لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ژوند وژونکي
لیکوال: رفيع الله روشن   نېټه: 12.04.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 دستړي ژوند له ناخوالو مې زړه خوړ ،په غمونوکې ډوب خونې ته ننوتم ،پرته له سلام اوکلام په يوه کونج کې د توشکې پر څنډه کېناستم ،لاس مې په مخ راکاږه سوړ اسوېلی مې بهر ته وشاړه ،مخامخ مې وکتل،ګورم چې زما لوري ته غټې غټې راګوري اوله خندا شنه ده  ترڅو ما څه ويل هغه رامخکې شوه او ويې ويل:فکر کوم دومره سودايي شوی يې چې سترګې دې يواځې د کېناستېدو ځای وينی اويادې اوس هم په زړه کې پخوانۍ کرکه ځای لري؟

له هغې سره مې ډېر پخوا هغه وخت چې لا يې واده هم نه وو شوی سخته لفظي شخړه کړې وه ،خو اوس پوره درې کاله وروسته زموږ کورته راغلې وه ،خوزه ترې خبر نه وم کوچنيان هم ښوونځي ته تللي و ، مور يې هم په اشپز خونه کې مصروفه وه نو څوک نه و چې ددې له راتګه يې راته ويلي وای،په خورا له خجالته ډکه لهجه مې ځواب ورکړ:په دېرې بخښنې سره پخدايکه به مې هېڅ لېدلې يې او يابه مې درته فکر شوی وي.
نه لېونۍ!اوس هغه زړه نلرم چې کرکه پکې ځای شي هرڅه چې بد او خفه کوونکي وي نه مې خوښېږي، په شرمېدلې څهره مې روغبړ ورسره وکړ،له ځايه را پورته شوه په نازکو لاسونو کې يې زما دواړه لاسونه ونيول سره ويې مروړل ،خوله يې را نږدې کړه او په خفه اواز يې راته وويل دادې له ځانه څه جوړ کړي ،څه درباندې شوي،چې تا ځان په دې حال کړی دی.
مېرمن مې هم خونې ته را ننوته ،سترګې دې روښانه يې راته وويل،خوزما او دهغې خبرې يې اورېدلې وې ،دمېلمنې خور څنګ ته مې ورنږدې  شوه اودهغې دخبرو په تائيدسره يې زياته کړه:هو مدام ورته وايم چې ډېر سوچونه مه کوه ،هره لويه او وړه خبره زړه کې مه غوټه کوه خدای مکړه بل کوم مرض به در ولوېږي او څومره چې ما اورېدلي دي د شويش او فکر کولو څخه د معدې تکليف هم ډېر پيداکېږي،خو کاش ده د بل چا خبرې اورېدای،هروخت چې ورسره خبرې کوم تنها سر راته خوځوي اويا راته هو هو  او ښه ښه کوي خو کله چې خبرې خلاصي شي بيا راته وايي څه دې ويل؟
هغوی دواړو په دې خبره وخندل خوماته بيا په دفتر کې د ليدلې ويډيو هغه برخه په ذهن کې تصوير شوه چې فرخندې په له وينو ډکې خولې،څيرې ګرېوان،لوڅ سر،يبلو پښواو الوتې ويرجنه څهره  دخپل ځان د بې ګناه ثابتولو لپاره لوڅې پوڅې کولې چې د پخې خښتې يوه ډکره له يوه وحشي لاس څخه ځان خوشې کړ او دهغې د چپ غوږ په څنګ کې عصبي رشتوباندې دومره مضبوطه ولګېده چې له ځمکې څخه د پورته کېدو مجال يې ورڅخه واخست او له دې سره څو پرلپسې لغتې او لويې تختې پرې وويشتل شوي چې په همدې يې ټوله دمه ورڅخه واخسته يوآځې هسک ته يې په ايشارې سره خپله بې وسي اظهار کړه مګر په ګټه يې ونه تمامېده،دهمدې انځوريز خيال په ليدو مې اخخ او ويشش وکړل ،سرته مې څنډ ورکړ.
مېلمنې خور او مېرمن مې راته حيرانې شوې او ويې پوښتل چې دې هرڅه علت څه دی چې داسې له ځانسره بې مجاله او خشم ګين يم،نوره حوصله ماته هم نه وه راپاتې او دشهيدې فرخندې د بې رحمانه وژنې ټول حال مې ورته بيان کړچې ديوې شومې او دروغجنې دسيسې ښکار شوه،دهغې په سينه کې  پروت قران  د يوه نه سوځول شوي قران ددفاع په خاطر ووژل شو، اودهغه جرم سزا ورکړل شوه چې هغې سرته نه ورسولی.
 
بېرته شاته