لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ټكى او ليك نښې
لیکوال: گل پاچا الفت   نېټه: 17.04.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 بى له توورونه ځينى ټكى او نښې شته چه د ليك په لوستلو كښې دخل لرى او يوه جمله يا كلمه له اشتباه او ابهام څخه ژغورى يعنى د دغو نښو او ټكو په ليكلو سړى پوهيږى چه په كوم ټكى بايد سړې ودريږى او كومه جمله يا كلمه په بلى پورى وتړى.

د تعجب، ندا، پوښتنى، خطاب او نورو كيفياتو څرګندونه په همدغو نښو او ټكو كيږى چه په ليكلو كښې ډير اهميت لرى او دلته يې په مختصر ډول ښيو:

۱( ،) دا نښه د هغو كلماتو ترمنځ ليكى چه يوه په بلى عطف وې لكه: زما په باغ كښې مڼې، ناك، زردآلو، شفتالو شته. همدارنګه يوه وړه يا نيمګړې جمله له بلى نه په همدغه نښه بيليږې لكه: څه دې چه راكړه، بيرته مې دركړه، دى نښې ته فاصله )بيلوونې( وايي).

 ۲ )؛) دا نښه له فاصلې نه زياته وقفه راولې او د داسې جملو په آخر كښې وى: زه له چا سره بد نه كوم؛ بدى مې نه ده خوښه؛ نيكى مى خوښه ده؛ دا نښه وقفه (دروونى) بولى .

۳ ( . ) دا نښه د يوې كاملې جملې په آخر كښې ږدې او د خبرى د تمامښت عالمه ده لكه: زمونږ هيواد ډير غروړنه لرى. شپانه په غرو كښې او قصابان په ښارونو كښې دى.

 ۴- ( : ) دا نښه د هغى جملې يا كلمې په آخر كښې وى چه شرح او تفصيل يې ورپسې وى لكه: زړه مى غواړى: يو ښه دوست پيدا كړم؛ يوه ښه كتابخانه ولرم او د ښه نامه خاوند شم

۵ (-) دا نښه څو ځايه او په دې ډول استعماليږى: اول: د معترضه جملو د ښودلو دپاره لكه: هغه ورځ – خداى دې بيا نه راولى – په ما باندى څومره وغمېده چه ته رانه خوابدى شوى.

دوهم: چيرته چه په كوم داستان يا مقاله كښې د دوو تنو سوال و جواپ وى، نو د هغوى نومونه نه اخستل كيږى او دغه عالمه د يوه او بل د نامه كار وركوى لكه:

احمد وويل: محموده – چېرته ځې؟

- محمود: كابل ته ځم.

څه كوى؟

 - د كاليو دپاره ټوټې اخلم.

دريم: په همدغسې ځاى كښې ليكل كيږى لكه چه دلته وروسته له اول، دوهم، دريم نه وليكل شو

۶-(؟) دا نښه د سوال او پوښتنې عالمه ده د هرې جملې په آخر كښې چه دغه نښه وى هغه جمله د استهفام معنى لرى لكه:

دى باغ ته ځى؟ احمد سبق وايى؟ كه دغه عالمه د دغو جملو په آخر كښې نه وى نو دا نه معلوميږى چه د ليكونكى مقصد اخبار دى او كه پوښتنه .

۷! )) دا نښه د خطاب، تعجب، تحسين او افسوس دپاره ده لكه: په دې الندې جملو كښې: ښاغلو! ملګرو! عزيزانو! پاڅيږئ! د وطن خدمت وكړئ! دريغه! چه ستاسو په ځاى زه واى.
او څومره! ښكلى دى.
آفرين! د خداى رحمت شه! د پښتنو په مړانه.
دا نښه كله د جملې په آخره كښې وى او زياتره همدغه ډول استعماليږى چه په پورته جملو كښې يې وينئ!

۸ ( ) د دغسى دوه لينده ئيزو كرښو ترمنځ هغه توضيح يا معترضه جمله ليكى چه ډير زيات اهميت نه لرى او حذٌول يې جملې ته څه زيان نه رسوى لكه:

د رحمان بابا اشعار (چه ستا خوښ دى) د ساده انشاء په ډېره ښه نمونه ده. خاص نومونه، اعداد او خارجى كلمات هم په دغو كرښو كښې ليكى لكه: زما ملګرى (احمد) راغى؛ ستا ورور له مانه (۱۰) كتابه وړى دى.

۹ [  ]دا نښه هلته په كاريږى چه په يوه معترضه جمله كښې بله معترضه جمله يا كلمه راشى نو دغه دواړه جملې داسى ليكى:

كه رښتيا ووايم ]خداى(جل جالله) مې دې غاړه نه نيسى [ دا سړى ډېر بد سړى دى. ۶۱

»» كله چه يو عبارت له كوم كتابه را نقلوى يا كومه مقوله راوړى نو په دغو كظشو كښې يې ليكى لكه:

زمونږ الرښوونكى ويلى دى: « د وطن مينه د ايمان جزء دى«.

۱۱(....)  څوټكى څنګ په څنګ ايښودل د خبرو د قطع كولو او د ځينو كلمو نه دليكلو عالمه ده لكه:

زما په كتابخانه كښې د دغو علومو كتابونه شته. صرف، نحو، منطق، فقه ...

زما ځاى ته څو تنه راغلل چه نومونه يې دا دى: زلمى، غرزى، ګاللى

۱۲ ( * * * ) چيرته چه د يوى مقالى يوه برخه تمامه شى او بله برخه شروع كيږى نو د دواړو برخو تر منځ دغه نښه يعنى ستورى ليكى چه يوه برخه له بلى نه بيله شى

 
بېرته شاته