لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د ژبې دروندوالی
لیکوال: نجيب منلی   نېټه: 14.12.2014   خپرونکئ:   سمسور  

 که څه هم له ژبپوهانو سره ناسته ولاړه لرم، د سیلاني په توګه د ځینو سترو ژبپوهانو د لکچر خونې ته هم ورغلی یم، د ژبې پر مسایلو فکر کوم خو په هېڅ وجه خپل ځان ته حتی د ژبپوهنې شاګرد هم نه وایم.

وایي چې خدای چې کوم بنده ازمایي نو د وسواس عامل ورته پیدا کړي چې کږو لارو ته یې هڅوي. زه چې کله له خپله حده تېرېږم او له ځینو علمي مسایلو سره تماس نیسم نو په لسو کې اته واره یې پړه پر اسدالله غضنفر ده چې د فکر د یون شاړو ته مې وربولي. لکه د نورو ګڼو علمي مبحثونو، په افغانستان کې د ژبپوهنې په ډګر کې هم ګڼ داسې مفاهیم شته چې له شاوخوا نیمې پېړۍ راهیسې پرې د نړۍ په سترو پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې بحث او څېړنې کېږي خو ژموږ په هېواد کې ورسره کم خلک اشنا دي. د غضنفر په سپارښتنه، هغه دوه درې مسایل چې ما یې په اړه اورېدلي دي له دوستانو سره شریکوم.

په تاکید سره وایم چې دا لړۍ، نه پوهېږم چې څومره به اوږده شي، علمي بحثونه نه دي بلکې یو شمېر علمي بحثونو ته ادبي وزمه اشاري دي. د استاد زیار په وینا که کوم څانګوال څېړونکی دا بار زما له اوږو واخلي نو ډېر به پرې خوښ شم.

نجیب منلی

۱ – ویناوال

ژبه که له یوې خوا د یو شمېر غږیزو او رغښتي ښکارندو (فونولوژي، فونېتيک، فونیمیک، ویپوهنې - لکسیکوژي، ویلیکنې – لکسیکوګرافي، ایتیمولوژي، تاریخي ژبنۍ ښکارندو، حغرافیایي ژبنۍ ښکارندو، سېمانتیک او سېمیوتیک، ګرامر، مورفولوژي، او نورو ګڼو برخو) پېچلی جوړښت دی نو له بل لوري د انسانانو تر منځ د مالوماتو د راکړې ورکړې بنسټیزه وسیله هم ده. د ژبپوهنې بېلابېلې ځانګې د ژبې دغه ګڼ جوړښتونه څېړي خو له وینا او د مالوماتو له لېږدرالېږد سره تړلي بحثونه د ژبپوهنې له دایرې بهر، د نورو علومو (ټولنپوهنې، توکمپوهنې، ارواپوهنې، د ادراک علومو- Cognitive Sciences، د مالوماتو او ارتباطاتو علومو، ....) د تطبیق ساحې ته هم ورننه وځي.

هغه څه چې د ژبپوهنې بېلابېلې څانګې پرې بوختې دي «ژبه» (Language) ده خو هغه څه چې ژبپوهنه یې په خپله لمن کې په سمه توګه نه شي رانغښتلای «وینا» (Speech) ده.

کله چې ژبه د وینا د وسیلې په توګه وکتل شي نو د ویناوال ذهني دریځ Subjectivity خاص اهمیت پیدا کوي.

احمد پوه سړی دی.

دا یوه ساده جمله ده چې ګرامر یې بېلابېل اجزا را په ګوته کولای شي خو که د ویناوال ذهني دریځ ته نظر وکړو نو همدغه ساده جمله ګڼ، حتی، متضاد مفاهیم لېږدوي.

-          که ویناوال غواړي د احمد په اړه چا ته مالومات ورکړي نو دا جمله یوازې خبري ارزښت لري.

-          احمد څه کړي یا یې څه ویلي. ویناوال هغه تاییدوي.

-          څوک وایي چې احمد څه کړي یا یې څه ویلي خو ویناوال د دې ګزارش ريښتینولي نه شي منلای

-          احمد کوم داسې کار کړی چې ویناوال پرې نه دی خوښ، دا جمله د ریشخند مفهوم لېږدوي

-          ویناوال سره دا وېره ده چې احمد به کوم نامناسب کار وکړي خو د هغه پوهې ته په اشارې ځان ته ډاډ ورکوي

د ویناوال د ذهني دریځ له مخې همدغه یوه ساده جمله په لسګونو مفاهیم لېږدوي. ګرامر او ژبپوهنه له دې موضوع سره علاقه نه لري او نه بحث پرې کوي خو ادبیات بیا دغو ځيرنو او تحلیلونو ته سخت اړ دي. که لیکوال د ویناوال ذهني دریځ ته پام و نه کړي کېدای شي لوستونکی یې له لیکنې سم مفهوم وا نه خلي. همدا راز که د یو ادبي اثر د لوستلو پر مهال د ویناوال ذهني دریځ له نظره ولوېږي نو په خبره پوهېدل به ستونزمن وي.

دا خو د یوې ساده جملې خبره وه خو که جمله پېچلې شي، قیدونه، صفتونه او نور توکي په کې ورزیات شي نو لیکوال او د ادبي اثر لوستونکی بیا اړ ډي چې هر ټکی بېل، بېل او پر خپل ځای و څېړي.

 
بېرته شاته