لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر له خوا د ځوان فرهنګپال ارواښاد نصیر مومند په یاد غونډه
لیکوال: پاکیزه ارزو   نېټه: 21.05.2014   خپرونکئ:   سمسور  

 د ۱۳۹۳ کال د غویي د میاشتې په ۱۷ نېټه مېرمن کلتوري ــ تولنیز بهیر د پامیر سینما په  کتاب ښار کې د بهیر په سالون کې غونډه وکړه. د غونډې مشره مېرمن منلې او د غونډې  مېلمنې د سوریا د عالي لیسي ښوونکي روهینا ولي زاده، سپوږمۍ ولي زاده او یاسمین ویس وې او  د ستیج چاري شفیقې خپلواک مخ ته یوړې.

د غونډې په پیل کې پاکیزې ارزو د اروښاد نصیر مومند په شخصیت او ادبي خدمتونو خبرې وکړې او د ده ناڅايي مړینه یې ستر ضایعه وګڼله، پاکیزې ارزو وویل چې خدای بخلښي مومند د زرګونو جلدو کتابونو د چاپ زمینه برابره کړی ده  او د پښتو د ژبې بډاینې کې یې لوی ونډه اخیستي ده.
 د غونډې په دویمه برخه کې د مدهونا حیدر په غزل کرکتنه وشوه.
لږ مې پرېږدئ خاموشۍ ته چې خپل ځان راڅخه هېر شي
او چورتونه مې بدل شي که جهان راڅخه هېر شي 
نعیمې غني وویل په دغه بیت کې د او توری اضافه راوړل شوی او د  او په ځای یې د  که توری راوړل شي نو د بیت وزن او مانا په رسولو کې به ورسته وکړي.
په زنګون باندې سر کېږدم څه و نه وینم په سترګو 
ګوندې  خلاص شم اندېښنو نه جانان راڅخه هېر شي
د دویم بیت په هکله شفیقې خپلواک وویل چې ګوندې خلاص شم اندېښنو نه ژبه یې د نارینه ده او شاعرې ته یې وړاندیز وکړ چې خلاص پر ځای که د اندېښنه مې لمن پرېږدي  وکاروي نو بیت به ښکلی شي.
د عزت شمله مې کوزه  د غیرت غړۍ مې پرې غوڅ کړئ
بې ګونا مې تومتي کړئ چې ایمان راڅخه هېر شي
 په دغه بیت کې عزت شمله په هلکه نعیمې غني وویل چې دا دې شملې کلمه ښه نه برښي که په ځای د لوپتې کلمه وکاورل شي د بیت مانا به سمه شي. شفیقې وویل د  غیرت غړۍ  مې هسکه  لوپټه مې به رپېږي داسې وویل د بیت مانا سمه وي ځکه د عزت شمله او د غیرت د غړۍ غوڅول ایمان هېرول سره کومه مانایي تاسب نه لري او که د غیرت غړۍ هسکه ویل شي نو مانا به یې سمه شي. پاکیزې ارزو بې مې تومتي کړئ په ځای بې ګونا تهمتي یم د راوړلو سپارښتنه شاعرې ته وکړه. نعیمې غني وویل چې بې ګونا تهمتي یم سمه مانا نه رسوي هغې وویل که داسې وای تر هغو به ماته نه شم چې ایمان راڅخه هېر شي بهتره به وي.

زما جهان د ارمانونو په همدې وطن کې ښخ کړئ
له هر څه مې نصیبه کړئ چې ارمان راڅخه هېر شي
مینې ابراهیم  خیل لو برښنا نسیمي دغه بیت خوښه کړه وویل چې ښکلی ارمان په کې راخیستل شوی دی خو که داسې وویل ي چې له هر څه یم بې نصیبه نو بیت نور هم ښکلی شي.
ډیوه مړه کړه چې تورتم شي چې ګونا او ثواب ګد شي
ښه او بد سره پخلا شي  او وجدان راڅخه هېر شي
مریم ابراهیم خیل او کاینات سعادت د مدهونا دغه بیت کې د لفظ او مانا تناسب خوښ کړه کاینات وویل د ګونا او ثواب ګډ شي ښکلی عبارت دی چې ښکلی خیال جوړ کړی.
خاموشي ما ته کفره  زه شاعره یم د  خلکو
دا یو خوب او تش خیال دی چې انسان راڅخه هېر شي
د غزل اخري بیت برښنا نسیمي په هلکه وویل چې د انسان نه هېرېدل او د خلکو لپاره شاعري ښه پیغام رسوي. مدهونا حیدر د بهیروالو له سپارښتنو څخه مننه وکړه.
د غونډې په درېیمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې مینې ابراهیم خیل، شفیقه خپلواک، نعیمې غني، پاکیزه ارزو، مریم امرخیل، شکریه خروټې، لعل پوره عزیزي، نظفه نیازي، کاینات سعادت او حورې سپېڅلې ، یاسمین انتظار او سپوږمۍ ولي زاده خپل او انتخابي شعرونه ولوستل. 
د غوندې په پای کې د ځوان فرهنګپال نصیر مومند روح ته دعا وشوه، بهیروالو د ښاعلي مومند مړینه پښتنې ادب ته ستره ضایعه وګڼله او د الله ج له دربار څخه یې د خدای بخښلي کورني ته یې د جمیل صبرغوښتنه وکړه. 
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. د یادولو وړ ده چې مېرمن بهیر په میاشت کې دوه ځله د میاشتې يه لومړۍ او درېیمه چارشنبه د پامیر سینما په کتاب کې غونډه کوي.
 
بېرته شاته