لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
(د ارغچ چينه ) شعرونو ټولګه چاپ شوه
لیکوال:   نېټه: 05.04.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 زما د ګران وراره محمد عيسی بهرام لومړنۍ شعري ټولګه ده ، چې وروسته له ډېرو هلو ځلو نن سبا له چاپ نه راووتله. ټول کتاب، له سريزو پرته، (۱۱۱) مخونه لري، چې ۱۲۴ قطعې غزلې، نظمونه ، آزاد شعرونه او څلوريزې پکې راغلي دي.

پر کتاب باندې ښاغلو عبدالمالک بېکسيار او محمد صديق ننګ ليکنې کړې دي، چې په يوه برخه کې يې لولو:
 
...شاعر سره له دې چې خپلې لوړې زده کړې د انجنيرۍ او بدني روزنې په څانګه کې سرته رسولې خو، د ادب او هنر سره د ځانګړې مینې او استعداد له مخې په دې برخه کې د پوره مشاهدې او تجربې لرونکی دی... دده د کلام اجزا دپښتونولۍ، مينې، ښکلا او عاطفې څخه جوړ دي.

ده سره له دې چې خپل ټول ژوند په کابل او یاهم له هېواد نه بهر تېر کړی دی مګر په کړو وړو کې يې کليوالي دودونه، رواجونه او علايق جوت دی او د کليوالي سپېڅلي او ساده ژوند له اصطلاحاتو او انګېرنو سره سم آشنا دی.

د شاعر په دې ټولګه کې د هرې کچې او ذوق سره برابر شعرونه تر سترګو کېږي. له موسيقۍ سره دده شوق او پردغه هنر دده پوهې او برلاسۍ دده دشعر پر رواني او موسيقيت مستقيم اغېز ښندلی دی.

ښاغلي بهرام جان ته دده د لومړنۍ شعري ټولګي دچاپ مبارکي وايم او هيله ده هغه په سلګونو نور شعرونه يې هم ډېر ژر دچاپ په ګاڼه سينګار شي، چې د اقتصادي ستونزو له کبله د چاپخانې لار څاري.
 
بېرته شاته