لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ژبې دروندوالی – ۲
لیکوال: نجیب منلی   نېټه: 05.01.2015   خپرونکئ:   سمسور  

۲ – د ویناوال موقعیت

په پښتو ژبه کې د لوري څرګندوونکې نخښې «را»، «در»، «ور» د وینا د برخه والو په نسبت د یوې کړنې د ځای او خوزښت د مشخصولو له پاره په کارېږي:

-          زما کور ته راشه

-          ستا کور ته درځم

-          احمد کره به ور شو

اکثره ګرامرونه پر همدغو توضیحاتو بسنه کوي خو په واقعي ژوند کې داسې موارد هم شته چې دومره توضیحات د مطلب د څرګندولو له پاره کافي نه دي.

-          ولسمشر امنیتي مسوولین خپل کاري دفتر ته رابللي وو چې پر حالاتو غور وکړي.

دلته «رابلل» چې اصولاً د ویناوال لوری څرګندوي، د ویناوال د فزیکي موقعیت له مخې نه شي توجیه کېدلای: وینا وال – که داسې و انګېرو چې یو ژورنالیست دی – په خپل کارځای کې دی او ولسمشر امنیتي مسوولین خپل دفتر ته غوښتي وو. دلته به، په لومړي نظر کې، مناسبه دا وه چې ویل شوي وای «وربللي وو» خو هېڅ یو پښتو ژبی، د خپلې ژبنۍ پوهې پر بنسټ، د پورته راغلې جملې سم والی نه شي ردولای او تر ډېر حده یې د دویم وړاندیز (وربللي وو) په نسبت طبیعي هم ارزوي.

-          زه سبا غونډې ته راځم، سره به ووینو.

-          زه سبا غونډې ته درځم، سره به ووینو

-          زه سبا غونډې ته ورځم، سره به ووینو

ویناوال په اوس مهال کې خبره کوي او دلته یې کوي (یا که په تلېفون کې غږېږي په هغه ځای کې یې کوی چې هلته حاضر دی). غونډه لا نه شته او ځای یې هم مشخص نه دی چې د ویناوال همدا اوسنی د دې شېبې ځای دی او که کوم بل ځای. خو پورته درې واړه جملې هم د ګرامر له مخې سمې دي او هم د مفهوم له مخې.

د ولسمشر او امنیتي مسوولینو په مثال کې «دربللي وو» نه شي راتلای خو د غونډې په مثال کې بیا درې واړه حالتونه ممکن دي.

-          پرون د احمد کره راغلم/درغلم/ورغلم خو ته مې و نه لیدې.

په دې حالت کې ویناوال خبره اوس، همدلته کوي یعنې فزیکي موقعیت یې د احمد کور نه دی. مخاطب یې هم همدلته دی او د احمد په کور کې نه دی. نو بیا ولې موږ نه له «راغلم» سره ستونزه لرو او نه له «درغلم» سره؟

په پورته درې ګونو سناریو ګانو کې هغه پوښتنې چې ګرامر یې نه شي ځوابولای د ویناوال د «ذهني موقعیت» یاSubjective Location له مخې په اسانه توجیه کېږي: ویناوال، خپل ذهني تصویر داسې جوړوي چې د ولسمشر په دفتر کې دی او د امنیتي مسوولینو د راتګ شاهد دی، په غونډه کې له مخاطب سره دی او د احمد په کور کې دی نو کولای شي ووایي «رابللي وو»، «راځم» او «راغلم».

په دویمه او دریمه بېلګه کې ویناوال په خپل ذهني تصویر کې د مخاطب له پاره هم غونډه او د احمد کور د یو ممکن موقعیت په توګه غوره کولای شي خو د ولسمشر کاري دفتر کې ورته ځای نه شي موندلای.

د ویناوال د ذهني دریځ انتخاب هم د مانا په دقیقولو کې بې اغیزې نه دی. کله چې وایي «ولسمشر امنیتي مسوولین رابللی وو» نو ځان ورته د صحنې شاهد ښکاري یانې د ريښتیاوالي په اړه یې هېڅ شک نه لري خو که ووایي «ولسمشر امنیتي مسوولین وربللي وو» نو ځان په صحنه کې دخیل نه بولي، له لېرې ورته ګوري. په لومړي حالت کې کېدای شي د ناستې پر جزییاتو په نسبتاً دقیق ډول وغږېږي خو په دویم حالت کې به خامخا له ناستې سره خپله فاصله ساتي.

 
بېرته شاته