لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د ژبې دروندوالی – ۳
لیکوال: نجیب منلی   نېټه: 05.01.2015   خپرونکئ:   سمسور  

۳ ـ د ویناوال عاطفي دریځ

د ګرامر کتابونه را ته د جملې د جوړښت په اړه خبرې کوي خو ځینې مفاهیم لکه ندا (غږ)، استفهام (پوښتنه) که له اړوندو وییوکو سره و تړلای شي خو ښه خبره ده او که نه نو د تنقیط (ټکي، کامې، لیندۍ، لیندکۍ، ...) لمن و نیسي. خو د خبرې په سپړلو کې په هر حال کې پاتې راځي.

ویناوال چې څه وایي له مخاطب سره مالومات شریکوي چې د دې مالوماتو یوه برخه له عیني واقعیتونو سره تړلې ده او یوه برخه یې د وینا د «شریکباڼو» (ویناوال، مخاطب او هغه څوک چې په اړه یې خبرې کېږي) عواطف دي چې یا په غږ کې ښکاري، یا د ګرامري جوړښتونو په ماتولو کې څرګندېږي، یا د کلماتو په انتخاب کې لیدل کېږي او یا هم کومه بله لار ګوري.

د ژبپوهنې مهمې، منل شوې څانګې د دغو مسایلو په پوهېدلو کې مرسته نه شي کولای. د شلمې پېړۍ په وروستیو دریو لسیزو کې فرانسوي ژبپوه انتوان کولیولي (Antoine Culioli) د یوې نوې تیورۍ بنسټ کښېښود چې د «بیانوونکو عملیاتو تیوري» یې وبلله.

څو مازیګري مې د پروفیسور کولیولي هغو لکچرونو ته تېر کړل چې د فرانسې د دارالمعلمین (د دکتورا په کچه د زده کړو او څېړنو مرکز) په ودانۍ کې یې له رسمي وخته وروسته د پېلابېللو ژبو، علمي څانګو او مبحثونو څېړونکو، زده کوونکو او متخصصینو ته د «بیان د ژبپوهنې» په اړه وړاندې کول.

د بیان ژبپوهنه – په پښتو کې دغه نومونه زما ده – (په انګرېزي کې ورته Linguistics of Enounciation او په ایرانۍ فارسي کې ورته «زبانشناسی گزارشی» وایي) هڅه کوي چې ژبپوهنه په مانا (Semantics)، نحوې (Syntax)، عملي پوهې (Pragmatics) او ورته نورو کرښو و نه وېشي بلکې د ټولو ممکنو پوهو په مرسته دا لټوي چې څنګه ژبې (هره ژبه چې وي) مفاهیم څرګندوي.

د استاد کولیولي د لکچر توره تخته یوه شېبه د ریاضی په فارمولونو ډکه وي، بل مهال د نړۍ په ګڼو ژبو کې د یوی خبرې د کولو لارې چارې په نخښه کوي او بل وخت بیا فلسفي موضوعات رانغاړي.

دلته د بیان د ژبپوهنې تعریف او توضیح ته نه تم کېږم خو د ژبپوهنې مینه والو استادانو او محصلینو ته یادونه کوم چې د ژبپوهنې دغه څانګه – که څه هم ډېره پېچلې ګڼل کېږي – خورا په زړه پورې ده، په دې ارزي چې په اړه یې مالومات راټول کړي.

هغه څه چې زه یې اوس د روښانه کولو هڅه کوم، په کتابونو کې نه شته. پر پښتو ژبه د استاد کولیولي د ځینو نظریو – چې ما په ډېر قسمي ډول درک کړې دي – د تطبیق له لارې د یو شمېر اصطلاحاتو تر شا پروت منطق دی. دا اصطلاحات چې موږ یې اکثره د ټوکو په بڼه یادوو خو لا مو پرې د پوهېدلو کوښښ نه دی کړی. زما توضیحات به د ډېرو له پاره د قناعت وړ نه وي او زه هم نه غواړم چې لوستونکي یې راسره ومني خو د پوښتنې مطرح کول خورا مهم دي.

-          ښایسته ډېر خلک راغلي وو

-          بلا ډېر خلک  راغلي وو

په دې دواړو جملو کې د خلکو پر ډېروالي ټینګار راغلی دی. «ښایسته» او «بلا» دوه بېل، عموماً متضاد مفاهیم دي خو دلته  ولې یوه مانا ښندي؟

-          ډېر تکړه لیکوال دی

-          کاپر لیکوال دی

زموږ د آفاقي پوهې خاوند نظریه پرداز وایي چې دلته خو «کاپر» ځکه د «ډېر تکړه» مترادف دی چې زموږ خلک د نامسلمانو د تکنالوژۍ تر اغیز لاندې دي. که دا نظر وهم منو بیا د نورو اصطلاحاتو د توضیح له پاره بې وسلې کېږو لکه: «د خره تر مرګ زیات» او «ښه پرېمانه» یا «ښه ډېر» او «بد ډېر»، «ډېر» او «زښت» (وګورﺉ، د فارسي زشت = بد)....

کله چې ویناوال غواړي د یو شي اهمیت په مبالغه یي ډول بیان کړي نو د مبالغې توري کاروي.. یو شمېر دغه توري په قاموسونو کې درج دي او مشخصه وظیفه یې همدغه د مبالغې افاده ده: ډېر، زښت، خورا، ... یو شمېر نور بیا په قاموسونو کې نورې ماناوې لري خو په وینا کې د مبالغې له پاره هم کارول کېږي.

د مبالغې د تورو انتخاب د بیان شوې ښکارندې په اړه د ویناوال په دریځ پورې تړلی دی.

که د ارزښتي قضاوت سلسله داسې تمثیل کړو:

زما خوښ < ما ته بې تفاوته   <زما نه خوښ

نو که زه د یو شي ډېروالي ته اشاره کوم او دغه ډېروالی په یو ډول زما د خوښې، زما له خوا د تحسین وړ وي نو بیا به د مبالغې له پاره هغه کلمات او اصطلاحات کاروم چې مثبت عاطفي بار ولري : ښه، ښایسته، زبردست، بې حده، ....  < که دغه ډېروالی ما ته بې تفاوته وي نو داسې ویي او اصطلاحات به کاروم چې د عاطفي بار له مخې خنثی وي  < او که دا ډېروالی زما د انتظار تر حد پورته او د تعجب یا کرکې وړ وي نو بیا به هغه توکي کاروم چې عاطفي بار یې منفي وي:

-          ډېر خلک راغلي وو

دلته زه یوازې مالومات ورکوم او خپل قضاوت نه څرګندوم.

-          ښایسته ډېر خلک راغلي وو

-          ښه ډېر خلک راغلي وو

دلته زه یوازی د خلکو شمېر ته اشاره نه کوم بلکې دا هم ورسره وایم چې زه – ویناوال – دا ډېروالی مثبت او د تحسین وړ بولم او پرې خوښ یم

-          زښت ډېر خلک راغلي وو

-          بلا ډېر خلک راغلي وو

-          یو کاپر مخلوق راټول شوی و

په دې حالت کې د خلکو ډېر والی زما د تعجب لامل دی، ما دومره تمه نه لرله، سترګو مې ورته تور وخوړ، بېخي د نه منلو خبره وه.

ګورو چې د ویناوال له عاطفي دریځ سره سم د مبالغې د بیان په توکو کې بدلون راځي.

په دې بحث کې زما موخه دا نه ده چې زما له خوا ورکړل شوي توضیحات دې راسره د نهایي خبرې په توګه ومنل شي. ما چې څومره د خلکو «واقعي» خبرو ته پام کړی او فکر مې پرې کړی، زه دې نتیجې ته رسېدلی یم. دا نتیجه د بیان د ژبپوهنې له تیوری سره په ښه ډول اړخ لګوي. له لوستونکو څخه مې هیله دا ده چې په دې اړه دې یوه شېبه خپل «عاطفي دریځ» پرېږدي، دا ځیرنه دې په سړه سینه و ارزوي بیا یې خوښه چې مني یې که ردوي یې او که نور فکر هم پرې کوي.

په هر صورت، کله چې د لیکلو پر مهال د داسې جوړښتونو د کارولو نیت کوو نو دا کافي نه ده چې ووایو دغه ډول بیان جالب دی، ولسي دی، محلي دی.... باید په دې هم فکر وکړو چې د دې ډول بیان شا ته پراته ټولنیز او اروایي مفاهیم کوم دي او څنګه کېدای شي چې هر مفهوم په دقیق ډول وکارول شي.

 
بېرته شاته