لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
هم خره بندي کړئ هم خرکاران
لیکوال: عبدالمنان ملګری   نېټه: 14.04.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 ښه مې یاد دي چې ښایسته زمانه وړاندې هغه وخت چې زه تنکی زلمی وم، زموږ په کلي کې اوازه شو چې او کومت کې د ( شېر ) په نامه نوی حاکم مقرر شوی دی.


چا چې ( شېر حاکم ) لیدلی و، زموږ د کلي ملک صیب او سپین ږیرو ته یې د هغه نښې نښانې ویلې لکه چې یوه به ویل.

د شېر حاکم پوزه د مرجان لالاد قازغوندې چنګه ده.

هغه بل له ویل.

ــ د شېر حاکم ګیډه لکه د ګلو ماما ډول ( ډهل ) ته پاتې کېږي.

دا بل لادې ته اریان و چې.

ــ دایې لاڅه کوئ چې شېر حاکم صیب په غاړه کې پړی تړلی دی.

لنډه دا چې هر کلیوال سړي چې ( شېر حاکم ) صیب لیدلی و، رنګا رنګ نظریۍ د هغه په باره کې درلودې، موږ خو نه حاکم صېب لېدلی و او نه یې په شرنګ ترنګ پوهېدو.

هفته لا تېره نه وه یو ماسپښین چې موږ ټول په جومات کې ناست وو، کوټوالی راغی هغه زموږ ملک صېب پېژانده نېغ په نېغه له سلام نه وروسته یوه پرزه کاغذیې ورته ورکړ ملک صیب پخ لیک او لوست چندان بلد نه و، نو یې میرزا ګل لال ته ورکړه هغه په لوستو پیل وکړه چې.

ــ ملک قلعه پائین اګه سرسبا پیش ازنان چاشت توو موسفیدان قلعه پائین به سلام ما نیا مدید، د ګیش خو او سوبان پوچا قایته میکشم از طرف شېر حاکم .

پرزه چې ولوستل شوه، زموږ سپین ږیرو او ملک صیب یو ا وبل ته سترګه په سترګه شول اخر سلامشوره داشوه چې سبا به له خیر او برکت سره د( شېر حاکم ) صیب سلام ته ورځو، نو قربان دې له هوښیارۍ نه شم، هغه وو چې سبا د کټیر نغاره و ډنګول شوه، او د کلي سپین ږیري، زلمیان او نیمه زلمیان سره راغونډ شول، خو په دغه ورځ زما غوا ورکه وه، ملک صیب نه مې رخصت اخیستی و، چې ګویا د حاکم صیب لیدو نه ما ته د خپلې غوا لیدل مبارک دي، نو خدای دې د ګېډې له خوږ نه و ساته، سر درده مه شې کلیوال د حاکم لیدو ته وخوځېدل او زه د خپلې غواد بیا دیدار په هیله په پټو او شوبلو سر شوم.

نو ماښام چې بیا د کلي په جومات کې د لمانځه لپاره راغللو،زموږ د کلیوالو په مینځ کې ( شېرحاکم ) نوم په ( چلم چې حاکم ) بدل شو، ما چې له خپل همزولي وزیرګل نه پوښتنه وکړه چې زموږ کلیوال ( شېر حاکم ) ته ولې ( چلم چي حاکم ) وایي هغه مې څواب کې وویل.

ــ چلم چي حاکم خو ځکه موږ ورته وایو چې حاکم ډېر کم عقل دی، خلک چلم چي کې خپل لاسونه مینځي، ده کم بخت په خپل سر ایښی دی غاړه کې یې هم دلتو پړی پروت دی .

هغه وخت موږ کلیوال څه ملامت وو، موږ د ( شپو خوله او نېکټایي ) څه پېژنده؟ نو ځکه موږ حق درلود چې د شېر حاکم شپو ته چلم چي اونېکټایي ته یې دلتو پړی ووایو.

ورک یې که، بلا دې ورپسې خدای دې ستا بلا ورکه لري، پنځه شپږ میاشتې وروسته سهارو ، چا له پټیو نه څاروي راوستل، څوکد سبا په ناري ناست وو او څوک تازه پټیو ته تلل چې ناڅا په سر او لدار، او لدار او څوکو ټولو الیان لښتي په لاس زموږ کلي ته راغلل، هغه وخت چې به مونږ ګوټو الي هم ولیده ملاریا تبي نیولو، په تېره دسر اولدار لیدل خو موږ ته هیږې لیدل و.

خیر زه په لار روان وم، ځان مې په څادر کې د سراولدار له وېرې تاو کړی و، خو هغه زه ولیدم راباندې برګ شو

کجا میری؟ برو ملکته صدا کو، ای قریه نیس، دزخانست،مه د ای دیره ششتیم چابک بیاریش.

ما ویل لویه پیره په نیکو راورسېږه، دا په څه بلا واوښتم؟ زه په عمر ماکمې ته نه وم تللی نو ځکه مې د دریشې خاوندان نه وو لیدلي ، خیر له ډېرې وېرې مې د پيشو غوندې د ملک کلا ته منډه واخیسته، ښه وو زما له تالو ملک صېب راوتلو چې زه یې داسې وارخطا ولیدم نو یې په حیرانۍ پوښتنه رانه وکړه.

ــ بیا دې څه په کولمو پیچ لګېدلی، چې داسې وارخطا یې؟

ــ ملک صېب ! په دېره کې څو تنه ناست دي، په خبرو یې نه پوهېږم خو ستا نوم یې واخیست.

زما له دې خبرې سره ملک صېب نېغ دېرې ته لاړ او زه له وېرې خپل کور ته شېوه شوم. په کور کې له ډاره په انګړ کې هم ټینګ نه شوم نېغ د څارویو غوجلې ته ورغلم، تاته دې خدای ډېره روزي در کړي، په عمر دې برکت شه، د کاکازو، نیم ساعت به لا تېر شوی نه و چې د کلي نغاره بیا وډزېده او کلیوالو ته یې د خطر اعلان وکړ، زه هم مجبور شوم چې لکه مارغوندې به سوړې راووزم او ځان دیرې ته ورسوم، زه لا سم رسېدلی نه وم چې زموږ ټول کلیوال د ملک د دېرې مخي ته ولاړ وو، د تعجب خبره دا وه چي دوه خرونه هم د خلکو په منځ کې ولاړ وو، په دې  کې زموږ ملک صیب  هغه سړي ته چې د کوټوالۍ تر څنګ لرګي په لاس ولاړو، مخ ور واړاوه او ورته یې وویل.

ـــ سر اولدار صیب! دا ده دواړه خرونه حاضر شول، برګ خر هغه دی او تور خر دغه دی.

تازه و پوهېدم چې لرې دې له مخې دغه چاغ سړی سر اولدار دی، سر اولدار زموږ مللک ته هغه لیک په لوستو پیل وکړ چې يه لاس کې یې و.

ـــ ملک صیب ! حاکم صیب اینی مکتو به بمه داده دای مکتوب امر شده که خراره برایش حاضر کنم.

ـــ ته یې ولوله چې چلمچي حاکم صیب څه شی لیکلي؟

ـــ نوشته کده " سراولدار ! بمه خبر رسیده که د قلعه با لا از خانه ګل اکبر توسط دو مرکب که یکی آن ابلق دیکش سیاست، مثل دزد رفته و ګندم های کردها رابه دزدي خورده قرار معلوم این دو مرکب یادو خر در قلعه پائین دیده شده قلهذ ابصورت فوری این دومرکبه برایم حاضر نما ئید، تا توسط خرها صاحبان آن نیز معلوم شود که بعدآ هم خرها بندی شود وهم خر کارها "

ـــ الی خو فامیدین؟

موږ ټولو وویل چې له پېښې نه تښېته نه شته
 
بېرته شاته