لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
پښتونولي د پښتنو ټولنيز قانونغونډ
لیکوال: پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار   نېټه: 07.07.2015   خپرونکئ:   سمسور  

 ليکنه او څېړنه: فرانسي افغان پېژاند شارل کيفر،۲ ۱۹۷

ژباړنه اوکرونه : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار
 
(the Pashtun code of honour)
د پښتونولۍ(پښتنولۍ) په اړه پښتنو او ختيځپوهانو لږوډېرڅه ليکلي څېړلي، خو په دې لړکې  فرانسي افغانپېژاند شارل کيفر( Charl  Kieffer ) لومړی آريانېست ختيځپوه دی چې دې سکالو ته يې د نومهالې توکمپوهنې (Ethnology)   په رڼاکې يوه کوټلې علمي- تخنيکي بڼه ورکړې ده. آر الماني متن يې له (Uber das Volk der Paschtunen und seinnen Paschtunwali) سرليک سره په برلين کې دالمان د پو هنواکاد ېمۍ د ختيځپوهنې انستېتيوت د خپلې مهالنۍ د ۱۹۷۲ز. کال څلورمه سر باندې (فوق العاده) گڼه ورځانگړې کړې چې پر هماغه کال  يې ما(زيار) پښتو ژباړه د ښوونې روزنې وزا رت په خپرني اورگان (عرفان) مهالنۍ کې چاپ ته سپارلې وه، خو پر هېواد را تپلي تور ناتار راځنې تری تم کړه. ليکوال يې چې همدا څو ميا شتې له مخه (۴-۲-۱۵) په۹۲ کلنۍ کې له نړۍ سترگې پټې کړې، اووه کاله وړاندې يو څه کېښکلې کاپي په واک کې راکړه او داده، اوس يې په خپل ژبتوکميز تاريخ کې له خپلو بشپړاندو پايليکونو سره رانغاړم.
ښاغلي کيفر لومړی د يوې کوټلې سريزې په ترڅ کې د دارمستېتر،  گايکر او مور گنستيرن پر پليونۍ  د پښتنو د آرې (منشأ) او تېرمهال ووسمها ل په تړاو سامي- يهودي افسانه او د هېرودت (Herodot) پېنځه ځله ياد کړی پکتوېس (αϰτυεϛ Páktues/π) له فېلالوجيکي پلوه ردوي. خو پر وړاندې يې د ځمکپوه او ستور پوه بتلېموس (Ptolemäus) پرسوېتي (Parsuētai) له پښتو تاريخي غږپوهنې سره  سم  بولي او داپخلی  يې کوي چې دغه  وگړي د پاروپاميزاد (هندوکښ او نورو شاوخوا هسکو دنگو...) غرونو اوسېدونکي بللي دي.-(←سکېرو هم پرخپل وار په دويمه پېړۍ کې د دغه يوناني له خولې داه ليکي: پرسويتيانو= پښتنو خپل آر ټاټوبی له اراکوزيا او هېلمنده د سلېمان غرونو او غزني- کابل خواته وغځاوه).
 استاد کيفر همداراز  د پښتون دويم نامه (( افغان )) تاريخچه  هم  په لنډوراخلي  چې ړومبۍ پلا هندي ستورپوه (Varāha Mihira) د۶ ز. پېړۍ له پيل سره  په خپل نښير
(Bŗhat- samhitā) کې د(avagāņa) په بڼه يادکړی دی. پخوا د لوگراورمړو پښتون  د کاش (kāš) په نامه ياداوه،چې اوس يې دانوم گړسره هېرکړی(او پښتون يې بولي) ، هرگوره، د ځا ينوم په توگه لږو ډېر مخې ته راځي، لکه د قلات خواته د کاش kāš)،يا د گرشک خواته دکاشي (kāši) په بڼه. عرب يې  په دې سليماني (Solaymāni) بولي چې د سليمان د غرونو اوسېدونکي دي . لومړی ځل  هم البيروني(۹۷۳-۱۰۵۰؟) د
-2-
دغو غرونو استوگن بللي دي. همداراز (← دوست، تږی،طرزي...).   
استاد کيفر زياتوي چې پښتانه پخپله ځانونه په همدې نامه يادوي، او نالوستې پارسي ژبې او تورکي ژبي پرگنې يې زياتره افغان اوافغانان بولي،د يولړځانگړتياوو له پلوه له نورو وگړو او توکمونو څخه توپير مومي. دوی له آره د داسې ټبرونو يوه ټولگه ده چې پرکهولونو (کلانونو) وېشل کېږي.  کهول يا کلان (clan) له کورنۍ سره توپير لري؟ کورنۍ له ښځينه او نرينه دواړو جوړه ده، خو کهول د څوکورنيو نرينه ډله ده چې  په يوه پلار يا نيکه اړه لري. کهول  د لويو وړو  غړو کورنيو د شمېرې له ډېرېد نې سره پرلپسې ځان پراخوي او غښتلی کوي، او له دې سره (پر ټولنيز دريځ سربېره)  سياسي هغه (هم) راخپلوي.(۱)
هر  يوگړی غړی خپل شتون دننه په کهول کې ويني، خو د کهول په  بېلاريوکې  ژمن او پازوال ( متعهد اومسؤول) دی. همدارنگه کهول هم پر خپل وار د هر غړي د ناوړه چال چلند يا بدورديو پازوالي (مسؤوليت) پر غاړه لري. د ساري په توگه، که د کهول يو غړی کوم  جرم و جنايت وکړي، د هغه پرځای کهول ته گوته نيول کېږي او کهول يې هم پړه پرغاړه اخلي. 
د مورال ياکړووړو (اخلاقو) له پلوه هم يو د يوه غړي ښه او بد د کهول له خوا ارزول کېږي او پخپله غړی پکې نقش نه لري. د غړي لومړۍ دنده داده چې  په هر اکر بکر (حال احوال) کې  له کهول سره خپل اړاو تړاو ټينگ  و ترينگ وساتي. 
خو داسې هم نه ده چې  يوگړی (فرد)  خپل ارزښت، درنښت يا ځلښت (درخشش) نه شي لرلای ياترلاسه کولای شي. هرڅه ورته د پښتونولۍ هغه دويونه (قوانين)  ور په برخه کوي ، لکه (←توره) او(← مېړانه) .
 
.
 
توره (túra) ، وييزه مانا يې (شمشير) ده او دپښتونولۍ د يوه قانون له نومونې(ترم) سره سمه (تورياليتوب، زړورتيا، غيرت) جاج ومانا ښندي. داسې چې هر پښتون له  دغې ځانگړتيا سره توريالی بلل کېږي، په نورو ټکو، دغه نوم گټلای شي. ان تر دې چې  (توريالی) د يوه غوره وگړنوم په توگه هم دود موندلی دی. دغه وياړلي ستاينوم له ډېر درنښت وگرا نښته  لنډيو ته هم لارموندلې ، لکه د يوه پېغلې يا مېرمنې له خوا په دې بېلگه کې:
 تر توريالي مين به جار شم- په تار د زلفوبه کفن ورته گنډمه ۲)
خون (xun) يا(بدل) 
((خون)) يو پارسي  پورويزی(مستعار لغت) دی اومانايې (وينه) ده، خو د يوې نومونې (اصطلاح) په توگه د پښتونولۍ هغه قانون دی چې  پښتنو ته د بدل (غچ يا کسات)اخېستنې رښته ور په برخه کوي (نن سبا خون په پښتوکې  زياتره د قتل په مانا کارول کېږي او د پښتونولۍ د يوه قانون په توگه يې پرځای غچ، بدل او کسات کار ول کېږي). دا قانون څو اړخه لري: 
که يو سړي بل وو ژني، يو خون گڼل کېږي؛ که پر وژنه سربېره ترې ټوپک هم واخلي، دوه خونه گڼل کېږي؛ د يوې ښځمنې وژنه نيم خون شمېرل کېږي؛ د يوه همسايه (۳) وژنه هم نيم خون بلل  کېږي؛ يو غاښ ماتول، يايوه لاسگوته يا پښې گوته  پرېکول د خون لسنه هومره ارزښت لري؛ د يوې سترگې اېستنه او ياغوږ پر ېکونه نيم خون گڼل کېږي؛ دواړې سترگې اېستل يو خون او ژبه پرېکول هم پوره يو خون او دا سې نور (دلته ښايي پښتنو له مسلمانېدوسره يونيم  شرعي آر هم  راگډ کړی اوسي).
 که څوک له بېزړه توبه  په تېښته کې وي او د بل چا له خوا په شاکې د چاکو  چاړه  په وهنه (گوزار) مړشي، دومره درون جرم نه گڼل کېږي. دا خبره هم پاموړ ده  چې  که د بلهاري کهول د وژونکي  له کهول سره (د نورو هغو په منځگړتيا) دې جوړجاړي ته ورسي، او په يوه گناهگاره(کفاره)ياگرمانه(جرمانه) له بدل يا کساته لاس پر سر شي (د چا خبره وينه په وينه و نه مينځي)؛ هغه گناهگاره يا گرمانه کېدای شي،يو څاروی (يا څاروي) اوسي، غله دانه، نغده او ياان يوه پېغله (سپره).
که څه هم د دغو لارښودونو (دستورونو) پرځايکړه د اړوندو کهولونو د تېري هڅه را ټيټوي،خو بيايې هم سره بډواله (رقابت) را زېږوي، تر دې چې نورې افغاني ژبتو کميزې ډلې ټپلې هم له خطر سره مخامخوي او يا يې هم ورسره اړيکي خړپړوي. نو د دې لپاره  پښتونولۍ نور  لارښودونه وارله مخه په پام کې نيولي چې داسې ناوړې پايلې په سوليزه ( معقول،منطقي) توگه را نرمې کاندې. دادی، دلته يې  دا لاندې بېلگې وړاندې کوو:
مېړانه
 وييزه(لغوي) مانا يې (نارينتوب) او د پښتونولۍ د نومونې په توگه (زړورتيا) او(لو اروايي، شهامت) ده. هرگوره، له (←توره، توريالتوب) سره توپير لري. دا هغه لوړه مانيزه ځانگړتيا او احساس دی چې يو وگړی د ځانتېرېدنې او بلهاۍ تر بريده د يو بل مرستې ته يې ور چمتو کوي او بيا د داسې يوه چا مرستې ته چې يې ژوند ياپت عزت له خطر سره مخ وي، همداسې له بېوزله بې وسيلې ښځمنې، بې کا لخوايه ما شوم يا بل هر اړمن  سره له لاس مرستې سرنه غړوي. په دې لړ کې هر بلو سگر بدورده دېته راولي چې پرخپلو کړو وړو نوې کتنه وکړي اوان ورته مېړانې ته يې وروهڅوي. 
ننواتې
وييزه مانايې  (وزر زاري) او نومونيزه يا اصطلاحي مانا يې((ځانسپارنه)) ده، په دې مانا چې  خون والا(وژونکی) دبلهاري( وژلي) کورنۍ ته ورځي او ورته وايي:  ((د ازه او دا تا سې،  خوښه مو چې مو وژنئ يا مو بښئ!)). په دې توگه يې د چا خبره، دغچ اخېستنې  پر سرولمبو سړې اوبه وراړوي . دلته د سوله ييزو دودونو يوه سېستم ته مخه کېږي او داهغه څه دي چې لا ډېرې بترې نادودې او ناخوا لې،  جنگ،جنايت يا شرموو نکې پېښه يوې خواته کولای شي، په دې  هيله او اسره د گرم کهول له خوا  بېلابېل روغه وال  اغېزمنې کورنۍ ته استول کېږي: يو سپينږيری( يا سپينروبی)، مخور،ميا ملا، ستانه يا يوه کمکۍ نجلۍ او کله ناکله  ان پاک قرآن.
استازی يااستازي  هغې کورنۍ ته ورځي او وزر زاري ورته  کوي چې د بدل د رښتې (حق) يو دود بلونج (بديل)، لکه: نغدي تاوان يا گرمانې ته غاړه کېږدي. تر هرڅه خورا اغېز ناک دود((واښه پر خوله، رسۍ پرغاړه)) دی، په دې ماناچې گرم سړی د خپل بلهاري کور نۍ ته (څلوربولې) ورځي او ځان ورسپاري.  يو داسې سخت زبونانه چال چلند يو څه دوستانه غوندې جوړجاړي ته لاره هواروي . ننواتې داغوښتنه کوي چې  د بلهاري کورنۍ يا يې نژدې خپلوان (نور وراستولي) استازي ښه ترا ومني، که نه، د وژونکي کهول(او نور) هغه کورنۍ ته د پړې گوته نيسي او له  سخت اخلاقي فشار سره يې  مخا مخوي.
په دې تړاو زما د ۱۹۵۸  کال شاوخوا يوه  پېښه ياد ته راځي  چې  چا يې راته کيسه کوله:
د يوې کونډې مور يوازېنی يو زوی چا وژلی وو. دردېدلې مور يې هغه ټول دود سوله ييز وړانديزونه  ونه منل، او چې څه ناڅه شلکلن گرم ځوان يې ور وسپا ره، تر پايه داهيله کېده چې وينې بيه (خونبها) به ومني  او هغه به وبښي، خو د شهيد مور  چاړه راوخېسته او په خپل لاس يې حلال کړ؛ که څه هم  له آره يې دا حق وو، خو، په داسې ترڅ کې چې د اړوند کهول يو کس  هم نه غو ښتل، هغه دې قصاص شي.  نو  يې په يوه خوله د هغې داکړن وغانده ، او هغه يې د پښتونولۍ له کودېکسه يو بېشرمانه سرغړاوی وگاڼه. او بيا ورسره د تړلي (ننواتې) واکمن دستور پر وړاندې  د يوې مور درد  هم څه ارزښت درلودای نه شي.(۴)
 په هره توگه  ننواتې  په ټولنيزو اړيکو کې  پوره ځواکمن لارښود بلل کېږي (او دچا مخ و څټ نه پېژني). د ساري په ډول  دايو شرم بلل کېږي  چې که يو سوداگر  له خپل لا سلاندې شريک سره په کاروبار کې ټگي برگي وکړي، هغه  دا رښته لري چې  ده ته ورشي او تاوان  ترې وغواړي او هغه يې هم په يو برخيزه سکينده( قسمي جبران) له بدل اخېستنې راوگرځوي.  او ان د جوارگرو ترمنځ  ورته چلند هم پرکار اچول کېږي. که يو څوک  چاته (د خلکو په مخ کې) د بربنډولو شرم ورواړوي ، نو د دې لپاره چې  هغه له کوم سخت غچه لاس پر سرکړی اوسي، دېته اړوځي، دی هم ځان لوڅ کاندې او دهغه شر ماوی پر خپل ځان راواړوي.
مېلمستيا (= مېلمه پالنه ۵):     
تر ننواتې او مېړانې راروسته دا جال ودود هم پر خپل وار د يوې کورنۍ،کهاله او يوگړي (فردي) غړي د نورو هغو پر وړاندې ښه ترا ځلوي. اروپايانو ته (چې دادود يې په کړن کې ليدلی نگېرلی يا محسوس کړی نه وي) هسې يو بابيزه ټولنيز چار بر ېښي او دومره ارزښت نه ورکوي.  (رښتيا هم ) په ښکاره  يوه  داسې دوداېسي چی  په لرو پرتوپښتني سيمو کې ورته پښتانه  د کاروباري (تجاري) مېلمستون  د نشتوالي ياناسموالي(او بياناخونديوالي)  له لامله اړوځي ، خو له آره دغه دود د هر هغه  چا يوه پازوالي (مکلفيت)  گڼل کېږي چې څوک  يوکور کېږدۍ ولري او کوم  ناپېژندويه لاروی يا پردېس يې له خوا تېر ېږي، که هغه ووايي، ونه وايي، ترې پوښتي: ته (ناو لده يا) مېلمه يې؟
او چې ورسره مېلمه شو، پالنه او ساتنه يې په ټوله مانا پرغاړه اخلي، ان که د خطر پر وخت يې د سر په بيه هم پرېوځي چې له دې گوټليده مېلمستيااو مېړانه سره يو جاج  رانغاړي. ما(کيفر) ته پخپله په لسکلن يانه کې د (مېلمه رښتې) په  تړاو د پلپوټ (شکايت) کومه  پلمه نه ده پيدا شوې، نه مې له چا کوم بد چلند  ليدلی او نه مې ور کره يوه ستنه هو مره بېځايه يا غلا شوې  ده. هرگوره، ما هم د يوه مېلمه په توگه خپل پوله او بريد (حدود)   پېژندلي او په پام کې نيولي دي. په دې لړکې يو شمېر اخلاقي پازې هم راځي،څو غورې بېلگې، لکه:
له غږېدا سره مسېدا له ياده ونه باسي ،که ډېر ستړی ستوړی هم وي؛ تر درو پېلو (دقيقو) پورې به ورسره دستړي مشيو دود پرځای کوي،ان تر دې چې له ناستې سره به سم له سمونې جوړ تازه  ورغبرگوي ؛ که کوربه وغواړي، ورسره به کښيني ؛ ځينې پوښتنې اښتنې به يې بېځوابه نه پرېږدي (د کوم ځای يې، پر کوم دين ومذهب يې، د راتگ موخه دې څه ده،  تنخا دې څومره ده، کورنی اکربکر دې څنگه دی، د افغا نستان په اړه څه سوچ لرې، همداراز د پښتنو، مسلمانانو او داسې نورو په اړه )خپل چمدان  يې هم په مخ کې واز کړي او په دې چم يې تلوسه ورخړوبه کاندې، بيرته نه تړل يانه خوندي کول يې پر کوربنو د باور ويسا ښکارندويي کوي؛ داهم ورته سيده ناسيده  وښيي چې په کوم بد نيت و نمات ورکره نه دی راغلی؛ دکورغ بابو (ممنو عا تو) خيال وساتي، لکه: تورسروته نه کتل، په بهنده اوبو(ياډنډ، تالاواو ان پناځای) کې او ياهم کوم دېوال ته په ولاړه متيازې نه کول؛ د چېرې تگ موخه نه پټول؛ (بې اجازې) بل چاکره نه مېمه کېدل؛ په خپله غوټه چمدان کې شراب، خوگ غوښه او ور ته څيزونه نه گرځول؛ تر ټولو روته د مخه ښې پرمهال (بوټ،کالی مالی، يادگار...) ورډالۍ کول يو غوره کار  بلل کېږي،خو نغدې پيسې نه.
 هو، که کوم بله پلا ورکره راپېښ شي، ډالۍ نيمه به وارله مخه ورکوي؛ د خپل هېواد او ځای ځايگي پته ورکول او بيا ورته داډاډ ورڅرگندول هم يو پرځای کار بر ېښي چې که هغه (کوربه) کوم وخت پر ده ورپېښ شي، د وياړ او نېکمرغۍ لامل به يې شي. 
که مېلمه(يا پناراوړی) وسله،لکه تمانچه ولري، بايد په هاغه پيل کې کوربه ته وښو ول شي؛که ورسره هېڅ نه وي، لابه ښه وي، ځکه له کوربه سره يې اړيکي ټينگول نه خرخشنوي. هسې خو کوربه د دود له مخې تل له ځان سره وسله گرځوي او بې له هغې  يې د ساتنې پازه پرغاړه اخلي. 
منځگړی يا درېيم (-گړی) د هغو بډو(متخاصمو)خواوو ترمنځ  يو په زړه پورې چار (نقش) لوبوي چې په  جوړجاړي  کې سره پاتې راشي . منځگړی، سپينږيری، سپين دروبی، ملا، يا ستانه بيا کولای شي،  تر هغې وړاندې چې خبره غچ اخېستنې ته ور سي، تر منځ يې وبله پوهاوی  را شونی کاندې. که پناراوړی غل، وژونکی يا ربړو ونکی  اوسي،  نو کوربه بياهم اړوند کهول ته يو منځگړی استوي. په پای  ننوا تې هم  پر خپل وار په  راپېښو ربړو شخړوکې يو نرمښت راوستلای شي.
په دې لاندې لښتيليک کې د پښتونولي سېستم رغښتي(سرشتی) آرونه (اصول) سره وبله اوډون مومي. دغه آرونه که يو تربله سره په ټکر کې راځي، خو بياهم ، هممهاله  سره يو تر بله بشپړوي:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موخه د کهول (کلان) دفاع د کهول همغږي
 وسيله (بلوسنده يامتجاوز آر)     (نرمنده آر)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د يوگړي (فرد) ډگر(ساحه)    توره       مېړانه
تورياليتوب اخلاقي زړورتيا
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 
 (ديوگړي او کهول)     خون   ننواتې
 دوه اړخيزې کارندويۍ د کسات قانون        د بښنې چمتو والی
مېلمستيا
(مېلمه پالنه)
       منځگړی،درېيم
(= درېيمکړی، درېمان)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پښتون  هغه ټولې  ښويدنې (ختاوې) او ښېگڼې لري چې  له زلميتوب راهيسې يې  په ټولنه کې ورسره روږدی شوی او تر هرڅه له مخه يې له کورنۍ او په تېره له کهوله را خپلې کړې دي، او دغو ټولو(ټولنې، کورنۍ او کهول) بيا په يوځايي توگه له پښتو نولۍ  څخه؛ کومې  ښېگڼې او ښويدنې چې  پښتانه ورسره د پېړيو په پوړيو کې له کوچياني ژوندتوگې راخپل کړې دي، او ورسره تړلو پېښو او ناخوالو زېږنده بلل کېږي. په دې لړ کې  د څړځايونو، اوبو، ښځمنو  او بيا د ژوندپرمخ وړلو او ژوندي پاتېدلو د رښتې لپاره جگړې(مبارزې)... دغه ټولو (لاملونو)  په گډه د پښتنو خټه داسې اخښلې او  ترينگلې ده  چې له ډېرۍ سختزړۍ يې د ورور مړينه هم  ځانته غنيمت بولي او داشعر(لنډکۍ)  يې له خولې وځي: 
وروره، مرگ دې مبارک شه
کباړۍ دې پر ما جوړه ده!
افغان (پښتون) په  بدلېدونکې توگه غاوره، ځانغاړی (خودخواه)، او کله ناکله سخت ترينگلی ( حساس) وي؛  نو په دې ډول ورسره يوځای استوگنه تل اسانه نه ده. که د ټو لځواکي کهول  د دفاع خبره  په منځ کې وي، بيا نو ورته خپل ژوند(هم) څه ارزښت نه لري. دی له جنگ و جنگغالي او سترچارۍ (کارنامې )سره لېوالتيا لري. د ژوندوژو اک تشيال (فضأ) د پراخوالي نگېر(ولوله، احساس) يې د ازادۍ او خپلواکۍ ارمان تلتاند ساتلی دی:  له خپل کهول پرته يې د بل چا پر وړاندې منندويي(فرمانبرداري) او سر ټيټی نه خوښېږي،(په نورو ټکو) نه غواړي، د بل بادار اړوند(تابع) اوسي، هغه کار (مزدورۍ)  ته هېڅکله غاړه نه ږدي چې د مرييتوب بڼه يا نازغموړشرايط ولري(او يا له سپکو سپورو او غوړچونو گواښونو سره تړلی وي)، که  څه هم ناببره  پرې ور پېښ شوی اوسي، څه که  هغه په افغانستان کې وي او يابل چېرې! 
په هر اکر بکر کې ځان يو شاهزي (شهزاده) نگېري، که شپون يا جوپه مشر، څاروان (کاروان سالار) وي، لارۍ چلوونکی، کښتکار يا ځمکوال؛  که خوارجامه ياشتمن وي، اتڼ کوي او څڼې پورته پورته اچوي، که راکړه ورکړه کوي يا پيسې شمېري او يا خپلې سپږې غواړي (لټوي)،تل يې په سترگو کې د اتلۍ رڼا ځلېږي.  لکه  څنگه چې  دانگرېزانو  د نولسمې پېړۍ ليدنو کتنو راجوته کړې ده ،د پيسه دوستۍ په پار لوټمارۍ ته مخه کوي او له اړتيا سره  سم د هغه چا پر وژنه هم اړي نه کوي، چې ټو پک، چاړه چاکو، يو ډولي کنځول (کوټ)،گړۍ، پيسې ځنې وسپموي؛ هوکه همدو مره ورته ووايي،:(( راکړه!)) او هغه يې ورکړي، ((ښه ده!))  او کله ناکله (خير يوسي) ور غبرگوي: يوه داسې نومونه چې  زموږ له (danke)  سره  لږ اړخ لگوي- هرگوره، له ۳۰ - ۴۰ راهيسې  رادود شوې پښتو((مننې)) د دغه الماني، يا انگرېزي (thanks) او فرانسي (merci) يو په زړه پورې انډولتيا موندلې ده.
په داسې آړونو (شرايطو) کې  لومړی ځل له پښتنو سره اړيکې (تماسونه) تر ډېره گران اېسي، خو موږ بايد داهم هېر نه کړو  چې که وار له مخه مو  د دوی له قانونغونډ (پښتونولي) او بيا د ((مېلمه پالنې))  نه ځان خبرکړی وي، کومه خرخشه راته نه پاتې کېږي. د دغه آر (اصل) له مخې دوی دا خپله پازوالي گڼي چې په  ورينه ټنډه راته هر کلی ووايي، په ټوله مانا مو پژني (فېزيکي او مانيز) پيلوړ(حمايت) پرغاړه واخلي او له دې سره يو ((وروروگلويز)) اړاو تړاو رامنځته  کېږي.
(لکه  وار  له مخه چې ورته نغوته وشوه) کورنۍ سره په کهول کې رايوځای کېږي، کهولونه په ټبر، او ټبرونه په درست پښتني ولس کې. دغه هره  ډله پر خپل خپل وار د د شونتيا  تر بريده  خپلواکي لري،  خوله تيوريکي پلوه   له  يو نيم آر سره د ټکر له لامله لنډه گنډه کېدای شي، د ساري په ډول،له داسې  کړن سره چې پښتني ټولنه له لويه سره زيانمنولای شي.  سړي بايد دا هم له پامه و نه غورځوي چې  کهولونه او ټبر ونه سره د سيالۍ شريکۍ په يوه جال کې ښکېل دي،يوخوا يې سره په خپلو کې  تاو تريخوالی او ماته گوډه  پېښېږي او بلخوا ټول  له مرکزي واکمنۍ سره په لانجه کې کښېوتای شي. له همدغه لامله دولت د ((قبايلو مستقل رياست))- (له ۳۰- ۳۵ کلو  
راهيسې يې وزارت ته لوړتيا موندلې) د پښتني ټبرونو( قبيلو) د چارو لپاره را منځته کړی دی.  پر ۱۹۲۴ز. کال د منگل ټبرونو پاڅون او مخ پر کابل يې لاريون اړو ندې پرتې سيمې هم  اغېزمنې کړې، تردې چې هغه کال د همدوی په نامه يو مهالنوم (د منگلو کال ) ونومول شو،او د لوگر په څرخ کې (سال منگل)،لکه څنگه چې د وا کمن (پاچا، هېواد مشر) مړينه ياځواک لېږد(پاچا گردشي) يوه کال نېټه ټاکي. 
پر ۱۹۶۸ز. د خوارو منگلو او بډايو ځاځيو ترمنځ  يوه بده جگړه پېښه شوې وه. ځاځيو غوښتل، د هغو ځنگلونه  وبلوسي. خو داسې پېښې ټکرونه د پښتني  ټبرونو بنسټيز آرونه له خطر سره مخامخولای. د ټبرو دننه  پوره يو ولسواک (دېموکراتيک) سازمان شتون لري:
 جرگه (۶)،د پښتني ټبرونو يوه رښتينې غونډه، لکه واخلي، د سويسيانوکليوالي ټو لنه ((Landgemeinde ))يو داسې ولسواک (دېموکراتيک) اورگان دی چې په پکې هر څوک ، پلرونه، زامن، همسايه← (مزدوران، شپانه، گوروان، ډمان)،ان  د منډې له مخې راپېښ شوي مېلمانه، خپلوان او دوستان د گډون او غږېدا رښته لري. تر دې چې دکهولونو يا ټبرونو خانان (مشران، ملکان، نوابان، اربابان)  هم نه شي کولای  (د رامخته کړې ربړې يا مسألې  په تړاو) خپل ځانگړی سند رايه (اوبيا پايله، پرېکړه)  وار له مخه پر نورو گډونوالو وتپي، ياد چاخبره په زوره ومني. پټې خبرې اترې پکې يو شرم رسوايي گڼل کېږي، ځکه کېدای شي په دې لړکې، ټگي برگي، چل ول (تو طيه دسيسه) نغښتې اوسي.
دغه ټولنيز اوډون (جرگه) په رښتيني ډول له دېموکراتيکو دودونو جالونو سره په تړاوکې د کهول و ټبر درجه بندي (hierarchy) راځلوي او له خپلمنځي سياليو سره سره د پښتون ولس استازي کوي. هرگوره، دغه (نټه نه منونکې) رښتينواله (واقعيت)  د پښتنو د وبله اړوندۍ او پيوستون  نگېر (احساس)  ښه ترا رازبادولای شي. 
له دې سره د پښتنو په ځانخبرۍ (شعور ) کې دا راټوکوي چې دوی گډه ژبه، گډ دود ونه جالونه، گډې لو ښې، خويونه (عادتونه)، او بيا يوه پښتونولي لري او دا هغه څه دي چې د دې خوا او (د راتپلې بېلتون کرښې) اخوا پښتانه ، له لږوډېرو توپيرونو سره سره يوموټی کوي.
دا هم ويل په کاردي چې پښتانه(يومخ) له وگړپوهيز (انتروپولوجيکي) پلوه سره يووالی نه لري: په بېلابېلو لتو، سيمو کې يې (لږوډېرې) دردي، هندي، او يا تورک- مغولي اغېزې راڅرگندېدای شي. (په نورو ټکو،) دغو لاملونو د پښتون ولس په تو کميزه رغاونه کې ونډه درلودلې ده، او داهم شونې برېښي چې  په بېلابېلو وختو کې سمت کهولونه (له ناپښتني ډلو ټپلوڅخه ) راپښتانه شوي (Pashtunised) دي. (۷) 
داهم سمه ده  چې (څوک) پښتو غږېږي له پښتني ټولنې سره يې پر خپله اړوندۍ باور لري اوځان پښتون راوښيي. د دغو څرگندونو تر وړاندېينې سره استثناوې هم له پامه غورځول په کار نه دي. داهم   د يادونې وړ ده چې ډېر ځانونه پښتانه بولي او ورسره پښتنی نگېر هم لري، خو پښتو نه غږېږي(يا غږېدای نه شي): 
په دې لړکې کېدای شي ، سمت کهول او کهولونه او يا يوگړي (افراد) مخې ته راشي چې مخينيان يې پښتو غږېدل (او دوی هېره کړې ده)،که هغه(محمدزي، بارکزي، الکوزي...،) نورزي، يوسفزي دي  او يا د کابل ( ښايسته گڼ)اوسېدونکي چې له آره پښتانه دي او له نورو سره ويلې (اسېمېلايز) شوي او پارسي يې راخپله کړې ده. (۸ ) 
بلخوا، په سرچپه ډول، داسې وگړي هم شته چې  پښتو غږېږي، خو ځانونه پښتانه نه بولي. دلته به زه هغه بلوڅ، براهوي، هزاره، وزبک... پرځای  پرېږدم چې  د ساري په توگه په کندهار کې مېشته شوي دي. دوی ځانته ځانته، يا د وړو وړو ډلو په توگه دغلته له دوه درو پښتو راهيسې ژوند کوي او له ډېري پښتنو سره اخښل شوي، او  چې لابيا (ورسره) ښوونځي ته تللي وي، ترخپلو ژبو، پښتو ښه غږېږي، خو خپلې داهم يومخيزې نه هېروي. دا داسې بېلگې دي چې سړی ورسره هر چېرې(لږوډېر) مخا مخېدای شي.  په دې لړ کې د وردگو کيسه گړسره بل ډول ده. دوی له دې سره سره په يوه(کرلاني) پښتو گړدود غږېږي، خو(زياتره نالوستي يې) ځانونه په پښتنو کې نه شمېري! (۹) 
 تر ټولو روسته ، زازو دې پايلې ته رسېږو چې ښايي، اړينه وي، چې د پښتنو ژبتوکميز اکربکر د ټولنوټيز (اجتماعي- اقتصادي)  هغه په رڼاکې هم تر څېړنې لاندې ونيول شي، خو دغه کار ته د اړوندو څانگپوهانوپام راړوو.
_________________________________________________________________
پايليکونه

، يو کورنی نوم لري ۲) داسې وگړنی غونډ چې  د گډو لوښو(کرکټرونو)، موخو يا لېوالتياوو پر بنسټ سره يوموټی وي ۳)  د داسې کورنيو غونډ يا ټولگه چې په يوه پلرگنۍ اړه لري او پر يوه سرغنه (مشر) سره راټول وي، په ځانگړې توگه، لکه سکا ټلندي او اېرلنډي  کلان (clann). له همدې لامله د کلان  ويي آره هم په سکاټلندي گيېليک او کلان (Gaelic> clann) پسې وړل کېږي.  کولېنز ډېکشنرۍ(Col. Dic.) يې له درو ماناوو سره راخېستی دی:
په زړه پورې داچې دغه دواړه وگړ ډلې له وېلسيانو سره ، گډ سېلتي يا کېلتي  ټبر رغوي چې تر ژرماني(انگلېسي، جرمني...)، روماني(فرانسي، سپانيي، اېټاليي) او نورو اروپايي ټبرونو مخکې له(آريانو سره) له گډ لرغوني اسيايي ټاټوبي(اناتوليا) نه اروپاته راکډوال شوي دي(← ۱- څپرکی)، حال داچې په  نورولرغونو ، لکه  يونا ني، رومي  ...ټولنو کې د ورته ټولنيز يوون (کلان) بېلگه نه وړاندې کوي، لويه الماني ډېکشنري (Gros. W )هم  په دې تړاود همدغو دووکېلتي ټبرونو بېلگه راوړي).
ښاغلی کيفر د خپلې ليکنې د روستي مخ (۶۲ ۴) په پايليک کې، تر هغې روسته چې(د استاد مورگنستيرن پراخځ ) پښتو د ژبنوم  ترڅنک، په دويمه ((پښتونولي)) مانا هم راپېژني، ورته پېژند(تعريف) راغبرگوي:  
د پښتني  ولس رغښتي (سرشتي، ماهيوي) ځانگړواله داده چې پر بېلابېلو وړو لويو يوونونو(واحدونو) وېشل کېزي: 
کورنۍ سره په کهول (کلان) کې راټولېږي، کهولونه په ټبرونو(خېلونو، زييونو، تپو) کې او ټبرونه په يوه ټولگه کې چې دا درست سره  يوه يوازېنۍ (ژبتوکميزه) وگړډله ((پښتنی ولس)) جوړوي. 
 او بيا وايي،د غه ټول لوی او واړه يوونونه(واحدونه)د يوه ځانگړي ټولنيز قانونغو نډ((پښتونولي))، (the Pashtun code of honour) يايې الماني انډول(Ehren- kodex)   تر چتر لاندې خپل خپل ټولنيز ژوند و ژواک پر مخ وړي. بيا زياتوي چې په دې جاج  هر نرينه وگړی چې پښتو( پښتونولي) ولري، ((پښتون))  دی او هره ښځمنه يې چې ولري ((پښتنه)) بلل کېږي، او هر هغه څوک چې پښتونولي ونه لري ،((بې پښتو)) دی. په همدې تړاو(پښتونولي) له (پښتو نوا لي) سره گډول  بېځايه بولي ځکه په کړن کې پښتونوالی د ((پشتون بودن)) مانانه ښندي، کټ مټ ، لکه د استاد مور گنستيرن(۶۱) راوړي متل چې وايي: ((پښتون هغه دی چې پښتو لري، نه هغه چې پښتو وايي)). 
په هره توگه  موږ ته د دغو ټولوڅرگنداويو له مخې  د کلان پښتو انډول  ((کهول )) وړنده  ښکاره شو.که څه هم دغه ويی اوس زياتره له (کورنۍ) سره هممانيز کارول کېږي، لکه پق(پښتو قاموس) چې (خاندان، اهل بيت، عشيره) مانا کړی او ورسره رامنځته شوی جوړه تړنگ(کوراوکهول) يې (طايفه).
 خو، کهول له آره د(کلان) ورته جاج (مفهوم) رانغاړي،  په نورو ټکو،کهول  دکورنۍ او ټبر تر منځ يو نرواکی (پدرسالار) ټولنيز يوون (واحد) دی. له پارسي خاندان، خا نواده يا دودمان  سره هم  يوازې له لېکزيکورافييکي (قاموسي) پلوه  انډول کېدای شي، نه له ژبتوکميز(اېتنو- لېنگوېستيکي) پلوه، ځکه پارسيوانو د پښتنو پر خلاف ټبرنی او ورسره تړلی کهولي نظام تر شا پرېښی او يوازې يې نرواکي او پلرواکي (مرد سالا ری و پدرسالاری) هغسې خوندي ساتلې دي.
ما پر ۱۳۴۲ ل. کال د جانيخېلو منگلو د گړدود کښنې په ترڅ کې له  کليوالو واور  ېدل: ((پاينده کول روغلی دو))، پوه شوم چې دوی ټول سرکار يا دولت او حکومت ، هر چارواک او کارمند (مامور) په دغه نامه يادوي که څه هم د محمد زي-بارکزي شاهي لړۍ د ور نيکه( سردار پاينده محمد خان) له  کهاله سره خپلوي ولري يا و نه لري. مانا داچې  ډېر پښتانه، په تېره غرني کرلانيان او ان له لويه سره گرده پښتني- افغاني ټولنه پر کهولونو وېشلې انگري!
- داچې په شمالختيزه پښتو کې د (کورته ځم) تر څنگ لږوډېر (کاله ته ځم) هم ويل کېږي، د هماغه پخواني جاج استازندويي کوي؛ په (کور-و-کهول) تړنگ کې، هم اړينه نه ده چې دواړه رغنده وييونه يې سره هممانيز اوسي. هرگوره، په ټوليز کلا سيک پښتو شعروادب کې  دغه جاج پوره څرگند ښکاري، لکه: د شېخ رضي (او امير نصر لودي په سوال و ځواب کې:
... نصره نه مويې له کهاله       لودي نه يې په کاوه...
... د لودي زوی سنتي يم د حميد له لوړ کهاله يم...(پخ ۷۲)
- استاد مورگنستيرن(۶۱؛ زيار ۲۳۸-۳۹) پښتود دويم جاج (the Pathan code of honour) په تړاو پر ۱۹۲۴ ز. کال د خپل پښتو ښوونکي ارواښاد منشي احمدجان  له خولې دامتل په غږيزه ابېڅې ليکلی دی: ((پښتون هغه دی چې پښتو لري، نه هغه چې پښتو وايي)). استاد(۶۱) د پوښتېدل (پوښتل) د آرې په تړاو بيا دامتل راوړي: پښتون د پوښتنې وږی دی، د روټۍ وږی نه دی. 
- اېلفنباين (۶۷) هم پر خپل وار د استاد مورگنستيرن، مکنزي... پر پليونۍ پښتو په دويمه مانا ،غيرت(honour=γayrát) له (پښتونولۍ) سره د هممانيز په توگه (the Pashtun code of honour) مانا کړی، خو د خپلې څېړنې له مخې ليکي چې د گردېز ختيځ ته مېشت اندړ پښتو د ژبنوم په توگه د نورو منځنيو ټبرونو په څېرادا کوي او د غيرت  (ho- nour) په جاج پښتيو(Paxtyo)؛ هسې خو له گردېزه مخ پر لويديځ له (پشتو والا) مينز يو پرته له زرملې نيولې، د غزني تر اندړو نورگرد ټبرونه  ورته  تو پير راښيي (زيار: ۲۰۱۱ز. ۲۳۹)!
(۲) دا لنډۍ استاد له برن مېشتي لوگري دوست (ثناؤلله سنا) يادښت کړې، داسې چې آره دويمه مسره يې ورسره له يوې بلې لنډۍ  څخه راخېستې ده،د پوره پوهاوي لپاره دواړې لنډۍ دلته وړاندې کوو:  
تر توريالي جانان به جار شم چې د غليم په وينو سره کاندې لاسونه
جانان مې سر پر وطن کېښود  په تار د زلفو به کفن ورته گنډمه
(۳)  دهمسايه لومړی ماناگاونډی (همجوار) او دويمه مانايې کراوالا(کرايه نشين) ده، خو د پښتونولۍ د نومونې(ترم) په توگه هغه  نا پښتون وگړي يا وگړو ته وايي چې له آره په کومه بله توکم يا ټبر اړه لري او له لږوډېر مهال راهيسې د کهول يا کهولونو تر پيلوړ (حمايت) لاندې کارو روزگارکوي. دا يا مزدور، شپون ياي ورهڼگر(کسبگر)، لکه ډم، تېلي، نداف، پښ، ترکاڼ، خټگر، بزگر او داسې نور بېوزله، بېکوره، بې ځمکې زيارکښان وي.  که څړه (جره) وي له ځمکوال ياپانگوال سره، په يوه څېرمه کوټه يا پياده خانه کې اوسي  او که کورنۍ والا وي ،يو کور کوډله ورته وړيا په واک کې ورکوي. په دوی کې ډم (نايي، گلابي...) بيا هرکاره وي: د(دلاک،  barber)  په توگه د بادار کورنۍ په گډون د گرد شاوخوا ولس د نرينه  غړيو سرونه او ږيرې سموي او ياخريي؛ هلکان سنتوي؛ د دوديز درملگر  په توگه د ناروغانو وينه پزوهي، د اوږو تر منځ  ښکرور لگوي؛ د پخليکار په توگه په وير و ښادۍ کې خوړه پخوي؛د سازي او سندرغاړي په توگه په واده، سنتگرۍ او نورو ښاديو کې د ټنگ ټکور چاره پرمخ وړي؛ د ډاگي په توگه لرې نژدې خلکو ته د غم وښادۍ يا غو نډو جرگو خبر رسوي...؛ د جنگ او بلې هرې بېړندويه پېښې،پگړې (اشر، حشر) انگروز (اعلان)  لپاره  ډول يا نغاره وهي؛ همداسې يې نرينه او ښځينه لوی او واړه کورني غړي هم د بادار په گډون د گرد کهول په چوپړ کې وي؛ ښځمنې يې بياد ډمگۍ يا نايڼې په نامه ناوي سينگار وي) او ښځينه ټنگ ټکور، ساز و سندرې او نڅاوې ترسره کوي... له دې ټولو چارو او چوپړونو سره سره په ځينو سيمو ټبرونو کې کال پرکال کور ورتالا کوي او هماغه کاراوزار ورپرېږدي چې پاسنۍ خدمتونه پرې ترسره کوي، لکه د ډمگرۍ ، پخليکا رۍ، موسيقۍ او داسې نور هغه ،چې  په لرغونو يوناني او رومي ټولنو کې هرکاري مرييان را پر زړه کوي.  هرگوره، اړوند ليکوال د نورو ورهڼگرو همسايه وو  پر وړا ندې د ورته چال چلند څه نه دي ويلي!
په شمال ختيزو پښتني سيمو، ننگرهار، پېښور... کې ډم  ته له دغو ټولو دندو سره ((نايي))  وايي او د ډم ويی يوازې د((نڅاگر))  په جاج ومانا د تېرمهال په کيسو او گړنو کې هغسې راپاتې دی. ما پخپله د مخيني پښت له پوخمنگو کليوالو داکيسې اورېدلې چې د دوي د ځوانۍ پرمهال په ودونو کې بې کوم ساز اوازه   تش ډمان گډېدل او همدا چې به خبر شول، چېرې واده دی، په توره شپه کې به ډله ډله ورتلل، که هرڅومره به لرې هم وو. په متلو،گړنو- څرگندنو(محاورو- اصطلاحاتو) کې، لکه: 
باد وي ، که باران د ډم پخه مړۍ ده؛ لکه ډم  لک گډېږې، د ډم غوندې راته مه گډېږه، د ډم زويه،ځه ورکېږه، خپله ډمگري دې کوه.. .؛ ډمامه ( نغاره؛ رسوايي) يې هم د ډم له بېلنگونو شمېرل کېږي. همدارنگه ډمې يا ډمانې (نڅاگرې) او ورسره ورسره سندرغا ړې چې لره خوايې ډېر دود لرلی، آره يې هم زياتره په ډمانو او يا نورو ((همسايه)) وو، په نورو ټکو، ټيټپاړکو زيارکښو کورنيو پسې  ځي.
پر دې خو څه ناڅه رڼاواچول شوه چې د پښتونولۍ او بيا کهول په چوکاټ کې همسايه  څه  ټولنيز دريځ او ارزښت لري، خو توکمپوهيز  سپيناوي يې هم پاموړ دی  او هغه داچې له ډېر مهال تېرېدنې او جغرافيايي او بيا ټولنوټيز (اجتماعي- اقتصا دي)  ادلون بدلون او اېنتېگرېشن سره  يې کرښپل (څرک)  څنگه و موندل شي؟
لکه، د پېښور شاوخوا د نورو سيمو او ټبرونو په لړکې له کوز تاکاله تر بر تاکاله  د خليلو سيمه بلل کېږي، خو بل ځايه  هر راغلی پښتون يا پښتون شوي ځان (خليل) بولي او کورنی نوم يې گرځولی، خو د رنگ و سروتنې  له  مخې له خليلو څخه له ورايه توپيرېدای شي. 
 هن، که په دې لړ کې گړ سره  نا پښتني او نا آريايي لږه کی ، لکه (تورک- مغول) او سي، نو  بيا يې نومېرنه او  پېژندنه کومه ستونزه نه لري، لکه واخلې د غزني خواته  د واغز  د جلالزيو اندړو په منځ کې له پېړيو راهيسې اوسېدونکې جلاليان، او په لره- بره پښتونخواداسې نورې ډېرې  بېلگې. 
همداراز د استاد کيفر پايليک (۶۱۷) او د ډم  په اړه يې هغه څېړنه بيا د اروپايانو، په تېره خپلو فرانسيانو ته خورا په زړه پورې ده چې د څلورگونو(اورمړي، پراچی، پارسي او پښتو) ژبو، او بياپه لوگرکې له روستنيو ډگرڅېړنو(فيلدريسرچونو) څخه گڼل کېږي:  A propos de la circoncision a Caboul et dans le Logar.


(۴) دغه زړه ويلوونکې پېښه زما(زيار) هم داسې پر ياد ده، لکه نن  پرون چې تېره شوې وي. رووف قتيل خوگياڼي، بياداهرڅه د سر په سترگو ليدلي او هماغه مهال يې پرې بشپړه کيسه کښلې وه  چې څه ناڅه يې داسې راپيلوله: زه د ننگرهار لېسې ښوو نکی وم. يوناڅاپه بهر شوروځوږ پورته شو او له نورو استادانو او شاگردانو سره راووتو. گورو چې د سړک آغاړې ته يوه سخته گڼه گوڼه جوړه ده او ټول همدا نارې وهي: ويې بښه، ويې بښه...! هغه دې ويې باښه... .  هغه مهال لېسې او همداراز زندان او محکمې ته مخامخ، د شاهمردخان  خور وورشگلن ډاگ وو، او ډاگيز اعدا مونه همدغلته ترسره کېدل. خو دومره گڼه گوڼه پرې نه جوړېده. گرم ځوان بې زولنو ولچکو، پخپله خوښه براب براب غځېدلی او پر سترگو يې دخپل پټکي ول راکښته کړی وو او همدا يې ويل: ترورې راشه او ژر تر ژره دې د خپل يو يوازېني نازولي زوی بدل واخله! 
هغه يې له آره نژدې ملگری وو او دواړه د خوگياڼو اوسېدونکي ول، او هسې په ټوکو ټکالو کې ترې په چاکو  نېغ پر زړه لگېدلی وو او يوه ناقصدي يا په لويديزه  جرمي نومونه (manslaughter) وژنه وه چې نيم قتل گڼل کېږي او پښتونولي او اسلامي شريعت يې هم جزا تر قصاص او اعدامه نه رسوي!
(۵) تر کوم ځايه چې زما پر ياد دي، استاد کيفر دغلته لومړی سمه نومونه (مېلمه پالنه، هغه هم دپارسي (مهمان نوازی) يا انگرېزي (hospitality) د نوي رادود شوي پور ژباړويزي په توگه د اړوندې ليکنې د چاپ په ترڅ کې همداسې راغلې وه،خو ښايي، را روسته به  کوم ((ويښيار پښتانه)) پر (مېلمستيا) وراړولې  وي، حال داچې د مېلمستيا مانا ( مهمانی،دعوت، ضيافت)راځي . له بده مر غه، زما همدا اوس د دويم ځلي ژباړې پر مهال ورپام شو او نور هغه  ژوندی نه دی چې مې پرې بيرته (مېلمه پالنه) کړې وای.  الماني ژباړلی انډول (Gastfreundschaft) يا (مېلمه دوستي ) يې هم له دويم  ترم سره ښه ترا اړخ لگوي. - همداسې استاد کيفر ته په کار وه، د((خون)) پرځای يې((بدل، غچ يا کسات)) نومونه کارولی وای، ځکه  هم زيات دود  لري  او هم هومره دکرکې وړ نه برېښي!
د مېلمه پالنې  له  دود سره  ورته نورې تړلې خبرې هم دڅېړنې وړ وې، لکه: 
- دا ټوليز دود چې يو ناولده پښتون يا بل هېوادوال  پر هرکلي کهول  وربرابر شي، هما غې گډې دېرې اوجرې او ياهم جومات ته ورسيخول کېږي او د چاخبره ټول او سېدونکي يې په گډه مېلمه پالنه کوي، ټول ورسره کښېني او يوځای ورسره ډوډۍ خوري. هرگوره، تر څنگ يې د شتمنو کلي مشرانو(خانانو، ملکانو...) دېرې اوجرې هم د هر بلځايي پر مخ پرانتې وي او په دې لړکې که  بهرنی او  بيااروپايي وي، نو ځانته ځای ځايگی يا کو ټه ورکوي.  په دې ترڅ کې چې چا په مېلمه پالنه کې نوم اېستلی وي ((ډوډيمار)) بلل  کېږي او د(مېلمه پال) تر رادودېدا مخکې يو وياړلی ستاينوم بلل کېده.  
- له مېلمه پالنې سره يو بل څېرمه پښتنی دود((بدرگه)) هم تړلې ده. هغه داچې په بيرته تگ کې له مېلمه سره  د امنيتي  ډاډ لپاره مېلمه پال يا بل  هرکورغړي تر بلې سيمې وسله واله ملگرتيا کوي او ورآخوا يې  ژمندويي او پازوالي  داړوندې سيمې په کور کهول يا ټبراړه پيدا کوي؛ د مړي د ړومبۍ ورځې خيرات ته هم بدرگه په دې ويل کېږي چې تر بلې نړۍ يې ارام و خوندي ورسوي!
- دا تېرمهالې ناخوالې هم  له سکالو سره بې تړاوه نه دي چې که پردېس بلځايي به دکوم پښتانه پرکورکېږدۍ ور برابر شو او مېرمنې به ورته د مېړه ناسوبتيا پلمه کړه او بل گاونډي به يې، هغه هم د بل کهول اړوند، غم وخوړ، د لومړي کور څښتن به خپله مېرمن وژله- ځکه، لکه څنگه چې تر پرونه ،په ډېرو پښتني سيمو او ټبرونو کې دود وو، هرې مېرمنې ته اجازه اوبيا ورته په کار وه، د څښتن تر راتگه مېلمه و ساتي او پالنه يې وکړي - په  هره توگه به   داسې پېښې د دواړو کورنيو تر منځ د(( خون)) يا ((بدل، غچ، کسات) خبره  هم را منځته کوله!
لا بتره خونړۍ پايله، لکه چې استاد يې د يوه عادي مېلمه په تړاو يادونه کړې،د يوه  (( پنا راوړي فراري)) وژونکي يابل جنايتکار مېلمه پر سر راولاړېدای شي، تردې چې پرکورمشر سربېره د ټولې کورنۍ د بلهارۍ په بيه پرېوتای شي. که  څه هم له تش په نامه((جهاد)) راهيسې دا پېښې لا څه چې، پښتو او پښتونولي او بيا له لويه سره ، ښايسته ډېر ټولنيز پښتني- افغاني ارز ښتونه  هم نور له پوښتنې سره مخامخ شوي دي!
(۶) استاد کيفر ته په کار وه((جرگه)) د پښتونولي کوډ يو خورا غوره رغنده ټوک يا قانون په توگه په داسې څېرمه ټوکو(اجزاوو) کې نه، بلکې په غورو هغو کې تر جلا څېړنې لاندې نيولی وای او تر پارلماني دوه گونو(ولسي او مشرانو) جرگو او بيا لو يې جرگې پورې خپلو فرانسيانو او بيا گردو لويديځوالو ته ورپېژندلی وای. هسې خو داده، ۴۰- ۴۵کاله وروسته  له ښه يا بد شگومه ((لويه جرگه))  پر نړيوال کچ د ((مجاهد، طالب، داعش...)) په څېر د رسنيو سرټکی گرځېدلی او د يوې سراسري سياسي نومونې په توگه يې سيدونو(قاموسونو) ته لار موندلې ده.(← زيار:لويه جرگه،د ختيز المان ((بيونې)) مهالنۍ ۱۹۸۵).
(۷)  دا خبره چې سمت کهولونه له آره پښتانه، نه  دي، يوڅه سوچ  وغور غواړي.  دا ښکارنده (پديده)، لکه د کتاب  په اړوندو څپرکوکې چې لږو ډېرې نغوتې شوې، د سپين توکمي هندوآريايي او سامي په تړاو منل کېدای شي، خو د ژيړتوکمو، لکه تور- مغولي په تړاو ځکه ناشوني ده چې له ورايه پېژندل کېږی او ((پشتونايزېشن )) يا ((پښتونوالی )) يې د((پښتونولۍ)) وربوی (حريم) ته نه شي ور ننه اېستلای، او په تېره بيا د لومړني يوون(کهول) انگړ ته. 
يوه ژوندۍ بېلگه يې د ((تورک- مغولي))ک جلالي کورنۍ ده چې له مشر ارواښاد استاد غلام جيلاني جلالي تر علي احمد جلالي پورې يې د پښتو د  سرڅڼې لپاره د خپل وخت تر هرې آرينتوکمې پښتنې  کورنۍ نه ستړي کېدونکې خدمتونه کړي ،خو بيايې هم د جلالزيو کهول او ټبر راخپل کړی نه دی او تش  يې کورنی نوم ورسره د يوه جغرافيايي تړاو په توگه بس گڼلی دی.
خونړي امير عبدالرحمان چې کله د شينوارو له او نورونه اېلېدونکو پښتنو، تا جيکو... له ټولوژلې به ستړی شو، په هزاره وو پسې به يې راواخېسته، سرکښان به يې څه وروژل  او څه بنديان کړل، اوکونډې رنډې به  يې پر خپلو شاغاسيانو  وو ېشلې، نوگډوله زوزات يې تر اوسه له ورايه پېژندل کېږي.
دا هم د هېرولو نه ده چې که پښتانه، پښتو له لاسه ورکړي، پښتونولي يې هم ورسره هممهاله پرخپله مخې درومي؛ بېلگې يې، نه يوازې په لره بره پښتونخوا ، بلکې تر پخوانيو او اوسنيوسياسي - جغرافيايي پولو وراخوا، په تېره تېره، په ارته بيرته هندي نيمې وچه کې، له حسن ابدال، هزاره ضلعې، کشمير، ميانوالۍ او ملتانه نيو لې تر کلکتې، ډيلي او دکنه پورې، تر ميليونونو رسېږي.  د پښتونوالۍ او پښتو نولۍ له نښو نښان يې ټبرني- کورني نومونه (لودي، سوري، غوري...) دي، ((خان)) خو نورو ډېرو ناپښتنو ورننگولی او ورسره شريک کړی دی. ( همداسې،د غور په اړوند پړوکي کې د عارف غوري يادونه). 
(۸) په کابل کې د محمدزيو  په گډون داسې پښتون ټبر نشته چې  لږوډېر استازي يې له ورته اکر سره مخامخ شوي نه اوسي . له انقلاب وړاندې خال خال کورنۍ، لکه وا خلې،د  (کبير او بشير) لودينو ورونو هغه چې  پرلپسې يې دټولگټي وزارت غوندې له لوړو څوکيو سره سره، خپله پښتو او پښتونولواله (لږ ترلږه) تر دويم پښته  وسا تله.  
(۹) دلته د کيفرله((ښه))داهم راڅرگندېدای شي چې له ليکني- ادبي پلوه يې پښتو تر خپلو مورنيو ژبو ښې وي؛ داسې بېلگې د ننگرهار، لغمان، گردېز، اورگون، فراه... او بيا تر ډېورنډ کرښې وراخوا، له کوټې نيولې، تر پېښوره هم ډېرې مخې ته راځي. دا تر هرڅه له مخه په دې اړه لري چې د زده کړې ژبه يې لږ ترلږه، تر لومړنيو هغو پو رې پښتو اوسي. په دې لړکې  ډېر ليدل شوي چې د لغمان، جلال اباد، بېسودو،سره رود پارسي ژبي لږه کي ، او ان د چپرهار کنډيباغيان چې د لوړو زده کړو لپاره کابل ته راغلي او راځي، دخپلې  ((چغتايي)) پارسۍ او بياله پښتوسره گډوله ژبې، په ويلو شرمېږي، نو پښتو غږېږي او ځانونه هم پښتانه بولي. 
استاد شارل کيفر په دې تړاود پوره سپړاوي لپاره خپلې بلې ( ژبې او تو کميزې ډلې ټپلې په افغا نستان) نومې  ليکنې  ته نغوته کوي  چې پر ۱۹۷۱کال يې له نقشو سره خپره کړې، او مايې پښتو ژباړه  په دې کتاب کې راخېستې ده؛ همداسې زما ليکنه (←د هرات ژبتوکميز رغښت او د پښتنو پرسنايزېشن لاملونه)  هم درواخله.
 
 اکسفورډ، ۲۸اپرېل ۱۵
 
بېرته شاته