لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
پوهه او هوښياري
لیکوال: گل پاچا الفت   نېټه: 13.04.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 زه چې وړوكى وم، اګر چې اوس هم لوى نه يم له هر چانه به مې اورېدل:

فلانى بې عقله دى، په څه نه پوهېږي، د عقل په پوله هم نه دى تېر شوى او د دوه خرو اوربشې نشي بيلولى، مګر يو يو به چيرته داسې هم پيدا كېده، چې خلكو به ورته پوه او هوښيار ويلې. زه همدغه وخت په دې خبره پوه شوم، چې پوهان او هوښياران په دنيا كې ډېر لږ دي او ناپوهان ډېر زيات دي. كله چې زه په سبق كښېناستم ماته يې وويل:
سبق ووايه، چې پوه او هوښيار سړى درنه جوړشي. 
دا خبره په ما باندې ښه ولګيده او پوه شوم، چې پوهه او هوښياري مې خوښه ده، هغه وخت زه هوښيار نه وم، مګر هوښياري مې ښه ګڼله او ناپوهي راته بده ښكارېده، نه پوهېږم چې دغه تميز ما له كومه كړى و او يو بې عقل څنګه پوهېدى شي، چې عقل ښه دى او بې عقلي ښه نه ده، خو اوس پوه شوم چې ماشومانو ته كه څوك هر څه هر رنګه وښيي هماغسې يې ګڼي او له ځانه څه فكرنشي كولى.
ماشومان لا پرېږده، چې د ږېرو خاوندان هم دغه شان دي او لوى سړي د يو او بل په خبرو تېروزي.
ما هغه وخت د ملا صاحب سوكانو ته د همدې دپاره سر ونيوه، چې پوه او هوښيار شم.
هو! د پوهې او هوښيارۍ ځاى سر او د ماغ و، مګر پوهه د ملا صاحب په لاس كې وه او له هر چا سره نه وه.
ما ته هوښياري، ځكه ښه ښكارېده، چې ډېره لږه وه او له لږو خلكو سره وه، هر څه چې لږ وي قيمت يې ډېر وي او خلك يې ارمان كوي، هر څوك هغه څه غواړي، چې نه يې لري.
كه زه پوه او هوښيار واى په پوهې او هوښيارۍ پسې به نه ګرځېدم.
ډېرخلك ډېرو شيانوته د ناپوهۍ په سبب هڅه كوي او ډېر كارونه له ناپوهۍ ولاړېږي، زه هم نه پوهېدم چې پوهه مې غوښتله.
هرڅه، چې وو او هر څنګه چې وو ما به ليك او لوست كې دانايي لټوله او سبق مې وايه، چې يوه ورځ مې د رحمان بابا په كتاب كې ولوستل: 
دا دنيا په احمقانو ده ودانه    دانا نه كا په دنيا باندې غرض
مګر، چې شاوخوا مې ښه وكتل په رښتيا، چې د كلي خان به ټوله ورځ په دېره كې يخ سيوري ته پروت و او هېڅ به يې نه كول دهقانانو او مزدورانو به سره غرمه كې يوې، لوونه او غوبلو نه كول، زحمت او خواري به د دوى وه ګټه، به د خان كورته راتله.
زه دغه وخت د عقل او هوښيارۍ په كرامت او بركت نور هم پوه شوم او باور مې راغى، چې زمونږ په كلي كې يوازې خان صاحب هوښيار دى، چې هېڅ نه كوي او نور ټول بې عقله او ناپوهه دي، چې د دنيا كارونه كوي. د ده د پوهې او هوښيارۍ يو بل دليل هم له ما سره و هغه دا، چې دى به په ژمي پيتاوي ته كښېناسته او په اوړي كې يخ سيوري ته، هغه نور به  په سره اوړي كې سره لمر ته ولاړ وو او كار به يې كاوه ما به په جومات كې په زوره زوره ويل:
دا دنيا په احمقانو ده ودانه           دانا نه كا په دنيا باندې غرض
خو هغوى په دې خبره نه پوهېدل او زما چيغې عبث وې. 
ډېره موده وروسته زه له كلي كوره راووتم ښار ته راغلم په دفتر كې مرزا شوم د مرزايانو له څنګه كښېناستم، په چپړاسيانو به مې حكمونه كول او په هر كار پسې به مې لېږل.
دلته هم هماغه قانون جاري و او د رحمان بابا خبره راته د كاڼي كرښه ښكاره شوه، چپړاسيان به ټوله ورځ په سره ژمي او په واورو كې دېره په دېره ګرزېدل، مكتوبونه به يې رسول مونږ به په توده كوټه كې ناست وو مكتوبونه به موليكل.
زمونږ مدېر صاحب به نور څه نه كول يوازې دسخط به يې كاوه، يعنې زمونږ كار به د ده په نامه ختمېده. كه د دسخط په ځاى مهر لګول رواج واى دا كار به هم كاتبانوكړى و، مګر نه پوهېږم چې مديران ولې مهرونه نه جوړوي؟ كه يو كاتب خپل كار د مدېر په نامه ختم كړي او دى پخپله د هغه مهر د مكتوب په اخر كې ولګوي دا كار اخلاقاً ښه دى، ځكه چې د ايثار او فداكارۍ معنىٰ لري، كه څوك پردى كار پخپل نامه ختموي ښه نه معلومېږي له چپړاسيانو نه زمونږ كار لږ او اسانه و او له مونږ د مدير صاحب كارسپك و. رئيس صاحب، چې عاقل عالم و هغه بېخي كار نه كاوه او كله كله به د يوه ساعت له مخې رياست ته راغى ځينې خو به يې خپل مبارك نوم هم په كوم مكتوب يا حاضرۍ په كتاب كې نه ليكه، چې د كار كمې د ده په نامه پرې نوزي او هوښيارۍ ته يې زيان ونه رسيږي. 
زمونږ مكتوبونه ځينې داسې وو، چې چپړاسي ته به مو وركول، چې په مدير يې امضا كړي، ځينې به مونږ پخپله رئيس صاحب ته د امِضاء دپاره وړل.
د رئيس صاحب حضور ته چپړاسي مكتوبونه نشو وړلى، چې د ادب تقاضا دا نه وه، چې يو خوار چپړاسي په خواره جامه كې د يوه لوى سړي په حضور كې ودرېږي كه څه هم د خداى حضور ته په لمانځه درېږي. 
هو! د دربار په ادابو هر څوك نه پوهېږي او درباري پوهه له هر چا سره نشته، هلته موقع شناسي له هر كار نه زيات قيمت لري او د نزاكت مراعات ډېر په كار دى. په رمز او اشاره پوهېدل، مزاج پېژندل، د بل په خوښه خبرې كول، د بل په نظر هر څه ليدل، ډېر لياقت او مهارت غواړي هر څوك نشي كولى، چې له ځانه به هېڅ فكر او هېڅ عقيده نلري، مګر د بل هر فكر او هره نظريه به د ارسطو په منطق ثابتوي.
پخپلو اوږو باندې هر څوك د بل پېټى وړلى شي، مګر له زړه نه د نورو يابو جوړول اسانه كارنه دي.
تاسې درباريانو ته په عادي نظر مه ګورئ، دومره باريك بين خلك بل چيرته نشته، د دوى ډېر لږ كار د پوهې او هوښيارۍ له بركته د نورو له ډېرو درنو كارونو نه دروند خېژي. د دوى مثقال او د نورو خروار برابر نه دي. كه د نورو د فعاليت دوړې او ګردونه اسمان ته ورسيږي او دوى محض د چا د بوټونو ګرد پاك كړي، د دوى د كار قيمت زيات دى او له هغوى نه يې محتوا ډبله ده.
دوى په جنګونو او جګړو كې د سربازۍ ميدان ته نه حاضرېږي. په فابريكو او كارخانو كې كارونه نه كوي، لوړې ژورې نه اوروي، معدنونه  نه سوري كوي، مګر ګټه يې له نورو نه زياته ده او په لوړ مقام كې ځاى لري.
د دوى كار دومره باريك دى، چې هر چا ته نه معلوميږي، مګر لياقت يې معلوم دى او په هوښيارۍ كې يې څه شك او شبه نشته. څومره، چې پوهه او هوښياري زياتېږي هغومره فعاليت او د كار ستوماني كمېږي. نه ګورئ چې ماشومان له لويو او درنو خلكو څخه ډېر حركت كوي دا باشي ولاړ دى او مزدوران تېږې چلوي.
مشران له ځايه نه ښوري او كشران په مخكې منډې وهي كه لرې نه ګورئ د خپل لاس ساعت ته وګورئ ثانيه ګرد، چې وړوكى دى څومره ژر ګرځي دقيقه ګرد، چې  لوى دى ورو روان دى.
كوچني موټر ډېر ګړندي ځي او لويه لارۍ هغسې نشي تللى. 
اوس پوه شوئ، چې لويوالى او دروندوالى همدارنګه عقل او پوهه فعاليت كوي او منډې رامنډې د بې عقلو كاردى.
هوښياران كار نه كوي، فكر كوي او چرت وهي ناپوهان جبل وهي او غرونه سوري كوي.
يو مرزا هېڅكله په خپل كار كې د يوه جوالي غوندې نه دى ستړى شوى (عقل نيست جان در عذاب) همدغه معنىٰ لري او رحمان بابا د همدې له امله وايي، چې دنيا په احمقانو ودانه ده او دانا د دنيار په كار څه غرض نلري.
تاسې له هوښيارانو او پوهانو ډېر كار مه غواړئ، دوى پريږدئ چې فكر وكړي او بې كاره بې زياره ګټه خپل كاله ته راوړي.  
 هوښياري او پوهه همدغه ده، چې كار يې لږ او ګټه يې ډېره وي يا په بل عبارت هېڅ نه كوي او هر څه  د ده وي، د نورو له زيار او كار څخه ګټه اخيستل، بل غولول او ځانته ګټه اړول پوهه او هوښياري ده. دا د پوهې او هوښيارۍ بركت دى، چې ډېر لږ خلك، يعنى هغه چې د نن ورځې په اصطلاح به اقليت كې دي او لږه كي ورته ويل كېږي د ډېرو خلكو له ستړيا او ستومانۍ نه ډېره زياته استفاده كوي. كه تاسې د هر وطن د ناز او نعمت خاوندان او شتمن وګورئ، دوى ډېر لږ دي، مګر ډېر زيات خلك د دوى د ګټې دپاره استعماليږي. معنىٰ دا، چې د دوى سمسور بڼ د نورو په خولو وده كوي او د دوى راحت د نورو د زحمت نتيجه ده.
 دا ده هغه پوهه او هوښياري، چې ما په ليك او لوست كې لټوله او زه يې له كاره وايستم.
هو! پوهه او هوښياري سړى له كاره باسي، د كار خلك نور دي، پوهان او هوښياران ځان ته خير رسوي او خپل خير لټوي. 
دهمدې لا مله وايي چې دجنت اكثره خلك ساده ګان دي او دنيا هم به ساده ګانو او احمقانو ودانه ده.
 
بېرته شاته