواثمه هرکلى وکړ،  د هغه له خوشالۍ خوله نه راټولېده.
څو شېبې یې پس پسک وکړ.
-       دا څه خبره کوې، د سړي سر وغواړه!  چې په زمريانو يې درته راوړم، خو عجبه داده،  چې زما څنګه تر اوسه  ورته پام شوى نه دى،  خير ستا له برکته  به پرې موږ هم غاښونه تاوده کړو.  دواړو وخندل
قومندان هلکانو ته وويل:  له پاک ځای نه راغلی، قدر يې پکار دی، دلته  په ژوبڼ  کې کومه هوسۍ ده، که دا مو حاضره کړه،  نو توره به مو کړې وي.
***
   ماشومان له کبلي  سره په لوبو بوخت دي،  کبلی په ناز قدمونه اخلي، خپله شوخي زياتوي او ټوپونه  وهي، مور يې د ده  شیطانۍ ته خوشاله ده.
د ټوپکوالو په ليدو وړو  منډې کړې، د کبلي  زړه ودرزېده،  مور يې   اوتره  شوه، خو د تېښتې لاره يې و نه مونده.
ځوانان په پنجره ور واوښتل، کبلی خپل وړوکي پنا ځاى ته ننوت.
   هوسۍ ځان نه ورکاوه،  دوه  ډزه  يې وويشته،  خو هغې لا هم ترپکې وهلې، رحيم  په کنداغ  په سر ووهله.
کبلي چې د مور حالت وليد، بدن يې ورېږدېده،  ځان يې غونج که.
هغه پرته له مقاومته تسليم شو، په وروستي ځل يې مور ته وکتل، د هغې په سترګو  کې  اوښکې راغلې.
د رحيم  هوسۍ په شا  وه ،  ځيګر  کبلی  په تخرګ کې  نيولی و چې  راورسېدل.
ابو اثمه  له ځايه  پورته شو، واخ واخ يې وکه، رحيم ته يې شاباسی ورکړ، په ولي يې  و ټپولو، هغه خوله چينګه کړه.
ځيګر کبلی د دوی مخې ته خوشې که.
کبلي  په  ډکو سترګو عرب ته برګ برګ کتل،  لکه پوى شوى چې وي ټول کار د ده  دی.
 
بېرته شاته