لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
زري کړکي ته د غوره شویو کتابونو د کلنۍ غونډې راپور
لیکوال:   نېټه: 26.04.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 پاکیزه ارزو

د زري کړکي اکاډمۍ لخوا د  ۱۳۹۴ کال د غوایي د میاشتې په درېیمه نېټه د پا میر سینما په کتاب ښار کې د زري کړکي اکاډمۍ لخوا په افغاني ادبیاتو کې د زري کړکي جایزې ته غوره شوي کتابونو د جایزو ورکولو په موخه غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې استاد نجیب الله منلي د زري کړکي اکاډمۍ د فعالیتونو په هکله خبرې وکړې ویې ویل، چې د جایزې موخه د فرهنګیانو هڅونه ده او دغې جایزې ته هغه کتابونه غوره کېږي چې افغاني ادبیاتو کې یې نوښت کړی وي. استاد منلي وویل چې دا جایزې د درو ارزښتونو په رڼا کې ورکول کېږي. لومړي نوښت، دویم پر افغاني فرهنګ زیاتونه او د ژبې سمه کارونه.
 د غوڼډې بل ویناوال د زري کړکي اکادمۍ غړی شاعر او لیکوال مجیب مهرداد. ښاغلي مهرداد وویل، چې د ادبیاتو په برخه کې باید افغاني ادبیاتو کار وشي او ادبیات د ژبنۍ حوزې دایرې څخه راوباسل شي او د هرې ژبې ادیب دې د هېواد ټولو ادبیاتو ته په ګډه کار وکړي.
ښاغلي مهرداد د زري کړکي اکاډمۍ لخوا د روح الله بهرامیان «حرف اخر» او مژګان فرامینش«(گره کور» د جایزې ګټونکي کتابونو په هکله خبرې وکړې ویې ویل، چې کله نا کله داسې وشي  موږ شعر لولو خو د هغه شعر ویناوال راته نه معلولومېږي ، چې دا ستونزه  په ښځینه شاعري کې ډېره ده خو اغلې  فرامنش په خپلو شعرونو کې د ښځینه احساساتو په ښه ټوګه بیان کړي او خپلو شعرونو ته یې ښځینه ژبه ورکړې د نوښت او ښې شاعرۍ لپاره یې دا کتاب غوره شو . همدارنګه ښاغلي مهرداد د روح الله بهرامیان شاعري هم په اوسني دري ادب کې غوره شاعري ووبلل او ویې وویل، چې ښاغلي بهرامیان د شعر په ژبه هغه څه بیانوي د شعر او د عصر تقاضا وي.
د غونډې بل ویناوال استاد عل ګل سحر و. ښاغلي سحر د زري کړکي د جایزې لپاره د  شاعرې او لیکوالې اغلې اناهیتا روهي د «تربتې چیغې» په کتاب خبرې وکړې. ویې ویل، چې د اغلې اناهیتا په دغې شعري ټولګه کې، د لنډکيو شعرونو په قالب کې، شعر ته نوې ژبه ورکړې . ښاغلي سحر د اغلې اناهیتا په شعرونو کې هغه څه چې ډېر ځانګړي وباله هغه د انساني پنځګونو حواسو سره تړلیو تصویرونو جوړل دي، ویې ویل چې د اغلې اناهیتا په شعرونو کې حسي تصویرونه له ورایه څرګند دي چې شعر ته نوی والی ورکړي.
د غونډې بل وینوال  شاعر او لیکوال داکټر محب الله زغم و، چې د زري کړکي د جایزې ګټونکي د شاعر او لیکوال ښاغلي میر احمد یاد په شعري ټولګې «کیفیات»  باندې خبرې وکړې. ښاغلي زغم وویل ، چې  ښاغلي میراحمد یاد په ادبیاتو کې له درې اړخو پېژندل کېږي یو د ده شخصیت، بل یې د شعر ترڅنګ نورې ادبي هڅې او بله یې غوره شاعري ده.  ښاغلي زغم  د میر احمد یاد شعرونه وستایل ویې ویل، چې د شعر ژبه ډېره شاعرانه ده او دی خپل احساسات په شاعرانه ژبه له نوښت سره په نوي انداز بیانوي. همدارنګه ښاغلي زغم وویل، یاد په اردو لو فارسي ادب کې مطالعه لري خو د ده د شعر ترکیبونه او تصویرونه خپل او ژبه یې خپله ده او د خپلې ټولنې تصویر په ښکلې او نوې بڼه تصویروي.
د غونډې په پای کې د کتابونو لیکوالو ته جایزې ورکړل شوې او ډ ټولو په استازیتوب ښاغلي میر احمد یاد خبرې وکړې. ښاغلي یاد د زري کړکي له اکاډمۍ مننه وکړه او د جایزو ورکولو دا کار یې د فرهنګیانو  فرهنګي هڅو ته غوره وباله.
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده. د یادولو وړ ده چې د زرۍ کړکي اکاډمي هر کال د کتاب د ورځې په ویاړ د اپریل  په درویشتمه په افغاني ادبیاتو کې غوره اثارو ته د غوره توب په موخه جایزې ورکوي.
 
بېرته شاته