لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
کلي وطن کې تعلیم او تبلیغ
لیکوال: عبدالغفار خان ( پاچا خان )   نېټه: 07.05.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 څو ورځې پس له ډیلي نه کلي ته راغلو چې کلي ته راغلو خبر شوم زما زوی غني پیداشوی دی. زما د ټبر ورور نه و نو  دزوی په پیدا کېدو ډېره خوشحاله وه.

د جمعې په ورځو کې به دحاجي صاحب په ځای کې ډېر خلک جمع کېدل ، د لمانځه د پاره به له لرې ځایونو نه راتلل . زه به هم که په دورنه وم خامخا ورتللم . مهتمم صاحب، مخفي صاحب او مولوي فضل ربي صاحب به هم د سلا مشورې د پاره کله نا کله راتلل و جمعې د لمانځه نه پس به ما خلکو ته و عظ او نصیحت هم کاوه، خود ملایانو نه خوښېده، ځکه چې زموږ ملایان د برهمنانو غوندې ځان د مذهب ټیکداران ګڼي.
ما د خپل قام د اصلاح دا کار د خدای د پاره کولو د هغوی پروا مې نه ساتله. اخر یې راپسې پټه پټه پرا پیګنډه شروع کړه چې ږیره یې خرېیلې ده او وعظونه کوي، اول خو دې خپل ځان په شریعت برابر کړي، بیا دې نورو خلکو ته نصیحت کوي. د دوی خو په ږیره او اسلام غرض نه و، زما بدنامول یې غرض وو، قوم هم ناپوه وا جاهل و چې ملا به ورته ووې چې دا مذهب دی ده به منله. ملایانو ږیرې له دومره اهمیت ورکړی و چې ټول اسلام یې تش د ږیرې پورې تړلی و ، حال دا چې مذهب خو ښه عمل دی، دمذهب خو په بنیادي ډول د اخلاقو او عمل سره تعلق لري . ږیره پرېښودل او بریتونه خرېیل دا د عربو تهذیب و . یوازې د صحابه ( ض) نه بلکه د اسلام د دښمنانو عربو لکه اوبو جهل، ابو لهب و غیره وهم ږیرې وې سره د دې هم د دې دپاره چې د ملایانو د اعترض ن ه خلاص شم ږیره مې پرېښودله، خو  بیا هم د ملایانونه خلاص نه شوم. بیا به یې وویل چې د موټي نه کمه ده. د دنیا تاریخ ګواه دی چې په کوم قوم کې داسې اشخاص پیدا شوي دي چې هغوی د خپل قوم د اصلاح د پاره پاڅېدلي دي. د اقتدار خاوندانو یې مخلفت کړی دی. ولې چې هغوی خپل اقتدار په خطر کې لیدلی  دی، تاسو دې خپل د خدایي خدمتګارو تحریک ته وګورئ، څومره چې قوم کې پو هه راغلې ده هماغومره د اقتدار د خاوندانو قدرت کم شوی دی او د خپل پیغمبر ( ص ) ژوند مطالعه کړئ چې خپلو ترونو، تربورانو یې مخالفت وکړ، د څه دپاره؟ د اقتدار د پاره او د مدینې خلکو یې ملاتړ وکړو ولې چې د هغوی سره نه مذهبي اقتدارو، نه سیاسي یهودو چې یې مخالفت وکړو هم د اقتدار دپاره و .
زموږ مدرسې په ترقۍ کې وې پښتون ژوندی قوم دی، خو چې د ژوندي کولو خلک په کې پيداشي، تر څو چې په یو قام کې د ژوندي کولو د پاره خلک پیدا نه شي. هغه قوم ژوندی کېدی نه شي . په لږه موده کې خلکو ځای په ځای مدرسې جوړې کړې او په ډېر شوق یې په کې خپل بچي داخل کړل. څومره چې مدرسې زیاتېدې هماغومره زموږ پیسو ته ضرورت ډېرېده، ځکه چې بې پيسو په دنیا کې هېڅ کار نه شي کېدی. پښتون قام شو نه و، مهمان نوازو، فیاض و خیر خیرات په کې و، خو کومو طریقه چې ملایانو ورته د خیرات ښودلې وه، هغه په دې وخت کې ګټوره نه وه . قام په پوخ خیرات اموخته و، حال دا چې زمانه بدله شوې وه، د پوخ خیرات ضرورت نه و پاتې. د نقد او خام خیرات ضرورتو.
د زمانې د بدلون سره که قام بدل شي ترقي وکړي، که نه وروسته پاتې شي. د زکواهْ نه کیږي. د ملایانو سره په دې خبرو ډېربحثونه شوي وو، خو ملایانو دې ته تیار نه وو چې د قام دابادۍ او تعلیم د پاره د یوې نمړۍ وریجو نه تېرشي. قام په رسم او رواج تنګ شوی و، خو دا جرات په کې نه و چې پرې یې ږدي . رسم و رواج پرېښودل اسان کارنه دی، په رښتیا ډېر ګران دی او اخلاقي جرات غواړي. موږ چې په دورو قوم ته تللو په هر ځای کې په قوم راته را غونډ شُو چې د قوم سره به مو خبرې وکړې نو ځينې خلک به رانه را چاپېره شول، چا به ویل ما په شاوټپوه چا به ګوړه یا مالګه راوړه چې دا را له دم که ، چا به ویل چې دم راباندې واچاوه، ما به خلکو ته ویل چې زه د کُف او چُف سړی نه یم، زه خو ستاسو خدمتګار یم ستاسو خدمت له راغلی یم . 
تاسو باید په ما او په هغه کُف او چُف والاو کې فرق وکړئ. هغوی خو درنه په دغه طریقه شکرانه ، نذرانه او ملکانه غواړي، زه خو تاسو نه څه نه غواړم نه محمد اکبر خادم صاحب به راته ویل چې ته ولې دې خلکو ته داسې وائې دوی په تا عقیده لري، په دې چل به زموږ مدرسو ته ډېرې چندې راغونډې شي او ته یې له ځانه شړې ما به خادم صاحب ته ویل زه د دوی اصلاح کول غواړم او دغلطو رسمونو، رواجونو نه یې خلاصول غواړم.
یو ځل مونږ د سودم په  دوزه تللو نو د شاه بازګړۍ مولانا شاه رسول صاحب موږ سره ملګری شُو، مونږ ته د سودم خانانو د سورلۍ د پاره اسونو راکړل، مونږ به پرې وار په وار سورېدو.
دترنګزو د حاجي صاحب هم د تعلیم سره ډېر شوق و. د مدرسو د امداد دپاره به مو لارې ګودرې لټولې. یوه ورځ ورته ما وویل چې حاجي صاحب ستا په لنګر کې ستاسو ډېر شیخان او مرېدان بې کاره پراته وي، که ورته ووائې چې میاشت کې یوه ورځ زموږنږ د مدرسو سره د امداد  دپاره مزدوري وکړي، او مدرسو ته یې راکړي. د دې نه به مونږ ته ډېره فایده راورسیږي. حاجي صاحب ډېر وخندل او وئې ویل. که دوی کار کولی نو دلته یې بیا څه کول دا تیار خواره دي دوی ته کار کول بد ښکاري، حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي ( الکاسب حبیب الله ) یعنې کسبګر د خدای دوست دی
 
بېرته شاته