لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
بدل
لیکوال: نجیب منلی   نېټه: 15.01.2015   خپرونکئ:   سمسور  

  ته دې فېروزه ماته راکړه، زما زرکه ستا!

-          وه د خدای ناترسه، په خوله کې دې یو غاښ نه دی پاتې او زما نهه کلنه لور غواړې!

-          بس، خوښه دې نو.

د دریو میاشتو راهیسې دا د د دوی ورځنی بحث و.

ګل باش او رحمتی د ماشومتوب انډیوالان وو. په ښونځي کې، د چتو او چڼچڼو په ښکار کې، په غم او ښادۍ کې او د قمار په میدان کې به دواړه سره یوځای وو. چا فکر نه کاوه چې دوی به سره بېل شي. دواړو په یوه ورځ د میرخان په لور مرکه وکړه. بخت د ګل باش و، نجلۍ یې ده ته ورکړه. په سبا رحمتی له کلي ووت. نهه، لس کاله ورک و. همدا درې میاشتې کېدې چې بېرته راغلی و. له ګل باش سره یې چې ولیدل، داسې روغبړ یې سره وکړ لکه شېبه مخکې چې سره جدا شوي وي. هماغه د ځوانۍ یارانه وه.

د ګل باش د کور په هوجره کې سره ناست وو چې فېروزه راغله. سلام یې هم وانه چاوه. پلار ته یې پټ په غوږ کې څه وویل، په منډه بېرته ووته. له هماغې شېبې رحمتي ګل باش ته ته همدا یوه خبره کوله:

-          ته دې فېروزه ماته راکړه، زما زرکه ستا!

د رحمتي زرکه هم د خدای یوه پیدا وه. له هماغې اولې شېبې یې د ګل باش په زړه کې ځای نیولی و.

زرکه یو خوا، د رحمتي دوستي بل خوا، ګل باش په خپل زړه کې بدل منلی و. په کور کې څوک نه وو چې پوښتنه یې ترې کړې وای. د فېروزې مور وه خو د ښځو د نارینه وو په کار کې څه کار؟ غم د کلي د خلک وو. د هغوی خوله بیا چا نیوله؟

فیصله په دې شوه چې د جمعې په مازیګر به د کلي ملا او دوه تنه شاهدان راغواړي، نکاح به تړل کېږي او رحمتی به له کلي ورکېږي.

همداسې وشول. د جمعې په مازیګر ګل باش فیروزه هوجرې ته راوسته. ملاصاحب ویل چې نجلۍ په نهه کلنۍ پېغله ده، نکاح یې شرعي ممانعت نه لري. ایجاب او قبول وشو. یو قاب کې څو دانې نقل ایښي وو، خولې یې پرې خوږې کړې.

رحمتي فېروزه له لاسه ونیوه. برته له دې چې خدای پاماني وکړي ووت. لږ وروسته ملاصاحب او شاهدان هم په خپله مخه ولاړل. میرباش څو شېبې په هرجره کې له زرکې سره یوازې و. ورو پاڅېد. د زرکې پنجره یې لاس کې ونیوه.

 
بېرته شاته