لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
زوړ بلخ، د وريښمو لار او پښتانه
لیکوال: عبدالغفور لیوال   نېټه: 08.04.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 بلهیکا، بهلیکا، باکتریا، باختریش، باختر، بخدي او بلخ ټول د بلخ زاړه نومونه دي.

تر ټولو وړاندې کله چې آریايي قبیلې جنوب ته راوکوچېدلې داسې ښکاري چې لومړی دمه ځای یې همدغه سیمه وه چې وروسته د ډېرو مدنیتونو زانګو شوه. بلخ امو سیند ته د نږدېوالي له امله له یوې خوا او د خپلو ورشوګانو او کرنیز ماحول له امله له بلې خوا د هستوګنې په زړه پورې ځای شو او تر هیندوکوښ را اوښتونکو یا وراوښتونکو ټولو کاروانونو غوښتل خامخا پر بلخ ورپېښ شي.
آن تر میلاد مخکې لومړۍ زریزې څخه ورهاخوا داسې لاسوندي شته، چې بلخ د ورېښمو پر لرغونې لار  د یوه مهم دمه ځای په توګه ګڼي.
همدا تېره وانۍ، سرینګر(کشمیر) ته تر یوه علمي سفر وروسته مې له یو شمېر هندي پوهانو سره په دې اړه بحث وکړ او د کشمیر پوهنتون د منځنۍ آسیا د څېړنو په مرکز کې مې د یوه موزیم د کتلو پرمهال ګڼې داسې نقشې ولیدلې چې بلخ یې د ورېښمو د لویې لارې د څلورو څانګو د پرېکونکي (تقاطع) سیمه ښووله او د سلګونو کلو پخوا مدني منځی یې باله.
هغه مهال د نړۍ د یوې سترې برخې د اقتصادي ژوند شریان همدغه د ورېښمو لار وه چې له لېرې جاپان، کوریاګانو او چین څخه یې لومړۍ څانګې را خوځېدې له چین، مغولستان او د هند له شمال څخه یې بېلا بېلې څانګې سره یو ځای کېدې او د یوې لویې لارې په توګه کشمیر ته را ننوتله، له دې ځایه په درې لویو لارو تبت، منځنۍ آسیا او قفقاز، بله د پامیر له لوري د افغانستان شمال او درېیمه جنوب ته تر پښتونخوا، خیبر درې، ننګرهار، کابل او بالاخره هیندوکوښ او بلخ پورې رسیده. په دې توګه ددې درې
 واړو لارو لړۍ بلخ ته له شمال، ختیځ او جنوب څخه راتلې او بېرته لویدیځ ته بیا تر هرات، مروې او زاړه پارس پورې رسیدلې، چې ددې څلور لارې د تقاطع زړه همدغه بلخ و.
د تاریخ تجربه ده؛ هر هغه ښار، چې له تجارتي، کرنیز او اقتصادي پلوه معمور او ودان وي، نو له علمي، کولتوري او مدني پلوه هم پرمختګ کوي او تاریخ شاهد دی چې بلخ له همداسې بختورو ښارونو څخه و، نه یوازې دا چې د بودايي مدنیت نښې ورته له ختیځه، د یوناني هغه له لویدیځه راغلې ، بلکې پخپله د زردښتي ګروهې او مدنیت زانګو شو او پر څېرمه سیمو یې اغیز وکړ.
خسانتوس Xantus تر هېرودت مخکې تېر شوی مورخ دی، هغه لیکي چې زردښت ۶۰۰کاله مخکې تردې چې هخامنشي خشایارشا پر یونان وبلوسي په بلخ کې ظهور وکړ. په دې حساب د زردښت د موجودیت تاریخ تر میلاد (۱۰۸۰) کاله پخوا ګڼل کېږي که څه هم هېڅکله د زردښت د زوکړې یا ظهور کوټلې نېټه نه ده ښکاره شوې، تر ټولو کمزوری روایت، چې د ارستو او د هغه شاګرد ادکسوس یې ذکر کوي او وايي، چې زردښت تر اپلاتون شپږزره کاله پخوا اوسېده، څخه راونیسه بیا د رومي امیانوس مارسلینوس تر روایته چې زردښت د داریوش د پلار هستاسپس همزولی ګڼي سړي ته بشپړه سرګرداني پېښوي چې ددغه آریايي لارښود د ظهور وخت وټاکي مګر دا ثابته ده چې زردښت د بلخ و او هغه روایات چې دی د آذربایجان ګڼي ډېر کمزوري دي.
په هر صورت زردښت له بلخه، بودايي ګروهه له ختیځه، وروسته د یوناني مدنیت نښې له لویدیځه ددې لامل شوې چې بلخ د مدنیتونو د ګډون (مزج) او تقاطع منځی وګرځوي او وروسته د اسلام د سپیڅلي دین تر رارسېدو یې په ام البلاد، قبة الاسلام، دارالفقها، او نورو القابو وویاړي.
هغه پولې چې د ابن خلدون د تاریخ د سریزې د لومړي ټوک په ۶۳ او ۶۴ مخونو کې ښوول شوي د بلخ سیمه د جوزجان، قاشان، بوشنګ، تالقان او مروې پورې ګڼي چې دا د افغانستان د شمالي څنډو ډېري برخې رانغاړي او په دې توګه وینو چې بلخ یوازې یو ښار نه، بلکې یوې لویې سیمې ته ویل کېدل.
پروفیسور جي . ویشال چې پر ورېښمو لار یې په زړه پورې او ژورې څېړنې کړي په خپله هغه مقاله کې چې « د وریښمو لار او د منځنۍ آسیا زړو مدنیت نومیږي» لیکي : د بودايي مثلث یوه لیکه شمال ته تر بلخه غځېدلې وه، یوه څوکه یې هډې او پر شاپوره ( ننني پېښور) او بله یې تر بامیان پورې رسیده جنوب ته تر نننۍ پکتیا پورې یې هم لار درلوده.
خو ددې لارې په مسیر کې چې له هیندوکوښه تېرېده او د مثلث یوه کرښه یې له بلخ سره نښلوله، پردې لاره ساتونکي ساګان وو، چې د بلخ د پاچا له خوا ګومار شوي وو او د هغه وخت د قوانینو له مخې به یې مالیه ټولوله. ساګان دنګ، غنم رنګ، زړه ور او ښکلي ساتونکي وو، اوږدې جامې یې اغوستې او د نننیو پګړیو په څېر زیړ رنګه پټکي یې وهل.»
د ویشال په ژبه ساګان هماغه ساکان دي، چې د پښتنو ډېرې خیلخانې ور پورې اړوندې دي. دا چې ولې ساګان ددغو لارو ساتونکي ټاکل شوي وو، ویشال یې داسې ځواب ورکوي  :
ساګان له غزني او کندهاره نیولې بیا تر ګندهارا پورې په بېلا بېلو سیمو کې میشت وو، دوی چې ډېرې ځمکې نه درلودې د کشمیر، هند او ماورالنهر ترمنځ په تجارت بوخت وو، د کاروانونو ساتونکي یې هم له خپلو ټبرونو ټاکلي وو او د بلخ واکمنانو چې د هغو زړورتیا او ریښتینولي ولیده د لارې د یوې برخې ساتنه یې دوی ته وسپارله، د ساکانو د حضور یوه نښه هماغه وخت په بلخ کې څرګندوي چې بلخ د افغانستان له ختیځو او جنوبي سیمو سره کلکې تجارتي او مدني اړیکې درلودې او له آریايي قبایلو څخه د پښتنو ټبرلا هماغه وخت په بلخ او شاوخوا کې حضور درلوده.
په هندي تلفظ کې ساکان – سهاګان لیکل شوي، د کابل لوګر په لویه لاره چې ځې تر ولایتیو مخکې له بینیساره د شیوکیو لار ګرځېدلې د څرخاو کلي ته مخامخ د لوګر سیند پورې غاړه د سهاکو مشهور کلی اوس هم په هماغه تلفظ یادېږي.
د وریښمو د لارې زوړ بهیر د چنګیزي یرغل پر وخت له منځه ولاړ.  د وریښمو د لارې یوه ځانګړنه داوه چې د کلتوري اوهنري آثارو ګډون یې رامنځ ته کاوه، د تاریخ پوهان به دا راسره ومني،چې په یوه واحده لرغونې حوزه کې د یونانوبودایي (ګریکوبودیک)، لمر پرستۍ، زردښتۍ، نګه بودايي، نګه یوناني، او ان په ناپېژندل شويو مذهبونو پورې اړوند آثار موندلای شو. د میرزکې په خزانه کې له ډېرو لرغونیو سکو رانیولې د کوشاني دور او د محلي واکمنیو سکې پیدا شوې، ما واوریدل چې حتی د اسلامي دورې آثار هم په کې وو.
د بلخ د مدني حوزې له بېلا بېلو سیمو څخه دبېلابېلو فرهنګونو د نښو ترلاسه کېدل دا ښيي چې د تجارتي لارو له برکته ګڼ مدنیتونه په دغه ښار کې تللي راغلي وو.
له دې بحث څخه زموږ هدف دادی چې آن له ډېرې لرغونې دورې څخه د قومونو ګډون او پراخ حضور په ټوله افغاني خاوره کې یو تاریخي واقعیت و او دی.
او دغه ګډون تصادفي یا سیاسي دلیل نه درلوده بلکې د خلکو اقتصادي ګټې، تجارتي تګ راتګ اود لویو ترانزیتي لارو د مسیرونو له امله رامنځ ته شوی و.
اوس چې په سیمه کې د وریښمو د لارې دبیا را ژوندي کېدوخبرې کیږي او د سیمې هېوادونه ددغې لارې د مډرنې او نوې بڼې بیا پرانیستل غواړي موږ باور لرو ،چې افغانستان به ددغې لارې په بهیر کې غوره زرینه کړۍ وي او دا هم ښکاره ده چې ویاړلی بلخ به ددغې زرینې کړۍ یوه ډېره مهمه برخه وي.
انشاالله
 
بېرته شاته