لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
له اړمنو کورنیو سره د کاليو مرسته
لیکوال:   نېټه: 15.01.2015   خپرونکئ:   سمسور  

مطبوعاتي اعلامیه

کابل مېشتو ځوانانو، چې د زړو جامو د راغونډولو په یو نوښت یي لاس پورې کړی و بالاخره یې د کابل له اتو ځایونو څخه 2244 جوړې جامې راغونډې کړې او دا دی نن یې له 600 څخه په ډېرو اړو کسانو وېشي.

دا مرستې د څو تنو ځوانانو لخوا چې غوښتل يې له بېلابېلو لارو له خپل ولس سره مرسته وکړي، دا ځل یې د زړو جامو د راغونډولو او بېرته یې په اړمنو کورنیو د وېشلو  هڅه کړې، چې د لیندۍ یا قوس په ۲۸ مه او ۲۹ مه یې د کابل په اوو ځایونو (کوټه سنګي، دهن باغ، سلیم کاروان بلاکونه، حصه اول خیرخانه، دریم مکروریان، زاړه مکروریان او کارته نو دریم سړک) کې یې د دوو ورځو لپاره خېمې لګولې وې، چې له خلکو زړې جامې راغونډې کړي، دا کار په خپل وخت په ډېر ښه ډول ترسره شو، چې د راغونډولو وروسته یې دغه جامې پاکې ووینځلې او په پاکټونو کې یې ځای پرځای کړې، چې بېرته یې په اړمنو کورنیو وویشي.

د دې مرستو ښه والی دا دی چې دا جامې د افغانانو له لوري په خپلو اړمنو کورنیو ويشل کيږي، د پاکوالي له پلوه هم وينځل شوي دي او هرې کورنۍ ته مور، پلار، ماشومانو او لويانو ته په مساوي ډول سره ورکول کيږی.

د اړمنو کورنیو انتخاب هم د یوه ځانګړې سروې له لارې شوی دی، چې د هماغې سيمې چېرې چې زاړه کالي په کې راغونډ شوي دي، هلته د سيمې له خلکو او مشرانو نه د اړمنو کورنیو لستونه اخیستل شوي دي او بیا د یوې پوښتن پاڼې او ارزونې وروسته تر ټولو اړمنې کورنۍ په نښه شوي دي او هغوی ته د هغوی د کورنیو د غړو د شمېر سره سم هومره جامې ورکول کېږي. په دې لومړي ویش کې تر سلو ډېرې کورنۍ په پام کې نيول شوي دي، چې د هرې کورنۍ اوسط شپږ تنه اټکل شوی دی او د اړو کورنیو ټولو غړو ته به دا جامې ورکول کېږي.

سوړ او وژونکی ژمی هر کال زموږ د ډېرو هېوادوالو ژوند له خطر سره مخ کوي، موږ له همدې خطر سره د مبارزې په پار دا ځل دا هڅه وکړه او وموغوښتل له خپلو هېوادوالو سره له دې لارې مرسته وکړو، چې له یوې خوا چارواکي ورته پام وکړي او له بلې خوا خلکو ته وښیو، چې لا هم زموږ هېوادوالو کې دا حس شته دی، چې له خپلو نورو اړمنو خلکو سره مرسته وکړي، موږ یوازې یوه زمینه سازي کړې ده، کنه دا ټولې مرستې په خپله د خلکو دي او موږ د خپلو يو شمېر هېوادوالو مرستې په نورو وېشو.

موږ نن يانې د چهارشنبې په ورځ د مرغومي په ۲۴ نيټه د زړه سوي، د خلکو د لاسنيوي، د نورو د هڅونې، د زړو جامو د  ضايع کيدو يا خرڅلاو د مخنيوي په موخه لومړنی ګام پورته کړ، له دې مرستو مو پيغام دا نه دی چې موږ دې وکولای شو د ټولو اړ منو کورنیو اړتياوې پوره کړای شو بلکه د ټولو هیوادوالو د هڅونې لپاره يوه کړنه وه چې موږ تر سره کړه څو په نورو برخو کې هم هیوادوال په ځانګړي ډول شتمن او زر لرونکي د اړ منو کورنیو لاس ونيسي او له دوی سره په هره برخه کې له خپل وس سره سمې مرستې وکړي.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره:

627 کور، 10 سړک، کارته سه، کابل

رفيع الله ستانکزی

+93788308908

clothesforpoor@yahoo.com

www.facebook.com/clothesforpoor

 
بېرته شاته