لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د میرمن بهیر او کتابښار له خوا د مارچ اتمه و نمانځل شوه
لیکوال: مینه ابراهیم خیل   نېټه: 22.04.2014   خپرونکئ:   سمسور  

 دمیرمن کلتوری ټولنیز بهیر او کتاب ښار ټولنې له خوا د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د(۱۳۹۲)دکب میاشتی په اتلسمه نیټه په کتاب ښار کې د غونډو په تالار کې یوه ستره غونډّه جوړه شوه. په دې غونډه کې په ځینو چارواکو او لیکوالو میرمنو سربیره د یوشمیر  دولتی ادارو ځینو میرمنو هم ګډون کړی و.

د غونډی ویانده د میرمن بهیر غړې کاینات سعادت او دغونډی منشی مینه ابراهیم خیل وه . غونډه د میرمن بهیر د غړې مریم امرخیل له خوا د پاک قرآن د څو مبارکو  آیتونو په تلاوت کولوسره پیل شوه.
 د غونډې په پیل کې د میرمن بهیر د اړیکو د څانګې مسوولې  پاکیزې آرزو د مارچ د اتمې په مناسبت  د میرمن بهیر اعلامیه ولوستله . دغه راز په غونډه کې د میرمن بهیر د دارالانشآ د مشرې ساهری شریف پیغام هم په دې مناسبت وړاندې شو.
  او همدارنګه میرمن منلې د غونډې بله وینا واله وه، دې د غونډې ګډونوالو ته د ښځو د نړیوالی ورځې وویله  او دښځو پر ضد د تاوتریخوالي په اړه یې ارزښتناکې څرګندونې وکړې او ویی ویل زه د افغانستان له ټولو ښځو څخه دا هیله لرم چی کوښښ وکړي او د هغه تاوتریخوالي څخه چې دښځو لخوا پر نورو ښځوکیږي او د نارینه و لخوا چی د ښځو په واسطه د بلې ښځې په وړاندې تاوتریخوالی رامنځ ته کوی مخ نیوی وکړي  او له هغو ښځو څخه چی دا تاوتریخوالي رامنځ ته کوي زما هیله داده چی له دی کار څخه ځان لری وساتی. ورپسی آغلې نعیمې غني د ښځو داجتماعی ارزښتونو تر سرلیک لاندې خپله لیکلی مقاله ولو ستله. او لیمې نیازۍ هم په خپل وارسره وویل ښځه دژوند معیار، ښځه دانسانیت معیار،ښځه دعلم معیارده، ستاره هغه څوګ چی د اسلامی نړۍ طبیب شیخ کبیربوعلی سینا وروزوه اونړیوالو ته یی وړاندی کړ، زرغونه انا هغه ښځه چی دشرق امپراطورستر احمد شاه بابا یی وروزوه یاد کړل،که ښځې څه ندی نو ډیر څه یی او ډیرو انسانانو ته یی څه کړي دي .
مینې ابراهیم خیل، د ښځو نړیوالی ورځی په اړه چی دی مارچ په اتمه په ټوله نړۍ کې د سلوکالونو را په دیخوا نمانځل کیږی وویل،دټولیزو مبارزو په تاریخ کی داسی تلپاتي ورځې شته چی دخپل حق غوښتنه او عدالت نښې دی چی یوه یی هم د ښځو نړیواله ورځ ده ،خو مونږ مسلمانی ښځو ته الله تعالی په نړۍ کې تر ټولو لو ړ مقام او تر ټولو ډیرسهولت په ډالۍ کی راپه برخه کړۍ چی نورو  هیڅ کوم نر او ښځې ته ندی ورکړل شوی.خو ځینی ډیر ی افغانې میرمنې شته چې  له دې حقونو بې یرخې دي او هیله منده یم چی میرمن بهیر به په دې برخه کې هم ګام اوچت کړی،بیا هم ټولو خویندو ته ددی ورځې مبارکي وایم.
د غونډې بله برخه چی د مشاعرې برخه وه د ښځو دنړیوالې ورځې ته ځانګړې شوې وه د بهیر غړو هرې یوې نعیمه غنی ، مینا نظری، لیمه نیازی، مسعوده نیازی ،کاینات سعادت ، پاکیزه ارزو ،زمزمه نیازۍ،مینه ابراهیم خیل،  اوږۍ امیل ، دنیا طوطاخیل،او ځینو نو رو نجونو د ټلیفون له لاری خپل شعرونه وړاندی کړل او د ښځو نړیوالې ورځې مبارکی یی ټولو ته وړاندی کړه. د یادولو وړ ده چی دمیرمن بهیر اونیزه غونډه هره چهار شنبه د ماسپښین یوه نیمه بجه دپامیر سینما کتاب ښار دویم پوړدغونډو په تالار کی جوړیږی او همدا رنګه راتلونکی غونډه کی به د بهیر په کاری پلانونو باندی خبری وشی او دتیرکال په کارونو به هم یادونه وشی .
 
بېرته شاته