لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
چنګیزخان او شاهین
لیکوال: ژباړه : آرش ننګیال   نېټه: 06.03.2014   خپرونکئ:   سمسور  

یوه ورځ چنګیزخان له خپلو درباریانو سره د ښکار لپاره ولاړ، سپاهیانو یې لینده او خشي راواخېستل، چنګیزخان خپل شاهین په لاس کېنوه.

له ډېرو منډو رامڼډو وروسته یې هم  ونه شو کولای چې کوم ښکار وکړي، ځکه خو ټول بېرته خپل پڼغالي ته راغلل. ددې لپاره چې د چنګیزخان ملګري او سپاهیان دده په وړاندې خجالته نه شي چنګیز خان له خپلو ملګرو بېلږي او ځانته ځای ته ځي.
ټوله ورځ یې په ځنګله کې په ګرځېدو تېره کړه، ستړی ستومانه او تږی شو، خو د اوړي ګرمیو د ځنګله اوبه وچې کړې وې، په ګرځېدو، ګرځېدو یې په یو ځای کې اوبه ولېدې چې څاڅکي، څاکي توېږي.
 چنګیزخان خپل شاهین په یوې تېږې کېنوه او خپل جام یې د ابو څاڅکو ته کېښوده چې ښایسته ځنډ کې راډک شو. همدا چې جام یې خولې ته را پورته کړ، شاهین په یوه پړک سره د چنګیزخان د اوبو جام  چپه کړ. چنګیز خان په قهر شو، خو شاهین دده د خوښې مارغه و، شاید هغه هم تږی شوای و. چنګیز خان جام پاک کړ او بیا یې اوبو ته کېښوده، لا نیم شوی نه و چې شاهین یو ځل بیا په جام ور ټوپ کړ او جام له اوبو تش شو. دا ځل چنګیزخان لا قهر شو، نه یې غوښتل چې سپاهیان یې په داسې حال کې وګوري او ووايي چې ستر فاتح یو مرغه هم نه شي رامولی.
 دا ځل یې جام د اوبو څاڅکو ته کېښود او توره په لاس ورته ودرېده. همدا چې جام ډک شو، نو راپورته یې کړ، لا یې شونډې نه وې ور وړې چې شاهین پرې حمله کړه، خان چې همدې ته متوج و، خرپ شو چې توره یې د شاهین په ټټر ورننوېسته.
خان تږی شوی و او اوبو ته یې سخته اړیتا درلوده، خو د اوبو څاڅکي نه بهېدل، خان روان شو چې د اوبو سرچینه پیدا کړي، همدا چې لږ وړاندې لاړه، ګوري چې د اوبو په ډنډ کې یو ډېر خطرناکه کار مړ پورت دی او که خان دا اوبه څکلې وای، هماغه شېبه به بې د مرګ لپاره سر اېښی وای.
خان د خپل شاهین په مرګ سخت خواشینی شو، مړ جسد یې ورته غېږ کې واخیست او پڼغالي ته ستون شو، درباریانو ته یې امر وکړ چې د شاهین مجسمه جوړه او په وزره کې ورته دا جمله ولیکي:
( د قهر پر مهال هرډول عمل د ناکامۍ لامل کېږي)
 کابل، کارته نو، خپله جونګړه
01_03_2014
 
بېرته شاته